د چترال مشرانو په یوې غونډه کې ویلي، چې په ۱۹۷۹کال کې د شوروي ځواکونو تر یرغل وروسته د دوی په سیمه کې افغانان مېشت شوي او هلته سره خورا ښه ژوند لري. د ناستې ګډونوالو له اسلام اباده وغوښتل، چې د اګست تر ۳۰مې نېټې ټاکل شوی د ستنېدنې مهالوېش لږ تر لږه درې میاشتې وغځوي.
د قاري عبدالسلام په نوم یو افغان کډوال ویلي، چې دوی له لسیزو راهیسې په چترال کې مېشت دي او ان د دوی د کورنیو ډېری غړي په همدې ولسوالۍ کې زېږیدلي دي. هغه ټینګار کړی، چې باید پاکستان د ستنېدو لپاره دوی ته ټاکل شوې موده نوره هم وغځوي.
تر دې وړاندې د پېښور په بورډ بازار کې هم د کډوالو او کاروباریانو ځايي ټولنې ویلي و، چې د اګسټ تر ۳۱مې نېټې پورې یې د کاروبارونو راټولول ستونزمن کار دی او باید دوی ته فرصت ورکړل شي؛ څو خپلې سوداګریزې چارې راټولې کړي.
همدا راز پاکستان کې مېشت افغانان د خپلو شتمنیو، کورونو او ملکیتونو په تړاو اندېښنې لري. دوی ادعا لري، چې په دومره لږ وخت کې د دغو ملکیتونو پلور ستونزمن کار دی او باید اسلاماباد پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.
هممهاله د خېبر پښتونخوا ایالت سر وزیر علي امین ګنډاپور د افغانانو له اېستلو سره مخالفت کړی او غوښتنه یې کړې، چې پاکستان کې زېږېدلو افغانانو ته باید د دغه هېواد تابعیت ورکړل شي.
همدا راز د جماعت اسلامي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم له اسلام اباده غوښتي؛ څو هغه افغانان چې پاکستان کې لویې پانګې او کاروبارونه لري یا هم مسلکي او تخنیکي کسان وي، باید د پاکستان تابعیت ورکړل شي. په ورته مهال ملګرو ملتونو هم د اسلاماباد پر یادې پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې ده.
پاکستان پرېکړې کړې، چې د اګسټ میاشتې له ۳۱مې نېټې وروسته په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو سره ثبت د «پي او ار» کارت لرونکي نږدې ۱.۷مېلیونه افغان کډوال له خپل هېواده وباسي. په ورته وخت کې له ایرانه هم د کډوالو د اېستلو څپې روانې دي، چې د تېرو دوو میاشتو په لړ کې یو مېلیون افغانان له یاد هېواد څخه هم په جبري توګه اېستل شوي دي.
د بشري حقونو سازمانونو اندېښنه ښوولې، چې د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان له لوږې، فقر، بېروزګارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د دغو کډوالو په ورتګ سره دغه ناورین لا پسې پراخ او جدي شوی دی.