• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سهیل شاهین د هالنډ له سفیرې سره پر افغان کډوالو او بشري مرستو غږېدلی

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۰۵ GMT+۱

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر او سفیر سهیل شاهین د هالنډ له سفیرې لایتیسیا وان اش سره، د افغان کډوالو، بشري مرستو، اقلیمي بدلون او د سیاحت چاپېریال په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د قطر سفارت د ایکس پر پاڼه لیکلي، چې دا لیدنه د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراخېدو او باور جوړونې په هدف ترسره شوې.

د سفارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو له پاکستان او ایران نه د ستنېدونکو افغانانو پر وضعیت، د هغوی پر اړتياوو او وړاندې کېدونکو خدماتو خبرې کړې دي.

سفارت وايي، د بشري مرستو ترڅنګ، د افغانستان امنیتي وضعیت، د سیاحت امکاناتو، اقلیمي بدلون او د هغه د اغېزو په اړه هم بحث شوی دی.

د یاد سفارت په وینا، دواړو اړخونو ژمنه کړې چې دا ډول ناستې به دوام ومومي، څو د دوه اړخیزو اړیکو د لا ښه‌والي او متقابل باور د رامنځته کېدو لامل شي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د تورخم بندر له لارې د صادراتو لپاره ځانګړي ساعتونه وټاکل

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ، چې د تورخم بندر له لارې د صادراتو لپاره ځانګړي ساعتونه په پام کې نیول شوي دي. د پرېکړې له مخې، د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو په موسم کې به هره ورځ ۱۴ساعته یوازې د دې محصولاتو د لېږد او صادراتو لپاره ځانګړي وي.

د یاد وزارت په وینا، د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو په موسم کې به هره ورځ ۱۴ساعته یوازې د دې محصولاتو د لېږد او صادراتو لپاره ځانګړي وي. سربېره پر دې، د نورو صادراتي توکو لپاره هم ۱۰جلا ساعته ځانګړي شوي دي.

دغه وزارت وایي دا پرېکړه د صادراتو د بهیر د اسانتیا، د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو د مخنیوي او د سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو په موخه ترسره شوې ده.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت د ترانسپورټ له ادارې او د تورخم د بندر له کمیسار څخه غوښتي چې د دې طرحې په عملي کولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

دغه وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغان صادروونکو د ګټو د خوندي کولو او د هېواد د سوداګرۍ د ودې لپاره ژمن دی.

ټلګراف: طالبان بریتانیا ته په جاسوسۍ تورن درې افغانان ایران ته سپاري

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۰۵ GMT+۱

ټلګراف ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د طالبانو اداره د یوې پټې موافقې له مخې درې هغه افغانان ایران ته سپاري، چې بریټانیا ته په جاسوسۍ تورن دي. په رپوټ کې ویل شوي، چې په تېرو څو اونیو کې طالبانو لږ تر لږه ۱۳ کسان په کندهار کې په یوه کور کې ساتلي او درې یې د شنبې په ورځ کابل ته لېږدولي.

ورځپاڼه وايي، چې دا انتقال د طالبانو او د ايران د سپاه پاسداران ترمنځ د هغې پټې هوکړې برخه دی، چې هدف یې په افغانستان کې له بریټانیايي ځواکونو سره د همکارو افغان سرتېرو نیول دي.

ویل کېږي یاد درې کسان د هغه نوملړ برخه دي، چې په دې وروستیو کې د بریټانیا له دفاع وزارت نه افشا شوی.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغو کسانو د سپارلو پرېکړه کابل ته تېره اونۍ د سپاه پاسداران د جګپوړو چارواکو د سفر په ترڅ کې شوې ده. د ورځپاڼې په باور، ددغه سفر هدف د استخباراتي معلوماتو د شریکولو یو رسمي تړون دی، چې دواړو حکومتونو ته د افشا شوي نوملړ د اړوندو کسانو د تعقیب اجازه ور کوي.

جګپوړو طالب سرچینو ویلي، چې شکمن جاسوسان په کابل کې نیول شوي او تهران ته د هغوی د انتقال لپاره د کورنیو چارو وزارت د اجازې په تمه دي.

