• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان له یوه خصوصي شرکت سره له پنجشېر نه کابل ته د اوبو پر لېږد غږېدلي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې یوه خصوصي شرکت له پنجشیر سیند څخه کابل ښار ته د اوبو د انتقال په پروژه کې پانګونې ته تیاری ښودلی او ملا عبدالغني برادر د اوبو او انرژۍ وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د یادې پروژې د سروې او ارزونې په برخه کې همکاري وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملا عبدالغني برادر د پنجشنبې په ورځ د کټوازي ګروپ خصوصي شرکت مسولینو سره له پنجشیر څخه کابل ښار ته د اوبو د انتقال پروژې په اړه خبرې کړې دي.

ملا برادر د کابل ښار د اوبو د کمښت په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، د اساسي حل لپاره یې هڅې کوي.

طالبانو ویلي، چې د کټوازي ګروپ له پنجشیر څخه کابل ښار ته د اوبو د انتقال پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې او ډېر ژر به د یادې پروژې د سروې او ډیزاین چارې پیل کړي.

پر همدغه مهال ملا برادر د اوبو او انرژۍ وزارت او کټوازي ګروپ څخه تر راتلونکو دوو اونیو د پروژې د سروې د پایلو غوښتنه کړې ده.

طالبان په داسې حال کې له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د انتقال په اړه اقدام کوي، چې د مرسي کورپس موسسې ویلي و، ښايي کابل تر راتلونکو پنځو کلونو د اوبو له بشپړ کمښت سره مخ شي.

د کټوازي ګروپ مشر له دې وړاندې د طالبانو د عدلیې وزیر تر څار لاندې و او د هغه ګڼ شمېر همکاران یې د ځمکو د جعل او نورو دوسیو په تور نیولي وو.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

د چین د بهرنیو چارو وزارت: چین د ټولو افغانانو د دوستۍ پر بنسټ بهرني سیاست ته ژمن دی

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۵۷ GMT+۱
د چین د بهرنیو چارو وزارت: چین د ټولو افغانانو د دوستۍ پر بنسټ بهرني سیاست ته ژمن دی
100%

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماونینګ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا چین به طالبان په رسمیت وپیژني، ویلي چې بیجنګ له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار کوي. نوموړې دغه راز وویل، چې چین د ټولو افغانانو پر وړاندې د دوستۍ تګلاره پرمخ وړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر ۳۰مه په یوه خبري ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې تېره میاشت روسیې طالبان په رسمیت وپیژندل ایا چین هم غواړي طالبان په رسمیت وپیژني، وویل: « چین د ټولو افغانانو د دوستۍ پر بنسټ بهرني سیاست ژمن دی. موږ چمتو یو چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار وکړو».

تېره ورځ د چین د بهرینو چارو وزیر وانګ یي کابل ته د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیز ډیالوګ کې د ګډون لپاره راغلی و.

ماو نینګ خبریالانو ته د دې سفر د جزییاتو په اړه هم معلومات ورکړل.

هغې وویل چې د چین د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره خبرې وکړې او د افغانستان ـ چین ـ پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په شپږم درې اړخیز ډیالوګ کې یې ګډون وکړ.

نوموړې زیاته کړه، « وانګ یي په دې سفر کې ویلي چې د افغانستان په ګډون ټول هېوادونه د پرمختګ او هوساینې حق لري. چین د افغانانو انتخاب ته درناوی لري او د افغانستان د حکومت ملاټړ کوي چې پر ښه حکومتولۍ، امنیت، پرمختګ او له ګاونډیانو سره پر دوستانه اړیکو تمرکز وکړي».

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي کابل کې د افغانستان ـ چین ـ پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په شپږم درې اړخیز ډیالوګ کې له ګډون وروسته اسلام‌اباد ته لاړ، چې د پاکستان او چین د «سټراټېژیکو خبرو شپږم پړاو» ناسته کې ګډون وکړي.

د کابل په درې اړخیزه ناسته کې غړي هېوادونه په دې ونه توانېدل، چې یوه ګډه اعلامیه خپره کړي.

د برلین محکمې د افغانانو د ویزو ځنډولو له امله د بهرنیو چارو وزارت په جریمې ګواښلی

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۴۰ GMT+۱
د برلین محکمې د افغانانو د ویزو ځنډولو له امله د بهرنیو چارو وزارت په جریمې ګواښلی
100%

د برلین اداري محکمې خبرداری ور کړی چې که د جرمني د بهرنيو چارو فدرالي وزارت هغو افغانانو ته چې د منلو ژمنه ورسره شوې ده، ژر تر ژره ویزې ورنه کړي، نو له جریمې سره مخ کېدای شي. محکمې استدلال کړی، چې جرمنی د «قانوني، وروستیو او نه‌لغوه کېدونکو ژمنو له مخې پابند» دی.

