• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملالې فنډ د افغان نجونو د حقونو دفاع لپاره د درې میلیونه ډالرو بودجه اعلان کړې

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۱

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزې بنسټ «ملاله فنډ» د افغان نجونو د زده‌کړې خوندیتوب، د جنسیتي توپیرونو پر وړاندې مبارزې او د جندر اپارتاید د قانوني پېژندنې لپاره د ۳،۶ میلیونه امریکايي ډالرو بودجه اعلان کړې ده.

ددغه بنسټ په وینا، دغه مرستې به د هغو افغان‌ بنسټونو او نوښتونو ملاتړ وکړي چې د طالبانو تر واک لاندې سختو شرایطو کې د نجونو لپاره بدیلې زده‌کړې برابروي، ترڅنګ یې د ښځو پر وړاندې د سیسټماټیکو محدودیتونو پر وړاندې غږ پورته کوي او د نړیوالو قوانینو له لارې د عدالت غوښتنه کوي.

ملالې فنډ ویلي، د دغو مرستو موخه دا ده چې د افغان نجونو او ښځو غږ نور هم پیاوړی شي، د دوی مشرتابه ته ملاتړ ورکړل شي او له نړۍوالې ټولنې سره د همغږۍ یو پراخ بنسټ جوړ شي.

د افغانستان لپاره ددغه فنډ د نوښت مشره سحر حلیمزۍ وایي: "موږ له هغو افغانو نجونو او ښځو سره ولاړې یو چې د خپل شتون د حذفېدو پر وړاندې درېږي، دا د خلاصون یوه مبارزه ده، او موږ به له دوی سره د مبارزې په هر پړاو کې ولاړ یو."

ددغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د فنډ له لوري تمویلېدونکي نوي او پراخ شوي پروګرامونه شاوخوا ۱۰زره نجونو ته په افغانستان کې بدیله زده‌کړه برابروي.

دا زده‌کړه انلاین او حضوري ده، چې پکې نه یوازې درسي مواد، بلکې رواني مشورې، مسلکي روزنې، ډیجیټل مهارتونه او نړیوال اعتبار وړ اسناد هم شامل دي.

ملاله فنډ وایي، دا یواځې د مرستو یو پړاو دی او په راتلونکو پنځو کلونو کې به دا بنسټ د نړۍ په کچه ۵۰میلیونه ډالر د نجونو زده‌کړې ته ځانګړي کړي او افغانستان یې د خپلې ستراتېژۍ مهمه برخه ګرځولې ده.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی: په افغانستان کې د داعش حضور جدي ننګونه ده

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۱۴ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتحار احمد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو حضور د سیمې د امنیت لپاره جدي ننګونه ده.نوموړي ویلي، چې یادې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او پر پاکستان برېدونه کوي.

عاصم افتخار احمد تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې پاکستان د ترهګرو پر وړاندې جدي مبارزه کړې ده، خو په افغانستان او سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ وسله والو ډلو حضور د اندېښنې وړ دی او د دغه هېواد ملي امنیت ګواښي.

نوموړي ویلي، چې یادې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او پر پاکستان برېدونه کوي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي ویلي، چې په افغانستان کې وضعیت ډېر نازک دی او په دغه هېواد کې د ۲۰۰۰ داعش جنګیالیو حضور تر ټولو جدي ګواښ دی.

افتخار احمد زیاته کړې، چې د افغانستان دننه او له هغه ځایه ترهګري د دغه هېواد، سیمې او نړۍ لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی.

د پاکستان دغه استازی ټینګار کوي، چې پر افغانستان واکمنو طالبانو د داعش خراسان ډلې پر وړاندې مبارزه کړې ده، خو د ټي ټي پي او بلوڅ وسله والو پروړاندې کوم اقدام نه دی شوی.

نوموړي زیاته کړې:« د پاکستان لپاره دا خطر جدي او عاجل دی. ټي ټي پي چې نږدې ۶۰۰۰ جنګیالي لري، تر ټولو ستر ترهګریز سازمان دی چې د افغانستان له خاوري فعالیت کوي. د خوندي پناه ځایونو په شته والي سره دا زموږ ملي امنیت ته مستقیم ګواښ دی. د ټي ټي‌ پي او بي ایل ای تر منځ د همکارۍ باور وړ شواهد شته، چې ګډ روزنیز مرکزونه لري او پر پاکستاني زیربناوو، اقتصادي پروژو او په ځانګړي ډول زموږ پر ولس بریدونه کوي.»

