• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزې ته نه دي بلل شوي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۳۷ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال لیو بین ویلي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزه به د اګست له ۳۱مې څخه د سپټمبر تر لومړۍ نېټې د چین په شمالي ښار تیانجین کې ترسره شي. خو یادې سرمشریزې ته د رابلل شویو کسانو په نوملړ کې د طالبانو نوم نه دی خپور شوی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د وري په میاشت کې ویلي وو چې چین د دې ډلې استازو ته د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون بلنه وکړې ده.

خو د روان کال د چنګاښ په ۲۴مه په چین کې د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې هم د طالبانو استازي ګډون نه درلود.

د شانګهای د همکارۍ سازمان راتلونکې سرمشریزه به د روان کال د وږي په ۹مه او لسمه نېټه ترسره شي او د شل څخه زیاتو هېوادونو او شاوخوا د لسو نړیوالو سازمانونو مشران به پکې ګډون وکړي.

د شانګهای همکارۍ سازمان یو سیمه‌ییز سازمان دی، چې په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی.

روسیه، چین، هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، پاکستان، ایران او ازبکستان د دغه سازمان اصلي غړي دي. او بیلاروس د ۲۰۲۴ کال د جولای په څلورمه په دې سازمان کې شامل شو.

افغانستان او منګولیا د دغه سازمان د څارونکو هېوادونو په ډله کې دي اواذربایجان، ارمنستان، بحرین، مصر، کمبودیا، قطر، کویټ، مالدیپ، میانمار، نیپال، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، ترکیه او سریلانکا بیا د شانګهای همکارۍ سازمان کې د خبرو اترو ملګري هېوادونه دي.

د چین شینهوا اژانس د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال لیو بین ویلي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان راتلونکې غونډې ته د روسیې، بېلاروس، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، منګولیا، اذربایجان، ارمنستان، کبودیا، مالدیپ، نیپال، ترکیه، مصر، ترکمنستان، اندونیزیا، لاوس او ویتنام مشران بلل شوي دي.

ټاکل شوې ده، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش او د ډله‌ییز امنیت سازمان سرمنشي او د سیمه ییزو سازمانونو مشران به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د طالبانو له بلل کېدو پرته د منګولیا حکومت ته د څارونکي هېواد په توګه په دې غونډه کې بلنه ورکړل شوې ده.

لیو بین ویلي، چې په چین کې د شانګهای همکارۍ سازمان دغه سرمشریزه به «د دې سازمان له تاسیس راهیسې تر ټولو لویه سرمشریزه وي.»

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

پاکستانی پوځ وایي امریکا دې په افغانستان کې پاتې شوې وسلې له تور بازار څخه واخلي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۴۱ GMT+۱

پاکستاني پوځ له امریکا غوښتي، خپلې پاې شوې وسلې دې د افغانستان له تور بازار څخه بېرته واخلي، کومې چې ددوی له وتلو وروسته پاتې شوې دي. د پوځ ویاند وايي، دا وسلې اوس د افغانستان او پاکستان د وسله‌والو ډلو لاس ته لوېدلي، چې جدي امنیتي اندېښنې یې راپارولي دي.

د اکانومیست مجلې د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي، امریکا باید دغه پاتې شوې وسلې له تور بازار څخه وپېري، څو وسله‌وال نور پرې سمبال نه شي. هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې هر څه، په ځانګړي ډول امریکایي وسلې، په لوړه بیه پلورل کېږي."

راپور زیاتوي، چې د داعش خراسان څانګې پر ضد جګړه د پاکستان لپاره تر ټولو مهمه موضوع ده، څو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره نږدې پاتې شي.

له هغه وخت راهیسې چې امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه واېستل، طالبانو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پرمختللې نظامي وسلې تر لاسه کړې.

د امریکا دفاع وزارت د ارزونې له مخې، دا تجهیزات چې شاوخوا اووه میلیارده ډالره ارزښت لري، پکې نظامي موټرونه، پرمختللې وسلې، بایومټریک وسایل او نور ټکنالوژیک سیسټمونه شامل دي.

د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې، زیاتره پاتې وسلې اوس د پاکستاني طالبانو له خوا اخیستل شوي او د پاکستاني پوځ پر ضد کارېږي.

