• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بښنې نړۍ وال سازمان: بریټانیا کې د افغان پناه‌ غوښتنو د منلو کچه ۴۴ سلنې ته راټیټه شوې

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۴۹ GMT+۱

د بښنې نړۍ وال سازمان وایي،چې د بریټانیا د حکومت د کډوالۍ نوې تګلارې د افغان پناه‌ غوښتونکو او د یو شمېر نورو هېوادونو د وګړو د پناه‌ غوښتنو د منلو په کچه کې د پام وړ کموالی راوستی دی.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې،چې په ۲۰۲۳کال کې د افغان پناه‌ غوښتونکو د منلو کچه ۹۸سلنه وه، خو اوس یوازې ۴۴سلنې ته راټیټه شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي،چې د ایراني پناه غوښتونکو د منلو کچه له ۸۴سلنې ۵۸سلنې ته، او د اریترې وګړو له ۹۹سلنې ۸۶سلنې ته ټیټه شوې ده.

د دغه سازمان د پناه‌ غوښتونکو او کډوالو د حقونو مشر «اسټیو والډز سیمونډز» ویلي،چې د حکومت د «ناقصو او غیرمنصفانه» معیارونو له امله زرګونه پناه‌ غوښتونکي له اساسي ملاتړ بې‌ برخې شوي دي. هغه ټینګار کړی: «دغه تګلارې هغه کسان چې له جګړې، شکنجې او ځورونې تښتي یوازې پرېږدي، او د دوسیو د ډیرېدو او د عامه لګښتونو د زیاتوالي لامل کېږي.»

د بښنې نړۍ وال سازمان خبرداری ورکړی،چې د بریتانیا حکومت د ۲۰۲۲کال د تابعیت او سرحدونو قانون پر بنسټ د ملګرو ملتونو د پناه‌ غوښتونکو کنوانسیون ناسم تفسیر کړی، چې دا کار د نړیوالو قوانینو خلاف دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي،چې دغه تګلارې نه یوازې پناه‌ غوښتونکو ته زیان رسوي، بلکې د عامه سرچینو د ضایع کېدو، د کورنیو چارو وزارت د کارونو د ګډوډۍ او د ټولنې دننه د کرکې د خپرېدونکو بهیرونو د پیاوړتیا لامل هم کېږي.

د بښنې نړۍ وال سازمانله بریتانیا غوښتي چې د پناه‌ غوښتنو د ارزونې لپاره عادلانه او اغېزمن نظام رامنځته کړي او خپله قانوني او اخلاقي دنده د پناه‌ غوښتونکو په وړاندې، پرته له دې چې هغوی هېواد ته په کومه لاره ورننوتي وي، ومني.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان او بریټانیا ځانګړو استازو د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې کړي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۵۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وایي، چې د بریټانیا له ځانګړي استازي «انډرو مک‌کوبري» سره یې د افغانستان پر روان وضعیت او د سیمې پر امنیتي او سیاسي بدلونونو خبرې کړې دي.

د صادق خان په وینا، دغه لیدنه د پنجشنبې په ورځ ترسره شوې او دواړو استازو د افغانستان د راتلونکې، د سولې او ثبات د ټینګښت، او د سیمې د ګډو ننګونو په اړه خپل نظرونه تبادله کړل.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان اوسنی وضعیت یوازې د دغه هېواد نه، بلکې د ټولې سیمې لپاره مهم دی، ځکه د سولې او ثبات دوام به د سیمه‌ییزې هوساینې لامل شي.

نوموړي ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره تعامل ته دوام ورکړي او د افغانانو د راتلونکې لپاره ګډ ګامونه واخلي.

د بریټانیا ځانګړي استازي «انډرو مک‌کوبري»هم د دغه ناستې پر مهال د افغانستان د ثبات پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د نړیوالې ټولنې دوامداره همکاري کولای شي د افغانستان د خلکو لپاره د سولې او سوکالۍ شرایط رامنځته کړي.

محمد صادق خان په ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «نن مې د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي انډرو مک‌کوبري سره لیدنه وکړه. موږ د سیمې د بدلېدونکو حالاتو، د افغانستان د وضعیت او د سولې، ثبات او هوساینې لپاره د نړیوال تعامل د دوام په اهمیت خبرې وکړې.»

