• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني کې یوې محکمې له بهرنیو چارو وزارت غوښتي، چې ژر تر ژره ځنډېدلو افغانانو ته ویزې ورکړي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۴۶ GMT+۱

د برلین اداري محکمې د جرمني بهرنیو چارو وزارت ته خبرداری ورکړی، که یې هغو افغانانو ته چې لا له وړاندې یې په دغه هېواد کې د مېشتېدو ژمنې ترلاسه کړې ویزې ورنه‌ کړي؛ نو درنې مالي جریمې به پرې ولګوي.

یادې محکمې وزارت مکلف کړی چې تر چهارشنبې پورې څرګنده کړي، د ویزو د صادرولو لپاره یې کوم عملي ګامونه اخیستي دي. زیاته شوې که، په دې تړاو یې سپیناوی ورنه‌کړ په سملاسي توګه به پر یاد وزارت جریمې پلي شي.

د ولټ په نوم یوې جرمنۍ ورځپاڼې لیکلي، یادې محکمې تر دې دمه شل ورته بېړنۍ پرېکړې کړې دي چې په کې ټینګار شوی، د جرمني حکومت د خپلو قانوني ژمنو پر بنسټ اړ دی افغانانو ته ویزې ورکړي. له دې ډلې یو دعوه کوونکی چې د پوهنتون استاد دی؛ له څو میاشتو راهیسې د خپلې کورنۍ د ۱۳ غړو سره په ګډه د ویزې په تمه پاکستان کې ژوند تېروي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت په ځینو دوسیو کې د برلین لوړې اداري محکمې ته شکایت کړی و؛ خو دغه محکمې لږ تر لږه په یوه مورد کې د حکم د ځنډولو غوښتنه رد کړه.

د جرمني د فدرالي حکومت د افغانانو د منلو پروګرام د ۲۰۲۲کال په اکټوبر میاشت کې پیل شوی و، چې موخه یې د ګواښ سره مخ افغانانو او د هغوی د کورنیو لېږد وو؛ خو د جرمني د کورنيو چارو نوي وزیر الکساندر دبرېنت سږ کال په پسرلي کې دغه پروګرام ودراوه.

اوس‌مهال له دوو زرو زیات افغانان چې د جرمني د منلو ژمنه لري، په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او په دغه هېواد کې یې د استوګنې ویزې هم پای ته رسېدلې دي. له دې ډلو ځینو یې شکایتونه کړي، چې افغانستان ته د اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي.

تېره اونۍ په اسلام‌اباد کې د جرمني له لوري ملاتړ کېدونکو هوټلونو یا مېلمستونونو ته پاکستاني پولیس ورغلي، هلته یې د افغانانو خونې تالاشي کړې او نږدې ۴۰۰هغه افغانان چې ویزې یې نه لرلې نیولي او نیمایي یې افغانستان ته ستانه کړي دي. همدا راز نیمایي نور د جرمني حکومت په منځګړیتوب د لنډمهال لپاره خوشې کړای شوي دي.

پاکستان څو ځلې له جرمني غوښتنه کړې، چې د دغو افغانانو برخلیک دې روښانه کړي؛ که نه هغه افغانان چې ویزې یې ختمې شوې دي، دوی به یې نور له خپل هېواده وباسي. له دې سره، سره بیا هم د جرمني حکومت تر اوسه کوم عملي ګام نه‌دی پورته کړی.

له تېرو څلورو میاشتو راهیسې له اسلام‌اباد څخه جرمني ته د افغانانو د لېږد بهیر په بشپړه توګه په ټپه ولاړ دی. اوس د جرمني محکمې کولای شي د بهرنیو چارو وزارت اړ کړي، چې د خپلې قانوني ژمنې له مخې د افغانانو د اېستلو بهیر بیا پیل کړي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

د طالباني حاکمیت تر سیوري لاندې د وسله‌والو پېښو دوام؛ په خوست کې یو ځوان وژل شوی

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۱۸ GMT+۱

د خوست ولایت لږترلږه دوو سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې ناڅرګندو وسله‌والو په دغه ولایت کې یو ځوان په ډزو وژلی دی. د سرچینو په وینا؛ د «بهارګل» په نوم ځوان نه دوه مېرمنې او ۱۰ ماشومان بې‌‌سرپرسته پاتې شوي دي.