د جرمني د پلازمېنې برلین اداري محکمې په یوه لیک کې خبرداری ورکړی، چې که د بهرنیو چارو وزارت د اسلام اباد میشتو هغو افغان پناه غوښتونکو د ویزو بهیر بشپړ نه کړي، چې د جرمني د منلو پروګرام کې تاییدلیکونه ورکړل شوي، د جریمې پرېکړه به یې وشي.

د ویلت د رپوټ له مخې، دغې محکمې په وروستیو کې شل ورته بېړنۍ پرېکړې کړې دي، چې له مخې یې باید هغو افغانانو ته ویزې ورکړل شي، چې د جرمني د منلو فدرالي پروګرام پر بنسټ د انتقال ژمنه ورسره شوې ده.

محکمې استدلال کړی، چې فدرالي جمهوریت د «قانوني، وروستیو او نه‌لغوه کېدونکو ژمنو له مخې پابند» دی.

د دعوې یو اړخ یوه حقوقپوهه ده، چې د کورنۍ له ۱۳ غړو سره په پاکستان کې د ویزې په تمه ده.

د برلین اداري محکمې د بهرنيو چارو وزارت څخه غوښتي، چې ووايي، «د ویزې د ورکولو لپاره کوم ګامونه اخیستل شوي یا اخیستل کېږي» او که نه، نو د جریمې ګواښ شته.

د محکمې یوې ویاندې موضوع تایید کړې او ویې ویل: «موږ د وزارت د ځواب په تمه یو، وروسته به محکمه پرېکړه وکړي».

په پاکستان کې اوس هم له ۲۰۰۰ زیات افغانان شته چې غواړي د جرمني د منلو پروګرامونو او نورو ابتکارونو له لارې برلین ته ولاړ شي.

د پاکستان پولیسو په دې وروستیو کې پر افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې او ۴۰۰ هغه افغانان یې ونیول، چې ویزې یې پای ته رسېدلې وې او د جرمني د نړیوالې پراختیا په کرایه شویو مېلمستونونو کې اوسېدل.

پاکستان څو ځله جرمني ته ویلي و چې باید د منلو پروګرامونه پای ته ورسوي، که نه نو هغه افغانان به وشړي چې د جرمني د حکومت د ځنډني کار له امله یې د پاکستان ویزې ختمې شوې دي.

د برلین په غوښتنه دا مهلت د جون میاشتې تر پایه وغځول شو، خو بیا هم د جرمني له لوري څه ونه شول.

د جرمني د بهرنيو چارو فدرالي وزارت د معلوماتو له مخې، پاکستان تر اوسه ۲۱۱ افغانان بېرته افغانستان ته شړلي دي.

تر دې وړاندې په پاکستان کې له ۴۵۰ ډېر هغه افغانان ونیول شول چې د جرمني د منلو ژمنه ورسره وه. له هغوی څخه ۲۴۵ کسان د جرمني د حکومت په منځګړیتوب د شړلو له کمپونو خوشې شول.

ملالې فنډ د افغان نجونو د حقونو دفاع لپاره د درې میلیونه ډالرو بودجه اعلان کړې

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۱
ملالې فنډ د افغان نجونو د حقونو دفاع لپاره د درې میلیونه ډالرو بودجه اعلان کړې
100%

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزې بنسټ «ملاله فنډ» د افغان نجونو د زده‌کړې خوندیتوب، د جنسیتي توپیرونو پر وړاندې مبارزې او د جندر اپارتاید د قانوني پېژندنې لپاره د ۳،۶ میلیونه امریکايي ډالرو بودجه اعلان کړې ده.

ددغه بنسټ په وینا، دغه مرستې به د هغو افغان‌ بنسټونو او نوښتونو ملاتړ وکړي چې د طالبانو تر واک لاندې سختو شرایطو کې د نجونو لپاره بدیلې زده‌کړې برابروي، ترڅنګ یې د ښځو پر وړاندې د سیسټماټیکو محدودیتونو پر وړاندې غږ پورته کوي او د نړیوالو قوانینو له لارې د عدالت غوښتنه کوي.

ملالې فنډ ویلي، د دغو مرستو موخه دا ده چې د افغان نجونو او ښځو غږ نور هم پیاوړی شي، د دوی مشرتابه ته ملاتړ ورکړل شي او له نړۍوالې ټولنې سره د همغږۍ یو پراخ بنسټ جوړ شي.

د افغانستان لپاره ددغه فنډ د نوښت مشره سحر حلیمزۍ وایي: "موږ له هغو افغانو نجونو او ښځو سره ولاړې یو چې د خپل شتون د حذفېدو پر وړاندې درېږي، دا د خلاصون یوه مبارزه ده، او موږ به له دوی سره د مبارزې په هر پړاو کې ولاړ یو."

ددغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د فنډ له لوري تمویلېدونکي نوي او پراخ شوي پروګرامونه شاوخوا ۱۰زره نجونو ته په افغانستان کې بدیله زده‌کړه برابروي.

دا زده‌کړه انلاین او حضوري ده، چې پکې نه یوازې درسي مواد، بلکې رواني مشورې، مسلکي روزنې، ډیجیټل مهارتونه او نړیوال اعتبار وړ اسناد هم شامل دي.

