• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د مرستو پرې کېدل د افغان مېندو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۱۵ GMT+۱

د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د روغتیایي مرکزونو له تړل کېدو سره، زرګونه ښځې او ماشومان له جدي مرګوني ګواښ سره مخ شوي. د دغه ناورین اصلي لامل د امریکا د بشري مرستو بې‌ساری کمښت بلل شوی، چې یو وخت په افغانستان کې د روغتیايي او پرمختیایي پروژو ترټولو ستره تمویل کوونکې بلل کېده.

د کلینیکونو تړل کېدل او اغېزې یې

د ټایم مجلې د یوه ځانګړي راپور له‌مخې؛ یوازې په دایکنډي کې چې د افغانستان یو له ډېرو محرومو ولایتونو څخه دی، د «کورنیو روغتیایي مرکزونو» په نوم ۲۱ کلینیکونه تړل شوي دي. دغه کلینیکونه چې د قابلو، پاکوونکو او ساتوونکو له‌خوا اداره کېدل، د غرنیو او لاسرسي وړ سیمو کې د ښځو او ماشومانو لپاره روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي یوازینۍ لاره وه.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو او د بهرنیو مرستو تر کمېدو وروسته، اوس‌مهال په ټول هېواد کې د بودجې د نشتوالي له امله تر ۴۲۲ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

د بحران له زړه څخه د انسانانو روایتونه
د سنګ تخت ولسوالۍ یوې ۳۴ کلنې قابلې عاطفې د خپل کلینیک له تړلو وروسته وویل: «مېندې او ماشومان به مړه شي.» نوموړې اوس له ناروغانو سره په شخصي توګه د مرستې لپاره هېڅ وسیله نه‌لري.

۳۸ کلنه افغانه مېرمن مریم روغتون ته پر لاره مړه شوې؛ ځکه چې د هغې کور ته نږدې کلینیک تړل شوی و او قابله له دندې ګوښه شوې وه. د هغې ماشوم هم ژوندی پاتې نه‌شو.
د ورس اوسېدونکې ګل چمنه چې درې کاله کېږي قابله ده، وویل: «زه د خپل راتلونکي او خپلو ماشومانو په اړه اندېښمنه یم. زه نور دنده نه‌لرم او زما سپما په ختمېدو ده.»

د ناورین پراخ اړخونه
د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی، چې د مرستو کمښت کولای شي په افغانستان کې د مېندو د مړینې په کمښت کې نړۍوالې لاسته راوړنې له‌منځه یوسي. له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۲۳کاله پورې په ټوله نړۍ کې د مېندو مړینه ۴۰سلنه کمه شوې؛ خو افغانستان لا هم د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې د مېندو د مړینې کچه په‌کې لوړه ده.
د سیمه‌ییزو کلینیکونو د نشتوالي له امله ډېری ښځې اړې دي، چې د ولسوالیو یا ولایتي روغتونونو ته په خطرناکو لارو ساعتونه-ساعتونه سفر وکړي او ډېری یې د رسېدو دمخه مړې کېږي.

د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت ویلي، چې طالبان هڅه کوي په بهرنیو مرستو کې لاس وهنه وکړي. په پایله کې بشرپاله مرستې پرې شوې، چې د ملګرو ملتونو او د هغې د ملګرو ادارو له‌خوا د پراختیایي پروژو د دروېدو لامل شوې دي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د یوه زنداني خبریال د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۳۸ GMT+۱

د پنجشنبې په ورځ (د زمري په ۳۰مه) په خواله رسنیو کې د طالبانو اړوندو پاڼو د شکېب احمد نظري په نوم د یوه زنداني خبریال د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه. طالبانو ښاغلی نظري (د زمري په ۲مه نېټه) له افغانستانه بهر له افغان رسنیو سره د همکارۍ په تور نیولی و.

په هغه ویډیو کې چې د طالبانو پر اېکس پاڼه خپره شوې نظري اعتراف کوي، چې د ښځو د حقونو او مدني اعتراضونو په اړه یې له افغانستان څخه بهر رسنیو ته ځينې راپورونه استولي دي.

دغه ډول هغه وايي، چې د خبریال د ورځې په مناسبت یې یوه بهرني ټلوېزیون ته ویډیو استولې او د ښځینه اعتراض کوونکو ځینې مطالب یې بیا ځلې خپاره کړي دي.

