• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یو روسی چارواکی وایي په افغانستان کې د روسیې او امریکا سالم رقابت ګټور دی

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۰۱ GMT+۱

د روسیې فدراتیفې شورا د نړیوالو چارو کمېټې رییس ګرېګوري کاراسین ویلي چې په افغانستان کې د روسیې او امریکا ترمنځ سالمه سیالي د ټولو لوریو لپاره ګټوره ده. هغه ټینګار کړی چې افغانستان د روسیې، امریکا او چین لپاره ځانګړی اهمیت لري.

کاراسین په سعودي عربستان کې د روسیې او امریکا د مذاکراتي پلاوي غړی هم پاتې شوی.

د نوموړي څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخېستلو د ۱۰۶مې کلیزې په نمانځغونډه کې وویل، افغانستان باید نور د زبرځواکونو د جګړې په ډګر بدل نه شي. هغه له روسیې، چین او امریکا وغوښتل چې د جګړې او سیالیو پر ځای د اوبو بندونه، سړکونه او فابریکې جوړې کړي.

کاراسین ګزیتا.رو وېب‌پاڼې ته د ملا یعقوب د څرګندونو په تړاو وویل: «روښانه ده چې ټول هېوادونه له افغانستان سره د اړیکو د پیاوړتیا لېوالتیا لري. په ځانګړي ډول دا موضوع د روسیې لپاره خورا مهمه او ګټوره ده.»

هغه زیاته کړه: «د اړیکو پراختیا خپله د افغانستان په ګټه ده. له همدې امله، د دې بحث کول چې کوم هېواد اوس د افغانستان په اړخ کې په کوم ځای کې ولاړ دی، بې‌ګټې خبرې دي.»

هغه ټینګار وکړ، چې د روسیې او طالبانو ترمنځ اقتصادي اړیکې په فعاله توګه پراخېږي او دغه هېواد له طالب چارواکو سره په دوامداره تماس کې دی.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغانستان به د مسکو او واشنګټن د سیالۍ ډګر شي وویل: «اوس هېوادونه «بېخي متفاوتې دندې» لري، په ځانګړي ډول د اوکراین د شخړې د حل په برخه کې.»

سره له دې، هغه ټینګار وکړ: «بهرني سیاست تل حساسې ساحې لرلې دي او د هېوادونو ستراتېژیکې ګټې یو له بل څخه توپیر لري. خو افغانستان یو ډېر مهم شریک دی، نو ځکه یوازې روسیه نه، بلکې چین او امریکا هم خپل تمرکز پر افغانستان کوي.»

روسیې د روان کال په چنګاښ میاشت کې د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژنده. له دې وروسته د طالبانو چارواکو له نورو هېوادونو په ځانګړي ډول امریکا وغوښتل چې د روسیې په څېر د دوی اداره ومني.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پخوا تایید کړې وه چې دغې ډلې له امریکا غوښتي څو د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

ادم وینسټاین، چې په امریکا کې د کوېنسي په نوم څېړنیز بنسټ کې د منځني ختیځ د څانګې مرستیال دی، ویلي چې افغانستان د ټرمپ په دویم حکومت کې د ټیټې کچې پر لومړیتوب بدل شوی دی. نوموړي طالبانو ته سپارښتنه کړې چې د انزوا پر ځای له نړیوالې ټولنې سره معتدل چلند غوره کړي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه ناسته پای ته ورسېده

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۱۹ GMT+۱

په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ شپږمه ناسته پای ته ورسېده. د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا بحثونه کړي دي، خو د ناستې د پرېکړو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یادې درې اړخیزې ناستې پرمهال ویلي، چې په سیمه کې په ګڼو برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره فرصتونه پیدا شوي او کولای شي، چې دا فرصتونو د خپلو هېوادونو په ګټه وکاروي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د متقي له قوله ویلي:« دا درې اړخیز میکانیزم موږ ته د دې فرصت راکوي، چې د همکاریو د لا پراختیا پر لارو چارو عملي او متمرکز بحثونه ولرو.»

همدارنګه متقي ویلي، طالبان هڅه کوي، چې د افغانستان د امنیتي ننګونو له روایت څخه د اقتصادي اتصال د څلور لار په روایت بدل کړي.

متقي زیاته کړې:« موږ خپله بهرنۍ پالیسي د اقتصاد په محور اعلان کړه او هڅه مو داده چې افغانستان د امنیتي ننګونو له روایت څخه د اقتصادي نښلون د څلور لارې په روایت بدل کړو او نوي ځمکني واقعیتونه هم زموږ د دغه سیاست له بریالیتوب سره مرسته کوي.»

