جي ۷: ایران هېڅکله باید اټومي وسلو ته لاسرسی ونلري

د «جي ۷» هېوادونو د اټومي وسلو د نه خپرېدو ډلې په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ټینګار کړی،چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی ونلري.

د «جي ۷» هېوادونو د اټومي وسلو د نه خپرېدو ډلې په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ټینګار کړی،چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی ونلري.
په اعلامیه کې راغلي، چې تهران باید د هستوي وسلو د نه خپرېدو تړون « این ټي پي» غړی پاتې شي او د دغه تړون ټولې ژمنې چې د یوه غیر هستوي هېواد په توګه په بشپړ ډول عملي کړي.
دغه ډلې له ایران غوښتي چې له هر ډول پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي او له نړیوال اټومي انرژۍ ادارې سره بشپړه همکاري بېرته پيل کړي، په ځانګړې توګه د ټولو هستوي موادو په اړه د باور وړ معلومات وړاندې کړي.
د «جي ۷» غړو هېوادونه دغه ډلې د ایران د بالستیک توغندیو د خپرېدو او د نیابتي ډلو لکه حماس، حزبالله، حوثي یاغیانو او عراقي ملېشو د ملاتړ په اړه هم خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.


د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق وايي، چې د کابل په درې اړخیزه غونډه کې د چین، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو د پاکستاني طالبانو تحریک، بلوچ بیلتون غوښتونکو او چینایي ایغورانو په وړاندې یې د ګډې مبارزې هوکړه وکړه.
دا ډلې د افغان طالبانو ملګري بلل کېږي؛ خو طالبانو په افغانستان کې د دغو وسله والو ډلو حضور ردوي.
د هغه په وینا، دغه ناسته، چې د چهارشنبه په ورځ په کابل کې ترسره شوه، د درې واړو هېوادونو تر منځ د امنیتي، اقتصادي او سیاسي همکارۍ پر پراخولو تمرکز وشو.
طالبانو ویلي چې د چین، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو او ګډو ګواښونو په اړه خبرې وکړې.
صادق خان زیاته کړه، چې وزیرانو د سوداګرۍ، ترانزیت، سیمه ییزې پراختیا، روغتیا، زده کړې، کلتور او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د همکاریو پر پراخېدو ټینګار وکړ.
دوی هوکړه وکړه، چې د چین–پاکستان اقتصادي دهلیز دې افغانستان ته هم وغځول شي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ يي» وویل، چې بیجینګ غواړي له افغانستان سره د اعتماد فضا نوره هم پراخه کړي او په سوداګرۍ او کرهڼه کې همکاري ډېره کړي.
هغه پر طالبانو غږ وکړ، چې له وسله والو ډلو سره مبارزه وکړي او زیاته یې کړه چې قوي امنیتي اړیکې د اقتصادي همکاریو د دوام تضمین دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چین د وزیر په حواله لیکلي: «ښاغلي وانګ يي همداراز وویل چې چین غواړي سږکال د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره عملي ګامونه واخلي.»
د طالبانو له متحدانو سره د مخالفت ژمنه
د پاکستان ځانګړي استازي وویل، چې اړخونو ژمنه وکړه، چې «د ترهګرو سازمانونو په شمول د ټي ټي پي، بلوچ بیلتون غوښتونکو، ختیځ ترکستان غورځنګ او نورو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو پر وړاندې خپلې ګډې هڅې زیاتې کړي.»
پاکستان تل په افغانستان کې د« ټي ټي پي »حضور او فعالیت ته اندېښنه څرګنده کړې او طالبان یې خپلو مخالفانو ته د پناه ورکولو په تور تورن کړي دي.
په بلوچستان کې د جعفر ایکسپریس په اورګاډي له برید وروسته اسلام اباد پر طالبانو تور ولګاوه چې ان د هند سره یې د بلوچ بیلتون غوښتونکو په ملاتړ کې همکاري کړې، چې د دې خونړۍ پیښې مسولیت یې په غاړه اخیستی و.
