• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې د پولیسو له ویرې د کورونو خاوندان افغان کډوال له خپلو کورونو باسي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۵۷ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې شاوخوا ۲۰۰افغان کډوالې کورنۍ وروسته له هغه چې له خپلو استوګنځایونو وشړل شوې، اوس یې دولتي ادارو ته څېرمه په یوه پارک کې پناه اخیستې ده. دغه کډوال وايي، چې هېڅ ځای ته د تګ لاره نه لري، ځکه پولیس د کورونو خاوندان اړ باسي چې افغان کډوال له خپلو کورونو وباسي.

د راپورونو له مخې، د دغو بې‌کوره شویو افغانانو په منځ کې نه یوازې ښځې او ماشومان دي، بلکې ګڼ شمېر امیندوارې ښځې هم په پرانیستي فضا کې ژوند کولو ته اړشوې دي.

یوه ځوانه مور، سمیه چې عمر یې ۲۶کاله دی او درې اوونۍ وړاندې یې ماشوم نړۍ ته راوړی، وایي:

«کله چې دې ځای ته راغلم، ماشوم مې یوازې اووه ورځنی و، اوس ۲۲ورځې تېرې شوي دي،ماشوم مې ناروغ شو خو لا نه یم توانېدلی چې روغتون ته یې یوسم اویا هم کوم ډاکټر ته.»

یوه بله امیندواره مېرمن چې ساهره بابر نومېږي او۲۳کاله عمر لري، له ډیرې اندېښنې سره وایي:

«که په داسې وضعیت کې کې ماشوم وزېږي، زما او د هغه برخلیک به څه وي؟» هغې زیاته کړه چې یوازې له دې امله چې افغانه ده، پولیسو د کور مالک ته امر کړی و چې د هغې کورنۍ له کوره وباسي.

دغو کډوالو ویلي،چې کلونه کېږي په بې‌ برخلیکۍ کې ژوند کوي.

دوا هوتک، چې۲۲کلن ده او پخوا یې د یوې خبریالې په توګه دنده ترسره کړې، رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له موږ سره ژمنې کړې وې، خو تر اوسه هېڅکله د لیدو لپاره نه دي راغلي.»

100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویاند، قیصر خان افریدي، د افغان کډوالو اوسنی وضعیت "خطرناک" بللی او خبرداری یې ورکړی، هغه افغانان چې قانوني اسناد ترلاسه نه کړي، د نیول کېدو او جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

په همدې حال کې ګڼ شمېر کډوال وايي د امنیتي ګواښونو له امله بېرته افغانستان ته ستنېدل ورته ناممکن دي.

احمد ضیا فایز، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني سلاکار، خبرداری ورکړی: «که بېرته ستانه شو، د وژل کېدو جدي ګواښ شته».

ملګرو ملتونو هم تایید کړې چې پاکستان د سپتمبر له لومړۍ نېټې وړاندې د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې قانوني اسناد لري.

د دې اقدام له مخې کېدای شي له یو میلیونو څخه ډېر افغانان د دې هېواد پرېښودو ته اړ شي. اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۳میلیونه افغان کډوال د (پی‌ او‌ ار) کارتونو لرونکي دي او نږدې ۷۵۰زره نور د افغانستان د وګړیو کارتونه (ای‌سي‌سي) لري.

پاکستان نږدې دوه میاشتې کېږي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوهم پړاو عملي کوي، چې له مخې یې په زرګونو افغانان بېرته افغانستان ته شړل شوي دي.

له دې سره هممهاله، د پاکستان حکومت د افغانانو د ویزو د تمدید لړۍ هم بنده کړې ده. د همدې امله هغه افغانان چې قانوني اسناد لري او غواړي په پاکستان کې پاتې شي، نه شي کولای خپلې ویزې وغځوي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

ازبکستان د امیر علي شېر نوایي د مجسمې د نړولو په تړاو له طالبانو وضاحت غوښتی

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۰۰ GMT+۱

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتو سلاکار احرار برهانوف وایي، چې دغه وزارت د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د امیر علي‌ شېر نوایي د مجسمې د نړولو په تړاو له طالبانو رسمي وضاحت غوښتی دی.

برهانوف د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۹مه) په اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې طالبانو ورته ویلي دا اقدام د دوی د ځايي ادارو له ‌خوا شوی او د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره یې همغږي نه وه شوې.

د نوموړي په وینا، طالبانو په دې اړه خپله خواشیني څرګنده کړې ده.

