تازه کابل د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیز ډیالوګ د شپږم پړاو کوربه و. دا د طالبانو د واکمنۍ له پیله په افغانستان کې د بهرنیو چارو وزیرانو لومړنۍ غونډه وه، چې پکې وانګ يي، اسحاق ډار او امیرخان متقي ګډون لاره.
طالبانو ویلي، چې دا غونډه د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو پر موضوعاتو متمرکزه وه، خو تر اوسه یې کومې عملي ژمنې یا مشخصې نتیجې اعلان شوې نه دي.
درې اړخیز اقتصادي فرصتونه او متضادې ګټې
چین په غونډه کې د افغانستان د "یو کمربند – یوه لار" او د سیپیک د غځېدو وړاندیز وکړ او د لیتیم، مسو او اوسپنې د استخراج لپاره یې جدي لېوالتیا ښکاره کړه، خو تېر ته په کتو دا یوازې لېوالتیا ده.
دا وړاندیز افغانستان ته د جنوبي او منځنۍ اسیا ترمنځ د یو اقتصادي پُل په توګه د راڅرګندېدو هیله ده، خو ناامني، نړۍواله رسمیت نه پېژندنه، نړۍوال بندیزونه او د پانګونې د خوندیتابه نشتوالی د دې پروژو د ژر عملي کېدو پر وړاندې ستر خنډونه دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې څرګنده کړې ده، چې اسلاماباد له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې مثبت پرمختګونو ته لېواله دی او د بېجینګ د غونډې پر اساس د ډیپلوماتیکو اړیکو د لوړولو هڅې یې هم ستایلې دي. مګر دا هم روښانه کوي چې په امنیتي برخه کې پرمختګ تر شا پاتې دی، په ځانګړي ډول د ټي ټي پي او بلوڅ ازادي غوښتونکو پر وړاندې یې له طالبانو د ژمنو د عملي کېدو غوښتنه کړې ده.
که څه هم طالبان په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو ډلو موجودیت ردوي، خو په وار - وار یې له پاکستاني چارواکو سره ژمنه کړې ده، چې د دوی د مخالفو وسله والو لپاره به په افغانستان کې ځای نه برابروي.
امنیتي ستونزې او بېباوري
پاکستان په ناسته کې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي. که څه هم طالب چارواکو د دې ژمنه وکړه چې له خپلې خاورې د پاکستان یا نورو هېوادونو پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو مخنیوی کوي، خو په سیمه کې د بېباورۍ بنسټونه لا پاتې دي.
د طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ پخوانۍ اړیکه، د اسلاماباد د امنیتي اندېښنو لویه سرچینه ده او د افغان کډوالو د ایستلو تازه څپه هم د سیمهییزې همکارۍ پر وړاندې پیچلتیا رامنځته کوي.
له امنیتي ننګونو تر اقتصادي نښلونې
که څه هم په دې غونډه کې امیرخان متقي د طالبانو په استازیتوب هڅه کړې چې د دغې ډلې د سیاست محور له امنیتي ستونزو څخه اقتصادي همکارۍ ته اوښتی بیان کړي او د اقتصادي څلور لاري مفکوره چې په لومړي ځل غازي امان الله خان بیان کړې وه او له هغه وروسته پخواني ولسمشر اشرف غني پرې ټینګار کاوه، د خپلو خبرو اصلي محور وساتي خو امنیتي مسایل، له وسله والو ډلو سره اړیکې او په افغانستان کې د یو ټولګډونه نظام نه موجودیت د اقتصاد محوره سیاست مفکوره تر پوښتنې لاندې راوستلی شي.
د نړۍوالو شنونکو په باور تر څو چې طالبان د ښځو د حقونو، ټولشموله حکومت او بشري حقونو په برخو کې عملي اصلاحات رانه ولي، د دې اقتصادي پروژو پایښت او تاثیر محدود پاتې کیږي.