په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزیر هم له طالبانو غوښتنه کړې، چې د چین امنیتي اندېښنې جدي ونیسي.
چین په افغانستان کې د «ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ» له فعالیتونو سخت اندېښمن دی. خو طالبان تل ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د ګواښ لپاره نه کارېږي.

د ټرمپ ادارې د چارشنبې په ورځ د جرمونو نړیوالې محکمې پر دوو قاضیانو او دوو څارنوالانو بندیزونه اعلان کړل. واشنګټن دا اقدام د دې لپاره کړی، چې محکمې د اسراییل د مشرانو د نیولو امرونه صادر کړي وو او د امریکايي چارواکو په تړاو د احتمالي څېړنې پرېکړې یې کړې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه اعلامیه کې وویل، « دغه محکمه زموږ د ملي امنیت لپاره ګواښ دی او د امریکا او اسراییل پر وړاندې د قانوني جګړې وسیله ګرځېدلې ده».
د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې، د بندیزونو لاندې راوستل شوي کسان نیکولاس یان ګییو دی، چې د نتنیاهو د نیولو د حکم په صادرولو کې یې برخه لرله. دغه راز نزهت شمیم خان، مام ماندیایه نیانګ او کیمبرلي پروست پکې شامل دي. پروست په ۲۰۲۰کال کې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د د پلټنو اجازه ورکړه.

تازه کابل د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیز ډیالوګ د شپږم پړاو کوربه و. دا د طالبانو د واکمنۍ له پیله په افغانستان کې د بهرنیو چارو وزیرانو لومړنۍ غونډه وه، چې پکې وانګ يي، اسحاق ډار او امیرخان متقي ګډون لاره.
طالبانو ویلي، چې دا غونډه د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو پر موضوعاتو متمرکزه وه، خو تر اوسه یې کومې عملي ژمنې یا مشخصې نتیجې اعلان شوې نه دي.
درې اړخیز اقتصادي فرصتونه او متضادې ګټې
چین په غونډه کې د افغانستان د "یو کمربند – یوه لار" او د سیپیک د غځېدو وړاندیز وکړ او د لیتیم، مسو او اوسپنې د استخراج لپاره یې جدي لېوالتیا ښکاره کړه، خو تېر ته په کتو دا یوازې لېوالتیا ده.
دا وړاندیز افغانستان ته د جنوبي او منځنۍ اسیا ترمنځ د یو اقتصادي پُل په توګه د راڅرګندېدو هیله ده، خو ناامني، نړۍواله رسمیت نه پېژندنه، نړۍوال بندیزونه او د پانګونې د خوندیتابه نشتوالی د دې پروژو د ژر عملي کېدو پر وړاندې ستر خنډونه دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې څرګنده کړې ده، چې اسلاماباد له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې مثبت پرمختګونو ته لېواله دی او د بېجینګ د غونډې پر اساس د ډیپلوماتیکو اړیکو د لوړولو هڅې یې هم ستایلې دي. مګر دا هم روښانه کوي چې په امنیتي برخه کې پرمختګ تر شا پاتې دی، په ځانګړي ډول د ټي ټي پي او بلوڅ ازادي غوښتونکو پر وړاندې یې له طالبانو د ژمنو د عملي کېدو غوښتنه کړې ده.
که څه هم طالبان په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو ډلو موجودیت ردوي، خو په وار - وار یې له پاکستاني چارواکو سره ژمنه کړې ده، چې د دوی د مخالفو وسله والو لپاره به په افغانستان کې ځای نه برابروي.
امنیتي ستونزې او بېباوري
پاکستان په ناسته کې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي. که څه هم طالب چارواکو د دې ژمنه وکړه چې له خپلې خاورې د پاکستان یا نورو هېوادونو پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو مخنیوی کوي، خو په سیمه کې د بېباورۍ بنسټونه لا پاتې دي.
د طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ پخوانۍ اړیکه، د اسلاماباد د امنیتي اندېښنو لویه سرچینه ده او د افغان کډوالو د ایستلو تازه څپه هم د سیمهییزې همکارۍ پر وړاندې پیچلتیا رامنځته کوي.

له امنیتي ننګونو تر اقتصادي نښلونې
که څه هم په دې غونډه کې امیرخان متقي د طالبانو په استازیتوب هڅه کړې چې د دغې ډلې د سیاست محور له امنیتي ستونزو څخه اقتصادي همکارۍ ته اوښتی بیان کړي او د اقتصادي څلور لاري مفکوره چې په لومړي ځل غازي امان الله خان بیان کړې وه او له هغه وروسته پخواني ولسمشر اشرف غني پرې ټینګار کاوه، د خپلو خبرو اصلي محور وساتي خو امنیتي مسایل، له وسله والو ډلو سره اړیکې او په افغانستان کې د یو ټولګډونه نظام نه موجودیت د اقتصاد محوره سیاست مفکوره تر پوښتنې لاندې راوستلی شي.
د نړۍوالو شنونکو په باور تر څو چې طالبان د ښځو د حقونو، ټولشموله حکومت او بشري حقونو په برخو کې عملي اصلاحات رانه ولي، د دې اقتصادي پروژو پایښت او تاثیر محدود پاتې کیږي.
که څه هم د چین او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو یاده ناسته د طالبانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده، خو د ژمنو او نیتونو عملي چوکاټ کې ځای پر ځای کول له ځمکنیو حقایقو لرې برېښي.
طالبان هڅه کوي د چین پانګونې او د CPEC/BRI غړیتوب له لارې خپل نړۍوال مشروعیت لوړ کړي، خو تر څو چې دا ژمنې له عمل او روښانه امنیتي تضمینونو سره مل نه شي، د دې ناستې تاثیر یوازې د ستراتیژیکو نیتونو په چوکاټ کې پاتې کېږي.
د طالبانو له رییس الوزرا سره په ناسته کې د چین د بهرنیو چارو وزیر دا یادونه، چې طالبان باید د بیجنګ امنیتي اندېښنې درک کړي، په دې برخه کې پاموړ ده. چین له ایغور جنګیالیو په اندېښنه کې دی، چې ویل کیږي د افغانستان په لویدیز کې ځای پرځای شوي دي.
خو له دې سره سره، چین د "کوچنۍ څو اړخیزه ډیپلوماسۍ" له لارې هڅه کوي په سیمه کې مرکزي رول ترلاسه کړي، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د ډېپلوماتیک جوړجاړي وروستۍ هڅه یې یوه نښه ګڼل کیږي.
د انرژۍ د خوندي کولو، د سوداګریزو لارو پراخولو او د هند – پاکستان د سیالۍ د متوازن کولو لپاره چین خپله اقتصادي او سیاسي ستراتیژي کاروي او د همدغه توازن د ساتلو لپاره کوښښ کوي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې د څو اړخیزې ډېپلوماسۍ له لارې تنظیم کړي.
دا څو اړخیزه ډېپلوماسي، د کانونو په برخه کې پانګونه، د طالبانو محدود مشروعیت او د نړۍوالو مرستو کمښت، چین ته د ستراتیژیک نفوذ د پراخولو زمینه برابروي.
