• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انتونیو ګوترېش: طالبان دې د ښځو د حقونو محدودونکي قوانین او پالیسۍ سمدستي لغوه کړي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۲۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش په خپل کلني راپور کې چې امنیت شورا ته وړاندې شوی، طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي په تور تورن کړي دي. هغه په طالبانو غږ کړی، چې سمدستي دې ټول هغه قوانین او پالیسۍ لغوه کړي چې د ښځو ازادي محدودوي.

په راپور کې راغلي چې یوناما په ۲۰۲۴کال کې د طالبانو او نامعلومو کسانو لخوا د جنسي تېري، جبري ودونو او شکنجې څو پېښې ثبت کړې دي.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي، چې د طالبانو په زندانونو کې پر هغو ښځو چې د طالبانو مخالفې دي، یا هغه کسان چې د دوی جنسي تمایل له امله پېژندل شوي، د شکنجې او جنسي تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له طالبانو غوښتي چې سمدستي ټول هغه قوانین، پالیسۍ او کړنې لغوه کړي چې د ښځو او نجونو بشري حقونه او اساسي ازادۍ محدودوي.

راپور زیاتوي چې ځینې طالب چارواکي د ۲۰۲۱کال له اپریل راهیسې د جنسي تېري او نورو بڼو جنسي تاوتریخوالي کې ښکېل دي، په ځانګړې توګه پر هغو ښځو چې د طالبانو له لګول شویو محدودیتونو یې سرغړونه کړې ده.

په شخړو کې د جنسي تاوتریخوالي لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، پرامیلا پټن وايي: «د هغې ښځې په وضعیت فکر وکړئ چې په افغانستان کې د طالباني محکمې له پرېکړې سره سم، په جبري توګه بېرته هغه سړي ته ورکړل شوې چې نه یې غوښتل ورسره ووسېږي. په داسې هېواد کې چې د ښځې بدن یو بې‌دیواله زندان ګرځېدلی، موږ ډېری وخت د ژوندي پاتې شویو قربانیانو خبرې کوو.»

په راپور کې ټینګار شوی چې د طالبانو پالیسیو د ښځو د زده‌کړې، روغتیایي او رواني خدمتونو ته د لاسرسي لاره بنده کړې ده، په ځانګړې توګه د هغو خدمتونو چې د جنسي تاوتریخوالي قربانیانو ته برابریږي.

طالبانو تر اوسه د دې راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د ښځو د حقونو څخه د سرغړونو تورونه رد کړي دي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

پر زلمي خلیلزاد د ماریا سلطان نیوکه: پرېږدئ چې خلک په خپله خبرې وکړي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۴۸ GMT+۱

په پاکستان کې افغان سیاستوالو ته د غونډې تنظیموونکې او د جنوبي اسیا سټراټیژیک ټیکاو انسټیټیوټ مشرې «ډاکټر ماریا سلطان» پر زلمي خلیلزاد نیوکه کړې، چې «پخواني ګناهونه اوږده سيوري لري.» هغې له خلیلزاد څخه غوښتي، چې «خلک پرېږدي چې په خپله خبرې وکړې»

د افغانستان سولې پروسې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د افغان سیاستوالو د جوړېدونکې غونډې په اړه لیکلي: «د پاکستان موخه خپلواک، ازاد، متحد او پیاوړی افغانستان نه دی، بلکې برعکس ده. د افغانستان په اړه یې سابقه وګورئ.»

خلیلزاد غوښتنه کړې، چې باید د غونډې ځای تغیر شي.

خو د دې ناستې تنظیموونکې ماریا سلطان د خلیلزاد تر نیوکې وروسته هغه ته په جواب کې پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې تاسي خپله باید افغانانو ته جواب ووایاست.

هغې زیاته کړې: «تاسې خپله باید افغان ولس ته ځواب ورکړی نه دا چې هغه خلک تر نیوکو لاندې ونیسئ، چې یوازې د خبرو اراده لري.»

د ماریا په خبره د پاکستان او افغانستان دغه ناسته خلکو ته اجازه ورکوي چې په خپله خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې، دغه غونډه به په پاکستان کې د ماریا سلطان په مشرۍ د سوېلي اسیا د سټراټیژیک ټیکاو انسټیټویټ په کوربتوب ترسره شي.