تر اوسه دا څرګنده نه‌ده، چې دغه ویډیو په کومو شرایطو کې ثبت شوې ده.

د خبریالانو ملاتړو بنسټونو په تېرو څلورو کلونو کې د رسنیو پر وړاندې د سرغړونو سلګونه پېښې ثبت کړې دي او دغه سرغړونې طالبانو کړې دي؛ لکه د خبریالانو نیول، شکنجه کول، ګواښل او د رسنیو تړل.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، طالبان د خپلواکو رسنیو په تړلو او سانسورولو سره د امنیتي ادارو تر څار لاندې تبلیغاتي شبکې جوړې کړې دي. دغې کمېټې د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په بهیر کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۳۹ پېښې ثبت کړې دي.

طالبان: له ایران او پاکستان څخه په تېره یوه ورځ کې له شپږ زره ډیر کډوال راستانه شوي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۴۴ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمیسیون وايي، چې د ‌پنجشنبه په ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۰۴۶ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي. د معلوماتو له مخي، د دغو کورنیو د غړو شمېر ۶۱۸۵ تنه دی، چې په جبري ډول له دغو هېوادونو راشړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسون د پنجشنبه په ورځ (د زمري ۳۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کډوال د هرات د اسلام کلا، د کندهار سپين بولدک، د نیمروز ورېښمو لارې، د ننګرهار د تورخم او د هلمند د بهرامچې له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

طالبانو ویلي، چې ستانه شویو کډوالو ته یې مالي، ترانسپورټي، خوراکي او د روغیتا په برخه کې خدمات وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په همدې ورځ له کابل څخه ۲۵۹ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۱۳۴۰ تنه و، بغلان، کندز، تخار، بلخ، جوزجان، بدخشان او سرپل ته په خوندي توګه لېږلي دي.

له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل اوس د طالبانو لپاره یوه ننګونه ده.

ځکه افغانستان ته ستانه شوي کډوال د کار، سرپنا، خوراکي‌ توکو د نشتوالي او د اولادونو ښې راتلونکي ته اندېښمن دي.

طالبان هم د کډوالو د وضعیت په اړه معلومات نه خپروي او نه هم چاته اجازه ورکوي، چې د هغوی سره خبرې وکړي.

ملګرو ملتونو کې د ایران استازی: له سوریې څخه ترهګر افغانستان ته لیږدول کیږي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۲۱ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي او سفیر امیر سعید ایرواني د پنجشنبه په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته په یوه بې‌سارې وینا کې وویل، چې داسې معتبر راپورونه شته چې ښيي ترهګر له سوریې څخه افغانستان ته لېږدول کېږي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي د دې بهیر پر وړاندې ژوره اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې داعش، القاعده او نورې بهرنۍ ترهګرې ډلې لا هم د سیمې د بې‌ثباتۍ لپاره فعالیت کوي.

د ایران استازي په ملګرو ملتونو کې څرګنده کړه:«موږ د هغو معتبر راپورونو له امله سخت اندېښمن یو چې ښيي ځینې ترهګر عناصر او بهرني جنګیالي له سوریې څخه افغانستان ته انتقال شوي دي، دا د افغانستان ګاونډيانو او سیمې ثبات ته یو مستقیم ګواښ دی.»

ایرواني ټینګار وکړ چې ټول هېوادونه باید د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د نړیوالو قوانینو سره سم عمل وکړي او له هر ډول سیاسي چلند یا دوه‌ مخۍ ډډه وکړي.

دا لومړی ځل دی، چې ایران په رسمي او علني ډول له سوریې څخه افغانستان ته د ترهګرو د انتقال موضوع راپورته کوي.

تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي هم د منځني ختیځ څخه افغانستان ته د بهرنیو ترهګرو د انتقال په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د پنجشنبه ورځې په غونډه کې د افغانستان خاوره کې د ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه. د پاکستان استازي وویل، چې له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ بېړنی او جدي دی.

هغه زیاته کړه داعش، چې شاوخوا ۲،۰۰۰ جنګیالي لري د سیمې او نړیوال امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.

خو طالبان بیا دا تورونه ردوي او وایي چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله فعاله نه ده او نه هم د هېواد خاوره د نورو پر وړاندې کارول کېږي.

