• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له قزاقستان نه په شمالي ولایتونو کې د روغتونونو جوړولو غوښتنه کړې

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د قزاقستان له سفیر ګزیز اکباسوف سره لیدنه کې له دغه هېواده وغوښتل چې روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي او اسانتیاوو لپاره دې د پانګونې او یا هم د همکارۍ په ډول د هېواد په شمالي ولایتونو کې معیاري روغتونونه جوړ کړي.

هغه همداراز، له یاد هېواد څخه د نويو جوړیدونکو روغتیايي مراکزو لپاره د طبي تجهیزاتو برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۳۰مه) وویل، چې په دې لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو برابرولو، د ساري ناروغیو د کنټرول برخه کې د تجربو شریکولو او د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ اړوند بحث او خبرې تر سره شوې.

په ناسته کې طالب وزیر د روغتیا په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري اړینه بللې ده.

جلالي دې ته په اشارې چې په افغانستان کې د ابتدایي او دویمې درجې روغتیایي خدماتو اړتیا زیاته لیدل کیږي، ویلي، «په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړېدو لپاره هڅې پیل شوې، څو د مور او ماشوم د مړینې مخنیوی وشي».

قزاق سفیر افغانستان خپل دوست هېواد یاد کړی او ویلي یې دي، چې هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې افغان روغتیایي کارکوونکو ته د روزنې زمینه برابره او د روغتیا برخه کې ورسره دوامداره همکاري وکړي.

یاد وزارت وایي چې قزاقي سفیر د تخنیکي پلاویو پر سفرونو موافقه وښوده او دا یې د تجاربو په شریکولو کې خورا ښه ګام وباله.

یاده دې وي، طالبانو په دې وروستیو کې له ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او روسیې سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د یوه پخواني سرتېري د کورنۍ د غړو وژلو پېښه شخصي دښمني وبلله

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۱۳ GMT+۱
طالبانو د یوه پخواني سرتېري د کورنۍ د غړو وژلو پېښه شخصي دښمني وبلله
100%

په ننګرهار کې طالب استخباراتو د یوه پخواني سرتیري اسفندیار تلوار د کورنۍ د شپږو غړو د وژنې په قضیه کې درې کسان نیولي او وايي، د یادو کسانو د اعتراف له مخې دا پېښه شخصي او کورنی اړخ لري. خو یاد سرتېري افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دوی له هیچا سره دښمني او ستونزه نه لري.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو مقام د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر ۳۰مه وویل، چې د پېښې په اړه نور پرمختګونه به ډېر ژر په ډاګه شي.

طالب چارواکي وايي، چې د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی د استخباراتي او کشفي ادارو له مسولینو غوښتي چې پاتې عاملین هم په نښه کړي او ژر تر ژره یې د قانون منګولو ته وسپاري.

مولوي مصطفی ویلي: «موږ د هر ډول جرم او وژنې په وړاندې کلک دریځ لرو او د عدالت تامین زموږ اساسي هدف دی.»

خو طالبان داسې مهال دغه پېښه د شخصي دښمنۍ پایله ګڼي، چې د یادې کورنۍ غړي او پخواني سرتېري اسفندیار تلوار افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دوی له هیچا سره شخصي دښمني او ستونزه نه لري.

یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په کوز سلطانپور کلي کې د اسفنديار په نوم د يو پخواني نظامي د کورنۍ له شپږو غړو سرونه پرې شوي وو. یاد نظامي د طالبانو له بیا ځلې واک ته رسېدو وروسته اروپا ته کډوال شوی و او کورنۍ یې په په سره رود ولسوالۍ کې اوسېده.

روسیې افغانستان او ترکمنستان ته د پټرولو صادرات کم کړي دي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۱
روسیې افغانستان او ترکمنستان ته د پټرولو صادرات کم کړي دي
100%

روسیې په جولای میاشت کې افغانستان او ترکمنستان ته د پټرولو صادرات ۲۹زره او ۳۶۰ ټنو ته راکم کړي، په داسې حال کې چې د جون په میاشت کې دا کچه ۷۳زره او ۶۴۰ ټنه وه. افغانستان ته د روسي تېلو صادرات له ۳۳ زره او ۵۰ ټنو څخه ۹۵۰۰ ټنو ته کم شوي، خو په بدل کې یې بېلاروسي تېل ډېر شوي.

روسیې په جولای میاشت کې خپلو کورنیو اړتیاوو ته په پام، افغانستان او ترکمنسان ته د تېلو صادارت کم کړي او دا کچه د افغانستان په تړاو له ۳۳ زره او ۵۰ ټنو څخه ۹زره او ۵۰۰ ټنو ته کمه شوې ده.