ویل کېږي، چې په دې غونډه کې زلمي خلیلزاد ته هم د مېلمه په توګه د ګډون بلنه ورکړل شوې؛ خو زلمي خلیلزاد له دې مخکې پر دغه غونډه نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې دا غونډه د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اېس ای) له لوري جوړېږي.

ملګري ملتونه: افغان مېرمنې د خوړو د تولید په «زړه» کې ځای لري

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۲۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «ایف ای او» په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان مېرمنې د هېواد د خوړو د تولید په مهمو برخو کې مرکزي رول لري، خو د ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري ننګونو له امله د دوی ونډه ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دغه اداره ټینګار کوي، چې د ښځو ونډه یوازې په کرنه کې نه ده محدوده، بلکې د کورنیو د عاید په لوړولو، د خوراکي موادو په پروسس، د څارویو په پالنه، او د باغدارۍ په څانګو کې هم ښځې بنسټیز کارونه ترسره کوي.

«ایف ای او» زیاتوي، که ښځو ته د کار زمینه او مالي ملاتړ زیات شي، د افغانستان د خوړو امنیت او اقتصادي ثبات ته به ستره ګټه ورسوي.

یاده اداره وايي، چې د خپلو سیمه‌ییزو پروګرامونو له لارې هڅه کوي ښځینه کروندګرو ته د مسلکي روزنې، د تخمونو او کرنیزو وسایلو د برابرولو، وړو کرنیزو کاروبارونو د پیاوړتیا او د مالي سرچینو د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د دغه ادارې د چارواکو په وینا، د ښځینه کروندګرو ملاتړ نه یوازې د هغوی د مالي خپلواکۍ لامل کېږي، بلکې د ټولنې د نورو غړو په ژوند هم مستقیم اغېز لري.

دوی ټینګار کړی،چې ښځې په افغانستان کې د خوړو د تولید په «زړه»کې ځای لري، ځکه هغوی د هرې ورځې په عملي ډول د کرنې د ډېری کارونو مسولیت پر غاړه لري. د دې ادارې په خبره، د ښځو د رول نادیده نیول به د کرنې په برخه کې د پرمختګ مخه ډب کړي.

دغه ادارېله نړیوالو مرستندویانو، سیمه‌ییزو چارواکو او مدني ټولنو غوښتي چې په ګډه د ښځینه کروندګرو د توانمندۍ لپاره کار وکړي، او د ښځو د هڅونې او ملاتړ له لارې کولای شو د افغانستان د کرنې سکتور راتلونکی باثباته کړو، د خوړو د کموالي ستونزه کمه کړو او د اقتصادي پراختیا لاره هواره کړو.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د افغانستان د کرنې د راتلونکي پرمختګ او د خلکو د خوړو د امنیت لپاره د ښځو رول حیاتي ارزښت لري، او د دوی ملاتړ باید د ټولو پروګرامونو یوه مهمه برخه وي.

پاکستان استازی: په کابل کې د ټي ټي پي، بلوڅ او ایغوري ډلو پر ضد په ګډې مبارزې ټینګار وشو

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۲۰ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق وايي، چې د کابل په درې اړخیزه غونډه کې د چین، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو د پاکستاني طالبانو تحریک، بلوچ بیلتون غوښتونکو او چینایي ایغورانو په وړاندې یې د ګډې مبارزې هوکړه وکړه.

دا ډلې د افغان طالبانو ملګري بلل کېږي؛ خو طالبانو په افغانستان کې د دغو وسله والو ډلو حضور ردوي.

د هغه په وینا، دغه ناسته، چې د چهارشنبه په ورځ په کابل کې ترسره شوه، د درې واړو هېوادونو تر منځ د امنیتي، اقتصادي او سیاسي همکارۍ پر پراخولو تمرکز وشو.

طالبانو ویلي چې د چین، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه‌ اړخیزو اړیکو او ګډو ګواښونو په اړه خبرې وکړې.

صادق خان زیاته کړه، چې وزیرانو د سوداګرۍ، ترانزیت، سیمه‌ ییزې پراختیا، روغتیا، زده‌ کړې، کلتور او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د همکاریو پر پراخېدو ټینګار وکړ.

