د پاکستان ځانګړي استازي وویل، چې اړخونو ژمنه وکړه، چې «د ترهګرو سازمانونو په شمول د ټي ټي پي، بلوچ بیلتون غوښتونکو، ختیځ ترکستان غورځنګ او نورو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو پر وړاندې خپلې ګډې هڅې زیاتې کړي.»
پاکستان تل په افغانستان کې د« ټي ټي پي »حضور او فعالیت ته اندېښنه څرګنده کړې او طالبان یې خپلو مخالفانو ته د پناه ورکولو په تور تورن کړي دي.
په بلوچستان کې د جعفر ایکسپریس په اورګاډي له برید وروسته اسلام اباد پر طالبانو تور ولګاوه چې ان د هند سره یې د بلوچ بیلتون غوښتونکو په ملاتړ کې همکاري کړې، چې د دې خونړۍ پیښې مسولیت یې په غاړه اخیستی و.
په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزیر هم له طالبانو غوښتنه کړې، چې د چین امنیتي اندېښنې جدي ونیسي.
چین په افغانستان کې د «ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ» له فعالیتونو سخت اندېښمن دی. خو طالبان تل ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د ګواښ لپاره نه کارېږي.
د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې له دغه هېواده وخت ورکړی دی.
د دې پرېکړې له مخې، هغه افغانان چې د «پي او ار» او لنډه مهاله اوسېدو اسناد لري، اړ دي چې تر دې نېټې مخکې له پاکستانه ووځي، که نه په جبري توګه به و اېستل شي.
د پاکستان حکومت ټولو افغان کډوالو ته چې غېر قانوني مېشت دي او لنډمهاله اسناد لري، ۱۳ ورځې وخت ورکړی، څو په خپله خوښه له دې هېواده ووځي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د مذهبي ګوند جماعت اسلامي د ملاکنډ څانګې مشر او پخوانی وزیر عنایت الله خان له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې په پاکستان کې زېږېدلو افغانانو ته باید د قانون له مخې د پاکستان تابعیت ورکړل شي، ځکه دا د هغوی حق دی. د نوموړي په وینا، که افغانان په جبري ډول له پاکستانه و اېستل شي د دوښمنیو د زیاتېدو لامل کېږي.
سرچینې وايي، چې د اسلام اباد پولیسو په تېره اوونۍ کې هم د اسلام اباد په درېیو سیمو کې د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهلي او د هغوی ځینې اسناد او پیسې یې هم له ځان سره وړي دي.
د معلوماتو له مخې، دمګړی له ۲۰۰۰ څخه ډېر هغه افغانان چې د جرمني هېواد له خوا یې د منلو فدرالي پروګرام په ترڅ کې تایید لیکونه ترلاسه کړي، د جي ای زيډ په مېلمستونونو کې اوسېږي.