• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي افغان محلي همکاران چټک نه شي رالېږدولای

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۲۲ GMT+۱

د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزیر الکساندر ډوبرنډټ له پاکستان څخه خطر سره مخ افغانانو د چټک انتقال په تړاو وویل، چې هغوی باید د امنیتي تفتیش له پړاوه تیر شي او د امنیتي تفتیش د پایلې پر اساس به بیا پرېکړه وشي. نوموړي وویل، « دا داسې څه نه دي چې په څو ورځو یا اونیو کې ترسره شي».

دوبرندت د پنجشنبې په ورځ په برلین کې خبریالانو ته وویل، په جرمني کې مجرم افغانان باید بیرته خپل هیواد ته واستول شي.

هغه له ویلټ ټلویزیون سره هم په مرکه کې وویل، چې چمتو دی « له هغو کسانو سره چې په افغانستان کې مسوولیت لري مناسبه موافقه پیدا کړي، څو دا اخراجونه ترسره شي».

د هغه په وینا، د جرمني ګټه دا ده چې «سخت مجرمان له دغه هیواد څخه افغانستان ته بیرته واستول شي».

د جرمني د کورنیو چارو وزیر د پلانونو له مخې، په راتلونکي کې باید د منځګړي هیواد له لارې پیچلی منځګړیتوب تر امکان حده لرې شي. ډوبرندت تیره اونۍ هم وویل، چې هغه د طالبانو له حکومت سره مستقیمې خبرې تعقیبول غواړي.

خو نوموړي داهم وویل چې تر اوسه یې له کابل سره کوم تماس نه دی نیولی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول د پنجشنبې په ورځ په ویانا کې څرګنده کړه چې له اوسنیو اړیکو څخه، چې دوی یې تخنیکي اړیکې بولي، زیاتې اړیکې له طالبانو سره نه جوړېږي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د هند او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۵۲ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر وايي، مسکو ته د سفر پرمهال یې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ او مهمو مسایلو په اړه خبرې کړې دي. جې شنکر ویلي: «موږ د اوکراین، اروپا، ایران، لویدیځې اسیا، افغانستان او هند نیمه وچې په اړه نظرونه تبادله کړل».

جی شنکر ویلي:«موږ د اوکراین، اروپا، ایران، لویدیځې اسیا، افغانستان او هند نیمه وچې په اړه نظرونه تبادله کړل. همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د بریکس، جي ۲۰ هېوادونو، د شانګهای همکارۍ سازمان په اړه مو خبرې وکړې.»

د روسیې او هند د بهرنیو چارو وزارتونو د یادې لېدنې نور جزییات نه دي شریک کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یادې لېدنې په اړه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په نړیوال ډګر کې د هند او روسیې تر منځ همکاري مانا لرونکې ده.

جی شنکر له سرګي لاوروف سره تر لېدنې وروسته په کریملین کې د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره هم لېدلي دي.

سهیل شاهین د هالنډ له سفیرې سره پر افغان کډوالو او بشري مرستو غږېدلی

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۹ GMT+۱

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر او سفیر سهیل شاهین د هالنډ له سفیرې لایتیسیا وان اش سره، د افغان کډوالو، بشري مرستو، اقلیمي بدلون او د سیاحت چاپېریال په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د قطر سفارت د ایکس پر پاڼه لیکلي، چې دا لیدنه د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراخېدو او باور جوړونې په هدف ترسره شوې.

د سفارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو له پاکستان او ایران نه د ستنېدونکو افغانانو پر وضعیت، د هغوی پر اړتياوو او وړاندې کېدونکو خدماتو خبرې کړې دي.

سفارت وايي، د بشري مرستو ترڅنګ، د افغانستان امنیتي وضعیت، د سیاحت امکاناتو، اقلیمي بدلون او د هغه د اغېزو په اړه هم بحث شوی دی.