دوی هوکړه وکړه، چې د چین–پاکستان اقتصادي دهلیز دې افغانستان ته هم وغځول شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ يي» وویل، چې بیجینګ غواړي له افغانستان سره د اعتماد فضا نوره هم پراخه کړي او په سوداګرۍ او کرهڼه کې همکاري ډېره کړي.

هغه پر طالبانو غږ وکړ، چې له وسله والو ډلو سره مبارزه وکړي او زیاته یې کړه چې قوي امنیتي اړیکې د اقتصادي همکاریو د دوام تضمین دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چین د وزیر په حواله لیکلي: «ښاغلي وانګ يي همداراز وویل چې چین غواړي سږکال د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره عملي ګامونه واخلي.»

د طالبانو له متحدانو سره د مخالفت ژمنه

د پاکستان ځانګړي استازي وویل، چې اړخونو ژمنه وکړه، چې «د ترهګرو سازمانونو په شمول د ټي ټي پي، بلوچ بیلتون غوښتونکو، ختیځ ترکستان غورځنګ او نورو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو پر وړاندې خپلې ګډې هڅې زیاتې کړي.»

پاکستان تل په افغانستان کې د« ټي ټي‌ پي »حضور او فعالیت ته اندېښنه څرګنده کړې او طالبان یې خپلو مخالفانو ته د پناه ورکولو په تور تورن کړي دي.

په بلوچستان کې د جعفر ایکسپریس په اورګاډي له برید وروسته اسلام اباد پر طالبانو تور ولګاوه چې ان د هند سره یې د بلوچ بیلتون غوښتونکو په ملاتړ کې همکاري کړې، چې د دې خونړۍ پیښې مسولیت یې په غاړه اخیستی و.

په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزیر هم له طالبانو غوښتنه کړې، چې د چین امنیتي اندېښنې جدي ونیسي.

چین په افغانستان کې د «ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ» له فعالیتونو سخت اندېښمن دی. خو طالبان تل ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د ګواښ لپاره نه کارېږي.

په پاکستان کې د پولیسو له ویرې د کورونو خاوندان افغان کډوال له خپلو کورونو باسي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۵۷ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې شاوخوا ۲۰۰افغان کډوالې کورنۍ وروسته له هغه چې له خپلو استوګنځایونو وشړل شوې، اوس یې دولتي ادارو ته څېرمه په یوه پارک کې پناه اخیستې ده. دغه کډوال وايي، چې هېڅ ځای ته د تګ لاره نه لري، ځکه پولیس د کورونو خاوندان اړ باسي چې افغان کډوال له خپلو کورونو وباسي.

د راپورونو له مخې، د دغو بې‌کوره شویو افغانانو په منځ کې نه یوازې ښځې او ماشومان دي، بلکې ګڼ شمېر امیندوارې ښځې هم په پرانیستي فضا کې ژوند کولو ته اړشوې دي.

یوه ځوانه مور، سمیه چې عمر یې ۲۶کاله دی او درې اوونۍ وړاندې یې ماشوم نړۍ ته راوړی، وایي:

«کله چې دې ځای ته راغلم، ماشوم مې یوازې اووه ورځنی و، اوس ۲۲ورځې تېرې شوي دي،ماشوم مې ناروغ شو خو لا نه یم توانېدلی چې روغتون ته یې یوسم اویا هم کوم ډاکټر ته.»

یوه بله امیندواره مېرمن چې ساهره بابر نومېږي او۲۳کاله عمر لري، له ډیرې اندېښنې سره وایي:

«که په داسې وضعیت کې کې ماشوم وزېږي، زما او د هغه برخلیک به څه وي؟» هغې زیاته کړه چې یوازې له دې امله چې افغانه ده، پولیسو د کور مالک ته امر کړی و چې د هغې کورنۍ له کوره وباسي.

دغو کډوالو ویلي،چې کلونه کېږي په بې‌ برخلیکۍ کې ژوند کوي.

دوا هوتک، چې۲۲کلن ده او پخوا یې د یوې خبریالې په توګه دنده ترسره کړې، رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له موږ سره ژمنې کړې وې، خو تر اوسه هېڅکله د لیدو لپاره نه دي راغلي.»