د راپور له مخې، په لومړیو کې د امریکایي M۱۶ او M۴ وسلو قیمت له ۱۰۰۰ تر ۲۰۰۰ ډالرو و، خو اوس دا وسلې کمیابه شوي او بیې یې لوړ شوي.

د خوست او پکتیکا په بازارونو کې M۴ وسله تر ۴۲۸۵ ډالرو او M۱۶ تر ۱۴۲۸ ډالرو پلورل کېږي.

واشنګټن پوسټ پخوا راپور ورکړی و، چې د پاکستان په شمال کې جهادي ډلې او د سویل لوېدیځ بلوچ بیلتون‌پال اوس د همدې امریکایي وسلو څخه کار اخلي.

د بریتانیې "ان‌هرد" رسنۍ بیا ویلي، چې شاوخوا ۴۰۰ زره د ناټو نظامي وسلې اوس د طالبانو لاس ته لوېدلي.

پاکستان اوس له امریکا غواړي، چې د دغو وسلو د اخېستلو ترڅنګ، د داعش پر ضد مبارزه کې همکاري پراخه کړي، خو دا مرسته یې له ځینو شرایطو سره تړلې ده.

د پاکستان لپاره اصلي امنیتي ګواښونه تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او بلوچ بېلتون‌پالې ډلې دي، نه داعش؛ ځکه چې د دې ډلې بریدونه زیاتره پر شیعه‌ مذهبو، روسانو او ایران متمرکز دي.

راپور زیاتوي، پاکستان غواړي امریکا له دې وسله‌والو ډلو سره د مقابلې لپاره استخباراتي معلومات زیات کړي، وسلې واستوي، او د زغره‌والو موټرو، شپې لیدونکو کامرو او نورو تجهیزاتو مرستې بیا پیل کړي، خو د هند له مخالفت سره به دا کار اسان نه وي؛ ځکه هند د امریکایي وسلو لوی پیرودونکی دی.

همداراز، اسلام‌اباد له امریکا او لویدیځو هېوادونو غواړي، چې د پاکستان دا ادعا ومني چې هند له (ټي‌ټي‌پي) او بلوچ بېلتون‌پالو ډلو سره مرسته کوي.

پاکستان د دې ملاتړ لپاره تازه اسناد هم وړاندې کړي، خو لوېدیځ هېوادونه لا نه دي قانع شوي.

ایران د درېیو افغانانو په ګډون څلور کسان اعدام کړل

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۳۰ GMT+۱

د ایران د بشري حقونو سازمان د جمعې په ورځ راپور ورکړی، چې ایران د درېیو افغانانو په ګډون څلور کسان د بندر عباس په زندان کې اعدام کړل.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې د درېیو افغانانو په ګډون څلور کسان چې د نشه يي توکو په قاچاق او "قصدي قتل" تورن و، د سې شنبې په ورځ د بندر عباس په زندان کې اعدام شول.

دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې ۲۹ کلن الله نظر تاجیک، ۴۹ کلن عبدالروف نورزی او ۵۱ کلن عبدالرحمن اسحاقزی د نشه یې توکو په قاچاق کولو تورن وو.

په راپور کې ویل شوي:« الله نظر تاجیک د فراه ولایت اصلي اوسیدونکی و، خو په نیمروز کې مېشت و او په ۱۴۰۱ کال کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی و، همدارنګه عبدالروف نورزی د فراه ولایت اصلي اوسیدونکی و او په ۱۴۰۰ کال د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی و او عبدالرحمن اسحاقزی هم د فراه ولایت اوسیدونکی و او په ۱۴۰۱ کال کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی و.»

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې د تېرو پنځو کلونو راهیسې د نشه يي توکو د قاچاق په تور د اعدام کېدونکو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او یوازې په ۲۰۲۴ کال کې ۵۰۳ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي دي.