سرچینو زیاته کړې، چې نوموړی ځوان پرون غرمه (چهارشنبه، د زمري ۲۹مه) د خوست ښار په ګڼه‌ګوڼه کې د ناڅرګندو وسله‌والو له‌خوا وژل شوی دی. د سرچینو په خبره؛ وسله‌وال د دغه ځوان تر وژل‌کېدو وروسته په ارامۍ له ښاره وتلي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې بهارګل د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکی و. سرچینې زیاتوي، چې یاد ځوان هېڅ راز شخصي ستونزه او یا دښمني نه‌لرله.

کوم چا یا ډلې تر اوسه د نوموړي ځوان د وژنې مسوولیت نه‌دی منلی. طالبانو هم تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

د طالباني حاکمیت تر سیوري لاندې د وسله‌والو پېښو بې‌ساري ډېرېدل د دغې ډلې د امنیت خوندیتوب ادعا تر پوښتنې لاندې راولي. شاوخوا درې ورځې وړاندې په ننګرهار کې د برېټانوي ځواکونو د یوه افغان همکار د کورنۍ شپږ غړي هم وژل شوي وو. په دې پېښه کې د نوموړي پلار، مېرمن، درې لوڼې او یو زوی وژل شوي دي.

طالبانو له پېښې دوه ورځې وروسته پرون (چهارشنبه) په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په سلطان‌پور سیمه کې ناڅرګندو وسله‌والو د یوې کورنۍ شپږ غړي د وسلې او چړو پر مټ وژلي دي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې د برېټانیا د دفاع وزارت اړوندو اسنادو تر افشا کېدو وروسته د پخوانیو افغان سرتېرو د ژوند خوندیتوب په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

افغانستان یو مشروع او ځواب ویوونکي نظام ته سخته اړتیا لري

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۱

د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا اعلان کړی، چې په هېواد کې پرله‌پسې پېښېدونکی ناورین ښيي چې افغانستان پرته له یوه مشروع، ځواب ورکوونکي او ملي پروګرام لرونکي نظام نه‌شي کولای د خپلو وګړو ژوند خوندي کړي.

دغه شورا په یوه خبرپاڼه کې د هرات د مرګونې پېښې په تړاو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. په یاده پېښه له ایرانه تازه راستانه شوي ۷۹ افغانان په یوه مساپر وړونکي موټر کې وسوځېدل او لا تر اوسه یې لامل هم څرګند نه شو. په مړو شویو کسانو کې یوازې ۱۷تنه یې ماشومان وو.

یادې شورا ټینګار کړی، دغه پېښه د هغو ورځنیو تراژیدیو یو انځور دی چې افغانان یې د جبري کډوالۍ او ګاونډیو هېوادونو څخه په ډله‌ییزه توګه د اېستنې په لړ کې تجربه کوي. د شورا د څرګندونو له مخې؛ یوازې په وروستیو څو میاشتو کې نږدې ۱.۸ مېلیونه افغان کډوال له ایرانه، تر ۱۸۴زرو زیات له پاکستانه او تر پنځه زرو زیات له ترکیې نه په جبري ډول بېرته هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي‌، چې د اېستلو د دغه بهیر سره هم‌مهاله په هېواد کې دا وګړي د اسانتیاوو له نشتوالي او ټرافیکي پېښو تر څنګ له ګڼو نورو ننګوونو سره مخ دي. د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو شورا خبرداری ورکړی، چې د دغه ډول حالت دوام د ملي مدیریت په تړاو ژور ناورین را څرګندوي.

خبرپاڼه کې وړاندې لیکل شوي: «نن افغانستان د هر وخت نه زیات د یوه مشروع او ځواب ورکوونکي نظام او ملي برنامې ته اړتیا لري؛ څو د خپلو وګړو ژوند وژغوري». له دغې شورا ور هاخوا یو شمېر نورو سیاست‌والو او بشري سازمانونو هم نیوکې کړې دي، چې طالبان ستنېدونکو افغانانو ته د لومړنیو اسانتیاوو تر څنګ ان د خوندیتوب په برخه کې هم پاتې راغلي او دا بهیر له مدیریتي ګډوډۍ سره مخ دی.

