د ډهاکه ټربیون په نامه یوه بنګله دیشي ویبپاڼه په خپل څېړنیز راپور کې وایي، چې د طالبانو لپاره تر ټولو لویه ننګونه د افغان کډوالو ډله ییز لېږد دی.
دا ویبپاڼه لیکي چې ښځينه فعالانې وايي، طالبان پر ښځو د بندیزونو او محدودیتونو په لګولو غواړي د خپلو موخو لپاره فشار زیات او واک ته قانوني بڼه ورکړي.
په دې تحلیلي راپور کې ټولنیزو بندیزونو، د رسینو پر سانسور او پراخې بېوزلی ته هم اشاره شوې او روان حالت اندېښمن ګڼل شوی دی.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته کابل سقوط وکړ او طالبان واکمن شول.
څلور کاله وروسته داسي ښکاري، چې طالبان په واک کلک واکمن دي ان تر دې، چې ځیني هېوادونه لکه المان د دغه ډلې سره په کابل کې د پټو اړیکو په جوړولو بوخت دی.
روسیه د ۲۰۲۵ کال د جولای په لومړیو کې لومړی هېواد شو، چې طالبان یې په رسمیت وپېژندل.
د پاریس انالکو پوهنتون د نړیوالو اړیکو څېړونکی سردار رحیمي وايي: «روسیه د امریکا هغه رول پر غاړه اخلي، چې امریکا څلور کاله مخکې د خپلو پوځیانو په ایستلو سره په خپله خوښه پرې ايښي وو.»
چین هم له طالبانو سره نږدې اقتصادي او سیاسي اړیکې ساتي.
بیجینګ که څه هم دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې خو ولسمشر شي جین پينګ د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې د طالبانو د سفیر باورلیک په بشپړ دیپلوماتیکو مراسیمو سره ومنی.
چین ته افغانستان او د دغه هېواد خام مواد د خپلو نړیوالو زېربینايي پروژو «د یو کمربند او یو لار» لپاره مهم دی.
رحیمي وايي، چې لوېديځ باید دا حقیقت ومني، چې طالبان د افغانستان د عامه ژوند پر ټولو برخو واک لري.
طالبانو ته د کډوالو دله ییز لېږد لویه ننګونه ده
د طالبانو په واکنۍ کې المان دوه ځلي شاوخوا ۱۰۹ تنه افغان کډوال د الوتنو له لارې دغه هېواد ته لېږلي.
د دوی په خبره، چې په دې کډوالو کې تر نیمې زيات یې مجریمین ول.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو اوو میاشتو کې له پاکستان او ایران هیوادونو څخه له ۲.۱ ملیون څخه ډیر اخراجونه ثبت کړي دي.
د ادارې په وینا د ستنیدونکو نیمایي برخه په زور تر سره شوې.
د کډوالو د ستنېدو دغه لویه څپه د طالبانو لپاره تر ټولو لویه ننګونه، ځکه چې کډوال پرته له مېنو، کار او عاید پرته دغه هېواد ته ځي.
دا بشري ناورین د طالبانو لپاره ځکه په فرصت بدل شوی، چې دغه ډله د همدې کړکېچ څخه ګټه اخلي تر څو پر خلکو خپل واک نور هم زیات کړي.
په دې سره طالبان داسي انګیري، چې لوېدیځ دې ته اړ کړي تر څو د دوی سره اړیکې ونیسي.
طالبان په افغانستان کې د ننه د کډوالو د ژوند او ضعیت په اړه معلومات نه ورکوي.
د بشري حقونو ډلو د افغان کډوالو دا ډول لېږد د نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ګڼلې.
د اروپا بشر حقونو کنوانسیون هغه هېوادونو ته د کډوالو لېږد منع اعلان کړی، چیرته چې د غیر انساني چلند یا شکنجې خطر وي.
د طالبانو تر واک لاندې د بشر د حقونو ناورین
خپلواکه څارونکې ډلې وايي، چې په افغانستان کې د بشر حقونه په دوامداره او منظم ډول تر پښو لاندې کېږي.
پخوانۍ افغانه دیپلوماته شکریه بارکزۍ وايي: «د ښځو حقونه په ځانګړې ډول د یوې معاملې وسیلې په توګه کارول کېږي.»
هغې دویچه ویله ته ویلي: «طالبان له ښځو د خپلو موخو د پوره کولو لپاره استفاده کوي. دوی پر ښځو د بندیزونو او محدودیتونو له لارې فشار زیاتوي څو خپل واک ته قانوني بڼه ورکړي.»
واک ته د طالبانو د بیا رسېدو را وروسته ښځې له ټولنیز ژوند څخه په بشپړ ډول ایستل شوي او شاوخوا ۱.۴ میلیونه نجونې چې عمرونه یې له ۱۲ کلونو پورته دي ښوونځۍ او پوهنتونو ته له تګ منعه شوي دي.
د بشر حقونو سازمانونه په ټول هېواد کې پر ښځو او نجونو د جنسي تبعض تاوتریخوالي راپورونه ثبتوي.
په ورته وخت کې پر طالبانو انتقاد کوونکي او خبریالان د ځورونې، نیونې او تعقیب ویره لري.
بې پولې خبریالانو سازمان وايي، چې یوازي په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۱۲ خبریالان په ډزو ویشتل شوي، د رسنیو پر دفترونو یرغلونه کړي، خبریالان یې نیولي او ځورولي دي او هم یې د خبرونو د سانسور هڅې کړي.
افغانستان اوس د رسنیو د ازادۍ په نړیوال جدول کې له ۱۸۰ هېوادونو څخه ۱۵۷ م ځای ته کښته شوی.
په افغانستان کې د پراخې بې وزلۍ له امله د اروپايي ټولنې د کمیسیون د معلوماتو له مخې، نږدې ۲۳ میلیونه خلک پر بهرنۍ مرستې متکي دي، چې دا د هېواد شاوخوا نیمايي نفوس جوړوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کوي چې هر څلورم افغان د خوړو له کمښت او هر درېیم ماشوم د خوار ځواکی سره مخ دی.