• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سره رود د مرګونې پېښې عاملین: موږ نه غوښتل چې دغه کورنۍ بهر ته لاړه شي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۵۵ GMT+۱

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ په سلطانپور سیمه کې څو ورځې مخکې د مرګونې پېښې ټول عاملین چې ۵ کسان دي نیولي، او په دغو نیول شویو کسانو کې د یادې کورنۍ د مشر «اسفندیار » خور او یو خوریی هم شامل دي.

یادو نیول شویو کسانو د تېرې چهار شنبې په شپه د اسفندیار په نوم د یوه کس کور ته چې اوس هغه له یې هېواده بهر ژوند کاوه، اوښتي او د هغه پلار، مېرمن، دوه زامن او دوه لوڼې په بې رحمۍ سره وژلي وو.

نیول شوي کسان وايي، موخه یې دا وه چې د یادې کورنۍ چې بهر ته روانه وه، پاسپورټونه پټ کړي چې بهر ته له تګ پاتې شي او همداراز پیسې او «سره زر » غلا کړي، خو وروسته له هغې چې د کورنۍ د غړو له لوري وپېژندل شول نو بیا یې ټول ووژل.

دوی زیاتوي، « مونږ پنځه تنه وو، دروازه مو ټک ټک کړه شيرزمان ماما (د اسفندیار پلار) راووته، زموږ مخونه پټ وو هغه مو مخونه لوڅ کړل، کله چې يې وپیژندلو بدحال جوړ شو، موږ سره چې ماشينې(کلاشنکوف) وې ټول مو وویشتل، په کور کې چور جوړ شو چا يو څه او چا بل څه راټول کړل.»

100%

د اسفندیار د کورنۍ غړي له طالبانو غواړي، چې پر یادو نیول شویو کسانو شریعت عملي کړي.

د اسفندیار ورور میرویس وايي،«دغو کسانو زما پلار، وریندار او وریرونه وژلي او غوښتنه مو دا ده چې پر دغو کسانو شریعت عملي شي.»

له دې سره سم، سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د تېرې چهار شنبې په شپه د سره رود په سلطانپور سیمه کې د یوې کورنۍ شپږ وژل شوي کسان د بریتانیا په ملاتړ د پخوانۍ ترهګرۍ ضد(ISU) ځانګړې قطعې د مخکیني سرتېري اسفندیار تلوار د کورنۍ غړي دي.

100%

ویل کېږي اسفندیار تلوار چې له هېواده بهر وو له پېښې وروسته بېرته افغانستان ته راستون شوی دی.

دغه پېښې په داسې حال کې ده، چې د بریټانیا ددفاع وزارت اړوندو اسنادو له افشا کېدو وروسته د پخوانیو افغان سرتېرو د ژوند په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

د بريټانیا کډوالۍ اداره: ډیری نوی راغلي کډوال د افغانستان، ارتیره او ایران دي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۴۸ GMT+۱

د بريټانیا د کډوالۍ ادارې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې له «جولای ۲۰۲۴تر جون » پورې دغه هېواد ته ډیری راغلي کډوال د افغانستان، اریتره او ایران څخه ورغلي دي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په دې موده کې د پناه غوښتونکو شمېر «۱۱۱زرو»ته رسېدلی، چې د تېر کال په پرتله «۱۴سلنه زیاتوالی» ښيي او دا د بریتانیا په تاریخ کې تر ټولو لوړ شمېر بلل شوی. دغه شمېر حتی د ۲۰۰۲کال ریکارډ هم مات کړی دی.

د راپور پر بنسټ، د ډېری پناه غوښتونکو د راتللو لاره د مانیښ تنګی اود کوچنيو کښتیو له لارې راغلي دي، چې په بریتانیا کې د سیاسي او ټولنیزو بحثونو د تودېدو اصلي لامل ګرځېدلی.

اوس مهال، د جون تر پایه شاوخوا «۳۲زره پناه غوښتونکي»د بریتانیا په هوټلونو کې ځای پر ځای شوي، چې د تېر کال په پرتله «۸سلنه زیاتوالی»ښيي، خو د ۲۰۲۳د سپتمبر د اوج (۵۶زره کسانو) په پرتله کم دی.

په همدې حال کې، یوازې په روان کال کې د کښتیو له لارې د راغلو کسانو شمېر له «۲۷زرو»واوښت، او د ۲۰۱۸څخه تر اوسه نږدې «۱۶۰زره کسان»د همدې لارې بریتانیا ته ننوتي، چې له هغوی یوازې «۴سلنه بېرته استول شوي»دي.

د دغو شمیرو خپرېدو د بریتانیا پر نوي حکومت، چې مشري یې «کېیر سټارمر»کوي، سیاسي فشارونه زیات کړي دي.