د عقیدې پر بنسټ د قربانیانو نړۍواله ورځ؛ طالبانو ډېری خلک د خپلې عقیدې په تور ځورولي دي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۸ GMT+۱

د زمري ۳۱مه د عقیدې پر بنسټ د قربانیانو نړۍواله ورځ ده. په افغانستان کې د طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته ځينې روښان فکره «سېکولران یا کافران» بلل شوي، «اهل حدیث یا وهابیان» ځپل شوي، اهل تشیع د طالبانو تر فشار لاندې ژوند کوي او نیوکه کوونکي «باغيان» بلل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته طالبانو پر ډېرو خلکو خپله ځانګړې عقیده او د اسلام ځانګړی تصور په زور تپلې دی، روښان فکره او جمهوریت‌پال یې «سېکولران» بللي او ځينې یې پر عصري زده‌کړو د ټينکار له امله په اعدام محکوم کړي دي.

د طالبانو ابتدایه محکمې د پکتیکا ولایت استاد عبدالعلیم خاموش «د اسلام پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور» د مرګ په سزا محکوم کړی، حال دا چې هغه وايي پر عصري زده‌کړو یې ټينګار کړی و؛ خو د هغه نظر ناسم تعبیر شوی دی.

طالبان د بیان ازادي د خپل نظام پر ضد بغاوت بولي؛ تر دې مهاله یې څو رسنۍ تړلې دي او څو خبریالان یې نیولي، شکنجه کړي او زنداني کړي دي.

په افغانستان کې «اهل حدیث یا عامه اصطلاح وهابیانو» هم ویلي، چې د افغانستان په څو ولایتونو کې یې ملایان وژل شوي او مدرسې یې تړل شوې دي.

اهل تشیع هم شکایت کوي، چې د طالبانو له‌خوا یې مذهبي مراسم محدود شوي او جعفري فقه څنډې ته شوې ده.

هندوان او سېکان تر ډېره له افغانستانه وتلي او ډېر کم یې په افغانستان کې پاتې دي، چې هغوی هم له وېرې سره ژوند کوي.

د دغې ورځې ارزښت دا دی، چې د دين او عقيدې د ازادۍ ساتنه وشي، د بېلابېلو ټولنو ترمنځ زغم او همغږي وساتل شي او د کرکې، تبعیض او تاوتريخوالي پر وړاندې د پوهاوي فضا رامنځته شي.

پاکستاني شنونکي: «د افغانستان بې‌ثباتي د پاکستان لپاره یو مستقیم ګواښ دی»

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۳۸ GMT+۱

پاکستاني شنونکي وايي، په افغانستان کې روانه بې‌ثباتي د سیمې امنیت او اقتصاد ته جدي ګواښ دی. دغه شنونکي ټینګار کوي، د پاکستان پر ضد د افغانستان خاورې کارونه یوه «سره کرښه» ده چې باید له پامه ونه غورځول شي.

د ډېلي ټایمز ورځپاڼې په یوې خپرې شوې تحلیلي مقاله کې راغلي، هر کله چې افغانستان د ناورین پر لور ځي، پاکستان هم درانه انساني او مالي لګښتونه زغمي. ام هانیه ادعا کړې، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ترهګرۍ په پایله کې له ۸۰زرو ډېر پاکستانیان وژل شوي او د دغه هېواد اقتصاد هم زیانمن شوی دی.

دغه مقاله زیاتوي، چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ټي‌پي‌پي بیا فعالېدو سره د پاکستان لپاره امنیتي ګواښونه یو ځل بیا ډېر شوي دي. د لیکوالې په وینا؛ د کابل اداره یا نه‌شي کولای او یا نه غواړي چې د هغو ډلو پر ضد اقدام وکړي، چې پر پاکستان بریدونه کوي.

مقاله همداراز خبرداری ورکوي، چې افغانستان د نړۍ د نشه‌يي توکو ستر تولیدوونکی هېواد ګرځېدلی؛ چېرې چې د تریاکو او همدارنګه د شیشې (میټامفټامین) تولید په څرګند ډول ډېر شوی دی. دغه توکي ترهګریزې ډلې تمویلوي او د پولو له لارې پاکستان ته انتقالېږي، چې د اعتیاد او جرمونو د ډېرېدو لامل ګرځي.