طالبانو پرون خبر ورکړی، چې د هرات د وروستۍ پېښې اړوند یې له شرکت څخه خپلې څېړنې پیل کړې دي او ژر به دا په ډاګه کړي چې یاده پېښه ولې رامنځته شوې ده. همدا راز،‌ واکمنې ډلې تېره ورځ د یادې پېښې د ټولو قربانیانو جسدونه په یوې پوځي الوتکه کې کابل ته لېږدولي دي.

چین له پاکستان او طالبانو غوښتي، چې ورسره امنیتي همکارۍ لا ډېرې کړي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۳۵ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له پاکستان او طالبانو غوښتي، چې په امنیتي برخه کې ورسره درې اړخیزه همکارۍ لا پراخې کړي. نوموړي کابل ته له خپل سفر وروسته په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې غواړي خپلو ګاونډیانو سره امنیتي همکارۍ لا ټینګې کړي.

وانګ یي همدا راز د چهار شنبې په ورځ د طالبانو او پاکستان سره په کابل کې ګډه ناسته کې ټینګار وکړ، چې د سیمې هېوادونه باید د متقابل ستراتیژیک باور په پیاوړتیا کې لا ډېرې هلې ځلې وکړي او امنیتي همکارۍ هم لا ژورې کړي.

هغه وویل: «اړینه ده، چې د امنیتي خبرو اترو مېکانیزم ښه شي، د قانون پلي کېدو او امنیتي همکاریو ته وده ورکړل شي، له پولې هاخوا د ترهګریزو فعالیتونو پر ضد مبارزه پراخه شي او د ترهګرۍ د روزنې پناه ځایونه ختم کړای شي.»

وانګ یي زیاته کړه، چې چین چمتو دی د هر هېواد له اساسي ګټو سره مرسته او ملاتړ وکړي. هغه ویلي، په کلکه به د بهرنۍ لاسوهنې او هغه وګړو یا سازمانونو پر وړاندې ودرېږي چې د دغو درېیو ګاونډیو هېوادونو واکمنیو یا هم ګټو ته زیان رسوي.

که څه هم د چین د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د کومې ترهګرې ډلې نوم نه‌دی اخیستل شوی؛ خو د شینهوا دولتي خبري اژانس په یوه راپور کې چې د وانګ یي او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي د لیدنې په تړاو یې خبرو اترو ته اشاره کړې وه او د «ختیځ ترکستان اسلامي تحریک» اړوند له شته امنیتي اندېښنو یې هم په کې یادونه کړې ده.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې وانګ یي له افغانستانه غوښتي چې د دغسې ډلو پر ضد خپلې هڅې زیاتې کړي.

چین له پاکستان سره ۵۹۶ کیلومتره ګډه پوله لري، چې د درې‌ګوني نقطې څخه د افغانستان له سرحده د هند تر لانجمنو سیمو پورې د قره‌قرم د غرونو په اوږدو کې غځېدلې ده. همدارنګه له افغانستان سره یې ۹۲ کیلومتره ګډه پوله شته، چې د پاکستان له ګلګت ـ بلتستان سیمې سره نښلي. دا سیمې د چین له سېنکیانګ ایالت سره پر پوله پرتې دي؛ هغه ځای چې په تېرو وختونو کې د بې‌ثباتیو شاهد و او بیجېنګ یې لامل د سخدریځه اسلامپالو او د اویغور بېلتونپالو فعالیتونه بللي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د خبرپاڼې پای کې راغلي، درې واړه هېوادونه باید د پرمختیایي همکاریو، سوداګریزو راکړو ورکړو او پانګونو په برخه کې ګډې هڅې لا ډېرې او پراخې کړي.

انتونیو ګوترېش: طالبان دې د ښځو د حقونو محدودونکي قوانین او پالیسۍ سمدستي لغوه کړي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۲۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش په خپل کلني راپور کې چې امنیت شورا ته وړاندې شوی، طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي په تور تورن کړي دي. هغه په طالبانو غږ کړی، چې سمدستي دې ټول هغه قوانین او پالیسۍ لغوه کړي چې د ښځو ازادي محدودوي.