د اپوزیسیون ګوندونه وايي، د کارګر ګوند ژمنې د کډوالود کمولو په اړه نه دي عملي شوي او هېواد د یوې جدي کډوالۍ ستونزې سره مخ دی.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره ایوټ کوپر،ویلي چې نوی حکومت د بېرته ستنول شویو پناه غوښتونکو کچه «۳۰سلنه لوړه کړې»او هڅه کوي د پولو د کنټرول لپاره نوي اقدامات پلي کړي.

پاکستان: په افغانستان کې د ترهګرو شته ځالې د امنیت لپاره دایمي ګواښ دي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۴۵ GMT+۱

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ په خپله اونیزه خبري غونډه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو د ځالو موجودیت په تړاو خپله اندېښه په ډاګه کړه او ویې ویل، دغه مساله د دواړو هېواونو اړیکې زیانمنوي.

شفقت علي خان همداراز هیله مندي وښوده چې طالبان د دوی مشروع اندېښنو ته ځواب ووايي.

نوموړي وویل، «هغه پټنځایونه چې ترهګر ترې استفاده کوي لا هم یوه دردناکه مساله ده. دغه وضعیت د دواړو هېوادونو د بشپړو اړیکو او همکاریو او همداراز د اقتصاد او سیمه ییزې سوداګرۍ پر وړاندې خنډ دی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې د ترهګرو د ځالو موجودیت تل د اسلام اباد او کابل تر منځ په خبرو کې لومړیتوب لري.

خو طالبان بیا دغه مسایل پاکستاني کورني موضوعات بولي او په افغان خاوره کې یې د هر ډول ترهګرو ډلو موجودیت رد کړی دی.

طالبان: د هلمند په سیند کې د ټراکټور ډبېدو له کبله ۱۲ تنه مړه شوي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۱۶ GMT+۱

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مسولین وايي، چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د هلمند سیند کې د یو ټراکټور د ډوبېدو په پېښه کې ۱۲ کسان مړه شوي‌ دي. حافظ راشید وايي، چې په پېښه کې ۴ ماشومان ټپیان شوي او ۱۴ نور ژغورل شوي دي.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر حافظ راشید د جمعه په ورځ (د زمري ۳۱مه) ویلي، چې دغه پېښه هغه مهال شوې، کله چې یو شمېر کسانو ناوې ولسوالۍ ته تلل.

په پېښه کې ۹ ماشومان او درې ښځې مړې شوي دي.

همداراز په یاده پېښه کې ۴ نور ماشومان ټپيان شوي او ۱۴ تنه ژغورل شوي دي.

دغه کسانو، چې په ټراکټور کې وه او غوښتل یې ټراکټور د کښتۍ له لارې تر سیند واړوي، چې ډوب شوی او ۱۲ کسان په کې مړه شوي دي.

د هلمند په ډېرو سیمو کې پر سیندونو او لویو ویالو د پلونو د نشتوالي له کبله ډېر خلک د کښتیو له لارې له یوالو اوړي، چې زيات مهال د ورته پېښو سره مخ کيږي.

پخوانی افغان سفیر: د نورو د اجنډاو پر بنسټ په نورو ملکونو کې راغونډېدل هېڅ ګټه نه کوي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۵۹ GMT+۱

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د طالب ضد افغان سیاستوالو د غونډې له ځنډېدو وروسته، د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان سفیر نجیب الله علي خیل ویلي، د تجربو له مخې، د نورو د اجنډاو پر بنسټ په نورو هېوادونو کې راغونډېدل د افغانانو په ګټه نه دي.

نجیب الله علي خېل د جمعې په ورځ پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، « د هېواد تریخ تاریخ او بدو تجربو ښودلې چې د نورو اجنډاو پر اساس په پردو ملکونو کې را غونډېدل، افغانان سیاسي حل او دایمي ثبات ته هېڅکله هم نشي رسولای.»

علي خېل، د افغانستان د قضایاو حل یوازې د افغانانو تر منځ خبرې اترې ګڼي.

نوموړی زیاتوي، «د افغانستان د قضایاو حل او د افغان ولس د زخمونو علاج، یوازې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې او هم په وطني او ملي احساس سره ممکن ده.»

له دې سره سم، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته دوو سرچینو د دې پخلی کړی، چې په اسلام اباد کې د طالب ضد افغان سیاستوالو غونډه چې د اګست پر ۲۵مه او ۲۶مه په اسلام اباد کې تدارک شوې وه د سپټمبر د میاشتې وروستۍ اونۍ ته ځنډېدلې ده.