متقي په یاده درې اړخیزه ناسته کې ویلي، چې اقتصادي موضوات دې له نورو مسایلو سره نه تړل کیږي.

طالبانو ویلي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر په دغه ناسته کې له افغانستان سره خپلې اړیکې مخ پر وده بللې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو زیاتوالی ستایلی او ویلي یې دې، چې دواړه هېوادونه به نور پرمختګ هم ولري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا د یادې درې اړخیزې ناستې پرمهال د امنیتي ننګونو او مسایلو په اړه بحث په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې.

عراقچي: موږ لا تر اوسه د افغانستان د واکمنې ډلې له رسمیت پېژندنې لرې یو

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۱۷ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، چې ایران لا هم د طالبانو له رسمیت پېژندنې سره فاصله لري خو له دې ډلې سره نږدې همکاري لري. عراقچي وايي، په افغانستان کې د شیعه وو امنیت شوی، خو په تېرو کلونو کې یې حقوقو ته درناوی نه دی شوی.

عراقچي د ایرنا اژانس «ډیپلوماسۍ مېز » خپرونه کې وویل، چې له طالبانو سره یې اړیکې یو څرګند دلیل لري او هغه د ایران د ولس ګټې دي.

نوموړي زیاته کړه، « موږ له افغانستان سره شاوخوا زر کیلومتره ګډه پوله لرو او ګڼ شمېر ننګونې هم ورسره تړلې دي؛ له کډوالو نیولې تر نشه يي توکو پورې، د خپلو پولو امنیت، په افغانستان کې ترهګري، د اوبو موضوع، د دواړو هېوادونو سوداګري، د فارسي ژبې اړیکې او د خلکو امنیت، په ځانګړي ډول د شیعه وګړو امنیت».

نوموړي وویل، چې تهران له اتو تر لسو اساسي او مهمو ستونزو سره مخامخ دی، چې له پامه یې نه شي غورځولی.

هغه زیاته کړه، چې د دغو موضوعاتو څارنه د افغانستان له اوسني حکومت سره خبرو ته اړتيا لري او خبرې روانې دي.

عراقچي وايي، « نو ځکه زموږ ترمنځ ډيپلوماسي فعاله ده. زه خپله کابل ته تللی یم او زما نور همکاران هم تګ راتګ لري او بیا به هم سفرونه کوي. همدارنګه د وزارتونو چارواکي هم کابل ته لېږل کېږي. دا موضوعات چې ما یاد کړل او نور ډېر مسایل تل زموږ د اجنډا برخه دي. خو لا تر اوسه هغه ځای ته نه یو رسېدلي چې وکولای شو رسمي یې وپېژنو».

عراقچي په خپلو خبرو کې وویل، چې په ځینو برخو کې یې له طالبانو سره ښه پرمختګ کړی دی او په ځینو کې نه.

هغه د ایران د پولو امنیت په تېرو څلورو کلونو کې تر پخوا ښه وباله او ویې ویل، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې امنیت ښه ټینګ کړی دی.

هغه دغه راز د شیعه وو د امنیت په تړاو وویل، چې امنیت یې ښه شوی، خو په تېرو کلونو کې د هغوی حقوقو ته درناوی نه دی شوی.

د اوبو په برخه کې عراقچي وضعیت یو څه ښه وباله خو زیاته یې کړه، چې لا هم د تهران د تمې په کچه نه دی.

عراقچي وايي، د دواړو خواوو ترمنځ سوداګري ښه روانه ده، خو بانکي مسایل لا حل شوي نه دي.

د کډوالو په برخه کې د همکاریو په تړاو عراقچي په خپلو خبرو کې وویل، « هغوی درې غوښتنې لرلې چې زما په اند معقولې وې: لومړۍ دا چې ستنېدل په ډله‌ییز ډول نه وي، چې دا خبره سمه ده څو هغوی وکولای شي هلته یې ښه جذب کړي؛ دویمه دا چې د درناوي په ډول ترسره شي، چې خبره یې معقوله ده او موږ هم دلته ورته پام کوو؛ درېیمه دا چې د دوی د شتمنیو په بېرته لېږلو کې، لکه که پور یا حق ولري، باید درناوی یې وشي».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، اوس د دواړو خواوو ترمنځ یو ډول تفاهم شته او شاوخوا یو میلیون کسان بېرته ستانه شوي او نه هلته کومه لویه ستونزه رامنځته شوې او نه دلته په ایران کې ستونزه پېښه شوې ده.