که څه هم د چین او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو یاده ناسته د طالبانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده، خو د ژمنو او نیتونو عملي چوکاټ کې ځای پر ځای کول له ځمکنیو حقایقو لرې برېښي.
طالبان هڅه کوي د چین پانګونې او د CPEC/BRI غړیتوب له لارې خپل نړۍوال مشروعیت لوړ کړي، خو تر څو چې دا ژمنې له عمل او روښانه امنیتي تضمینونو سره مل نه شي، د دې ناستې تاثیر یوازې د ستراتیژیکو نیتونو په چوکاټ کې پاتې کېږي.
د طالبانو له رییس الوزرا سره په ناسته کې د چین د بهرنیو چارو وزیر دا یادونه، چې طالبان باید د بیجنګ امنیتي اندېښنې درک کړي، په دې برخه کې پاموړ ده. چین له ایغور جنګیالیو په اندېښنه کې دی، چې ویل کیږي د افغانستان په لویدیز کې ځای پرځای شوي دي.
خو له دې سره سره، چین د "کوچنۍ څو اړخیزه ډیپلوماسۍ" له لارې هڅه کوي په سیمه کې مرکزي رول ترلاسه کړي، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د ډېپلوماتیک جوړجاړي وروستۍ هڅه یې یوه نښه ګڼل کیږي.
د انرژۍ د خوندي کولو، د سوداګریزو لارو پراخولو او د هند – پاکستان د سیالۍ د متوازن کولو لپاره چین خپله اقتصادي او سیاسي ستراتیژي کاروي او د همدغه توازن د ساتلو لپاره کوښښ کوي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې د څو اړخیزې ډېپلوماسۍ له لارې تنظیم کړي.
دا څو اړخیزه ډېپلوماسي، د کانونو په برخه کې پانګونه، د طالبانو محدود مشروعیت او د نړۍوالو مرستو کمښت، چین ته د ستراتیژیک نفوذ د پراخولو زمینه برابروي.
څه لا هم نامعلوم دي؟
سره له دې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته چین لومړی هېواد دی چې په لویه پیمانه د افغانستان د کانونو په برخه کې ښکېل دی او اعلان یې کړی، چې سږ کال د کانونو استخراج پیلوي، خو مثمره نتیجه نه ده تر لاسه شوې. د پاکستان او طالبانو تر منځ د وسله والو ډلو پر سر کړکېچنې اړیکې لا هم په اوج کې دي، د کډوالۍ مساله هم یو جدي ستونزه ده او لا هم ځینې سرتراتیژیک نیتونه له عملي ګامونو لویه فاصله لري:
د کانونو د کیندنې، سیپیک د غځېدو یا لویو سوداګریزو تړونونو مشخص اجرایي پلان لا نه دی څرګند شوی.
د افغان کډوالو د ایستلو پالیسي د نړۍوالو له سخت انتقاد او طالبانو له چوپتیا سره مخ ده، چې د سیمهییزې همکارۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.تازه د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې افغان کډوالو اخراج د طالبانو په همکارۍ ترسره کیږي.
د امنیتي ژمنو او د طالبانو د بشري حقونو وضعیت د پانګونې د پایښت او د پروژو د عملي کېدو لپاره لوی او ناپایدار فکټور پاتې دی.
د کابل درې اړخیزه ناسته د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ د نوې ډېپلوماټیکې لارې یو مهم ګام ښيي. چین د اقتصادي نفوذ د پراخولو هڅه کوي، پاکستان د امنیتي تضمینونو په لټه کې دی او طالبان هڅه کوي د اقتصادي پروژو له لارې نړۍوال مشروعیت ترلاسه کړي.
خو تر څو چې دا ژمنې د عملي تړونونو، د بشري حقونو اصلاحاتو، د پانګونې تضمین او له امنیتي اقداماتو سره مل نه شي، دا ناسته یوازې د ستراتیژیکو ناعملي نیتونو ښکارندویه پاتې کېږي.