د رویټرز د رپوټ له مخې، په جولای میاشت کې مسکو د کورني بازار لپاره د پټرولو حجم ۲،۳۶ میلیونه ټنه ټاکلی، په داسې حال کې چې په تېره جون میاشت کې دا کچه ۲،۱۸ میلیون ټنه وه. د دې ترڅنګ، مسکو د اګست له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر پایه پورې د پټرولو صادرات بند کړي دي.

په ورته وخت کې بېلاروس، چې افغانستان او ترکمنستان ته هم پټرول صادروي، د جولای په میاشت کې یې خپل صادرات لوړ کړي دي.

د افغانستان پر لور د بېلاروسي پټرولو ټرانزیت له اته زه او سل ټنو څخه ۲۹ زره ټنو ته لوړ شوی او تر کمنستان ته له ۵۱ زرو څخه ۵۱ زره او ۵۴۰ ټنو ته لوړ شوی دی.

پټرول افغانستان ته له ځمکنیو لارو او د کسپین سمندر له لارې وړل کیږي، لومړی له استراخان څخه د ایلینکا ترمینل له لارې په ټانکرونو کې او بیا د ترکمنستان له لارې تېرېږي.

د سوداګرو په وینا، د ترکمنستان له لارې د روسي "یورو-۵" چاپېریالي پټرول د موټرو په واسطه ایران ته لېږدول کېږي، خو ایران د ټیټې کچې محصول د بدیل په توګه افغانستان ته استوي.

سوداګر وايي، ایراني پېرودونکي د لوړې کچې تیلو واردولو ته لیواله دي، خو افغان مصرف کوونکو ته قیمت اهمیت لري.

په جون کې افغانستان او ترکمنستان ته د روسیې او بېلاروس د پټرولو صادرات۱۳۲زره او ۷۰۰ ټنو ته ورسېدل، چې د ایران او اسراییل شخړې یې یو لامل ګڼل کیږي، خو د سوداګرو د معلوماتو له مخې، ایران اوس هم د افغانستان د موټرو د سون‌توکو تر ټولو ستر عرضه‌کوونکی دی.

د طالبانو سفیر د خیبر پښتونخوا چارواکو سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۱
د طالبانو سفیر د خیبر پښتونخوا چارواکو سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې
100%

په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب او د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سیف په اسلام‌ اباد کې د افغان کډوالو د وضعیت، د تورخم او نورو بندرونو د ستونزو، او په افغانستان کې د سرطان ناروغیو د یو احتمالي روغتون د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په ایکس لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو تفصیلي خبرې وکړې، چې په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت، د خلکو ترمنځ تګ راتګ، او د سرحدي بندرونو، په ځانګړې توګه د تورخم دروازې، پر ستونزو او د حل لارو پکې تمرکز شوی دی.

په لیدنه کې په افغانستان کې د سرطان روغتون جوړولو باندې هم بحث شوی، چې دواړو خواوو یې پر ممکنه عملي کېدو خبرې کړې دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت په تازه پرېکړه کې افغان کډوالو ته سپارښتنه کړې چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

د ازبکستان له غبرګون وروسته طالبان په مزارشریف کې د امیر علي شیر نوايي د یادګار کتیبه رغوي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۱
د ازبکستان له غبرګون وروسته طالبان په مزارشریف کې د امیر علي شیر نوايي د یادګار کتیبه رغوي
100%

د طالبانو د مزارشریف ښاروال ویلي، چې د امیرعلي شیر نوايي د یادګار کتیبې د بیارغونې چارې یې پیل کړې او تر راتلونکې یوې میاشتې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

وروسته له هغه چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په مزارشریف ښار کې د امیر علي شیر نوایي د مجسمې د نړولو په تړاو له طالبانو څخه د وضاحت غوښتنه وکړه، طالبانو د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د نوايي د یادګار کتېبې د بیارغوني چارې پیل کړې.

په بلخ ولایت کې د طالبانو مطبوعاتي دفتر د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د امیر علي شیر نوایي د یادګار کتیبې د بیارغونې چارې یې د ۱،۵ میلیون افغانیو په لګښت پیل کړې او د یوې میاشتې په موده کې به بشپړې شي.

د مزارشریف لپاره د طالبانو ښار وال حافظ عبدالرحمن همت ويلي، چې په پروژه کې د کتېبې ترمیم، د شنو ساحو جوړول، ناستځایونه، کتابتون او د امیر علي شیر نوايي د ژوند او ادبي اثارو د معرفي لوحو جوړول شامل دي.

همت ویلي:« موخه مو دا ده، چې د ملي او تاریخي شخصیتونو ارزښتونه وساتو، د ښار ښکلا ته وده ورکړو او خلکو ته یو فرهنګي چاپېریال برابر کړو.»