افتخار احمد ویلي، چې نړیواله ټولنه باید افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د خپرېدو مخه ونیسي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې تېره ورځ د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په کابل کې د درې اړخیزې ناستې پرمهال د امنیتي ننګونو په اړه هم خبرې کړې دي.

طالبانو په مکرر ډول په افغانستان کې د بهرنیو ډلو حضور رد کړی او دا یې د پاکستان داخلي مساله ګڼلې ده.

طالبان د یوه نوي میکانیزم له لارې سوداګریز بانکونه په ټولګټو پروژو کې ښکیلوي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وایي، د افغانستان بانک او ماليې وزارت ترمنځ د سوداګریزو بانکونو له لارې د عامه پروژو د تمویل یو نوی میکانیزم لاسلیک شوی، چې له مخې یې سوداګریز بانکونه کولای شي د ټولګټو پروژو په تمویل او تطبیق کې ونډه واخلي.

د افغانستان بانک د پنجشنبې په ورځ وویل، چې یاد میکانیزم د اقتصادي کمېسیون د کاري طرزالعمل د دویمې مادې د پنځمې فقرې پر اساس ترتیب شوی، چې له مخې به یې سوداګریز بانکونه وکولای شي د ټولګټو پروژو په تمویل او تطبیق کې ونډه واخلي.

د افغانستان بانک د دغه میکانیزم موخې په ټولګټو پروژو کې د پانګونې او ونډې اخیستلو قانوني اسانتیاوي برابرول، په کور د ننه د سوداګریزو بانکونو لپاره د پانګونې فرصتونه رامنځته کول، د خلکو لپاره د دندو رامنځته کول او اقتصادي تحرک ښودلی.

د افغانستان بانک زیاتوي چې د یاد میکانیزم له مخې به د مالیې وزارت له اړوندو سکټوري ادارو ټولګټې پروژې ترلاسه کوي او د هغوی مالي موډلونه به ترتیبوي او د افغانستان بانک به سوداګریز بانکونه په دغو پروژو کې تمویل او پانګونې ته هڅوي.

د افغانستان بانک په دې باور دی چې د یاد میکانیزم عملي کېدل به د هېواد د اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ لامل شي او د سوداګریزو بانکونو لپاره به د نویو پانګونو فرصتونه رامنځته کړي.

طالبانو له قزاقستان نه په شمالي ولایتونو کې د روغتونونو جوړولو غوښتنه کړې

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د قزاقستان له سفیر ګزیز اکباسوف سره لیدنه کې له دغه هېواده وغوښتل چې روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي او اسانتیاوو لپاره دې د پانګونې او یا هم د همکارۍ په ډول د هېواد په شمالي ولایتونو کې معیاري روغتونونه جوړ کړي.

هغه همداراز، له یاد هېواد څخه د نويو جوړیدونکو روغتیايي مراکزو لپاره د طبي تجهیزاتو برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۳۰مه) وویل، چې په دې لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو برابرولو، د ساري ناروغیو د کنټرول برخه کې د تجربو شریکولو او د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ اړوند بحث او خبرې تر سره شوې.

په ناسته کې طالب وزیر د روغتیا په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري اړینه بللې ده.

جلالي دې ته په اشارې چې په افغانستان کې د ابتدایي او دویمې درجې روغتیایي خدماتو اړتیا زیاته لیدل کیږي، ویلي، «په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړېدو لپاره هڅې پیل شوې، څو د مور او ماشوم د مړینې مخنیوی وشي».

قزاق سفیر افغانستان خپل دوست هېواد یاد کړی او ویلي یې دي، چې هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې افغان روغتیایي کارکوونکو ته د روزنې زمینه برابره او د روغتیا برخه کې ورسره دوامداره همکاري وکړي.

یاد وزارت وایي چې قزاقي سفیر د تخنیکي پلاویو پر سفرونو موافقه وښوده او دا یې د تجاربو په شریکولو کې خورا ښه ګام وباله.

یاده دې وي، طالبانو په دې وروستیو کې له ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او روسیې سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي.

طالبانو د یوه پخواني سرتېري د کورنۍ د غړو وژلو پېښه شخصي دښمني وبلله

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۱۳ GMT+۱

په ننګرهار کې طالب استخباراتو د یوه پخواني سرتیري اسفندیار تلوار د کورنۍ د شپږو غړو د وژنې په قضیه کې درې کسان نیولي او وايي، د یادو کسانو د اعتراف له مخې دا پېښه شخصي او کورنی اړخ لري. خو یاد سرتېري افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دوی له هیچا سره دښمني او ستونزه نه لري.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو مقام د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر ۳۰مه وویل، چې د پېښې په اړه نور پرمختګونه به ډېر ژر په ډاګه شي.