100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویاند، قیصر خان افریدي، د افغان کډوالو اوسنی وضعیت "خطرناک" بللی او خبرداری یې ورکړی، هغه افغانان چې قانوني اسناد ترلاسه نه کړي، د نیول کېدو او جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

په همدې حال کې ګڼ شمېر کډوال وايي د امنیتي ګواښونو له امله بېرته افغانستان ته ستنېدل ورته ناممکن دي.

احمد ضیا فایز، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني سلاکار، خبرداری ورکړی: «که بېرته ستانه شو، د وژل کېدو جدي ګواښ شته».

ملګرو ملتونو هم تایید کړې چې پاکستان د سپتمبر له لومړۍ نېټې وړاندې د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې قانوني اسناد لري.

د دې اقدام له مخې کېدای شي له یو میلیونو څخه ډېر افغانان د دې هېواد پرېښودو ته اړ شي. اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۳میلیونه افغان کډوال د (پی‌ او‌ ار) کارتونو لرونکي دي او نږدې ۷۵۰زره نور د افغانستان د وګړیو کارتونه (ای‌سي‌سي) لري.

پاکستان نږدې دوه میاشتې کېږي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوهم پړاو عملي کوي، چې له مخې یې په زرګونو افغانان بېرته افغانستان ته شړل شوي دي.

له دې سره هممهاله، د پاکستان حکومت د افغانانو د ویزو د تمدید لړۍ هم بنده کړې ده. د همدې امله هغه افغانان چې قانوني اسناد لري او غواړي په پاکستان کې پاتې شي، نه شي کولای خپلې ویزې وغځوي.

ازبکستان د امیر علي شېر نوایي د مجسمې د نړولو په تړاو له طالبانو وضاحت غوښتی

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۰۰ GMT+۱

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتو سلاکار احرار برهانوف وایي، چې دغه وزارت د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د امیر علي‌ شېر نوایي د مجسمې د نړولو په تړاو له طالبانو رسمي وضاحت غوښتی دی.

برهانوف د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۹مه) په اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې طالبانو ورته ویلي دا اقدام د دوی د ځايي ادارو له ‌خوا شوی او د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره یې همغږي نه وه شوې.

د نوموړي په وینا، طالبانو په دې اړه خپله خواشیني څرګنده کړې ده.

امیر علي ‌شېر نوایي د منځنۍ اسیا له سترو ادیبانو، شاعرانو او سیاستوالو څخه ګڼل کېږي، چې د ازبکي ژبې او ادبیاتو په وده کې یې تاریخي رول درلود. په مزارشریف ښار کې د هغه د مجسمې جوړېدل د افغانستان د تُرک ‌تبار وګړو او فرهنګي ټولنو لپاره د ویاړ نښه ګڼل کېده.

100%

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د پخواني حکومت یو شمېر ازبک توکمه وزیرانو او ګڼ شمېر فرهنګي څېرو د طالبانو دا کار په کلکه غندلی و. دوی ویلي وو، چې د مجسمې نړول یوازې د یوه تاریخي شخصیت پر وړاندې بې‌احترامي نه ده، بلکې د افغانستان د فرهنګ او د تُرک ‌توکمه وګړو د هویت پر وړاندې مستقیمه حمله بلل کېږي.

د افغانستان د ازبک توکمه وګړو ترڅنګ، ګڼ شمېر نورو مدني فعالانو او فرهنګپالو هم په ټولنیزو شبکو کې اعتراضونه کړي دي او له طالبانو یې غوښتي، چې د افغانستان د ټولو قومونو د فرهنګي ارزښتونو درناوی وکړي.

له دې سره، طالبانو د خلکو پراخو اعتراضونو ته تر اوسه رسمي او علني ځواب نه دی ویلی، خو د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ته یې ډاډ ورکړی، چې د امیر علي‌شېر نوایي لپاره نوې مجسمه به جوړه کړي.

شنونکي وایي، چې دا پېښه نه یوازې د افغانستان دننه د فرهنګي اختلافاتو موضوع را برسېره کوي، بلکې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د ازبکستان په اړیکو کې هم حساسیتونه رامنځته کوي.