په راپور کې راغلي چې یوناما په ۲۰۲۴کال کې د طالبانو او نامعلومو کسانو لخوا د جنسي تېري، جبري ودونو او شکنجې څو پېښې ثبت کړې دي.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي، چې د طالبانو په زندانونو کې پر هغو ښځو چې د طالبانو مخالفې دي، یا هغه کسان چې د دوی جنسي تمایل له امله پېژندل شوي، د شکنجې او جنسي تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له طالبانو غوښتي چې سمدستي ټول هغه قوانین، پالیسۍ او کړنې لغوه کړي چې د ښځو او نجونو بشري حقونه او اساسي ازادۍ محدودوي.

راپور زیاتوي چې ځینې طالب چارواکي د ۲۰۲۱کال له اپریل راهیسې د جنسي تېري او نورو بڼو جنسي تاوتریخوالي کې ښکېل دي، په ځانګړې توګه پر هغو ښځو چې د طالبانو له لګول شویو محدودیتونو یې سرغړونه کړې ده.

په شخړو کې د جنسي تاوتریخوالي لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، پرامیلا پټن وايي: «د هغې ښځې په وضعیت فکر وکړئ چې په افغانستان کې د طالباني محکمې له پرېکړې سره سم، په جبري توګه بېرته هغه سړي ته ورکړل شوې چې نه یې غوښتل ورسره ووسېږي. په داسې هېواد کې چې د ښځې بدن یو بې‌دیواله زندان ګرځېدلی، موږ ډېری وخت د ژوندي پاتې شویو قربانیانو خبرې کوو.»

په راپور کې ټینګار شوی چې د طالبانو پالیسیو د ښځو د زده‌کړې، روغتیایي او رواني خدمتونو ته د لاسرسي لاره بنده کړې ده، په ځانګړې توګه د هغو خدمتونو چې د جنسي تاوتریخوالي قربانیانو ته برابریږي.

طالبانو تر اوسه د دې راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د ښځو د حقونو څخه د سرغړونو تورونه رد کړي دي.

پر زلمي خلیلزاد د ماریا سلطان نیوکه: پرېږدئ چې خلک په خپله خبرې وکړي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۴۸ GMT+۱

په پاکستان کې افغان سیاستوالو ته د غونډې تنظیموونکې او د جنوبي اسیا سټراټیژیک ټیکاو انسټیټیوټ مشرې «ډاکټر ماریا سلطان» پر زلمي خلیلزاد نیوکه کړې، چې «پخواني ګناهونه اوږده سيوري لري.» هغې له خلیلزاد څخه غوښتي، چې «خلک پرېږدي چې په خپله خبرې وکړې»

د افغانستان سولې پروسې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د افغان سیاستوالو د جوړېدونکې غونډې په اړه لیکلي: «د پاکستان موخه خپلواک، ازاد، متحد او پیاوړی افغانستان نه دی، بلکې برعکس ده. د افغانستان په اړه یې سابقه وګورئ.»

خلیلزاد غوښتنه کړې، چې باید د غونډې ځای تغیر شي.

خو د دې ناستې تنظیموونکې ماریا سلطان د خلیلزاد تر نیوکې وروسته هغه ته په جواب کې پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې تاسي خپله باید افغانانو ته جواب ووایاست.

هغې زیاته کړې: «تاسې خپله باید افغان ولس ته ځواب ورکړی نه دا چې هغه خلک تر نیوکو لاندې ونیسئ، چې یوازې د خبرو اراده لري.»

د ماریا په خبره د پاکستان او افغانستان دغه ناسته خلکو ته اجازه ورکوي چې په خپله خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې، دغه غونډه به په پاکستان کې د ماریا سلطان په مشرۍ د سوېلي اسیا د سټراټیژیک ټیکاو انسټیټویټ په کوربتوب ترسره شي.

ویل کېږي، چې په دې غونډه کې زلمي خلیلزاد ته هم د مېلمه په توګه د ګډون بلنه ورکړل شوې؛ خو زلمي خلیلزاد له دې مخکې پر دغه غونډه نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې دا غونډه د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اېس ای) له لوري جوړېږي.