د دواړو استازو تر منځ دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان د سختو سیاسي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی او د سیمې هېوادونه د ګډو همکاریو پر اړتیا ټینګار کوي.

کندهار کې طالب استخباراتو د ملي بیرغ د پورته کولو له امله ۱۶ ځوانان نیولي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۵۶ GMT+۱

د کندهار اوسېدونکي وایي، طالب استخباراتو د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶ کلیزې په نمانځلو یو شمېر ځوانان نیولي دي. سرچنیې وايي، دغه کسان په دې تور نیول شوي، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د افغانستان ملي بیرغ او په خصوصي ناستو کې یې د غازي امان الله خان انځور پورته کړی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د پنجشنبه په ورځ (د زمري ۳۰مه) ویلي، چې د کندهار د استخباراتو له لوري شاوخوا ۱۶ تنه ځوانان د همدې امله نیول شوي، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ خپور کړی و.

په دوی کې ځینې هغه کسان هم شامل دي چې په خپل خصوصي دفتر کې یې د ازادۍ ورځ د ملي بیرغ او د غازي امان الله خان د انځور په ترڅ کې نمانځلې وه.

د کندهار یو تن اوسېدونکي‌ د نوم اخیستلو په شرط ويلي: «زموږ ځوانانو هېڅ دښمنانه کار نه وو کړی، یوازې یې د خپلواکۍ د ورځې نښه په بیرغ ښودلې وه، د طالبانو استخباراتو دا کسان داسې ونیول لکه کوم ستر جرم یې چې کړی وي. وروسته یې ورته د غلامانو، د کفر د نوکرانو، د جمهوریت پاتې شونو او منافقینو په نومونو سپکاوی وکړ.»

سرچینې زیاتوي، چې له نیول شویو ځوانانو یو شمېر یې په ضمانت خوشې شوي، خو نور لا هم د طالبانو په بند کې دي.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ټول هېواد کې د ملي بیرغ او د غازي امان الله خان د انځورونو پر لګولو کلک بندیز لګولی دی.

د سیمه اوسېدونکې وایي، هر کال د خپلواکۍ د ورځې په نمانځغونډو کې هغه کسان نیول کېږي چې د ملي بیرغ پورته کولو ته زړه ښه کړي.

یو بل ځوان وايي: «موږ ته ویل کېږي چې د بیرغ پورته کول بې ګټې کار دی او یوازې د پردیو استخباراتي موخو ته زمینه برابروي، خو موږ پوښتنه کوو، ولې هغه سمبول چې د خپلواکۍ ورځ یې راسره تړلې ده، باید بندیز پرې وي؟»

بل خوا د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف خیبر تیره ورځ پر ټولنیزو رسنیو خلک مخاطب کړي او ویلي یې دي چې له څو کلونو راهیسې خلکو ته سپارښتنه کېږي چې د ملي بیرغ د پورته کولو ډډه وکړي، خو ځینې کسان بیا هم دا تکراروي.

د هغه په وینا، کله چې یو حکومت د کوم کار د نه کولو پرېکړه کوي، دغه پرېکړه د قانون حیثیت پیدا کوي او سرغړونه ترې د منلو نه ده.

خیبر ټینګار کړی چې د ملي بیرغ پورته کول د خلکو اقتصادي ستونزې نه شي حل کولای او نه هم د هېواد حالت بدلولای شي.

ده زیاته کړې چې یوازې هغه کړۍ د دې موضوع د پورته کولو هڅه کوي چې له هېواده تښتېدلي او د افغانستان دښمنان بلل کېږي.

هغه ځوانانو ته په اشارې سره ویلي چې د نظام پر وړاندې د حوصلې ازمایلو دا ډول هڅې بې‌ پایلې دي او وروسته د ناپوهۍ یا بې‌ خبري پلمه ورته د منلو نه ده.