طالبانو د پخواني افغان هوايي ځواک هندۍ چیټل چورلکې ترمیم کړې دي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۰۲ GMT+۱

د افغانستان جمهوري حکومت ته د هند له لوري ورکړل شوې چیټل چورلکې چې له کاره غورځول شوې وې، طالبانو ترمیم او بېرته فعالې کړې دي. دغه چورلکې په یوه پوځي پرېډ کې نندارې ته وړاندې شوې دي.

یاد هوايي نندارتون د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت ترسره شو، چې پکې د Mi-17، Mi-35، UH-60 او MD-530F چورلکې هم ښودل شوې.

د میلیټارني رسنۍ د رپوټ له مخې، هند په۲۰۱۴کې د کابل له نوي حکومت سره د نېکو اړیکو د ټینګولو په هڅه کې درې «اچ اې ال چیټل» چورلکې افغانستان ته وسپارلې.

دغه چورلکې د «اچ اې ال چیټا» پرمختللې بڼې دي، چې خپله د فرانسوي «ایرو اسپاسیال SA-315 الویټ II» جواز لرونکې نسخه ده.

دغه درې بې‌وسلې چورلکې د ۲۰۱۵ کال د اپرېل په ۹مه د یوې سوداګریزې باروړونکې الوتکې له لارې افغانستان ته ولېږدول شوې او د اپرېل تر ۱۵مې پورې د جوړوونکي شرکت د استازو له خوا الوت ته له چمتو کېدو وروسته افغان هوايي ځواک ته وسپارل شوې.

چیټل چورلکې په ځانګړي ډول د غرنیو سیمو د جګړو د ملاتړ لپاره کارول کېدې.

متقي: له پاکستان سره مثبتې او په متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړو

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره په لېدنه کې ویلي، چې د خپل «متوازن او اقتصاد محوره سیاست» په رڼا کې د پاکستان په شمول له ټولې نړۍ سره مثبتې او په متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ پلاوي کابل ته د خپل سفر پرمهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره کتلي او د کابل او اسلام اباد تر منځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي سترو پروژو او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه یې خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د متقي له قوله لیکل شوي، طالبان لیواله دي، چې له پاکستان سره سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګډو پروژو ته پراختیا ورکړي او پاکستان دې په دې برخو کې د ستونزو د هوارۍ او تسهیلاتو د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

پر همدغه مهال متقي په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د حقونو د ضایع کېدو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاده لېدنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په برخه د اسانتیاوو رامنځته کولو ژمنه وکړه او دواړو لوریو د ګډې همکارۍ، د ویزو اسانتیا، د کرنیزو محصولاتو چټک انتقال او د سوداګرۍ د ودې په اړه هم بحثونه کړي دي.

د طالبانو د کابینې دوه غړي: ملا هبت الله غواړي د نجونو پر مخ د مدرسو دروازې هم وتړي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د کابینې دوو غړو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې ملا هبت الله غواړي د نجونو پر مخ د مدرسو دروازې هم وتړي. د طالبانو د کابینې یاد غړي وايي، دوه اونۍ وړاندې ملا هبت الله د کابینې په غونډه کې ويلي چې ښځې د عصري زده کړو حق نه لري او مدرسې ته تګ یې هم شرعي جواز نه لري.

د طالبانو د کابینې دغو غړو د چارشنبې په ورځ، د زمري پر ۲۹مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ملا هبت الله استدلال کوي د اسلام د درېیم خلیفه حضرت عمر په دوره کې ښځې جوماتونو ته له تګ څخه منع شوې وې.

د طالبانو د کابینې یو غړي وویل، « هغه همدا دلیل وايي‌ چې ښځه که جومات ته د تګ اجازه نه لري نو د تعلیم لپاره د وتلو هېڅ جواز نشته».

د طالبانو د کابینې یو بل غړی هم دا مساله تاییدوي او وايي چې د ملا هبت الله یاد دریځ د طالبانو د کابینې غړي نهیلي کړي دي.

له کندهاره یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې ملا هبت الله ته د هغه د کابینې هېڅ غړي قانع کوونکی ځواب نه دی ویلی او نه هم د یادې موضوع په تړاو ورسره مخالف نظر څرګند شوی دی.

سرچینه وايي: «له پیله تر اوسه د کابینې هېڅ غړي د دې جرئت نه دی پیدا کړی چې شیخ صاحب ته دلایل ووایي».

په افغانستان کې د طالبانو د دویمې واکمنۍ له پیل راهیسې دغې ډلې پر افغان نجونو او مېرمنو د زده کړو او کار دروازې بندې کړې او وروسته له څلورو کلونو هم د طالبانو بندیز دوام لري.