امیر علي ‌شېر نوایي د منځنۍ اسیا له سترو ادیبانو، شاعرانو او سیاستوالو څخه ګڼل کېږي، چې د ازبکي ژبې او ادبیاتو په وده کې یې تاریخي رول درلود. په مزارشریف ښار کې د هغه د مجسمې جوړېدل د افغانستان د تُرک ‌تبار وګړو او فرهنګي ټولنو لپاره د ویاړ نښه ګڼل کېده.

100%

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د پخواني حکومت یو شمېر ازبک توکمه وزیرانو او ګڼ شمېر فرهنګي څېرو د طالبانو دا کار په کلکه غندلی و. دوی ویلي وو، چې د مجسمې نړول یوازې د یوه تاریخي شخصیت پر وړاندې بې‌احترامي نه ده، بلکې د افغانستان د فرهنګ او د تُرک ‌توکمه وګړو د هویت پر وړاندې مستقیمه حمله بلل کېږي.

د افغانستان د ازبک توکمه وګړو ترڅنګ، ګڼ شمېر نورو مدني فعالانو او فرهنګپالو هم په ټولنیزو شبکو کې اعتراضونه کړي دي او له طالبانو یې غوښتي، چې د افغانستان د ټولو قومونو د فرهنګي ارزښتونو درناوی وکړي.

له دې سره، طالبانو د خلکو پراخو اعتراضونو ته تر اوسه رسمي او علني ځواب نه دی ویلی، خو د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ته یې ډاډ ورکړی، چې د امیر علي‌شېر نوایي لپاره نوې مجسمه به جوړه کړي.

شنونکي وایي، چې دا پېښه نه یوازې د افغانستان دننه د فرهنګي اختلافاتو موضوع را برسېره کوي، بلکې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د ازبکستان په اړیکو کې هم حساسیتونه رامنځته کوي.

طالبانو په سرپل او بدخشان کې د ۴ ښځو په ګډون ۱۱ کسان په عام محضر کې په دُرو ووهل

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۲۹ GMT+۱

طالبانو د سرپل په ګوسفندي او د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالیو کې د ۴ ښځو په ګډون ۱۱ کسان د «لواطت، نامشروع اړیکو او زنا» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. سترې محکمې ویلي، چې دغو کسانو ته یې د وهلو ترڅنګ له ۸ میاشتو څخه تر ۴ کلونو د بند سزا هم ورکړې.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سرپل په ګوسفندي ولسوالۍ کې یې د ۴ ښځو په ګډون ۱۰ کسان د «لواطت، نامشروع اړیکو او زنا» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي‌ دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، یادې ډلې دغو کسانو ته له ۲۱ څخه تر ۳۹ دُرو وهلو او له ۸ میاشتو څخه تر ۴ کلونو د تنفيذي بند سزاوې ورکړې دي.

د طالبانو سترې محکمې بیا په یوې جلا خبرپاڼه کې ویلي، چې دغې ډلې د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالۍ کې یو کس د «لواطت» په تور ۳۹ دُرې وهلی او په دوه کاله تنفيذي بند یې هم محکوم کړی دی.

طالبانو ویلي، چې دغو کسانو ته یې د طالب ولایتي‌ مشرانو، د قضا اړوند مسوولینو او عامو خلکو په حضور کې سزاوې ورکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا څانګې له طالبانو غوښتي، چې د بشري حقونو نړۍوال قانون ته درناوی وکړي او باید سملاسي بدني سزاګانې پای ته ورسوي.

یاد سازمان زیاتوي، چې دا بدني سزاګانې د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د نامناسبې پروسې، قانوني حل لارو او مرستې په نه موجودیت کې ترسره کېږي.

دوی پر طالبانو غږ کړی، چې باید سملاسي د بدني سزا جرمي عمل پای ته ورسوي او د بشري حقونو نړۍوال قانون ته درناوی وکړي.

له پنجابه تر افغانستانه د ستنېدو سخت سفر: افغان کډوال د ستنېدو له جدي ګواښ سره مخ دي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۳۶ GMT+۱
•
جواد شينواری

د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې له دغه هېواده وخت ورکړی دی. د دې پرېکړې له مخې، هغه افغانان چې د «پي او ار» او لنډه مهاله اوسېدو اسناد لري، اړ دي چې تر دې نېټې مخکې له پاکستانه ووځي، که نه په جبري توګه به و اېستل شي.