ملاله فنډ وایي، دا یواځې د مرستو یو پړاو دی او په راتلونکو پنځو کلونو کې به دا بنسټ د نړۍ په کچه ۵۰میلیونه ډالر د نجونو زده‌کړې ته ځانګړي کړي او افغانستان یې د خپلې ستراتېژۍ مهمه برخه ګرځولې ده.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی: په افغانستان کې د داعش حضور جدي ننګونه ده

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۱۴ GMT+۱
ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی: په افغانستان کې د داعش حضور جدي ننګونه ده
100%

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتحار احمد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو حضور د سیمې د امنیت لپاره جدي ننګونه ده.نوموړي ویلي، چې یادې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او پر پاکستان برېدونه کوي.

عاصم افتخار احمد تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې پاکستان د ترهګرو پر وړاندې جدي مبارزه کړې ده، خو په افغانستان او سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ وسله والو ډلو حضور د اندېښنې وړ دی او د دغه هېواد ملي امنیت ګواښي.

نوموړي ویلي، چې یادې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او پر پاکستان برېدونه کوي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي ویلي، چې په افغانستان کې وضعیت ډېر نازک دی او په دغه هېواد کې د ۲۰۰۰ داعش جنګیالیو حضور تر ټولو جدي ګواښ دی.

افتخار احمد زیاته کړې، چې د افغانستان دننه او له هغه ځایه ترهګري د دغه هېواد، سیمې او نړۍ لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی.

د پاکستان دغه استازی ټینګار کوي، چې پر افغانستان واکمنو طالبانو د داعش خراسان ډلې پر وړاندې مبارزه کړې ده، خو د ټي ټي پي او بلوڅ وسله والو پروړاندې کوم اقدام نه دی شوی.

نوموړي زیاته کړې:« د پاکستان لپاره دا خطر جدي او عاجل دی. ټي ټي پي چې نږدې ۶۰۰۰ جنګیالي لري، تر ټولو ستر ترهګریز سازمان دی چې د افغانستان له خاوري فعالیت کوي. د خوندي پناه ځایونو په شته والي سره دا زموږ ملي امنیت ته مستقیم ګواښ دی. د ټي ټي‌ پي او بي ایل ای تر منځ د همکارۍ باور وړ شواهد شته، چې ګډ روزنیز مرکزونه لري او پر پاکستاني زیربناوو، اقتصادي پروژو او په ځانګړي ډول زموږ پر ولس بریدونه کوي.»

افتخار احمد ویلي، چې نړیواله ټولنه باید افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د خپرېدو مخه ونیسي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې تېره ورځ د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په کابل کې د درې اړخیزې ناستې پرمهال د امنیتي ننګونو په اړه هم خبرې کړې دي.

طالبانو په مکرر ډول په افغانستان کې د بهرنیو ډلو حضور رد کړی او دا یې د پاکستان داخلي مساله ګڼلې ده.

طالبان د یوه نوي میکانیزم له لارې سوداګریز بانکونه په ټولګټو پروژو کې ښکیلوي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۰۸ GMT+۱
طالبان د یوه نوي میکانیزم له لارې سوداګریز بانکونه په ټولګټو پروژو کې ښکیلوي
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وایي، د افغانستان بانک او ماليې وزارت ترمنځ د سوداګریزو بانکونو له لارې د عامه پروژو د تمویل یو نوی میکانیزم لاسلیک شوی، چې له مخې یې سوداګریز بانکونه کولای شي د ټولګټو پروژو په تمویل او تطبیق کې ونډه واخلي.

د افغانستان بانک د پنجشنبې په ورځ وویل، چې یاد میکانیزم د اقتصادي کمېسیون د کاري طرزالعمل د دویمې مادې د پنځمې فقرې پر اساس ترتیب شوی، چې له مخې به یې سوداګریز بانکونه وکولای شي د ټولګټو پروژو په تمویل او تطبیق کې ونډه واخلي.

د افغانستان بانک د دغه میکانیزم موخې په ټولګټو پروژو کې د پانګونې او ونډې اخیستلو قانوني اسانتیاوي برابرول، په کور د ننه د سوداګریزو بانکونو لپاره د پانګونې فرصتونه رامنځته کول، د خلکو لپاره د دندو رامنځته کول او اقتصادي تحرک ښودلی.

د افغانستان بانک زیاتوي چې د یاد میکانیزم له مخې به د مالیې وزارت له اړوندو سکټوري ادارو ټولګټې پروژې ترلاسه کوي او د هغوی مالي موډلونه به ترتیبوي او د افغانستان بانک به سوداګریز بانکونه په دغو پروژو کې تمویل او پانګونې ته هڅوي.

د افغانستان بانک په دې باور دی چې د یاد میکانیزم عملي کېدل به د هېواد د اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ لامل شي او د سوداګریزو بانکونو لپاره به د نویو پانګونو فرصتونه رامنځته کړي.