د یاد سفارت په وینا، دواړو اړخونو ژمنه کړې چې دا ډول ناستې به دوام ومومي، څو د دوه اړخیزو اړیکو د لا ښه‌والي او متقابل باور د رامنځته کېدو لامل شي.

طالبانو د تورخم بندر له لارې د صادراتو لپاره ځانګړي ساعتونه وټاکل

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ، چې د تورخم بندر له لارې د صادراتو لپاره ځانګړي ساعتونه په پام کې نیول شوي دي. د پرېکړې له مخې، د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو په موسم کې به هره ورځ ۱۴ساعته یوازې د دې محصولاتو د لېږد او صادراتو لپاره ځانګړي وي.

د یاد وزارت په وینا، د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو په موسم کې به هره ورځ ۱۴ساعته یوازې د دې محصولاتو د لېږد او صادراتو لپاره ځانګړي وي. سربېره پر دې، د نورو صادراتي توکو لپاره هم ۱۰جلا ساعته ځانګړي شوي دي.

دغه وزارت وایي دا پرېکړه د صادراتو د بهیر د اسانتیا، د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو د مخنیوي او د سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو په موخه ترسره شوې ده.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت د ترانسپورټ له ادارې او د تورخم د بندر له کمیسار څخه غوښتي چې د دې طرحې په عملي کولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

دغه وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغان صادروونکو د ګټو د خوندي کولو او د هېواد د سوداګرۍ د ودې لپاره ژمن دی.

ټلګراف: طالبان بریتانیا ته په جاسوسۍ تورن درې افغانان ایران ته سپاري

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۰۵ GMT+۱

ټلګراف ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د طالبانو اداره د یوې پټې موافقې له مخې درې هغه افغانان ایران ته سپاري، چې بریټانیا ته په جاسوسۍ تورن دي. په رپوټ کې ویل شوي، چې په تېرو څو اونیو کې طالبانو لږ تر لږه ۱۳ کسان په کندهار کې په یوه کور کې ساتلي او درې یې د شنبې په ورځ کابل ته لېږدولي.

ورځپاڼه وايي، چې دا انتقال د طالبانو او د ايران د سپاه پاسداران ترمنځ د هغې پټې هوکړې برخه دی، چې هدف یې په افغانستان کې له بریټانیايي ځواکونو سره د همکارو افغان سرتېرو نیول دي.

ویل کېږي یاد درې کسان د هغه نوملړ برخه دي، چې په دې وروستیو کې د بریټانیا له دفاع وزارت نه افشا شوی.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغو کسانو د سپارلو پرېکړه کابل ته تېره اونۍ د سپاه پاسداران د جګپوړو چارواکو د سفر په ترڅ کې شوې ده. د ورځپاڼې په باور، ددغه سفر هدف د استخباراتي معلوماتو د شریکولو یو رسمي تړون دی، چې دواړو حکومتونو ته د افشا شوي نوملړ د اړوندو کسانو د تعقیب اجازه ور کوي.

جګپوړو طالب سرچینو ویلي، چې شکمن جاسوسان په کابل کې نیول شوي او تهران ته د هغوی د انتقال لپاره د کورنیو چارو وزارت د اجازې په تمه دي.

ټلګراف وايي، ایران غواړي دا شکمن جاسوسان له لویدیزو هېوادونو سره د اتومي پروګرام خبرو کې د فشار وسیله وګرځوي، په داسې حال کې چې طالبان غواړي د دې همکاریو په بدل کې په رسمیت وپېژندل شي.

په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې په تېرو څو اونیو کې طالبانو لږ تر لږه ۱۳ کسان، چې نومونه یې په افشا شوي نوملړ کې شامل وو، په کندهار کې په یوه کور کې ساتلي دي. طالبانو د هغوی نومونه د ایران سپاه پاسداران ته ورکړي او هغوی درې کسان چې په باور یې د بریتانیا جاسوسان وو، غوښتي دي.