100%

د یادې غونډې په تړاو په کور دننه او بهر کې ګڼ غبرګونونه راپارولي وو او په ترڅ کې یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د طالب ضد افغان سیاستوالو د جوړېدونکې غونډې په تړاو ویلي وو، چې دغه غونډه د پاکستان د استخباراتي (ای، اېس، ای) ادارې له لوري جوړېږي او د پاکستان موخه خپلواک، ازاد، متحد او پیاوړی افغانستان نه دی، بلکې برعکس ده.

خو په پاکستان کې افغان سیاستوالو ته د غونډې تنظیموونکې او د سویلي اسیا سټراټیژیک ټیکاو انسټیټیوټ مشرې ماریا سلطان پر زلمي خلیلزاد نیوکه کړې، چې «پخواني ګناهونه اوږده سيوري لري.» هغې له خلیلزاد څخه غوښتي، «خلک پرېږدي چې په خپله خبرې وکړې.»

پر زلمي خلیلزاد د ماریا سلطان نیوکه: پرېږدئ چې خلک په خپله خبرې وکړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

په ورته وخت کې یوه پاکستاني څېړنیز خبریال «عادل راجا» ویلي، داسې شواهد شته چې په کابل کې د ژریم بدلون لپاره د پاکستان استخباراتي اداره، په اسلام اباد کې د طالبانو د مخالفو افغان سیاستوالو د راتلونکې ناستې لپاره اسانتیاوې برابروي.

راجا د پنجشنبې په ورځ (۳۰اسد) په اېکس پاڼه د زلمي خلیلزاد د اندېښنو ملاتړ وکړ او دا ناسته یې د پاکستان د پوځ «کلاسیک اقدام» وباله چې موخه یې په افغانستان کې د واک بدلون دی.

هغه د سویلي اسیا د ستراتیژیک ثبات د انسټیټیوټ مشرې، ماریا سلطان، رول ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي،چې نوموړې د پاکستاني استخباراتو له چارواکو سره د خپلو اړیکو له لارې د دې غونډې د تنظیم چارې پر مخ وړي.

څېړنیز خبریال: پاکستان پوځ په کابل کې د واک بدلون لپاره د طالبانو مخالفینو ناسته تنظیموي | افغانستان انټرنشنل پښتو

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ په خپل اونیز کنفرانس کې وویل، چې په اسلام اباد کې د افغان شخصیتونو ترسره کېدونکې ناسته د پاکستان حکومت له خوا نه، بلکې د یوه څېړنیز بنسټ له خوا جوړېږي.

د راپورونو له مخې، په اسلام اباد کې دغه جوړېدونکې دوه ورځنۍ ناستې ته د ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون له ۳۰ډېرو افغانانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د اسلام اباد غونډه د سپټمبر اخرې هفتې ته وځنډېده

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۱۱ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته دوو سرچینو تایید کړه، چې په اسلام اباد کې د افغان سیاستوالو غونډه د سپټمبر د میاشتې اخرې اونۍ ته وځنډېده. ټاکل شوې وه، د اګسټ پر ۲۵مه او ۲۶مه په اسلام اباد کې د طالب ضد افغان سیاسونو ناسته وشي.

سرچینو ویلي، چې یاده غونډه د ویزو د ځنډېدو له امله ځنډېدلې ده.

د طالب ضد افغان سیاستوالو دغې غونډې په کور دننه او بیرون ګڼ غبرګونونه راپارولي وو، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې په اسلام اباد کې د افغان شخصیتونو ترسره کېدونکې ناسته د پاکستان حکومت له خوا نه، بلکې د یوه څېړنیز بنسټ له خوا تنظم کیږي.

شفقت علي خان ویلي:« دا د یوه څېړنیز بنسټ کار دی، دولتي ملاتړ نه لري. د پاکستان حکومت کوربه نه دی. یو څېړنیز بنسټ خلکو ته بلنه ورکړې، هغوی ویزه اخلي، اجازه ورته ورکول کېږي چې راشي او ګډون وکړي. تر ټولو مهمه داده چې دا ناسته پرانیستې ده.»

نوموړي د خپلو څرګندونو پرمهال زیاته کړه:« کله چې یو څېړنیز بنسټ داسې څه کوي، دا پرانیستی فعالیت وي، د تړلو دروازو تر شا څه نه ترسره کېږي. یوازې په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو کسانو له خوا یو څه مبالغه وشوه.»

په اسلام کې د طلب ضد افغان سیاسونو له خوا جوړېدونکې ناستې ته د زلمي خلیلزاد په ګډون یو شمېر افغان سیاسونو هم سخت غبرګون ښودلی دی.

د راپورونو له مخې، په اسلام اباد کې دغه جوړېدونکې دوه ورځنۍ ناستې ته د ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون له ۳۰ ډېرو افغانانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.