څه لا هم نامعلوم دي؟
سره له دې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته چین لومړی هېواد دی چې په لویه پیمانه د افغانستان د کانونو په برخه کې ښکېل دی او اعلان یې کړی، چې سږ کال د کانونو استخراج پیلوي، خو مثمره نتیجه نه ده تر لاسه شوې. د پاکستان او طالبانو تر منځ د وسله والو ډلو پر سر کړکېچنې اړیکې لا هم په اوج کې دي، د کډوالۍ مساله هم یو جدي ستونزه ده او لا هم ځینې سرتراتیژیک نیتونه له عملي ګامونو لویه فاصله لري:
د کابل درې اړخیزه ناسته د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ د نوې ډېپلوماټیکې لارې یو مهم ګام ښيي. چین د اقتصادي نفوذ د پراخولو هڅه کوي، پاکستان د امنیتي تضمینونو په لټه کې دی او طالبان هڅه کوي د اقتصادي پروژو له لارې نړۍوال مشروعیت ترلاسه کړي.
خو تر څو چې دا ژمنې د عملي تړونونو، د بشري حقونو اصلاحاتو، د پانګونې تضمین او له امنیتي اقداماتو سره مل نه شي، دا ناسته یوازې د ستراتیژیکو ناعملي نیتونو ښکارندویه پاتې کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ خبرې ګټورې وې او ښيي چې د واشنګټن اوسنی ټیم د اروپایانو برعکس د اوکراین د جګړې د حل لپاره پر ریښتینو عواملو تمرکز لري.
لاوروف په خپله مرکه کې، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه خپره شوې، ویلي، « ټرمپ او د هغه ټیم ژمن ښکاري چې د تلپاتې او دوامدارې سولې لپاره ګامونه پورته کړي، نه دا چې اوکراین د جګړې لپاره بیا وسله وال کړي».
د هغه په وینا، د اروپایي مشرانو برعکس، د ټرمپ اداره د روسیې امنیتي اندېښنې او د روسي ژبې د حقونو مسایل جدي ګڼي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې ولسمشر ټرمپ د خپل وروستي ټیلیفوني تماس پر مهال له پوتین سره د ولادیمیر زیلینسکي او اروپایي استازو په اړه معلومات شریک کړل.
لاوروف ټینګار کړی، چې که د روسیې امنیتي غوښتنې ونه منل شي، هېڅ تلپاتې هوکړه به ممکنه نه وي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د طالبانو حکومت ستایلی او وايي، «د نشه يي توکو پر ضد مبارزه او د ترهګرۍ مخنیوی یې مهمې لاسته راوړنې دي». کابلوف ویلي، چې مسکو چمتو دی له طالبانو سره د ترهګرۍ او نشه يي توکو د تولید او قاچاق د مخنیوي په برخه کې ګډ کار وکړي.
کابلوف پر کابل د طالبانو د تسلط ورځې په نمانځغونډه کې په خپلو خبرو کې، چې په مسکو د طالبانو سفارت خپرې کړې دي، ویلي: «څلور کاله کېږي په افغانستان کې امریکایي اشغال پای ته رسېدلی، دا ډېر وخت نه دی خو موږ پوهېږو چې په دې موده کې ډېر څه ترلاسه شوي، د ترهګرۍ او د نشه يي توکو د تولید او قاچاق په برخه کې مهم پرمختګونه شته، زه د طالب وسله والو سرښندنې ستایم.»
هغه زیاته کړې، چې روسیې د ۲۰۲۱ له اګست وروسته د ملګرو ملتونو له لارې له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي او دغه لړۍ به دوام وکړي.
کابلوف وايي، «موږ چمتو یو چې له طالبانو سره په ګډه د ترهګرۍ او د نشه يي توکو د تولید او قاچاق د مخنیوي په برخه کې ګډ کار وکړو.»
کابلوف په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې مسکو په جولای کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده او په مسکو کې یې د طالبانو سفیر ومانه او دغه پرېکړه د دوه اړخیزو اړیکو لپاره یو مهم بنسټ دی.
هغه دغه راز یادونه وکړه چې روسیه په ۱۹۱۹ کال کې هم لومړی هېواد و چې له انګرېزانو نه د خپلواکۍ له اخیستو وروسته یې افغانستان په رسمیت وپېژنده.
کابلوف دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې شنونکي د مسکو له خوا د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندل سمبولیک ګام بولي.