• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د هلمند په سیند کې د ټراکټور ډبېدو له کبله ۱۲ تنه مړه شوي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۱۶ GMT+۱

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مسولین وايي، چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د هلمند سیند کې د یو ټراکټور د ډوبېدو په پېښه کې ۱۲ کسان مړه شوي‌ دي. حافظ راشید وايي، چې په پېښه کې ۴ ماشومان ټپیان شوي او ۱۴ نور ژغورل شوي دي.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر حافظ راشید د جمعه په ورځ (د زمري ۳۱مه) ویلي، چې دغه پېښه هغه مهال شوې، کله چې یو شمېر کسانو ناوې ولسوالۍ ته تلل.

په پېښه کې ۹ ماشومان او درې ښځې مړې شوي دي.

همداراز په یاده پېښه کې ۴ نور ماشومان ټپيان شوي او ۱۴ تنه ژغورل شوي دي.

دغه کسانو، چې په ټراکټور کې وه او غوښتل یې ټراکټور د کښتۍ له لارې تر سیند واړوي، چې ډوب شوی او ۱۲ کسان په کې مړه شوي دي.

د هلمند په ډېرو سیمو کې پر سیندونو او لویو ویالو د پلونو د نشتوالي له کبله ډېر خلک د کښتیو له لارې له یوالو اوړي، چې زيات مهال د ورته پېښو سره مخ کيږي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

پخوانی افغان سفیر: د نورو د اجنډاو پر بنسټ په نورو ملکونو کې راغونډېدل هېڅ ګټه نه کوي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۵۹ GMT+۱

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د طالب ضد افغان سیاستوالو د غونډې له ځنډېدو وروسته، د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان سفیر نجیب الله علي خیل ویلي، د تجربو له مخې، د نورو د اجنډاو پر بنسټ په نورو هېوادونو کې راغونډېدل د افغانانو په ګټه نه دي.

نجیب الله علي خېل د جمعې په ورځ پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، « د هېواد تریخ تاریخ او بدو تجربو ښودلې چې د نورو اجنډاو پر اساس په پردو ملکونو کې را غونډېدل، افغانان سیاسي حل او دایمي ثبات ته هېڅکله هم نشي رسولای.»

علي خېل، د افغانستان د قضایاو حل یوازې د افغانانو تر منځ خبرې اترې ګڼي.

نوموړی زیاتوي، «د افغانستان د قضایاو حل او د افغان ولس د زخمونو علاج، یوازې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې او هم په وطني او ملي احساس سره ممکن ده.»

له دې سره سم، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته دوو سرچینو د دې پخلی کړی، چې په اسلام اباد کې د طالب ضد افغان سیاستوالو غونډه چې د اګست پر ۲۵مه او ۲۶مه په اسلام اباد کې تدارک شوې وه د سپټمبر د میاشتې وروستۍ اونۍ ته ځنډېدلې ده.

100%

د یادې غونډې په تړاو په کور دننه او بهر کې ګڼ غبرګونونه راپارولي وو او په ترڅ کې یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د طالب ضد افغان سیاستوالو د جوړېدونکې غونډې په تړاو ویلي وو، چې دغه غونډه د پاکستان د استخباراتي (ای، اېس، ای) ادارې له لوري جوړېږي او د پاکستان موخه خپلواک، ازاد، متحد او پیاوړی افغانستان نه دی، بلکې برعکس ده.

خو په پاکستان کې افغان سیاستوالو ته د غونډې تنظیموونکې او د سویلي اسیا سټراټیژیک ټیکاو انسټیټیوټ مشرې ماریا سلطان پر زلمي خلیلزاد نیوکه کړې، چې «پخواني ګناهونه اوږده سيوري لري.» هغې له خلیلزاد څخه غوښتي، «خلک پرېږدي چې په خپله خبرې وکړې.»

پر زلمي خلیلزاد د ماریا سلطان نیوکه: پرېږدئ چې خلک په خپله خبرې وکړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

په ورته وخت کې یوه پاکستاني څېړنیز خبریال «عادل راجا» ویلي، داسې شواهد شته چې په کابل کې د ژریم بدلون لپاره د پاکستان استخباراتي اداره، په اسلام اباد کې د طالبانو د مخالفو افغان سیاستوالو د راتلونکې ناستې لپاره اسانتیاوې برابروي.

راجا د پنجشنبې په ورځ (۳۰اسد) په اېکس پاڼه د زلمي خلیلزاد د اندېښنو ملاتړ وکړ او دا ناسته یې د پاکستان د پوځ «کلاسیک اقدام» وباله چې موخه یې په افغانستان کې د واک بدلون دی.

هغه د سویلي اسیا د ستراتیژیک ثبات د انسټیټیوټ مشرې، ماریا سلطان، رول ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي،چې نوموړې د پاکستاني استخباراتو له چارواکو سره د خپلو اړیکو له لارې د دې غونډې د تنظیم چارې پر مخ وړي.