د طالبانو په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې د امیر علي شیر نوايي نړول شوي مجسمه بیارغوي.

امیر علي شیر نوايي د ۱۵مې پیړۍ افغان تُرک توکمه ادبي، سیاسي او فرهنګي شخصیت و او طالبانو یې مجسمه څو ورځې وړاندې په مزارشریف کې ونړوله.

طالبانو تردې وړاندې هم د یو شمېر سیاسي، فرهنګي او تاریخي شخصیتونو مجسمې او یادګارونه نړولي او د ځینو څېرې یې مسخ کړې دي، چې د خلکو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

چین له طالبانو نه د «ختیز ترکستان غورځنګ» خلاف د جدي اقداماتو غوښتنه کړې

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۲۷ GMT+۱
چین له طالبانو نه د «ختیز ترکستان غورځنګ» خلاف د جدي اقداماتو غوښتنه کړې
100%

د چین د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د درې اړخیزې ناستې په څنډه کې د طالبانو چارواکو ته په ډاګه کړې، چې د ختیز ترکستان اسلامي غورځنګ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ترهګر سازمان په توګه پېژندلی او طالبان یې باید د چین اندېښنو ته په پام، پر وړاندې پرېکنده ګامونه واخلي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت کابل ته ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د سفر په تړاو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې وانګ یي د طالبانو له رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند سره په ناسته کې نوموړي ته د ختیز ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) په اړه یادونه کړې، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی او طالبان باید د بیجنګ اندېښنو ته په پام ددې ډلې پر ضد خپلې هڅې چټکې کړي.

وانګ یي د امنیتي همکاریو پیاوړتیا، چې د پولې کنټرول او د ایغور جنګیالیو پر وړاندې اقدامات پکې شاملیږي، د اقتصادي همکاریو د تضمین لپاره مهمه ګڼلې ده.

د چین سفیر د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره هم په ناسته کې د چین او افغانستان د پولې پر کنټرول او په واخان کې پر ګډو ګزمو خبرې کړې دي.

وانګ یي په دې ناسته کې ویلي، چې «په تاریخ کې ښکیلاکګرو او امپریالیستانو تل هڅه کړې چې افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو تل یې ناکامي لیدلې او په راتلونکي کې هم دا ډول هڅې ناکامې دي».

نوموړي زیاته کړې، چې بیجنګ تل د لویو او وړو هېوادونو د برابروالي پلوی دی، د زورواکو له خوا د کمزورو د ځورونې مخالف دی او باور لري چې هېوادونه باید د برابرۍ او ګډو ګټو پر بنسټ اړیکې وساتي.

د افغانستان یو شمېر شمالي ولایتونه، په ځانګړې توګه بدخشان د چین د مخالفو وسله والو ډلو د راټولېدو ځای ګڼل کیږي، خو رپوټونه وايي، چې طالبانو د ختیز ترکستان اسلامي غورځنګ یو شمېر غړي د سوریې د جګړې پرمهال دمشق ته سوق کړي او ځینې غړي یې د افغانستان په لویدیز کې میشت کړي دي.

د طالبانو رییس الوزرا د چین د بهرنیو چارو وزیر ته ژمنه ور کړې، چې ددوی اداره به «هېڅ ځواک ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د چین پر وړاندې د ګواښ په توګه وکاروي».

ختیز ترکستان غورځنګ، چې غوڅ اکثریت پکې ایغوریان دي، د ختیز ترکستان په نامه د یوه جلا هېواد لپاره جګړه کوي. ایغوریان د چین په سنکیانګ ایالت کې اوسیږي، چې پولې یې له افغانستان، پاکستان، تاجکستان، قرغیزستان او یو شمېر نورو هېوادونو سره نښتې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې د افغانستان په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې د ختیز ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) د چین له خوا په قانوني ډول ترهګریز سازمان ګڼل کېږي او په افغانستان کې یې حضور د چین، افغانستان او سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی.

چین له طالبانو په مکرر ډول غوښتنې کړې دي، چې خپلې ژمنې په جدي توګه عملي کړي او ددې ډلې په ګډون ټول ترهګر ځواکونه له منځه یوسي او د چین او نورو هېوادونو د وګړو، ادارو او پروژو امنیت خوندي کړي.

د شنونکو په باور، چین دغه غورځنګ خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او په سویلي او منځنۍ اسیا کې د یو کمربند، یو سړک پروژې لپاره خطر ګڼي.

چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ درې اړخیزې خبرې اترې هم په همدې موخه پر مخ وړي چې سیمه‌ییز ثبات او همکاري پیاوړې او د چین د پروژو پلیتابه ته لاره اواره شي.