د طالبانو یو ملاتړی ملا: تر هغه ارام نه کښېنو چې سپین بیرغ په اسلام اباد کې ورپیږي

د طالبانو یوه ملاتړي ملا شیرعلي حماد د کابل په ګلدره سیمه کې د یو تن د جنازې په مراسمو کې خلکو ته په ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان او پاکستان کې د «جـهاد» بلنه ورکړې ده. نوموړي ویلي چې تر هغه به ارام نه شي چې سپین بیرغ په اسلاماباد کې پورته نه وي.