څېړنیز خبریال: پاکستان پوځ په کابل کې د واک بدلون لپاره د طالبانو مخالفینو ناسته تنظیموي | افغانستان انټرنشنل پښتو

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ په خپل اونیز کنفرانس کې وویل، چې په اسلام اباد کې د افغان شخصیتونو ترسره کېدونکې ناسته د پاکستان حکومت له خوا نه، بلکې د یوه څېړنیز بنسټ له خوا جوړېږي.

د راپورونو له مخې، په اسلام اباد کې دغه جوړېدونکې دوه ورځنۍ ناستې ته د ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون له ۳۰ډېرو افغانانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د اسلام اباد غونډه د سپټمبر اخرې هفتې ته وځنډېده

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۱۱ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته دوو سرچینو تایید کړه، چې په اسلام اباد کې د افغان سیاستوالو غونډه د سپټمبر د میاشتې اخرې اونۍ ته وځنډېده. ټاکل شوې وه، د اګسټ پر ۲۵مه او ۲۶مه په اسلام اباد کې د طالب ضد افغان سیاسونو ناسته وشي.

سرچینو ویلي، چې یاده غونډه د ویزو د ځنډېدو له امله ځنډېدلې ده.

د طالب ضد افغان سیاستوالو دغې غونډې په کور دننه او بیرون ګڼ غبرګونونه راپارولي وو، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې په اسلام اباد کې د افغان شخصیتونو ترسره کېدونکې ناسته د پاکستان حکومت له خوا نه، بلکې د یوه څېړنیز بنسټ له خوا تنظم کیږي.

شفقت علي خان ویلي:« دا د یوه څېړنیز بنسټ کار دی، دولتي ملاتړ نه لري. د پاکستان حکومت کوربه نه دی. یو څېړنیز بنسټ خلکو ته بلنه ورکړې، هغوی ویزه اخلي، اجازه ورته ورکول کېږي چې راشي او ګډون وکړي. تر ټولو مهمه داده چې دا ناسته پرانیستې ده.»

نوموړي د خپلو څرګندونو پرمهال زیاته کړه:« کله چې یو څېړنیز بنسټ داسې څه کوي، دا پرانیستی فعالیت وي، د تړلو دروازو تر شا څه نه ترسره کېږي. یوازې په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو کسانو له خوا یو څه مبالغه وشوه.»

په اسلام کې د طلب ضد افغان سیاسونو له خوا جوړېدونکې ناستې ته د زلمي خلیلزاد په ګډون یو شمېر افغان سیاسونو هم سخت غبرګون ښودلی دی.

د راپورونو له مخې، په اسلام اباد کې دغه جوړېدونکې دوه ورځنۍ ناستې ته د ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون له ۳۰ ډېرو افغانانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ظاهر اغبر: د نجونو د انلاین زده کړو د پراختیا لپاره مو ګډې هڅې روانې کړي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۵۹ GMT+۱

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمد ظاهر اغبر ویلي، چې د تاجکستان هېواد په ملاتړ د افغان ماشومانو او په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو لپاره نوې لارې پرانېستل شوې دي.

په تاجکستان کې د افغانستان سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د څو تعلیمي رضاکاره بنسټونو استازو د «ښاغلي اغبر» سره په دوشنبه کې لیدلي او د «سامانیان» ښوونځي له لارې د افغان نجونو او ښځو د انلاین زده کړو د پیاوړتیا په اړه یې خبرې کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې ظاهر اغبر د دغو تعلیمي بنسټونو استازو سره په ناسته کې ویلي: «د خوشالۍ ځای دی چې د تاجکستان د دولت په ملاتړ مو د سامانیان په ښوونځي کې د سلګونو کډوالو ماشومانو د زده کړو زمینه برابره کړې ده. خوشبختانه، په افغانستان کې دننه هم ګڼې نجونې د انلاین زده کړو له لارې خپلو هلو ځلو دوام ورکوي.»
اعلامیه وایي، چې د تعلیمي بنسټونو استازو د خپلو پروژو او طرحو د شریکولو ترڅنګ ژمنه کړې، چې د سامانیان ښوونځي د کیفیت د لوړولو او د انلاین پروګرامونو د پراختیا لپاره به له افغان سفارت سره نږدې او دوامداره همکاري وکړي.

د اسلام اباد ناسته؛ پاکستان وايي د افغانانو ناسته حکومت نه بلکې یو څېړنیز بنسټ تنظیموي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۲۸ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې په اسلام اباد کې د افغان شخصیتونو ترسره کېدونکې ناسته د پاکستان حکومت له خوا نه، بلکې د یوه څېړنیز بنسټ له خوا تنظم کیږي.

ټاکل شوې چې د اګسټ پر ۲۵مه او ۲۶مه نېټه په اسلام اباد کې د طالب ضد افغان سیاسونو له خوا ناسته ترسره شي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا غونډه د حکومت له خوا نه بلکې د یو څېړنیز بنسټ له خوا تنظم کیږي.

شفقت علي خان ویلي:« دا د یوه څېړنیز بنسټ کار دی، دولتي ملاتړ نه لري. د پاکستان حکومت کوربه نه دی. یو څېړنیز بنسټ خلکو ته بلنه ورکړې، هغوی ویزه اخلي، اجازه ورته ورکول کېږي چې راشي او ګډون وکړي. تر ټولو مهمه داده چې دا ناسته پرانیستې ده.»

