د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د طالب ضد افغان سیاستوالو د غونډې له ځنډېدو وروسته، د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان سفیر نجیب الله علي خیل ویلي، د تجربو له مخې، د نورو د اجنډاو پر بنسټ په نورو هېوادونو کې راغونډېدل د افغانانو په ګټه نه دي.
نجیب الله علي خېل د جمعې په ورځ پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، « د هېواد تریخ تاریخ او بدو تجربو ښودلې چې د نورو اجنډاو پر اساس په پردو ملکونو کې را غونډېدل، افغانان سیاسي حل او دایمي ثبات ته هېڅکله هم نشي رسولای.»
علي خېل، د افغانستان د قضایاو حل یوازې د افغانانو تر منځ خبرې اترې ګڼي.
نوموړی زیاتوي، «د افغانستان د قضایاو حل او د افغان ولس د زخمونو علاج، یوازې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې او هم په وطني او ملي احساس سره ممکن ده.»
له دې سره سم، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته دوو سرچینو د دې پخلی کړی، چې په اسلام اباد کې د طالب ضد افغان سیاستوالو غونډه چې د اګست پر ۲۵مه او ۲۶مه په اسلام اباد کې تدارک شوې وه د سپټمبر د میاشتې وروستۍ اونۍ ته ځنډېدلې ده.
د یادې غونډې په تړاو په کور دننه او بهر کې ګڼ غبرګونونه راپارولي وو او په ترڅ کې یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د طالب ضد افغان سیاستوالو د جوړېدونکې غونډې په تړاو ویلي وو، چې دغه غونډه د پاکستان د استخباراتي (ای، اېس، ای) ادارې له لوري جوړېږي او د پاکستان موخه خپلواک، ازاد، متحد او پیاوړی افغانستان نه دی، بلکې برعکس ده.
خو په پاکستان کې افغان سیاستوالو ته د غونډې تنظیموونکې او د سویلي اسیا سټراټیژیک ټیکاو انسټیټیوټ مشرې ماریا سلطان پر زلمي خلیلزاد نیوکه کړې، چې «پخواني ګناهونه اوږده سيوري لري.» هغې له خلیلزاد څخه غوښتي، «خلک پرېږدي چې په خپله خبرې وکړې.»