ورځپاڼه وايي، چې دا انتقال د طالبانو او د ايران د سپاه پاسداران ترمنځ د هغې پټې هوکړې برخه دی، چې هدف یې په افغانستان کې له بریټانیايي ځواکونو سره د همکارو افغان سرتېرو نیول دي.
ویل کېږي یاد درې کسان د هغه نوملړ برخه دي، چې په دې وروستیو کې د بریټانیا له دفاع وزارت نه افشا شوی.
د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغو کسانو د سپارلو پرېکړه کابل ته تېره اونۍ د سپاه پاسداران د جګپوړو چارواکو د سفر په ترڅ کې شوې ده. د ورځپاڼې په باور، ددغه سفر هدف د استخباراتي معلوماتو د شریکولو یو رسمي تړون دی، چې دواړو حکومتونو ته د افشا شوي نوملړ د اړوندو کسانو د تعقیب اجازه ور کوي.
جګپوړو طالب سرچینو ویلي، چې شکمن جاسوسان په کابل کې نیول شوي او تهران ته د هغوی د انتقال لپاره د کورنیو چارو وزارت د اجازې په تمه دي.
ټلګراف وايي، ایران غواړي دا شکمن جاسوسان له لویدیزو هېوادونو سره د اتومي پروګرام خبرو کې د فشار وسیله وګرځوي، په داسې حال کې چې طالبان غواړي د دې همکاریو په بدل کې په رسمیت وپېژندل شي.
په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې په تېرو څو اونیو کې طالبانو لږ تر لږه ۱۳ کسان، چې نومونه یې په افشا شوي نوملړ کې شامل وو، په کندهار کې په یوه کور کې ساتلي دي. طالبانو د هغوی نومونه د ایران سپاه پاسداران ته ورکړي او هغوی درې کسان چې په باور یې د بریتانیا جاسوسان وو، غوښتي دي.
په کندهار کې یوه لوړپوړي طالب چارواکي ویلي، «د کور دننه د کسانو نومونه د سپاه پاسداران د افسرانو له لیدنې وروسته تهران ته ولېږل شول، هغوی بیا ځواب ورکړ چې درې کسان یې جاسوسان ګڼي او غواړي یې». هغه زیاته کړه: «د شنبې ورځ دغه درې کسان په تړلو سترګو له کوره راو ایستل شول او دالوتکې له لارې کابل ته انتقال شول».
په کابل کې یو بل لوړپوړي طالب چارواکي ټلګراف ته ویلي، چې ځینې ډلې له ایران سره د همکارۍ مخالفې وې ځکه تهران له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کړی و، خو د ایران د ډیپلوماتیکې رسمیت پېژندنې د ترلاسه کولو امکان په پای کې د پرېکړې توازن بدل کړ.
د سپاه پاسداران او طالبانو ترمنځ دغې موافقې د کابل د طالبانو او د کندهار ترمنځ اختلافونه ژور کړي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني استدلال کوي چې طالبان باید د بریتانیا پر وړاندې دغه «ارزښتمنې شتمنۍ» له لاسه ور نه کړي.
د طالبانو یوه چارواکي ټلګراف ته ویلي، چې د کورنیو چارو وزیر د درې شکمنو جاسوسانو په سپارلو خوښ نه دی: «زه حتا فکر نه کوم چې حقاني پخپله هم خوشحاله وي ځکه هغه له لوی ملا سره په شخړه کې دی».
هغه زیاته کړه: «کله چې له کندهاره امر راځي، حقاني له هو پرته بل انتخاب نه لري».