په کندهار کې یوه لوړپوړي طالب چارواکي ویلي، «د کور دننه د کسانو نومونه د سپاه پاسداران د افسرانو له لیدنې وروسته تهران ته ولېږل شول، هغوی بیا ځواب ورکړ چې درې کسان یې جاسوسان ګڼي او غواړي یې». هغه زیاته کړه: «د شنبې ورځ دغه درې کسان په تړلو سترګو له کوره راو ایستل شول او دالوتکې له لارې کابل ته انتقال شول».

په کابل کې یو بل لوړپوړي طالب چارواکي ټلګراف ته ویلي، چې ځینې ډلې له ایران سره د همکارۍ مخالفې وې ځکه تهران له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کړی و، خو د ایران د ډیپلوماتیکې رسمیت پېژندنې د ترلاسه کولو امکان په پای کې د پرېکړې توازن بدل کړ.

د سپاه پاسداران او طالبانو ترمنځ دغې موافقې د کابل د طالبانو او د کندهار ترمنځ اختلافونه ژور کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني استدلال کوي چې طالبان باید د بریتانیا پر وړاندې دغه «ارزښتمنې شتمنۍ» له لاسه ور نه کړي.

د طالبانو یوه چارواکي ټلګراف ته ویلي، چې د کورنیو چارو وزیر د درې شکمنو جاسوسانو په سپارلو خوښ نه دی: «زه حتا فکر نه کوم چې حقاني پخپله هم خوشحاله وي ځکه هغه له لوی ملا سره په شخړه کې دی».

هغه زیاته کړه: «کله چې له کندهاره امر راځي، حقاني له هو پرته بل انتخاب نه لري».

د رسنیو ملاتړ سازمان: د افغانستان رسنۍ د طالبانو تر سخت څار لاندې فعالیت کوي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۲۶ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان مسوول حامد عبیدي وايي، چې د افغانستان رسنۍ د طالبانو تر سخت څار لاندې فعالیت کوي او له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي. نوموړي دا څرګندونې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د «پېن ناروې» په غونډه کې کړې دي.

حامد عبیدي د ناروې له حکومته وغوښتل، چې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ لپاره عملي اقدامات وکړي.

عبیدي ویلي، چې باید د نړیوالې همکارۍ له لارې د افغان ژورنالیستانو د خوندیتوب او د رسنیو د پیاوړتیا زمینه برابره شي.

نوموړی د هغو افغان ژورنالستانو د ستونزو په اړه هم وغږید چې په درېیمو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران، پاکستان، ترکیه او هند کې پاتې دي او له ستونزو سره مخ دي.

حامد عبیدي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په پاکستان کې شاوخوا ۲۰۰ د خبریالانو کورنۍ دي، په ایران کې له ۳۰ تر ۵۰ خبریالان، شاوخوا ۵۰ خبریالان په ترکیه او شاوخوا ۳۰ خبریالان په هند کې دي.

هغه ټینګار کړی چې نړیوالې ادارې باید د ویزې، تعلیمي پروګرامونو، کاري فرصتونو او د رواني روغتیا په برخه کې له افغان ژورنالیستانو سره مرسته وکړي.

هغه دا هم وغوښتل چې یادې مرستې دې تر هغه دوام وکړي چې افغان ژورنالیستان خپلو مطلوبه هېوادونو ته ورسیږي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته خبریالان او رسنۍ له ګڼو بندیزونو او محدودیتونو سره مخ دي او اوس هم یو شمېر خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي.

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان مشر وایي، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۳۹ پېښې ثبت شوې دي. دغه پېښې د ۲۰۲۱کال د اګسټ له میاشتې څخه نیولې بیا د ۲۰۲۵ کال د جولای تر میاشتې پورې ثبت شوې دي. په دغو خبریالانو کې ۵۲ ښځینه خبریالانې شاملې دي.

یاد سازمان ویلي چې له دې شمېر څخه دوه خبریالان وژل شوي دي.