• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان د‌ پاکستان ولسي جرګه کې محمود خان اڅکزی د اپوزېسیون مشر وټاکه

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۰۷ GMT+۱

د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د دغه هېواد په ولسي جرګه کې د شهباز شریف د حکومت لپاره د اپوزېسیون د رییس په توګه ټاکل شوی. د یاد ګوند چارواکو ویلي، چې اڅکزی د عمران خان په مستقیمه لارښوونه ټاکل شوی.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او اوسني زنداني سیاست‌وال عمران بیا د خپل ګوند یو غړی اعظم سواتی په مشرانو جرګه کې د اپوزېسیون د رییس په توګه ټاکلی دی. محمود خان اڅکزی چې د‌ پاکستان پوځ او اوسني حکومت ضد دریځ لري دا یې لومړی ځل دی، چې د حکومت خلاف د اپوزېسیون مشري په غاړه اخلي.

همدا راز عمران خان په پنجاب کې هم د ایالتي حکومت پر وړاندې د اپوزېسیون لپاره پنځه کسان ټاکلي دي.

شنونکي باور لري، چې د اپوزېسیون د نوو مشرانو اعلان د تحریک انصاف لپاره خورا مهم دی. د هغوی په اند که دغه څوکۍ تشې پاتې شي؛ نو حکومت به د پارلمان بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي او د اساسي قانون د مهمو څوکيو په ټاکنو کې به پراخ لاس ولري.

دغه ټاکنې داسې مهال کېږي، چې د شهباز شریف حکومت په مشرۍ یوې محکمې په پارلمان کې د عمران خان ګوند د اپوزېسیون مشرانو غړیتوب لغوه اعلان کړ. تحریک انصاف د ۲۰۲۴کال د اګست پر ۸مه اعلان کړی و، چې نوي کسان به نه معرفي کوي او دغه پرېکړه به په محکمه کې ننګوي. د ملي اسمبلۍ پخواني اپوزېسیون مشر عمر ایوب هم هغه مهال ویلي و، چې د پېښور د عالي محکمې د حکم د نقض لپاره به د ټاکنو کمېسیون پر وړاندې دعوه کوي؛ ځکه د هغه څوکۍ خالي اعلانول له قانون سره په ټکر کې کار دی.

هم‌مهاله راپورونه ورکړل شوي، چې د پاکستان دغه پخوانی لومړی وزیر په زندان کې له یو شمېر محدودیتونو سره مخ شوی دی. ډان ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې تېره اونۍ عمران خان ټلوېزیون، ورځپاڼو او ان خصوصي ډاکټر ته هم لاسرسی نه درلود.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

د اسراییل پوځ ویاند: موږ د غزې د څنډو واک په خپل لاس کې اخیستی

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۵۴ GMT+۱

د اسراییلي پوځ ویاند اعلان کړی، چې دوی د غزې ښار پر وړاندې د پلان شوي برید لومړیو پړاوونو ته داخل شوی او له حماس سره تر نښتو وروسته یې د دې ښار د شاوخوا سیمو کنټرول ترلاسه کړی دی.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د چهارشنبه په ورځ (د زمري ۲۹مه) اعلان وکړ چې لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د حماس د اصلي اډو د نیولو او د دغه وسله والې ډلې د ماتولو امر کړی دی.

په ورته وخت کې د اسراییل د پوځ د ډیرو احتیاطي ځواکونو(ریزرف قوه) د بیړني غوښتنې سره سم د دفاع وزیر یسرایل کاټز د غزې ښار د نیولو عملیات تصویب کړل.

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې دا پلان د پوځ لوی درستیز «ایال زمیر» او نورو لوړپوړو قوماندانانو له خوا «کاتز »ته وړاندې شوی و او هغه منلی دی.

یاد عملیات د «ګیدعون–ب ارابه» په نوم پيل شوي، چې دغه د پخواني عملیاتو دوام دی.