ټلګراف وايي، ایران غواړي دا شکمن جاسوسان له لویدیزو هېوادونو سره د اتومي پروګرام خبرو کې د فشار وسیله وګرځوي، په داسې حال کې چې طالبان غواړي د دې همکاریو په بدل کې په رسمیت وپېژندل شي.

په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې په تېرو څو اونیو کې طالبانو لږ تر لږه ۱۳ کسان، چې نومونه یې په افشا شوي نوملړ کې شامل وو، په کندهار کې په یوه کور کې ساتلي دي. طالبانو د هغوی نومونه د ایران سپاه پاسداران ته ورکړي او هغوی درې کسان چې په باور یې د بریتانیا جاسوسان وو، غوښتي دي.

په کندهار کې یوه لوړپوړي طالب چارواکي ویلي، «د کور دننه د کسانو نومونه د سپاه پاسداران د افسرانو له لیدنې وروسته تهران ته ولېږل شول، هغوی بیا ځواب ورکړ چې درې کسان یې جاسوسان ګڼي او غواړي یې». هغه زیاته کړه: «د شنبې ورځ دغه درې کسان په تړلو سترګو له کوره راو ایستل شول او دالوتکې له لارې کابل ته انتقال شول».

په کابل کې یو بل لوړپوړي طالب چارواکي ټلګراف ته ویلي، چې ځینې ډلې له ایران سره د همکارۍ مخالفې وې ځکه تهران له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کړی و، خو د ایران د ډیپلوماتیکې رسمیت پېژندنې د ترلاسه کولو امکان په پای کې د پرېکړې توازن بدل کړ.

د سپاه پاسداران او طالبانو ترمنځ دغې موافقې د کابل د طالبانو او د کندهار ترمنځ اختلافونه ژور کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني استدلال کوي چې طالبان باید د بریتانیا پر وړاندې دغه «ارزښتمنې شتمنۍ» له لاسه ور نه کړي.

د طالبانو یوه چارواکي ټلګراف ته ویلي، چې د کورنیو چارو وزیر د درې شکمنو جاسوسانو په سپارلو خوښ نه دی: «زه حتا فکر نه کوم چې حقاني پخپله هم خوشحاله وي ځکه هغه له لوی ملا سره په شخړه کې دی».

هغه زیاته کړه: «کله چې له کندهاره امر راځي، حقاني له هو پرته بل انتخاب نه لري».

د رسنیو ملاتړ سازمان: د افغانستان رسنۍ د طالبانو تر سخت څار لاندې فعالیت کوي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۲۶ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان مسوول حامد عبیدي وايي، چې د افغانستان رسنۍ د طالبانو تر سخت څار لاندې فعالیت کوي او له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي. نوموړي دا څرګندونې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د «پېن ناروې» په غونډه کې کړې دي.

حامد عبیدي د ناروې له حکومته وغوښتل، چې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ لپاره عملي اقدامات وکړي.

عبیدي ویلي، چې باید د نړیوالې همکارۍ له لارې د افغان ژورنالیستانو د خوندیتوب او د رسنیو د پیاوړتیا زمینه برابره شي.

نوموړی د هغو افغان ژورنالستانو د ستونزو په اړه هم وغږید چې په درېیمو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران، پاکستان، ترکیه او هند کې پاتې دي او له ستونزو سره مخ دي.

حامد عبیدي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په پاکستان کې شاوخوا ۲۰۰ د خبریالانو کورنۍ دي، په ایران کې له ۳۰ تر ۵۰ خبریالان، شاوخوا ۵۰ خبریالان په ترکیه او شاوخوا ۳۰ خبریالان په هند کې دي.

هغه ټینګار کړی چې نړیوالې ادارې باید د ویزې، تعلیمي پروګرامونو، کاري فرصتونو او د رواني روغتیا په برخه کې له افغان ژورنالیستانو سره مرسته وکړي.

هغه دا هم وغوښتل چې یادې مرستې دې تر هغه دوام وکړي چې افغان ژورنالیستان خپلو مطلوبه هېوادونو ته ورسیږي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته خبریالان او رسنۍ له ګڼو بندیزونو او محدودیتونو سره مخ دي او اوس هم یو شمېر خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي.

