• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عزیزي ګروپ وایي، بامیانو کې له سکرو د ۸۰۰مېګاواټه برېښنا تولیدي پروژه پیلوي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۰۹ GMT+۱

د عزیزي ګروپ د دفتر رییس عزت الله نیازمند په بامیان ولایت کې د طالبانو والي سره ناسته کې خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۸۰۰مېګاواټه برېښنا تولید پروژه پیلوي. په همدې تړاو خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژه د بامیان په سیغان او کهمرد ولسوالیو کې د سکرو له زېرمو څخه پلي کېږي.

د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د «عزیزي انرژي» د پروژو د پلي کولو مسوول انجینیر کورکوت اوز ترکمن څرګنده کړه، چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دفتر په همغږۍ او د همدې ډلې د اوبو او برېښنا، کانونو او پټرولیم وزارتونو په همکارۍ د برېښنا د تولید یوه ستره پروژه د ټولټال ۸۰۰ مېلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت په بامیان ولایت کې پلې کېږي.

هغه وویل، دغه پروژه به په دوو جلا پړاوونو کې د بامیان د سیغان او کهمرد ولسوالیو د سکرو له زېرمو څخه د برېښنا تولید ته عملي بڼه ورکړي. د هغه په وینا؛ پروژه د عزېزي انرژي له لوري تمویلېږي او د هغې په پیل سره به زرګونه دندې د بامیان ولایت اوسېدونکو ته برابرې شي او ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا به د هېواد عمومي شبکې ته تولید او ولېږدول شي.

انجنیر ترکمن زیاته کړه، چې د انرژۍ تولید به یوازې د سکرو په کارولو محدود نه وي؛ بلکې د ګازو، اوبو، لمر او باد له سرچینو څخه به هم په بېلابېلو ولایتونو کې ګټه پورته شي.

په بامیان ولایت کې د طالبانو والي مولوي عبدالله سرحدي د ناستې پر مهال ویلي، د دغې مهمې پروژې پلي کېدل د بامیان د خلکو یو له لویو هیلو څخه ده؛ څو د برېښنا انرژۍ ته لاسرسی ومومي. تر لیدنې وروسته د عزیزي ګروپ تخنیکي پلاوي په سیغان او کهمرد ولسوالیو کې د سکرو د استخراج له سیمو هم لیدنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې میرویس عزیزي په کابل کې اعلان وکړ چې د ۱۰مېلیارده ډالرو په ارزښت افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پانګونه کوي. هغه ویلي و، چې د دغه پانګونې په پایله کې به د ۱۰زره مېګاواټه تولیدي برېښنا زمینه برابره شي.

خو د مخکیني جمهوري نظام د لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون یو شمېر سیاست‌والو او د چارو کارپوهانو د میرویس عزیزي دغه ژمنې تشې لافې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې دغه چاره یوازې تبلیغاتي بڼه لري او نوموړي سره دومره شتمني هم نه‌شته.

صالح میرویس عزیزي په فساد، د تورو پیسو په لرلو او په لافو شافو تورن کړی دی.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

هرات کې د سوځېدلي موټر ځینې قربانیان له ایرانه اېستل شوي افغان نظامیان دي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۴۲ GMT+۱

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان د خپلو موندنو له مخې ادعا کړې، په هرات ولایت کې د موټر سوځېدنې د وروستۍ پېښې د قربانیانو شمېر له ۸۰ لوړ دی او یو شمېر پخواني پوځیان هم په‌کې شامل دي چې د ایران له لوري په جبري توګه اېستل شوي وو.

د راپورونو له مخې؛ له ایرانه په زور اېستل شوي د پخواني جمهوري نظام یو شمېر سرتېري په هېواد کې د‌ طالبانو له لوري شکنجه شوي، زنداني شوي او ان وژل شوي هم دي.

یاد سازمان له ایرانه د افغان کډوالو اېستل له نړۍوالو قوانینو سره په تضاد کې عمل بللی او دا یې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده. د بې‌ځایه شویو سازمان مشر محمد اشرف حیدري له ایرانه غوښتي، چې ژر تر ژره دې د کډوالو ضد تګلارې ته د پای ټکی کېږدي.

ایران یوازې په تېرو ۲میاشتو کې له دغه هېواده یو مېلیون افغانان په زوره اېستلي او دغه لړۍ لا هم روانه ده. هم‌مهاله په افغانستان کې دغه کډوال د لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي، بې‌روزګارۍ، د سرپناوو له نشتوالي او له سخت فقر سره مخامخ شوي دي.

باورونه دا دي، چې طالبان د کډوالو د ستنېدو د روان بهیر په مدیریت کې پاتې راغلي او لازم امکانات یې هم ورته نه‌دي برابر کړي. په همدې ترڅ کې پاکستان هم خبرداری ورکړی، چې د اګسټ میاشتې له ۳۱مې نېټې وروسته به د کډوالو د اېستلو درېیمه څپه پیل کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم ورته مهال خبرداری ورکړی، چې ګاونډي هېوادونه نور په افغان کډوالو کې خپلې ګټې نه‌ګوري او ښايي په نږدې راتلونکي کې ۶مېلیونه افغانان خپل هېواد ته په جبري‌ توګه ستانه کړای شي.

چترالي سیاست‌وال او مدني ټولنې: پاکستان دې افغان کډوالو ته ۳میاشتې نور وخت ورکړي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۴۵ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د چترال ولسوالۍ مدني فعالانو او سیاست‌والو د پاکستان له مرکزي حکومت غوښتي، چې د افغان کډوالو د ستنېدنې لړۍ دې لږ تر لږه درې میاشتې نوره وځنډوي؛ څو دوی وکولای شي خپلې شخصي چارې، ملکیتونه او سوداګریز معاملات را غونډ کړي.

د چترال مشرانو په یوې غونډه کې ویلي، چې په ۱۹۷۹کال کې د شوروي ځواکونو تر یرغل وروسته د دوی په سیمه کې افغانان مېشت شوي او هلته سره خورا ښه ژوند لري. د ناستې ګډونوالو له اسلام اباده وغوښتل، چې د اګست تر ۳۰مې نېټې ټاکل شوی د ستنېدنې مهالوېش لږ تر لږه درې میاشتې وغځوي.

د قاري عبدالسلام په نوم یو افغان کډوال ویلي، چې دوی له لسیزو راهیسې په چترال کې مېشت دي او ان د دوی د کورنیو ډېری غړي په همدې ولسوالۍ کې زېږیدلي دي. هغه ټینګار کړی، چې باید پاکستان د ستنېدو لپاره دوی ته ټاکل شوې موده نوره هم وغځوي.

تر دې وړاندې د پېښور په بورډ بازار کې هم د کډوالو او کاروباریانو ځايي ټولنې ویلي و، چې د اګسټ تر ۳۱مې نېټې پورې یې د کاروبارونو راټولول ستونزمن کار دی او باید دوی ته فرصت ورکړل شي؛ څو خپلې سوداګریزې چارې راټولې کړي.

همدا راز پاکستان کې مېشت افغانان د خپلو شتمنیو، کورونو او ملکیتونو په تړاو اندېښنې لري. دوی ادعا لري، چې په دومره لږ وخت کې د دغو ملکیتونو پلور ستونزمن کار دی او باید اسلام‌اباد پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

هم‌مهاله د خېبر پښتونخوا ایالت سر وزیر علي امین ګنډاپور د افغانانو له اېستلو سره مخالفت کړی او غوښتنه یې کړې، چې پاکستان کې زېږېدلو افغانانو ته باید د دغه هېواد تابعیت ورکړل شي.

همدا راز د جماعت اسلامي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم له اسلام اباده غوښتي؛ څو هغه افغانان چې پاکستان کې لویې پانګې او کاروبارونه لري یا هم مسلکي او تخنیکي کسان وي، باید د پاکستان تابعیت ورکړل شي. په ورته مهال ملګرو ملتونو هم د اسلام‌اباد پر یادې پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې ده.

پاکستان پرېکړې کړې، چې د اګسټ میاشتې له ۳۱مې نېټې وروسته په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو سره ثبت د «پي او ار» کارت لرونکي نږدې ۱.۷مېلیونه افغان کډوال له خپل هېواده وباسي. په ورته وخت کې له ایرانه هم د کډوالو د اېستلو څپې روانې دي، چې د تېرو دوو میاشتو په لړ کې یو مېلیون افغانان له یاد هېواد څخه هم په جبري‌ توګه اېستل شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونو اندېښنه ښوولې، چې د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان له لوږې، فقر، بې‌روزګارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د دغو کډوالو په ورتګ سره دغه ناورین لا پسې پراخ او جدي شوی دی.

جرمني کې یوې محکمې له بهرنیو چارو وزارت غوښتي، چې ژر تر ژره ځنډېدلو افغانانو ته ویزې ورکړي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۴۶ GMT+۱

د برلین اداري محکمې د جرمني بهرنیو چارو وزارت ته خبرداری ورکړی، که یې هغو افغانانو ته چې لا له وړاندې یې په دغه هېواد کې د مېشتېدو ژمنې ترلاسه کړې ویزې ورنه‌ کړي؛ نو درنې مالي جریمې به پرې ولګوي.

یادې محکمې وزارت مکلف کړی چې تر چهارشنبې پورې څرګنده کړي، د ویزو د صادرولو لپاره یې کوم عملي ګامونه اخیستي دي. زیاته شوې که، په دې تړاو یې سپیناوی ورنه‌کړ په سملاسي توګه به پر یاد وزارت جریمې پلي شي.

د ولټ په نوم یوې جرمنۍ ورځپاڼې لیکلي، یادې محکمې تر دې دمه شل ورته بېړنۍ پرېکړې کړې دي چې په کې ټینګار شوی، د جرمني حکومت د خپلو قانوني ژمنو پر بنسټ اړ دی افغانانو ته ویزې ورکړي. له دې ډلې یو دعوه کوونکی چې د پوهنتون استاد دی؛ له څو میاشتو راهیسې د خپلې کورنۍ د ۱۳ غړو سره په ګډه د ویزې په تمه پاکستان کې ژوند تېروي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت په ځینو دوسیو کې د برلین لوړې اداري محکمې ته شکایت کړی و؛ خو دغه محکمې لږ تر لږه په یوه مورد کې د حکم د ځنډولو غوښتنه رد کړه.

د جرمني د فدرالي حکومت د افغانانو د منلو پروګرام د ۲۰۲۲کال په اکټوبر میاشت کې پیل شوی و، چې موخه یې د ګواښ سره مخ افغانانو او د هغوی د کورنیو لېږد وو؛ خو د جرمني د کورنيو چارو نوي وزیر الکساندر دبرېنت سږ کال په پسرلي کې دغه پروګرام ودراوه.

اوس‌مهال له دوو زرو زیات افغانان چې د جرمني د منلو ژمنه لري، په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او په دغه هېواد کې یې د استوګنې ویزې هم پای ته رسېدلې دي. له دې ډلو ځینو یې شکایتونه کړي، چې افغانستان ته د اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي.

تېره اونۍ په اسلام‌اباد کې د جرمني له لوري ملاتړ کېدونکو هوټلونو یا مېلمستونونو ته پاکستاني پولیس ورغلي، هلته یې د افغانانو خونې تالاشي کړې او نږدې ۴۰۰هغه افغانان چې ویزې یې نه لرلې نیولي او نیمایي یې افغانستان ته ستانه کړي دي. همدا راز نیمایي نور د جرمني حکومت په منځګړیتوب د لنډمهال لپاره خوشې کړای شوي دي.

پاکستان څو ځلې له جرمني غوښتنه کړې، چې د دغو افغانانو برخلیک دې روښانه کړي؛ که نه هغه افغانان چې ویزې یې ختمې شوې دي، دوی به یې نور له خپل هېواده وباسي. له دې سره، سره بیا هم د جرمني حکومت تر اوسه کوم عملي ګام نه‌دی پورته کړی.

له تېرو څلورو میاشتو راهیسې له اسلام‌اباد څخه جرمني ته د افغانانو د لېږد بهیر په بشپړه توګه په ټپه ولاړ دی. اوس د جرمني محکمې کولای شي د بهرنیو چارو وزارت اړ کړي، چې د خپلې قانوني ژمنې له مخې د افغانانو د اېستلو بهیر بیا پیل کړي.

د طالباني حاکمیت تر سیوري لاندې د وسله‌والو پېښو دوام؛ په خوست کې یو ځوان وژل شوی

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۱۸ GMT+۱

د خوست ولایت لږترلږه دوو سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې ناڅرګندو وسله‌والو په دغه ولایت کې یو ځوان په ډزو وژلی دی. د سرچینو په وینا؛ د «بهارګل» په نوم ځوان نه دوه مېرمنې او ۱۰ ماشومان بې‌‌سرپرسته پاتې شوي دي.

سرچینو زیاته کړې، چې نوموړی ځوان پرون غرمه (چهارشنبه، د زمري ۲۹مه) د خوست ښار په ګڼه‌ګوڼه کې د ناڅرګندو وسله‌والو له‌خوا وژل شوی دی. د سرچینو په خبره؛ وسله‌وال د دغه ځوان تر وژل‌کېدو وروسته په ارامۍ له ښاره وتلي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې بهارګل د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکی و. سرچینې زیاتوي، چې یاد ځوان هېڅ راز شخصي ستونزه او یا دښمني نه‌لرله.

کوم چا یا ډلې تر اوسه د نوموړي ځوان د وژنې مسوولیت نه‌دی منلی. طالبانو هم تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

د طالباني حاکمیت تر سیوري لاندې د وسله‌والو پېښو بې‌ساري ډېرېدل د دغې ډلې د امنیت خوندیتوب ادعا تر پوښتنې لاندې راولي. شاوخوا درې ورځې وړاندې په ننګرهار کې د برېټانوي ځواکونو د یوه افغان همکار د کورنۍ شپږ غړي هم وژل شوي وو. په دې پېښه کې د نوموړي پلار، مېرمن، درې لوڼې او یو زوی وژل شوي دي.

طالبانو له پېښې دوه ورځې وروسته پرون (چهارشنبه) په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په سلطان‌پور سیمه کې ناڅرګندو وسله‌والو د یوې کورنۍ شپږ غړي د وسلې او چړو پر مټ وژلي دي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې د برېټانیا د دفاع وزارت اړوندو اسنادو تر افشا کېدو وروسته د پخوانیو افغان سرتېرو د ژوند خوندیتوب په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

افغانستان یو مشروع او ځواب ویوونکي نظام ته سخته اړتیا لري

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۱

د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا اعلان کړی، چې په هېواد کې پرله‌پسې پېښېدونکی ناورین ښيي چې افغانستان پرته له یوه مشروع، ځواب ورکوونکي او ملي پروګرام لرونکي نظام نه‌شي کولای د خپلو وګړو ژوند خوندي کړي.

دغه شورا په یوه خبرپاڼه کې د هرات د مرګونې پېښې په تړاو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. په یاده پېښه له ایرانه تازه راستانه شوي ۷۹ افغانان په یوه مساپر وړونکي موټر کې وسوځېدل او لا تر اوسه یې لامل هم څرګند نه شو. په مړو شویو کسانو کې یوازې ۱۷تنه یې ماشومان وو.

یادې شورا ټینګار کړی، دغه پېښه د هغو ورځنیو تراژیدیو یو انځور دی چې افغانان یې د جبري کډوالۍ او ګاونډیو هېوادونو څخه په ډله‌ییزه توګه د اېستنې په لړ کې تجربه کوي. د شورا د څرګندونو له مخې؛ یوازې په وروستیو څو میاشتو کې نږدې ۱.۸ مېلیونه افغان کډوال له ایرانه، تر ۱۸۴زرو زیات له پاکستانه او تر پنځه زرو زیات له ترکیې نه په جبري ډول بېرته هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي‌، چې د اېستلو د دغه بهیر سره هم‌مهاله په هېواد کې دا وګړي د اسانتیاوو له نشتوالي او ټرافیکي پېښو تر څنګ له ګڼو نورو ننګوونو سره مخ دي. د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو شورا خبرداری ورکړی، چې د دغه ډول حالت دوام د ملي مدیریت په تړاو ژور ناورین را څرګندوي.

خبرپاڼه کې وړاندې لیکل شوي: «نن افغانستان د هر وخت نه زیات د یوه مشروع او ځواب ورکوونکي نظام او ملي برنامې ته اړتیا لري؛ څو د خپلو وګړو ژوند وژغوري». له دغې شورا ور هاخوا یو شمېر نورو سیاست‌والو او بشري سازمانونو هم نیوکې کړې دي، چې طالبان ستنېدونکو افغانانو ته د لومړنیو اسانتیاوو تر څنګ ان د خوندیتوب په برخه کې هم پاتې راغلي او دا بهیر له مدیریتي ګډوډۍ سره مخ دی.

طالبانو پرون خبر ورکړی، چې د هرات د وروستۍ پېښې اړوند یې له شرکت څخه خپلې څېړنې پیل کړې دي او ژر به دا په ډاګه کړي چې یاده پېښه ولې رامنځته شوې ده. همدا راز،‌ واکمنې ډلې تېره ورځ د یادې پېښې د ټولو قربانیانو جسدونه په یوې پوځي الوتکه کې کابل ته لېږدولي دي.