د اسراییل پوځ په وینا، دوی د غزې ۷۵ سلنه خاوره نیولې وه او هڅه یې کوله چې حماس د بندیانو د تبادلې هوکړې ته اړ باسي.

د دې راپور له مخي، د اسراییل دفاع وزیر همداراز له هغو «بشري چمتووالی» سره موافقه کړې، چې شاوخوا یو میلیون فلسطیني ملکي وګړي له غزې ښاره د دې سیمې جنوب ته ولېږدوي.

کاتز، تایید کړې چې د دې عملیاتو په ترڅ کې اسراییل پوځ به د ۶۰ زره احتیاطي سرتېرو د رابللو امر صادر کړي.

100%

د امریکا د پرویډنس ښاروالۍ مشهوره قاضي «فرانک کاپریو» ومړ

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۵۰ GMT+۱

فرانک کاپریو، چې نږدې ۴۰کاله د پرویډنس ښاروالۍ په محکمه کې د قاضي په توګه دنده ترسره کړې وه، د ۸۸کلونو په عمر ومړ. هغه د امریکایانو تر څنګ په امریکا کې د اوسېدونکو افغان او پاکستاني وګړو ترمنځ هم ځانګړی محبوبیت درلود.

د کاپریو مړینه د چهارشنبې په ورځ د هغه د ځوی له لوري تایید شوه. د هغه کورنۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: «هغه د خپلې مینې، تواضع او د خلکو د نېکۍ پر باور د میلیونونو خلکو زړونه ګټلي وو. د هغه تود طبیعت، ټوکې او مهرباني به تل د خلکو په زړونو کې ژوندی پاتې وي».

کاپریو په ۱۹۸۵م کال کې د قاضي په توګه وټاکل شو او د "Caught in Providence" په نوم د ټلویزیوني لړۍ له لارې نړیوال شهرت وموند، هغه د خلکو د شخصي ستونزو د اورېدو او د ټرافیکي جریمې د معافیت له امله په ټولنیزو رسنیو کې ډېر مشهور شو.

د هغه عدالت، نرم او انساني چلند نه یوازې د امریکا د خلکو، بلکې د افغان او پاکستاني وګړو تر منځ هم ځانګړې محبوبیت درلود. ډېری کډوال هغه د یو عادل او د خلکو د درد شریک قاضي په نوم یادوي.

قاضي کاپریو د زده‌کړو په برخه کې هم مهم رول درلود او د بېلابېلو ښوونیزو سکالرشیپونو بنسټ یې کېښود. هغه په ۲۰۲۳م کال کې له دندې تقاعد وکړ، او د پرویډنس ښاروالۍ محکمه د ده په نوم ونومول شوه.

کاپریو د پانقراص سرطان له تشخیص وروسته څو ځله درملنې ترلاسه کړې وې.

د کاپریو د جنازې د مراسمو اعلان لا نه دی شوی، خو د هغه د درناوي لپاره د روډایلنډ ایالت پر دولتي ودانیو کې بیرغونه نیم ځوړند شوي دي.

پر زلمي خلیلزاد د ماریا سلطان نیوکه: پرېږدئ چې خلک په خپله خبرې وکړي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۴۸ GMT+۱

په پاکستان کې افغان سیاستوالو ته د غونډې تنظیموونکې او د جنوبي اسیا سټراټیژیک ټیکاو انسټیټیوټ مشرې «ډاکټر ماریا سلطان» پر زلمي خلیلزاد نیوکه کړې، چې «پخواني ګناهونه اوږده سيوري لري.» هغې له خلیلزاد څخه غوښتي، چې «خلک پرېږدي چې په خپله خبرې وکړې»

د افغانستان سولې پروسې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د افغان سیاستوالو د جوړېدونکې غونډې په اړه لیکلي: «د پاکستان موخه خپلواک، ازاد، متحد او پیاوړی افغانستان نه دی، بلکې برعکس ده. د افغانستان په اړه یې سابقه وګورئ.»

