د ازبکستان له غبرګون وروسته طالبان په مزارشریف کې د امیر علي شیر نوايي د یادګار کتیبه رغوي

د طالبانو د مزارشریف ښاروال ویلي، چې د امیرعلي شیر نوايي د یادګار کتیبې د بیارغونې چارې یې پیل کړې او تر راتلونکې یوې میاشتې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د طالبانو د مزارشریف ښاروال ویلي، چې د امیرعلي شیر نوايي د یادګار کتیبې د بیارغونې چارې یې پیل کړې او تر راتلونکې یوې میاشتې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
وروسته له هغه چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په مزارشریف ښار کې د امیر علي شیر نوایي د مجسمې د نړولو په تړاو له طالبانو څخه د وضاحت غوښتنه وکړه، طالبانو د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د نوايي د یادګار کتېبې د بیارغوني چارې پیل کړې.
په بلخ ولایت کې د طالبانو مطبوعاتي دفتر د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د امیر علي شیر نوایي د یادګار کتیبې د بیارغونې چارې یې د ۱،۵ میلیون افغانیو په لګښت پیل کړې او د یوې میاشتې په موده کې به بشپړې شي.
د مزارشریف لپاره د طالبانو ښار وال حافظ عبدالرحمن همت ويلي، چې په پروژه کې د کتېبې ترمیم، د شنو ساحو جوړول، ناستځایونه، کتابتون او د امیر علي شیر نوايي د ژوند او ادبي اثارو د معرفي لوحو جوړول شامل دي.
همت ویلي:« موخه مو دا ده، چې د ملي او تاریخي شخصیتونو ارزښتونه وساتو، د ښار ښکلا ته وده ورکړو او خلکو ته یو فرهنګي چاپېریال برابر کړو.»
د طالبانو په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې د امیر علي شیر نوايي نړول شوي مجسمه بیارغوي.
امیر علي شیر نوايي د ۱۵مې پیړۍ افغان تُرک توکمه ادبي، سیاسي او فرهنګي شخصیت و او طالبانو یې مجسمه څو ورځې وړاندې په مزارشریف کې ونړوله.
طالبانو تردې وړاندې هم د یو شمېر سیاسي، فرهنګي او تاریخي شخصیتونو مجسمې او یادګارونه نړولي او د ځینو څېرې یې مسخ کړې دي، چې د خلکو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي.