• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد حلیم فدایي: داسې ښکاري چې په افغانستان کې یوه نوې لوبه پيلېدونکې ده

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۵۶ GMT+۱

په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر مهال والي محمد حلیم فدايي وايي، له څلور کلنې واکمنۍ وروسته هم د طالبانو په رسمیت نه پېژندنه د دې ښودنه کوي چې نوې لوبه پیلېدونکې ده. د نوموړي په وینا، دغه لوبه به افغانستان لپاره ښې پایلې ونه لري.

حلیم فدايي پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، «د طالبانو له څلور کلنې واکمنۍ او د دوحې د تړون له لاسلیکېدو سره سره په رسمیت نه پېژندل، دا څرګندوي چې نوې لوبه پېلېدونکې ده.»

فدايي، د پاکستان د هغو څرګندونو په تړاو چې ګواکې امریکا دې په افغانستان کې خپلې پاتې شوې وسلې له تور بازاره وپېري، زړه لوبه په نوي قالب کې ګڼلې او زیاته کړې یې ده، چې له افغانستان د پخواني شوروي له وتنې وروسته امریکا د پاکستان په وسیله له مجاهدینو خپل ځينې ستېنګر توغندي وپېرل.

د نوموړي په باور، د دې امکان شته چې د همدې لوبې لپاره په پاکستان کې د پوځ او عمران خان په اړه ځینې نوي پرمختګونه رامنځته شي خو په وینا یې د افغانستان لپاره به یې پایلې ښې نه وي.

حلیم فدايي د جمعې په ورځ په خپله اېکس پاڼه وړاندیز کړی، «دداسې پېښو مخنیوییوازې دطالبانو له لورې له ټولو مخالفینو سره د بې قید او شرط خبرو پیلول دي؛ ترڅو د یوې ټولشموله شفافې پروسې له لارې مشروع او قانونمند حکومت جوړ کړای شي.»

طالبان بیا د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د وخت د تېرېدو یادونه کوي او زیاتوي چې اوسنی حکومت یې ټولګډونی دی خو نړۍواله ټولنه د ټولګډوني حکومت پر جوړېدو، د بشري او په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر رعایتېدو او پر نورو ورته مسایلو ټينګار لري.

پاکستانی پوځ وایي امریکا دې په افغانستان کې پاتې شوې وسلې له تور بازار څخه واخلي | افغانستان انټرنشنل پښتو

پاکستاني پوځ له امریکا غوښتي، خپلې پاتې شوې وسلې دې د افغانستان له تور بازار څخه وپېري او په وینا یې دغه وسلې اوس د افغانستان او پاکستان د وسله‌والو ډلو لاس ته لوېدلي، چې جدي امنیتي اندېښنې یې راپارولي دي.

د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې، زیاتره پاتې وسلې اوس د پاکستاني طالبانو له خوا اخیستل شوي او د پاکستاني پوځ پر ضد کارېږي او همداراز اوس یې بیې هم لوړې شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د «پي او ار» کارت لرونکي دې د راستنېدو پر مهال د کارت کاپي له ځان سره ولري

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۰۹ GMT+۱

طالبانو له پاکستان څخه د راستنېدونکو هغو افغان کډوالو چې د «پي او ار» کارتونه لري، غوښتي چې د راتګ پر مهال له ځان سره د کارت کاپي ولري، که نه نو په تورخم کې به ورسره هېڅ ډول مرسته ونشي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د جمعې په ورځ د یوې خبرتیا په خپرولو سره په پاکستان کې له هغو افغانانو چې «پي، او، ار» کارتونه لري او په خپله خوښه او یا هم په جبري توګه له دغه هېواد څخه اېستل کېږي نو مخکې له دې چې پاکستاني پولیس د دوی «پي، او، ار» کارتونه واخلي نو باید د خپل کارت کاپي او یا هم په خپل موبایل کې د یاد کارت د دواړو مخونو عکسونه واخلي.

په خبرتیا کې راغلي، «کله چې خپل هېواد ته راستنېږئ، که په خپله خوښه وي او که د پاکستاني پولیسو لخوا رادېپورټ کېږئ، نو له دې مخکې، چې پاکستاني پولیس ستاسو د «پي او ار» کارتونه له تاسو واخلي، حتماً د خپل کارت کاپي واخلئ او یا یې په خپل موبايل کې د دواړو مخونو روښانه عکسونه ذخیره کړئ، ترڅو په تورخم بندر کې له ستونزو سره مخ نه شئ.»

100%

د خبرتیا له مخې، که «پي، او، ار» کارت لرونکي افغانان د خپلو کارتونو کاپي یا عکس ونه لري نو په تورخم کې به ورسره هېڅ ډول مرستې ونه شي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان له دغه هېواده د «پي، او، ار» کارت لرونکو افغانانو ته چې شمېر یې له یو میلیون څخه زیات دی د روانې اګست میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي، ګنې بیا به دوی په خپله لاس په کار شي.

څلورو طالب ډيپلوماټانو د محکوم شویو افغانانو د ستنولو لپاره سویس ته سفر کړی

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۴۴ GMT+۱

د سویس دولتي ټلویزیون له دغه هېواد څخه د محکوم شویو افغانانو د ستنولو لپاره ژنېف ته د طالبانو د څلورو ډيپلوماټانو له سفره خبر ورکړی دی. د سویس چارواکو ویلي، دغه اقدام «حساس خو اړین» وو.

دغه ټلویزیون پرته له دې چې د سفر کره نېټه په ډاګه کړي ویلي، د طالبانو یاد ډيپلوماټان «څو ورځې» مخکې ژنېف ته رسېدلي دي.

د سویس د کډوالو ادارې په وینا، د طالبانو د دغه پلاوي دوه ورځنی ماموریت چې د محکوم شویو ۱۱ کسانو او افغانستان ته په خپله خوښه د بېرته ستنېدونکو دوو کسانو پېژندنه وه، ترسره شوی دی.

د دغې ادارې ویاند «دانیل باخ» ویلي، دغه اقدام د یادو افغانانو د سفر د اسنادود جوړولو لپاره اړین وو ځکه په وینا یې طالبانو یوازې هغه اسناد مني چې د دوی له لوري صادر شوي وي او د افغانستان د نورو استازولیو له لوري جوړ شوي اسناد ورته د منلو نه دي.

دانیل باخ زیاته کړې، «ټول پر دې پوهېږي چې په افغانستان کې بشري حقونه نه رعایت کېږي او دغه موضوع بیا زموږ کار حساسوي. خو بیا هم په سویس کې عمومي ګټې یعنې د مجرمینو پر وړاندې له خلکو ساتنه لومړیتوب لري او دغه پرېکړه هم په همدې موخه شوې ده.»

د سویسي چارواکو په وینا، د طالبانو دغه څلور کسیز پلاوی په دغه هېواد کې د حضور پر مهال د ژنېف له هوايي ډګره نه دي وتلي او هلته یې یوازې د پېژندنې مسوولیت ترسره کړی، خو دا لا روښانه نه ده چې د طالبانو یاد پلاوی لا هم د سویس په خاوره کې دی که بېرته افغانستان ته ستون شوی دی.

د دغه هېواد د کډوالو اداره زیاتوي، د ډېریو کسانو د پېژندنې لړۍ بریالۍ وه او د یادو کسانو د بېرته ستنونې بهیر هم پیل شوی خو په ځينو برخو کې لا هم ډېرو ارزونو ته اړتیا شته.

د سویس ټلویزیون ویلي، دغه چاره د هغو پالیسیو دوام دی چې پروسږکال د دغه هېواد د عدلیې وزارت له لوري اعلان شو او له مخې یې «افغان مجرمین» د بند مودې له پایته رسېدو وروسته باید بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شي.

