• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

احمدشاه حبیبي: امریکا د حبیبي له خوشې کېدو پرته ګوانتانامو کې د طالبانو بندي نه خوشې کوي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۷ GMT+۰

د افغان-امریکايي وګړي محمودشاه حبیبي د وروستي وضعیت په اړه، د هغه ورور احمدشاه حبیبي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې امریکا د حبیبي له خوشې کېدو پرته د طالبانو د ګوانتانامو زنداني نه خوشې کوي. نوموړی وايي، ورور یې په کندهار کې ساتل کیږي.

احمدشاه حبیبي د چارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چېمعلومه نه ده چې طالبان ولې د هغه له نیولو انکار کوي، خو له دوی او د امریکا له حکومت سره شواهد او ثبوتونه شته، چې نوموړی د طالبان په زندان کې دی.

د احمدشاه حبیبي په وینا، امکان لري چې طالبان په راتلونکي کې د وخت په تېرېدو د هغه قضیه تایید کړي، خو اوس یې ساتنه د یوې احتمالي معاملې لپاره روانه ده.

نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې«امریکايي چارواکو موږ ته ویلي، چې موږ د ټولو بندیانو په اړه له طالبانو سره غږیږو، دوی موږ ته ډاډ ورکړی، چې د رحیم خلاصون زما د ورور له خلاصون پرته ناشونی دی».

هغه وویل، چې محمودشاه حبیبي په کندهار کې ساتل کیږي.

د روان کال د د وري پر درېیمه، افغانستان انټرنشنل ته دوو سرچینو وویل وویل، چې محمود شاه حبیبي د کندهار ښار په عینو مېنه کې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال رازق په میلمستون کې چې ملا هبت الله اخوندزاده غصب کړی، ساتل کیږي.

دغه میلمستون د عینو مېني په «ډبیلیو» سړک پروت دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ملا هبت الله اخوندزاده پخوا دغه میلمستون د خپلو ځینو لیدنو په موخه کاراوه، خو له ډیرې مودې راهیسې بیا دلته نه دی تللی.

طالبانو د کندهار په دغه مجلل ښار ګوټي کې د میلمستون شاوخوا له څلور تر پنځه سړکونه د عامو خلکو د تګ راتګ پر مخ له ډیر پخوا راهیسې بند کړي.

دغو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې یاد میلمستون ته د ملا هبت الله اخوندزاده د ساتونکو له لوري ډاکټران راوستل کیږي، خو دا نه شي تایید ولای چې یاد ډاکټران د چا د تداوي لپاره میلمستون ته ځي.

له دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې محمود شاه حبیبي په کندهار ښار کې د عینو مېني د دروازې مخامخ د تېر جمهوري نظام پر مهال د کندهار ولایت د ملي امنیت د تحقیقاتو مرکز کې، چې اوس ملا هبت الله ورڅخه د شخصي زندان په توګه استفاده کوي، ساتل کیږي.

هغه مهال د محمود شاه حبیبي کورنۍ کندهار ته د هغه انتقال تایید کړی و.

ځینې سرچینې وايي، چې یو بل امریکایی زنداني هم دغه زندان ته انتقال شوی، خو تر اوسه طالبانو ددې دواړو زندانیانو د ځای ځایکي په اړه څه نه دي ویلي او نه هم د حبیبي نیول کېدل تاییدوي.

محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په لسمه، د خپل کور له مخې له خپل موټر چلونکي سره یوځای د طالبانو له خوا ونیول شو. په کوم شرکت کې چې حبیبي کار کاوه، ۲۹ نور کارکوونکې یې هم طالبانو ونیول، خو د حبیبي همکاران ځینې دوه ورځې، ځینې اونۍ او ځینې څلور میاشتې وروسته د ده د موټر چلونکي په ګډون خوشې شول، خو نوموړیڅه باندې دوه کاله کیږي چې لاهم د طالبانو په بند کې دی.

د محمود شاه حبیبي ورور وویل: «موږ له ډېرو طالب چارواکو سره لیدلي، استخباراتو کې مو له طالب چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي. دوی موږ ته تایید کړې وه، چې حبیبي له دوی سره دی او موږ ته یې دا ډاډ هم راکړی و، چې ډېر ژر به هغه خوشې کړي».

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلو وروستیو څرګندونو کې یوځل بیا د حبیبي د نیول کېدو په تړاو ناخبري ښودلې ده.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

یونېسف: په افغانستان کې تعلیمي نظام له جدي ننګونو سره مخ دی

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي، چې په افغانستان کې تعلیمي نظام له جدي ننګونو سره مخ دی، خو جوړېدل یې شونی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام په غبرګون پر خپلې اېکس‌پاڼې لیلکي، چې په افغانستان کې تعلیمي نظام له جدي خنډونو سره مخ دی، خو جوړېدل یې شونی دی.

یونېسف زیاته کړې:« د نجونو پر ثانوي زده کړو بندیز لرې کولو به نجونو ته اجازه ورکړي، چې مهارتونه ترلاسه کړي، د روغتیا په څېر حیاتي مسلکونو ته داخل شي او د خپلو کورنیو، ټولنو او د هېواد راتلونکی پیاوړی کړي».