خلیلزاد غوښتنه کړې، چې باید د غونډې ځای تغیر شي.

خو د دې ناستې تنظیموونکې ماریا سلطان د خلیلزاد تر نیوکې وروسته هغه ته په جواب کې پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې تاسي خپله باید افغانانو ته جواب ووایاست.

هغې زیاته کړې: «تاسې خپله باید افغان ولس ته ځواب ورکړی نه دا چې هغه خلک تر نیوکو لاندې ونیسئ، چې یوازې د خبرو اراده لري.»

د ماریا په خبره د پاکستان او افغانستان دغه ناسته خلکو ته اجازه ورکوي چې په خپله خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې، دغه غونډه به په پاکستان کې د ماریا سلطان په مشرۍ د سوېلي اسیا د سټراټیژیک ټیکاو انسټیټویټ په کوربتوب ترسره شي.

ویل کېږي، چې په دې غونډه کې زلمي خلیلزاد ته هم د مېلمه په توګه د ګډون بلنه ورکړل شوې؛ خو زلمي خلیلزاد له دې مخکې پر دغه غونډه نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې دا غونډه د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اېس ای) له لوري جوړېږي.

د چین بهرنیو چارو وزیر د ډیلي او کابل له سفر وروسته د خبرو لپاره اسلام اباد ته رسېدلی

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۱۶ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یي» د ډيلي او کابل تر سفرونو وروسته اسلام اباد ته رسېدلی دی. د نوموړي دا سفر د پاکستان او چین د شپږم ستراتيژيک ډیالوګ څخه مخکې ترسره کیږي.

د چین او پاکستان شپږم ډيالوګ به د پنجشنبه په ورځ تر سره شي، چې د دواړه سیالان به پر بېلابېلو موضوعاتو مفصلي خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د چین بهرنیو چارو وزیر «وانګ يي» به د پاکستان له ولسمشر اصف علي‌ زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف سره هم وګوري.

نوموړي نن چهارشنبه په کابل کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په یو درې اړخیزه غونډه کې ګډون کړی و.

د چین او پاکستان د ستراتيژیکو خبرو اترو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګڼو برخو کې د همکاري لاپياوړې کول او د اړیکو ټينګول دي.

پاکستان، چین او افغانستان هوکړه وکړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې به همکاري پیاوړې کوي او همداراز به د سوداګرۍ، ترانزیت، سیمه‌ ییزه پراختیا، روغتیا، زده‌کړه، کلتور او د نشه يي موادو پر وړاندې مبارزه کې ګډ کار ته وده ورکړي.

دا ژمنتیا د کابل درې‌اړخیزو خبرو په شپږمه ناسته کې شوې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار، د چین وزیر وانګ يي، او د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پکې ګډون کړی و.

جي ۷: ایران هېڅکله باید اټومي وسلو ته لاسرسی ونلري

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۳۹ GMT+۱

د «جي ۷» هېوادونو د اټومي وسلو د نه خپرېدو ډلې په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ټینګار کړی،چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی ونلري.

په اعلامیه کې راغلي، چې تهران باید د هستوي وسلو د نه خپرېدو تړون « این ټي پي» غړی پاتې شي او د دغه تړون ټولې ژمنې چې د یوه غیر هستوي هېواد په توګه په بشپړ ډول عملي کړي.

دغه ډلې له ایران غوښتي چې له هر ډول پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي او له نړیوال اټومي انرژۍ ادارې سره بشپړه همکاري بېرته پيل کړي، په ځانګړې توګه د ټولو هستوي موادو په اړه د باور وړ معلومات وړاندې کړي.

د «جي ۷» غړو هېوادونه دغه ډلې د ایران د بالستیک توغندیو د خپرېدو او د نیابتي ډلو لکه حماس، حزب‌الله، حوثي یاغیانو او عراقي ملېشو د ملاتړ په اړه هم خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.