نوموړي د خپلو څرګندونو پرمهال زیاته کړه:« کله چې یو څېړنیز بنسټ داسې څه کوي، دا پرانیستی فعالیت وي، د تړلو دروازو تر شا څه نه ترسره کېږي. یوازې په ټولونیزو رسنیو کې د ځینو کسانو له خوا یو څه مبالغه وشوه.»

په اسلام کې د طلب ضد افغان سیاسونو له خوا جوړېدونکې ناستې ته د زلمي خلیلزاد په ګډون یو شمېر افغان سیاسونو هم سخت غبرګون ښودلی دی.

د راپورونو له مخې، په اسلام اباد کې دغه جوړېدونکې دوه ورځنۍ ناستې ته د ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون له ۳۰ ډېرو افغانانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

نه ګټونکې سوله؛ په افغانستان کې د کاناډا د ماموریت ناویلې کیسې

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۴۱ GMT+۱

په کندهار کې د کاناډا پخواني استازي ټیم مارټین د «نه ګټونکې سوله» په نوم تازه کتاب لیکلی، چې پکې د ناټو تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې د کاناډا د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې عوامل بیان کړې دي. په دغه کتاب کې د فاسدو او ځینې وخت د طالبانو سره تړلو جنګ سالارانو شتون ته هم اشاره شوې ده.

په دې کتاب کې مارټن د کندهار ولایت د امنیت او بیا رغونې د هڅو په اړه د شاوخوا ۲۴ کلیدي پریکړه کوونکو او مستقیمو ګډونوالو له مرکو څخه په صادقانه او انتقادي ډول کیسې وړاندې کوي.

په دغه کتاب کې لیکل شوي، چې د افغانستان د کلتوري، ټولنیزو او سیاسي پېچلتیاوو په اړه د ژورې پوهې او اوږدمهاله ژمنتیا پرته د ډیموکراسۍ پلې کول هېڅکله د عملي کېدو وړ نه وو.

ټیم مارټین د ۲۰۱۰ د اګسټ څخه د ۲۰۱۱ تر جولای پورې په کندهار کې د کاناډا استازی و. په کتاب کې د ناټو د لويې او بې سارې هڅې لنډیز وړاندې شوی او په ځانګړي ډول د کاناډا پر ونډه یې رڼا اچولي.

په کتاب کې ویل شوي، چې کاناډا د طالبانو د کمزوري کولو یا ماتولو او په افغان ولس کې د باور رامنځته کولو او ډیموکراټیکو ارزښتونو د بنسټ اېښودلو دوه ستر هدفونه لرل.

د کتاب لیکوال ویلي، چې د هغه په مشرۍ کندهار کې د بیارغونې د ولایتي ټیم تر چتر لاندې د کاناډا د نړیوالې پرمختیايي ادارې کارکوونکو، د پوځي او ملکي همکارۍ متخصصینو، د کاناډا د زندانونو ادارې غړي او د پولیس افسرانو په ګډون شاوخوا ۸۰ کارپوهانو دلې خدمات وړاندې کول.

په کتاب کې ویل شوي، چې د مارټین د ډلې په خدماتو کې پوځي برخه هم شامله وه. دوی له بندیانو سره د انساني چلند څخه نیولې تر ښوونځیو جوړولو، د پولیو د واکسین کمپاینونو او د کرنیزو کانالونو د بیا رغونې پورې خدمات وړاندې کول.

په دغه کتاب کې د فاسدو او ځینې وخت د طالبانو سره تړلو جنګ سالارانو شتون، د طالبانو په څېر فعالیتونو او د افغان ملي اردو او پولیسو نیمګړړتیاوو ته هم اشاره شوې ده.

مارټین په دغه کتاب کې د هغې کاناډايي ژورنالستې میشل لانګ یادونه هم کړې ده، چې د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر په ۳۰ نېټه په کندهار کې ووژل شوه نوموړي ویلي، چې دا د کاناډا د ماموریت یوه تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

نوموړي د افغان متحدینو یادونه هم کړې ده، چې د خپلو کورنیو او ځان د خطر سربیره یې د یوې عادلانه او باثباته ټولنې لپاره کار کاوه. نوموړي د یادو کسانو له ډلې د کندهار د پخواني ښاروال غلام حیدر حمیدي یادونه کړې ده، چې په یو وسله وال برېد کې ووژل شو.

کتاب دا څرګندوي چې ولې د ناټو هڅې په پای کې د طلبانو په بیا وکمنېدو سره ناکامې شوي او اوسنی افغانستان د یوې داسې ادارې تر واک لاندې دی، چې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګلوي دي.

مارټین په خپل کتاب کې ټینګار کړی، چې د افغانستان جګړه یوازې د پوځي ځواک له لارې نه شوای ګټل کېدلی، بلکې د افغان ولس سره د باور پر بنسټ اوږدمهاله هڅو ته اړتیا وه.