د پاکستان حکومت ټولو افغان کډوالو ته چې غېر قانوني مېشت دي او لنډمهاله اسناد لري، ۱۳ ورځې وخت ورکړی، څو په خپله خوښه له دې هېواده ووځي.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال جواد شینواري په پنجاب کې د یوې افغاني کورنۍ سره په دې اړه خبرې کړي.

د دغه کورنۍ سرپرست عبدالکریم چې په یوه خونه کې له خپلو ماشومانو سره ژوند کوي، ويلي: «ټول ژوند مې د اولادونو د ګېډې مړولو لپاره په مزدورۍ تېر کړی، اوس راته ویل کېږي چې خپل وطن ته ولاړ شه، دا سفر اسانه نه دی.»

د عبدالکریم په خبره، افغان کډوال له پنجاب څخه تر تورخم پورې ګام پر ګام پوښتل کېږي او پولیس پيسې اخلي.

هغه زياته کړې: «موږ غریب خلک چې د خوړو لپاره په سختۍ پيسې پيدا کوو، دا دومره پیسې له کومه کړو، مېرمن مې ناروغه ده، موږ ته د بېګانه په سترګه کتل کېږي، موټر چلوونکي دوه برابره پیسې راڅخه اخلي.»

بلخوا، په لنډي کوټل کې د افغان کډوالو په کمپ کې ګل اغا چې په مستعار نوم یې خبرې کولې، په سترګو یې د وېرې، بې‌وسۍ او اندېښنو سیوری لیدل کېده.

سره له دې چې نوموړي کلونه په پاکستان کې تېر کړي؛ خو قانوني اسناد یې تر لاسه کړي نه دي.

نوموړي د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال جواد شینواري ته وویل: «هر وخت وېره راسره وي چې پولیس به مو ونیسي، له کوره بهر سم دستي د تالاشۍ سره مخ کېږو، درملنه او روزګار زموږ لپاره یو خوب و، ماشومان مو له ښوونځي پاتې او د پردیتوب احساس کوو.»

د هغه په خبره، افغانستان ته تګ ورته سخت دی: «په افغانستان کې د بېکارۍ او خونديتوب وېره او اندېښنه راسره ده.»

سرچینو ویلي، چې پاکستان د افغان کډوالو اېستلو ته جدي دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د مذهبي ګوند جماعت اسلامي د ملاکنډ څانګې مشر او پخوانی وزیر عنایت الله خان له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې په پاکستان کې زېږېدلو افغانانو ته باید د قانون له مخې د پاکستان تابعیت ورکړل شي، ځکه دا د هغوی حق دی. د نوموړي په وینا، که افغانان په جبري ډول له پاکستانه و اېستل شي د دوښمنیو د زیاتېدو لامل کېږي.

سرچینې وايي، چې د اسلام اباد پولیسو په تېره اوونۍ کې هم د اسلام اباد په درېیو سیمو کې د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهلي او د هغوی ځینې اسناد او پیسې یې هم له ځان سره وړي دي.

د معلوماتو له مخې، دمګړی له ۲۰۰۰ څخه ډېر هغه افغانان چې د جرمني هېواد له خوا یې د منلو فدرالي پروګرام په ترڅ کې تایید لیکونه ترلاسه کړي، د جي ای زيډ په مېلمستونونو کې اوسېږي.

خلیلزاد: د پاکستان استخبارات یو خپلواک، متحد او قوي افغانستان نه غواړي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۵۷ GMT+۱

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د افغان فعالانو د جوړېدونکي کنفرانس په اړه لیکلي: «د پاکستان موخه خپلواک، ازاد، متحد او پیاوړی افغانستان نه دی، بلکې برعکس ده. د افغانستان په اړه یې سابقه وګورئ.»

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۹مه) پر اېکس پاڼې په پاکستان کې د افغانستان په اړه د جوړېدونکي کنفرانس په اړه لیکلي: «زه ستاسو دا حق منم،‌ چې د خپلو عقایدو ملاتړ وکړئ، په حقیقت کې زه هم د افغانستان د اوسني وضعیت او اوسنیو چارواکو په اړه ستاسې له ډېرو اندېښنو سره موافق یم.»

د نوموړي په وینا، د پاکستان د ISI موخه جوړ او پیاوړی افغانستان نه دی، بلکې برعکس ده.

نوموړي د هغو افغانانو دريځ ستایلی، چې د شفافیت د نشتوالي له کبله یې په دې کنفرانس کې ګډون رد کړی.

خلیلزاد ویلي: «دا کنفرانس چې په اوسني شکل جوړ شوی، د وطن پالو افغانانو لپاره مناسب ځای نه دی.»

