ظاهر اغبر: د نجونو د انلاین زده کړو د پراختیا لپاره مو ګډې هڅې روانې کړي

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمد ظاهر اغبر ویلي، چې د تاجکستان هېواد په ملاتړ د افغان ماشومانو او په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو لپاره نوې لارې پرانېستل شوې دي.
په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمد ظاهر اغبر ویلي، چې د تاجکستان هېواد په ملاتړ د افغان ماشومانو او په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو لپاره نوې لارې پرانېستل شوې دي.
په تاجکستان کې د افغانستان سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د څو تعلیمي رضاکاره بنسټونو استازو د «ښاغلي اغبر» سره په دوشنبه کې لیدلي او د «سامانیان» ښوونځي له لارې د افغان نجونو او ښځو د انلاین زده کړو د پیاوړتیا په اړه یې خبرې کړې دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې ظاهر اغبر د دغو تعلیمي بنسټونو استازو سره په ناسته کې ویلي: «د خوشالۍ ځای دی چې د تاجکستان د دولت په ملاتړ مو د سامانیان په ښوونځي کې د سلګونو کډوالو ماشومانو د زده کړو زمینه برابره کړې ده. خوشبختانه، په افغانستان کې دننه هم ګڼې نجونې د انلاین زده کړو له لارې خپلو هلو ځلو دوام ورکوي.»
اعلامیه وایي، چې د تعلیمي بنسټونو استازو د خپلو پروژو او طرحو د شریکولو ترڅنګ ژمنه کړې، چې د سامانیان ښوونځي د کیفیت د لوړولو او د انلاین پروګرامونو د پراختیا لپاره به له افغان سفارت سره نږدې او دوامداره همکاري وکړي.