په دې مقاله کې داسې راغلي دي: «موږ د افغانستان د جګړو بار ډېر وخت پر اوږو وړی دی. دا ځل باید ډاډ ترلاسه کړو، چې د پاکستان حاکمیت او امنیت د هغه هېواد د ګډوډیو قرباني نه‌شي.»
لیکواله ټینګار کوي، چې د افغانستان د کړکېچ حل یوازې د پاکستان په هڅو شونی نه‌دی؛ خو پاکستان هم نه‌شي کولای چوپ پاتې شي، په داسې حال کې چې بې‌ثباتي له پولې اوړي.
په دې مقاله کې د راتلونکي لپاره درې لارې چارې وړاندیز شوې دي:

۱. د افغانستان لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې د سرو کرښو مشخصول. ۲. چین، ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د نشه‌يي توکو او افراطیت پر ضد سیمه‌ییزه همکاري. ۳. د کورنیو اقداماتو پیاوړتیا، چې په‌کې د کډوالو ښه مدیریت او د ترهګرۍ ضد مبارزې بیا پيل شامل دي.

د مقالې په پای خبرداری ورکړل شوی، چې که اوس اقدام و نه‌شي؛ نو راتلونکي ګواښونه به لا ډېر او د خلکو امنیت او د دولت بقا به له ګواښ سره مخامخ شي.

درې کاله کیږي په کندهار کې د روغتیايي زده کړو انسټېټوټ فارغینو د اګزیټ ازموینه ځنډول شوې

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۳۳ GMT+۱

په کندهار کې د خصوصي روغتیايي زده کړو انسټېټونو څخه فارغ شوي زده کوونکي شکایت کوي او وایي چې شاوخوا درې کاله کیږي د طالبانو له خوا د نامعلوم دلیل له امله یې د اګزیټ ازموینه ځنډول شوې ده.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په کندهار ولایت کې د خصوصي روغتیايي زده کړو انسټېټونو نږې پنځه زره زده کوونکي، چې درې کاله وړاندې یې زده کړې پای ته رسیدلي، له بې سرنوشتې سره مخ دي او د طالبانو له خوا ترې د اګزیټ ازموینه نه اخیستل کیږي.

دغو سرچینو ویلي، چې یادو زده کوونکو، د نرسینګ، غاښونو پروتیز، راډیولوژۍ، فزیوټراپۍ، اېکسرې، ولادي او نسايي، فارمسي او نورو برخو کې درې کاله وړاندې خپلې زده کړې بشپړې کړي، خو لا هم یاد زده کوونکي د کار کولو اجازه نه لري.

رحمت الله چې دوه کاله وړاندې په کندهار کې د یوه خصوصي روغتیايي انسټېټوت د عالي نرسینګ له څانګې فارغه شوی افغانستان انټرنشنل ته وویل:« کله چې له مکتب څخه فارغه شوم، ډېرې اقتصادي ستونزې مې هم لرلې، خو بیا مې هم د نرسینګ په څانګه کې زده کړې پیل کړې، له انسټېټوت څخه فارغه شوم، خو دا دوه کاله کیږي، چې د اګزیټ ازمویني ته په تمه یم.»

پر همدغه مهال په هلمند ولایت کې د احمدشاه بابا روغتیايي علومو انسټېټوت د فارمسۍ څانګې څخه فارغه شوی زده کوونکی وايي، درې کاله وشول، خو لا هم د اګزیټ ازموینې ته په تمه دی.

نوموړي د نوم نه اخېستلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل:«کورنۍ مې ډېرې هیلې راته لرلې، ما خپله هم د راتلونکي په اړه ښه پلان درلود، خو څه وکړم، له درس ویلو وروسته بیا هم د کار کولو اجازه نه لرم، زه مې د کار پیلولو لپاره باید له دولتي ازموینې څخه بریالی ووځم.»

په کندهار کې د یو خصوصي روغتیايي علومو انسټېټوت مسوول چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي وايي:«موږ په ګډه د څو نورو انسټېټونو سره کابل ته لاړو، هلته مو خپل شکایتونه د لوړو زده کړو وزیر او نورو کسانو سره شریک کړل، خو د هغوی ځواب دا وو، چې ډېر ژر به د اګزیټ ازموینه واخلي.»

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په کندهار او هلمند ولایتونو کې هرکال سلګونه زده کوونکي د خصوصي روغتیايي علومو له انسټېټونو څخه فارغه کیږي، خو د نامعلوم دلیل له امله یې د تېرو درېیو کالو راهیسې د اګزیټ ازموینه ځندول شوې ده.