هغه غوښتنه کړې، چې ورته کنفرانس باید په خپلواک ډول افغانان په یو بل ځای کې جوړ او تنظیم کړي.

نوموړي په پاکستان کې دغه کنفرانس د شک او شبهې تر سیوري لاندې یاد کړی او زیاته کړې یې ده: «زه باور نه لرم چې تاسو به وغواړئ د ای اېس ای ټاپه دې ستاسې پر تندي وي.»

د افغانستان د اسلامي‌ وحدت ګوند مشر محمد محقق دوې ورځې مخکي ویلي و، چې زلمی خلیلزاد د افغانستان د اوسني وضعیت اصلي‌ لامل او د تېرو کلونو د هدفمندو وژنو او ګډوډيو مسوول دی.

د نوموړي په خبره، خلیلزاد په پاکستان کې د ښځو د جوړېدونکي کنفرانس مخالفت کړی.

د راپورونو له مخې، دغه غونډه به په پاکستان کې د ماریا سلطان په مشرۍ د سوېلي اسیا د سټراټیژیک ټیکاو انسټیټویټ په کوربتوب ترسره شي.

ویل کېږي، چې په دې غونډه کې زلمي خلیلزاد ته هم د مېلمه په توګه د ګډون بلنه ورکړل شوې؛ خو زلمي خلیلزاد له دې مخکې پر دغه غونډه نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې دا غونډه د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اېس ای) له لوري جوړېږي.

یو اسټرالیایي سرتېری په افغانستان کې د جګړه ییز جنایت په تور محاکمه کېږي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۴۳ GMT+۱

د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو سرتېری اولیور شولز به ډېر ژر د جګړه‌ییز جنایت «د یوه افغان وګړي د وژلو» په تور محکمې ته حاضر شي. دا لومړی ځل دی، چې یو اسټرالیایي سرتېری د افغانستان جګړې پر مهال د جګړه ییز جنایت په تور محاکمه کېږي.

۴۳ کلن شولز په ۲۰۱۲کال کې د افغانستان د ارزګان ولایت په یوه کلي کې د یوه ملکي کس «داد محمد» په وژنه تورن دی. د پېښې ویډیو د یوه همکار په هیلمټ کې د نصب شوې کامرې له لارې ثبت شوې وه او په ۲۰۲۰ کال کې د «ABC Four Corners» پروګرام کې خپره شوه.

په ویډیو کې ښکاري، چې د ځانګړو ځواکونو یو سپی پر داد محمد برید کوي، وروسته سپی شا ته کېږي او داد محمد پر ځمکه پروت دی. شولز په هغه وخت کې څو ځله له خپلو ملګرو پوښتنه کوي، «ایا غواړئ دا کس ووژنم؟» او بیا یې پر درېیو مرمیو ویشتی دی.

وژل شوی داد محمد د مرګ پر مهال شل کلن ځوان او د دوو لوڼو پلار و، د کورنۍ د غړو په وینا یې هغه د یوې پښې د ودې ستونزه هم لرله.

100%

د اسټرالیا د یوې ځايي محکمې قاضي «ګریګ ګرګین» نن اعلان وکړ، چې د شولز دوسیه د «نیو ساوت وېلز» سترې محکمې ته لېږدول کېږي.

نوموړی به د روان کال د اکټوبر په میاشت کې د محکمې د لومړنیو اورېدنو غونډې لپاره حاضر شي.

د اسټرالیا د فدرالي جزایي قانون له مخې، د جګړه‌ ییز جنایت په توګه د وژنې تور هغه وخت مطرح کېږي، چې قرباني ملکي وګړی وي او یا هم د عمر په لحاظ جګړې ته نه وي برابر.

که چېرې شولز ګنهګار وپېژندل شي، کېدای شي د عمر قید سزا ورکړل شي.

که څه هم د پېښې په اړه افغان کلیوالو د ۲۰۱۲کال په پای کې شکایت کړی و، خو د اسټرالیا د دفاع ځواکونو لومړنۍ څېړنې هغه مهال شولز له تورونو خلاص کړ. هغوی ویلي و، چې داد محمد د مخابرې په وسیله د جګړې همغږي کوله او د پوځیانو لپاره ګواښ بلل کېده.

خو د «د ای بي سي» څېړنیز ټیم د درې کلنو څېړنو وروسته د قرباني کورنۍ او اصلي پېښې مستندات خپاره کړل، چې د نوي عدلي بهیر لامل وګرځېدل.