یونیسېف: افغانستان کې د خوندې اوبو او روغتیايي خدمتونو لپاره بېړنۍ پانګونه اړینه ده

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۲۱ GMT+۱

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ نړېوال صندوق«یونیسېف» استازی ډاکټر تاج‌الدین اویوواله، وايي چې د خوندې اوبو، حفظ‌الصحې او پاکوالي په برخه کې بېړنۍ او پراخه پانګونه ډېره مهمه او د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره جدي اړتیا ده.

ډاکټر تاج الدین، پروان ولایت ته په خپل وروستي سفر کې له هغو کورنیو او ټولنو سره کتلي چې د وروستیو اونیو په جریان کې د شدیدې نس‌نستې ناروغۍ د زیاتېدو له امله سخت زیانمن شوي دي.

هغه وویل: « موږ د خلکو ستونزې له نږدې ولیدلې، ماشومان او ښځې د ناروغۍ له امله تر ټولو ډېر زیان ویني. که جدي پانګونه ونشي، دا حالت د انساني ناورین لامل کېدای شي.»

د یونیسیف استازي زیاته کړه، چې د خپلو نړېوالو شریکانو په ځانګړي ډول د جاپان په مرسته، د ناروغانو درملنه، پاکې اوبه، د لاس مینځلو اسانتیاوې او د روغتیايي پوهاوي پروګرامونه پر مخ وړي دي.

د نوموړي په وینا، په پروان او نورو ولایتونو کې د اوبو د ککړتیا او د پاکوالي داسانتیاوو د نشتوالي له امله ګڼې کورنۍ له سختو روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

هغه ټینګار وکړ چې د خوندي اوبو برابرول، د کثافاتو د مدیریت پروګرامونه او د ماشومانو او کورنیو لپاره د روغتیایي پوهاوي پراخ فعالیتونه باید د نړیوالو مرستندویانو او حکومتونو د جدي پاملرنې مرکز وګرځي.

یونیسیف په ځانګړي ډول له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د اوبو او روغتیا سکتور ته لا ډېرې مرستې برابرې کړي څو د راتلونکو ناروغیو مخه ونیول شي او د زرګونو ماشومانو ژوند وژغورل شي.

ملګري ملتونه: د داعش خراسان شتون په افغانستان کې د منځنۍ اسیا لپاره جدي ګواښ دی

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۵۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې د چارو مشر«ولادیمیر ورونکوف» خبرداری ورکړی،چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې لا هم د سیمې او له هغې ورهاخوا لپاره یو له جدي امنیتي ګواښونو څخه ده.

ښاغلي ورونکوف دغه څرګندونې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې وکړې، چې په نړیواله کچه د داعش د ګواښونو ارزونې ته ځانګړې شوې وه.

نوموړي وویل: «د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کوي او د طالبانو پر وړاندې د خلکو له نارضایتۍ ناوړه ګټه پورته کوي.»

ناتالیا ګرمن، چې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د اجرایي کمېټې مشره ده، په همدې ناسته کې ټینګار وکړ چې داعش خراسان یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د منځنۍ اسیا او حتی اروپا لپاره هم یو ستر ګواښ دی.

مېرمن ګرمن زیاته کړه،چې دغه ډله د انټرنېټ له لارې د تبلیغاتي کمپاینونو، انلاين استخدام او مالي سرچینو د جذب لپاره پراخ فعالیتونه کوي.

د ملګرو ملتونو چارواکو وویل، سره له دې چې په تېرو کلونو کې د داعش یو شمېر مشران وژل شوي، خو دغه ډله بیا هم د خپلو عملیاتو وړتیا ساتلې ده.

بلخوا بیا طالبانو ادعا کړې چې دوی د داعش خراسان ډله په افغانستان کې تر ډېره ځپلې ده او اوس دغه ډله هلته فعال حضور نه لري. هغوی د داعش وروستۍ حملې د پاکستان له خاورې سره وتړلې او ویې ویل چې بریدګر د افغانستان دننه نه وو.

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې دفتر چارواکي وايي، داعش اوس د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د جګړې دوام ته هڅې کوي او د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه مالي مرسته ترلاسه کوي.

په ناسته کې د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو غوښتنه وکړه چې د داعش او نورو افراطي ډلو پر وړاندې د مخنیوي، اوږدمهاله او اصولي مبارزې لارې چارې باید عملي شي، څو د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د دغو ډلو ګواښونه مهار شي.