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان مشر وایي، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۳۹ پېښې ثبت شوې دي. دغه پېښې د ۲۰۲۱کال د اګسټ له میاشتې څخه نیولې بیا د ۲۰۲۵ کال د جولای تر میاشتې پورې ثبت شوې دي. په دغو خبریالانو کې ۵۲ ښځینه خبریالانې شاملې دي.

یاد سازمان ویلي چې له دې شمېر څخه دوه خبریالان وژل شوي دي.

طالبان له یوه خصوصي شرکت سره له پنجشېر نه کابل ته د اوبو پر لېږد غږېدلي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې یوه خصوصي شرکت له پنجشیر سیند څخه کابل ښار ته د اوبو د انتقال په پروژه کې پانګونې ته تیاری ښودلی او ملا عبدالغني برادر د اوبو او انرژۍ وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د یادې پروژې د سروې او ارزونې په برخه کې همکاري وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملا عبدالغني برادر د پنجشنبې په ورځ د کټوازي ګروپ خصوصي شرکت مسولینو سره له پنجشیر څخه کابل ښار ته د اوبو د انتقال پروژې په اړه خبرې کړې دي.

ملا برادر د کابل ښار د اوبو د کمښت په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، د اساسي حل لپاره یې هڅې کوي.

طالبانو ویلي، چې د کټوازي ګروپ له پنجشیر څخه کابل ښار ته د اوبو د انتقال پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې او ډېر ژر به د یادې پروژې د سروې او ډیزاین چارې پیل کړي.

پر همدغه مهال ملا برادر د اوبو او انرژۍ وزارت او کټوازي ګروپ څخه تر راتلونکو دوو اونیو د پروژې د سروې د پایلو غوښتنه کړې ده.

طالبان په داسې حال کې له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د انتقال په اړه اقدام کوي، چې د مرسي کورپس موسسې ویلي و، ښايي کابل تر راتلونکو پنځو کلونو د اوبو له بشپړ کمښت سره مخ شي.

د کټوازي ګروپ مشر له دې وړاندې د طالبانو د عدلیې وزیر تر څار لاندې و او د هغه ګڼ شمېر همکاران یې د ځمکو د جعل او نورو دوسیو په تور نیولي وو.

د چین د بهرنیو چارو وزارت: چین د ټولو افغانانو د دوستۍ پر بنسټ بهرني سیاست ته ژمن دی

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۵۷ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماونینګ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا چین به طالبان په رسمیت وپیژني، ویلي چې بیجنګ له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار کوي. نوموړې دغه راز وویل، چې چین د ټولو افغانانو پر وړاندې د دوستۍ تګلاره پرمخ وړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر ۳۰مه په یوه خبري ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې تېره میاشت روسیې طالبان په رسمیت وپیژندل ایا چین هم غواړي طالبان په رسمیت وپیژني، وویل: « چین د ټولو افغانانو د دوستۍ پر بنسټ بهرني سیاست ژمن دی. موږ چمتو یو چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار وکړو».

تېره ورځ د چین د بهرینو چارو وزیر وانګ یي کابل ته د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیز ډیالوګ کې د ګډون لپاره راغلی و.

ماو نینګ خبریالانو ته د دې سفر د جزییاتو په اړه هم معلومات ورکړل.

هغې وویل چې د چین د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره خبرې وکړې او د افغانستان ـ چین ـ پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په شپږم درې اړخیز ډیالوګ کې یې ګډون وکړ.

نوموړې زیاته کړه، « وانګ یي په دې سفر کې ویلي چې د افغانستان په ګډون ټول هېوادونه د پرمختګ او هوساینې حق لري. چین د افغانانو انتخاب ته درناوی لري او د افغانستان د حکومت ملاټړ کوي چې پر ښه حکومتولۍ، امنیت، پرمختګ او له ګاونډیانو سره پر دوستانه اړیکو تمرکز وکړي».

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي کابل کې د افغانستان ـ چین ـ پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په شپږم درې اړخیز ډیالوګ کې له ګډون وروسته اسلام‌اباد ته لاړ، چې د پاکستان او چین د «سټراټېژیکو خبرو شپږم پړاو» ناسته کې ګډون وکړي.

د کابل په درې اړخیزه ناسته کې غړي هېوادونه په دې ونه توانېدل، چې یوه ګډه اعلامیه خپره کړي.