په داسې حال کې چې ډېری ځوانان د ملي بیرغ د پورته کولو له امله د نیونې ویره لري، د کندهار اوسېدونکي ټینګار کوي چې د طالبانو چلند د خلکو پر ملي احساساتو مستقیم برید دی او د خپلواکۍ د ورځې مانا یې له منځه وړې ده.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي افغان محلي همکاران چټک نه شي رالېږدولای

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۲۲ GMT+۱

د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزیر الکساندر ډوبرنډټ له پاکستان څخه خطر سره مخ افغانانو د چټک انتقال په تړاو وویل، چې هغوی باید د امنیتي تفتیش له پړاوه تیر شي او د امنیتي تفتیش د پایلې پر اساس به بیا پرېکړه وشي. نوموړي وویل، « دا داسې څه نه دي چې په څو ورځو یا اونیو کې ترسره شي».

دوبرندت د پنجشنبې په ورځ په برلین کې خبریالانو ته وویل، په جرمني کې مجرم افغانان باید بیرته خپل هیواد ته واستول شي.

هغه له ویلټ ټلویزیون سره هم په مرکه کې وویل، چې چمتو دی « له هغو کسانو سره چې په افغانستان کې مسوولیت لري مناسبه موافقه پیدا کړي، څو دا اخراجونه ترسره شي».

د هغه په وینا، د جرمني ګټه دا ده چې «سخت مجرمان له دغه هیواد څخه افغانستان ته بیرته واستول شي».

د جرمني د کورنیو چارو وزیر د پلانونو له مخې، په راتلونکي کې باید د منځګړي هیواد له لارې پیچلی منځګړیتوب تر امکان حده لرې شي. ډوبرندت تیره اونۍ هم وویل، چې هغه د طالبانو له حکومت سره مستقیمې خبرې تعقیبول غواړي.

خو نوموړي داهم وویل چې تر اوسه یې له کابل سره کوم تماس نه دی نیولی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول د پنجشنبې په ورځ په ویانا کې څرګنده کړه چې له اوسنیو اړیکو څخه، چې دوی یې تخنیکي اړیکې بولي، زیاتې اړیکې له طالبانو سره نه جوړېږي.

د هند او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۵۲ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر وايي، مسکو ته د سفر پرمهال یې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ او مهمو مسایلو په اړه خبرې کړې دي. جې شنکر ویلي: «موږ د اوکراین، اروپا، ایران، لویدیځې اسیا، افغانستان او هند نیمه وچې په اړه نظرونه تبادله کړل».

جی شنکر ویلي:«موږ د اوکراین، اروپا، ایران، لویدیځې اسیا، افغانستان او هند نیمه وچې په اړه نظرونه تبادله کړل. همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د بریکس، جي ۲۰ هېوادونو، د شانګهای همکارۍ سازمان په اړه مو خبرې وکړې.»

د روسیې او هند د بهرنیو چارو وزارتونو د یادې لېدنې نور جزییات نه دي شریک کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یادې لېدنې په اړه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په نړیوال ډګر کې د هند او روسیې تر منځ همکاري مانا لرونکې ده.

جی شنکر له سرګي لاوروف سره تر لېدنې وروسته په کریملین کې د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره هم لېدلي دي.

سهیل شاهین د هالنډ له سفیرې سره پر افغان کډوالو او بشري مرستو غږېدلی

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۹ GMT+۱

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر او سفیر سهیل شاهین د هالنډ له سفیرې لایتیسیا وان اش سره، د افغان کډوالو، بشري مرستو، اقلیمي بدلون او د سیاحت چاپېریال په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د قطر سفارت د ایکس پر پاڼه لیکلي، چې دا لیدنه د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراخېدو او باور جوړونې په هدف ترسره شوې.

د سفارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو له پاکستان او ایران نه د ستنېدونکو افغانانو پر وضعیت، د هغوی پر اړتياوو او وړاندې کېدونکو خدماتو خبرې کړې دي.

سفارت وايي، د بشري مرستو ترڅنګ، د افغانستان امنیتي وضعیت، د سیاحت امکاناتو، اقلیمي بدلون او د هغه د اغېزو په اړه هم بحث شوی دی.

د یاد سفارت په وینا، دواړو اړخونو ژمنه کړې چې دا ډول ناستې به دوام ومومي، څو د دوه اړخیزو اړیکو د لا ښه‌والي او متقابل باور د رامنځته کېدو لامل شي.