د یونېسف ادارې دا څرګندونې پرداسې مهال کړي، چې په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر یو پخوانۍ ویډیو کلیپ پر ټولنیزو رسنیو ډېر لاس پر لاس کېږي. نوموړي ویلي، چې د نجونو د زده کړو په اړه پوښتنې کولو لاندې هم د امرثاني پورې بندیز لګول شوی دی.

روشن او اغاخان بنسټ له طالبانو سره په مخابراتي سکټور کې د لاهمکارۍ ژمنه کړې

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي حمدالله نعماني په اسیا او افریقا کې د اغاخان بنسټ له اجرایوي رییس لطف کسم او په افغانستان کې دیاد بنسټ له سفیر ډاکټر نجم‌الدین نجم او د روشن مخابراتي شرکت له رییس سره کتلي دي.

یاد وزارت ویلي چې په دې کتنه کې د افغانستان د مخابراتي سکټور د ودې او پراختیا، او همدارنګه لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي پوښښ د غځولو په اړه خبرې وشوې.

نعماني د اغاخان بنسټ او روشن مخابراتي شرکت له همکاریو او ژمنتیا مننه کړې او ټینګار یې کړی چې یاد بنسټونه په افغانستان کې د مخابراتي خدماتو د پراختیا او د سکټور د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.

د طالبانو د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې، د اغاخان بنسټ او روشن استازو په افغانستان کې د خپلو ترسره شویو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه نعماني ته د معلوماتو او ډاډ تر څنګ د خدماتو د لا پراختیا ژمنه ور کړې ده.

د طالبانو یو ملاتړی ملا: تر هغه ارام نه کښېنو چې سپین بیرغ په اسلام اباد کې ورپیږي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۶ GMT+۰

د طالبانو یوه ملاتړي ملا شیرعلي حماد د کابل په ګلدره سیمه کې د یو تن د جنازې په مراسمو کې خلکو ته په ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان او پاکستان کې د «جـهاد» بلنه ورکړې ده. نوموړي ویلي چې تر هغه به ارام نه شي چې سپین بیرغ په اسلام‌اباد کې پورته نه وي.

شیرعلي حماد دا څرګندونې د ایوب په نامه یو کس، چې په ذاکر مشهور و، د جنازې پر مهال په خپله وینا کې کړې دي.

شیرعلي حماد په خپله تونده وینا کې، چې ویډیو یې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، د منځنۍ اسیا د هېوادونو او پاکستان نظامونه «پارلماني او کفري» بللي دي.

هغه د دغو حکومتونو نسکورول او په دې هېوادونو کې د اسلامي نظام د جوړولو لپاره «جهاد» ضروري ګڼلی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو څو ځله ټینګار کړی، د افغانستان تر کنټرول لاندې د هغوی اداره د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ګواښ نه ده. طالبان ادعا کوي چې له سیمې هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو او پاکستان په پرله پسې ډول په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د شته والي او فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګندوي، خو طالبان وايي، د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد خلاف نه کاریږي.

طالبانو ددې ویډیو او د شیرعلي حماد په نامه خپل ملاتړي په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

ظاهرا نوموړی د طالبانو رسمي چارواکی نه ښکاري، خو په خپلو خبرو کې د طالبانو د نظام ملاتړ کو ي او د نورو وسله والو ډلو لپاره یې د یو موډل په توګه وړاندې کوي.

هند افغانستان ته ۲،۵ ټنه د سرطان ضد درمل استولي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې هند د خپلو همکاریو په دوام ۲،۵ ټنه د سرطان ضد درملو بله جوپه کابل ته لیږلې ده.

طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر ویلي چې تر دې مخکې هم هند له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې کابل ته ۷،۵ ټنه د سرطان ضد درمل استولي وو.

د هند مرسته په داسې حال کې ده چې د طالبانو ماليې وزارت د سلواغې په لومړۍ نېټه خبرداری ورکړ، چې د روانې سلواغې میاشتې تر ۱۹مې نېټې وروسته له پاکستان نه هر ډول وارېدوونکي درمل نه محصولېږي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پرېکړه د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په سپارښتنه شوې ده.

د حج ادا کولو لپاره څه باندې ۹۸ زره افغانانو نوم لیکنه کړې

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۰

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۰۵ ل کال د حج فریضې د ادا کولو لپاره د نوملیکنې د متقاضیانو ترمنځ د قرعه اچونې بهیر پیل کړ. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۹۸ زره، ۷۷۲ متقاضیانو نوم لیکنه کړې وه.

یاد وزارت زیاتوي چې دغه بهیر د اړوندو ادارو د استازو په حضور او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ټاکل شويو اصولو له مخې ترسره شو.

د وزارت مسلکي مرستیال مولوي محمد حامد حسیب، د بهیر د څرنګوالي او شفافیت په اړه وویل چې د نویو متقاضیانو د نوم‌لیکنې پروسه د مرغومي میاشتې په ۲۴ نېټه په کابل او ټولو ولایتونو کې پیل او د د سلواغې میاشتې په ۴ نېټه پای ته ورسېده.

د کابل ښار د ناحیو په شمول په ټول هېواد کې اته نوي زره، اووه سوه او دوه اویا تنو نویو متقاضیانو د حج ادا کولو لپاره نوم لیکنه کړې او نن چارشنبه د هغوی ترمنځ د قرعه اچونې بهیر پیل شو.

حسیب زیاته کړه چې د قرعې اچونې له لارې منتخب شوي متقاضیان به د سږ کال د حج لپاره واستول شي.