طالب چارواکي وايي، چې د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی د استخباراتي او کشفي ادارو له مسولینو غوښتي چې پاتې عاملین هم په نښه کړي او ژر تر ژره یې د قانون منګولو ته وسپاري.

مولوي مصطفی ویلي: «موږ د هر ډول جرم او وژنې په وړاندې کلک دریځ لرو او د عدالت تامین زموږ اساسي هدف دی.»

خو طالبان داسې مهال دغه پېښه د شخصي دښمنۍ پایله ګڼي، چې د یادې کورنۍ غړي او پخواني سرتېري اسفندیار تلوار افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دوی له هیچا سره شخصي دښمني او ستونزه نه لري.

یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په کوز سلطانپور کلي کې د اسفنديار په نوم د يو پخواني نظامي د کورنۍ له شپږو غړو سرونه پرې شوي وو. یاد نظامي د طالبانو له بیا ځلې واک ته رسېدو وروسته اروپا ته کډوال شوی و او کورنۍ یې په په سره رود ولسوالۍ کې اوسېده.

روسیې افغانستان او ترکمنستان ته د پټرولو صادرات کم کړي دي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۱

روسیې په جولای میاشت کې افغانستان او ترکمنستان ته د پټرولو صادرات ۲۹زره او ۳۶۰ ټنو ته راکم کړي، په داسې حال کې چې د جون په میاشت کې دا کچه ۷۳زره او ۶۴۰ ټنه وه. افغانستان ته د روسي تېلو صادرات له ۳۳ زره او ۵۰ ټنو څخه ۹۵۰۰ ټنو ته کم شوي، خو په بدل کې یې بېلاروسي تېل ډېر شوي.

روسیې په جولای میاشت کې خپلو کورنیو اړتیاوو ته په پام، افغانستان او ترکمنسان ته د تېلو صادارت کم کړي او دا کچه د افغانستان په تړاو له ۳۳ زره او ۵۰ ټنو څخه ۹زره او ۵۰۰ ټنو ته کمه شوې ده.

د رویټرز د رپوټ له مخې، په جولای میاشت کې مسکو د کورني بازار لپاره د پټرولو حجم ۲،۳۶ میلیونه ټنه ټاکلی، په داسې حال کې چې په تېره جون میاشت کې دا کچه ۲،۱۸ میلیون ټنه وه. د دې ترڅنګ، مسکو د اګست له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر پایه پورې د پټرولو صادرات بند کړي دي.

په ورته وخت کې بېلاروس، چې افغانستان او ترکمنستان ته هم پټرول صادروي، د جولای په میاشت کې یې خپل صادرات لوړ کړي دي.

د افغانستان پر لور د بېلاروسي پټرولو ټرانزیت له اته زه او سل ټنو څخه ۲۹ زره ټنو ته لوړ شوی او تر کمنستان ته له ۵۱ زرو څخه ۵۱ زره او ۵۴۰ ټنو ته لوړ شوی دی.

پټرول افغانستان ته له ځمکنیو لارو او د کسپین سمندر له لارې وړل کیږي، لومړی له استراخان څخه د ایلینکا ترمینل له لارې په ټانکرونو کې او بیا د ترکمنستان له لارې تېرېږي.

د سوداګرو په وینا، د ترکمنستان له لارې د روسي "یورو-۵" چاپېریالي پټرول د موټرو په واسطه ایران ته لېږدول کېږي، خو ایران د ټیټې کچې محصول د بدیل په توګه افغانستان ته استوي.

سوداګر وايي، ایراني پېرودونکي د لوړې کچې تیلو واردولو ته لیواله دي، خو افغان مصرف کوونکو ته قیمت اهمیت لري.

په جون کې افغانستان او ترکمنستان ته د روسیې او بېلاروس د پټرولو صادرات۱۳۲زره او ۷۰۰ ټنو ته ورسېدل، چې د ایران او اسراییل شخړې یې یو لامل ګڼل کیږي، خو د سوداګرو د معلوماتو له مخې، ایران اوس هم د افغانستان د موټرو د سون‌توکو تر ټولو ستر عرضه‌کوونکی دی.