د یادونې وړ ده چې پروسږکال سویس د دوی په باور ۵ افغان مجرمین بېرته افغانستان ته استولي خو تر هغې وروسته طالبانو وویل چې یوازې هغه افغان بندیان مني چې اسناد یې د کابل له لوري صادر شوي وي.

له سویس سربېره جرمني هم د روان کال په جولای میاشت کې د طالبانو دوه کونسلي کارکوونکي په دې موخه په خپله خاوره کې پرېښودل چې د ستنوونکو افغانانو په کاري بهیر کې اسانتیاوې رامنځته شي، خو سویس بیا ویلي په خپله خاوره کې په دایمي توګه د طالبانو د کارکوونکو د پاتې کېدو لپاره هېڅ پروګرام نه لري.

د اسنادو په لرلو سره هم افغان کډوال د اسلام اباد په پارکونو کې ژوند کولو ته اړ ایستل شوي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۱۴ GMT+۱

یو شمېر رسنیو راپور ورکړی، هغه افغانان چې قانوني اسناد هم له ځان سره لري په اسلام اباد کې له خپلو کورونو ایستل شوي او په عامه پارکونو کې ژوند کوي. دغه کورنۍ د مخ په زیاتېدونکي بشري بحران سره مخ دي، چې خواړه، سرپناه او روغتیایي پاملرنې ته جدي اړتیا لري.

د راپورونو له مخي؛ بې ځایه شوې افغاني کورنۍ د سختو موسمي شرایطو، چې د ورځې سخته ګرمې او د شپې یخني او باروانونو سره مخ دي.

دوی خوړو او روغتیایي مرستو ته هم محدود لاسرسی لري.

ملګرو ملتونو خبردارۍ ورکړی، چې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د اجباري شړلو بهیر اوس ان پر قانوني اسناد لرونکو هم اغېز کړی او ښايي د یو میلیون څخه د زیاتو افغانانو د شړلو لامل شي.

د پارکونو شاوخوا، چې کډوال پکې اوسيږي، لسګونه پولیس ځای پر ځای شوي او کډوال وايي، چې دوی ته د بیا بیا ایستلو ګواښونه کيږي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د راپور له مخي، چې ۷۰۰ زره افغان کډوال له ایران څخه شړل شوي دي.

مرستندویه سازمانونو له پاکستان او ایران څخه غوښتنه کوي، چې نړیوال مکلفیتونه وساتي او د افغان کډوالو سره انساني او قانوني چلند وکړي.

د طالبانو دفاع وزارت د خپلو جنګیالیو لپاره د انتظار لیکونو پروسه بنده کړه

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۱۰ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزارت د ټولو زونونو مسولینو ته خبر ورکړی، چې د کابل تر نیولو وروسته د دوی سر یو ځای شوي طالبان او د دوی همکارانو ته د انتظار لیکونو پروسه تړلې ده. دغه وزارت له مسولینو غوښتې، چې د «جهادي سابقې او د همکارۍ» په نوم دې هیڅ چاته تاید نه ورکوي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په امضاء په ترلاسه شوي سند کې لیکل شوي، چې دغه وزارت د خپلو همکارانو او هغو طالبانو، چې د کابل تر سقوط وروسته د دوی سره یو ځای شوي د انتظار لیکونه پروسه بنده کړې.

دفاع وزارت ویلي، چې دغه پرېکړه په امنیتي تصفيوي کمېسون کې شوې او په ټول هېواد کې به پلې کېږي.

مخکې دفاع وزارت د امنیتي تصفيوي کمېسون د کتنې او ارزونې کمېټو خپلو همکارانو او د دغه ډلې سره تازه یو ځای شویو کسانو ته خاص انتظار لیکونه ورکول تر څو د ندو لپاره انتظار وباسي او هم د وسلو ګرځو اجازه ولري.

خو اوس تازه دفاع وزارت دغه پروسه بنده کړې.

د دفاع وزارت په مکتوب کې لیکل شوي: «یو ځل بیا د امنیتي او تصفيوي چارو کمېسیون کې پرېکړه وشوه، چې همکاران او د کابل تر نیولو وروسته ثابت شوي وګړي چې ثبت شوي باید بیا ځلي تایدونه ور نه کړل شي او دغه موضوع د فی الحال لپاره معطله ده.»

دفاع وزارت همدا ډول غوښتنه کړې: «دغه کسانو ته دې د جهادي سابقې او د همکارانو له لیست څخه د ایستلو احکام او تایدي نه ورکول کیږي.»

له تېرو دوو کلونو راهیسي‌ د طالبانو ډېری پلویان او د هغوی همکاران د دغه ډلې د مشرانو د داډول اقداماتو، بندیزونو، خپلسري پرېکړو، په ادارو کې د روابطو او ورته نورو کړونو څخه ناخوښه او مایوسه ښکاري.

ډېری طالب پلویان او د هغوی کارمندان چې دا مهال بې دندو شوي پر خپلو مشرانو نیوکې کوي، چې په تېر «شل کلن جهاد» کې لویه قرباني کښتې طالب طبقې ورکړې او امتیازات یې مشران اخلي.

تر اوسه طالب مسولینو د دغو کسانو اندېښنو ته کوم جواب نه دی ویلی.

د سره رود د مرګونې پېښې عاملین: موږ نه غوښتل چې دغه کورنۍ بهر ته لاړه شي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۵۵ GMT+۱

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ په سلطانپور سیمه کې څو ورځې مخکې د مرګونې پېښې ټول عاملین چې ۵ کسان دي نیولي، او په دغو نیول شویو کسانو کې د یادې کورنۍ د مشر «اسفندیار » خور او یو خوریی هم شامل دي.

یادو نیول شویو کسانو د تېرې چهار شنبې په شپه د اسفندیار په نوم د یوه کس کور ته چې اوس هغه له یې هېواده بهر ژوند کاوه، اوښتي او د هغه پلار، مېرمن، دوه زامن او دوه لوڼې په بې رحمۍ سره وژلي وو.

نیول شوي کسان وايي، موخه یې دا وه چې د یادې کورنۍ چې بهر ته روانه وه، پاسپورټونه پټ کړي چې بهر ته له تګ پاتې شي او همداراز پیسې او «سره زر » غلا کړي، خو وروسته له هغې چې د کورنۍ د غړو له لوري وپېژندل شول نو بیا یې ټول ووژل.

دوی زیاتوي، « مونږ پنځه تنه وو، دروازه مو ټک ټک کړه شيرزمان ماما (د اسفندیار پلار) راووته، زموږ مخونه پټ وو هغه مو مخونه لوڅ کړل، کله چې يې وپیژندلو بدحال جوړ شو، موږ سره چې ماشينې(کلاشنکوف) وې ټول مو وویشتل، په کور کې چور جوړ شو چا يو څه او چا بل څه راټول کړل.»

100%

د اسفندیار د کورنۍ غړي له طالبانو غواړي، چې پر یادو نیول شویو کسانو شریعت عملي کړي.

د اسفندیار ورور میرویس وايي،«دغو کسانو زما پلار، وریندار او وریرونه وژلي او غوښتنه مو دا ده چې پر دغو کسانو شریعت عملي شي.»

له دې سره سم، سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د تېرې چهار شنبې په شپه د سره رود په سلطانپور سیمه کې د یوې کورنۍ شپږ وژل شوي کسان د بریتانیا په ملاتړ د پخوانۍ ترهګرۍ ضد(ISU) ځانګړې قطعې د مخکیني سرتېري اسفندیار تلوار د کورنۍ غړي دي.

100%

ویل کېږي اسفندیار تلوار چې له هېواده بهر وو له پېښې وروسته بېرته افغانستان ته راستون شوی دی.

دغه پېښې په داسې حال کې ده، چې د بریټانیا ددفاع وزارت اړوندو اسنادو له افشا کېدو وروسته د پخوانیو افغان سرتېرو د ژوند په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.