چین له پاکستان او طالبانو غوښتي، چې ورسره امنیتي همکارۍ لا ډېرې کړي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له پاکستان او طالبانو غوښتي، چې په امنیتي برخه کې ورسره درې اړخیزه همکارۍ لا پراخې کړي. نوموړي کابل ته له خپل سفر وروسته په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې غواړي خپلو ګاونډیانو سره امنیتي همکارۍ لا ټینګې کړي.
وانګ یي همدا راز د چهار شنبې په ورځ د طالبانو او پاکستان سره په کابل کې ګډه ناسته کې ټینګار وکړ، چې د سیمې هېوادونه باید د متقابل ستراتیژیک باور په پیاوړتیا کې لا ډېرې هلې ځلې وکړي او امنیتي همکارۍ هم لا ژورې کړي.
هغه وویل: «اړینه ده، چې د امنیتي خبرو اترو مېکانیزم ښه شي، د قانون پلي کېدو او امنیتي همکاریو ته وده ورکړل شي، له پولې هاخوا د ترهګریزو فعالیتونو پر ضد مبارزه پراخه شي او د ترهګرۍ د روزنې پناه ځایونه ختم کړای شي.»
وانګ یي زیاته کړه، چې چین چمتو دی د هر هېواد له اساسي ګټو سره مرسته او ملاتړ وکړي. هغه ویلي، په کلکه به د بهرنۍ لاسوهنې او هغه وګړو یا سازمانونو پر وړاندې ودرېږي چې د دغو درېیو ګاونډیو هېوادونو واکمنیو یا هم ګټو ته زیان رسوي.
که څه هم د چین د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د کومې ترهګرې ډلې نوم نهدی اخیستل شوی؛ خو د شینهوا دولتي خبري اژانس په یوه راپور کې چې د وانګ یي او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي د لیدنې په تړاو یې خبرو اترو ته اشاره کړې وه او د «ختیځ ترکستان اسلامي تحریک» اړوند له شته امنیتي اندېښنو یې هم په کې یادونه کړې ده.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې وانګ یي له افغانستانه غوښتي چې د دغسې ډلو پر ضد خپلې هڅې زیاتې کړي.
چین له پاکستان سره ۵۹۶ کیلومتره ګډه پوله لري، چې د درېګوني نقطې څخه د افغانستان له سرحده د هند تر لانجمنو سیمو پورې د قرهقرم د غرونو په اوږدو کې غځېدلې ده. همدارنګه له افغانستان سره یې ۹۲ کیلومتره ګډه پوله شته، چې د پاکستان له ګلګت ـ بلتستان سیمې سره نښلي. دا سیمې د چین له سېنکیانګ ایالت سره پر پوله پرتې دي؛ هغه ځای چې په تېرو وختونو کې د بېثباتیو شاهد و او بیجېنګ یې لامل د سخدریځه اسلامپالو او د اویغور بېلتونپالو فعالیتونه بللي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د خبرپاڼې پای کې راغلي، درې واړه هېوادونه باید د پرمختیایي همکاریو، سوداګریزو راکړو ورکړو او پانګونو په برخه کې ګډې هڅې لا ډېرې او پراخې کړي.
د پاکستان ځانګړي استازي وویل، چې اړخونو ژمنه وکړه، چې «د ترهګرو سازمانونو په شمول د ټي ټي پي، بلوچ بیلتون غوښتونکو، ختیځ ترکستان غورځنګ او نورو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو پر وړاندې خپلې ګډې هڅې زیاتې کړي.»
پاکستان تل په افغانستان کې د« ټي ټي پي »حضور او فعالیت ته اندېښنه څرګنده کړې او طالبان یې خپلو مخالفانو ته د پناه ورکولو په تور تورن کړي دي.
په بلوچستان کې د جعفر ایکسپریس په اورګاډي له برید وروسته اسلام اباد پر طالبانو تور ولګاوه چې ان د هند سره یې د بلوچ بیلتون غوښتونکو په ملاتړ کې همکاري کړې، چې د دې خونړۍ پیښې مسولیت یې په غاړه اخیستی و.
په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزیر هم له طالبانو غوښتنه کړې، چې د چین امنیتي اندېښنې جدي ونیسي.
چین په افغانستان کې د «ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ» له فعالیتونو سخت اندېښمن دی. خو طالبان تل ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د ګواښ لپاره نه کارېږي.