د ترکیې ساحلي ساتونکو ۲۵ افغان کډوال نیولي دي

د ترکیې ساحلي ساتونکو په چاناک قلعه ښار کې هغه ۲۵ افغان کډوال نیولي دي، چې په یوې بادي بېړۍ کې سپاره وو. پولیسو د همدې قضيې په تړاو یو اذربایجاني قاچاق وړونکی هم نیولی دی.

د ترکیې ساحلي ساتونکو په چاناک قلعه ښار کې هغه ۲۵ افغان کډوال نیولي دي، چې په یوې بادي بېړۍ کې سپاره وو. پولیسو د همدې قضيې په تړاو یو اذربایجاني قاچاق وړونکی هم نیولی دی.
د راپورونو له مخې، دا افغان کډوال د قانوني مراحلو تر بشپړولو وروسته د بهرنیانو د اېستلو مرکز ته لېږدول شوي دي.
ترکیې په دې وروستیو کې د افغان پناه غوښتونکو د نیولو او اېستلو بهیر ګړندی کړی دی.
د روان میلادي کال له پیل راهيسې د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه افغان کډوال نیول شوي او د اېستلو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د ترکیې د احصایې ادارې د تېر هجري لمریز کال د وروستي راپور له مخې، ۱۳۹ زره او ۲۵۱ افغانان په دې هېواد کې ژوند کوي، خو دا مهال د ټولو افغان کډوالو دقیق شمېر معلوم نه دی.
د ترکیې پولیسو تر دې وړاندې څو ځلې ویلي و، چې په ټول هېواد کې د بې اسنادو پناه غوښتونکو د پېژندلو، نیولو او شړلو لپاره د دوی ګډ عملیات دوام لري.
په کال ۱۴۰۰ کې کله چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، زرګونه افغانان په سختو او ستړو لارو ایران ته مخه کړه او له هغه ځایه اروپایي هېوادونو ته د تګ په موخه یې ځانونه ترکیې ته ورسول.
د دغو کډوالو له ډلې یو شمېر یې د لارو په اوږدو کې مړه شوي هم دي.


طالبانو تېره اوونۍ د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په مخابراتو څلور لارې کې د تیموریانو دورې د شاعر او سیاستوال امیر علي شېر نوايي څلی ونړاوه؛ خو له ګڼو تُندو غبرګونو وروسته یې دوه ورځې مخکې د یاد څلي د بیارغونې او ښکلا چارې پیل کړې.
د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي دفاع وزرت سرپرست شاه محمود میاخېل د شنبې په ورځ (د وږي په لومړۍ) د طالبانو له لوري د امیر شېر علي نوايي د وران کړي څلي د بیارغونې چارو له پیله هرکلی وکړ او زیاته کړې یې ده: «تاریخي ارزښتونه باید وساتل شي.»

شاه محمود میاخېل په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، طالبان باید په تورخم کې د غازي امان الله خان او پاچا خان تابلوګانې، په جلال اباد ښار کې د غازي امان الله خان څلی او د پښتونستان واټ خراب کړي انځورونه هم بېرته ورغوي.
میاخېل زیاته کړې: «په دې لړ کې چې طالبانو په تورخم کې د غازي امان الله خان او پاچا خان تابلوګانې، په جلال اباد ښار کې د غازي امان الله خان څلی او د پښتونستان واټ انځورونه خراب کړي، باید بېرت جوړ کړي.»

د نوموړي په وینا، دغه تابلوګانې، څلي او پښتونستان واټ د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت جوړ شوي وو او یوازې د جمهوریت اړوند نه دي او همداراز یې ویلي: «که د غازي امان الله خان د مقبرې رنګ هم د پخوا په شان تغییر کړي، نو ښه به وي.»
د امیر علي شېرنوايي څلی شاوخوا ۱۷ کاله مخکې په مزارشریف ښار کې جوړ شوی وو، خو تېره اوونۍ طالبانو یاد څلی ونړاوه او د غبرګونونو په ترڅ کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار احرار برهانوف د امیر علي شېر نوایي د مجسمې د نړولو په تړاو له طالبانو رسمي وضاحت وغوښت.
طالبانو په وضاحت کې د تېرې چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۹مه) ورته ویلي وو، چې دا اقدام د دوی د ځايي ادارو له خوا له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په نه همغږۍ شوی او همداراز یې ډاډ ورکړی وو، چې د امیر عليشېر نوایي لپاره نوې مجسمه به جوړه کړي.
له دې سره سم، دوه ورځې مخکې د مزارشریف ښاروال د امیر عليشېر نوایي د یادګار څلي د بیارغونې چارو له پيله خبر ورکړ. د نوموړي په وینا، دغه پروژه به د ۱ اعشاریه ۵ میلیونه افغانیو په لګښت پلې شي او په کې به د کتيبې بیارغول، د شنو ساحو، د ناستو ځایونه، کتابتون او د امیر عليشېر نوایي د ژوند او ادبي اثارو معرفي لوحې شاملې وي.

میر نظام الدین علي شېر نوايي په ۸۴۴ هجري- سپوږمیز کال کې په هرات کې سترګې دې نړۍ ته پرانېستې او په ۹۰۶ هجري- سپوږمیز کال کې ومړ. امیر عليشېر نوایي د تیموریانو دورې پرمهال له مخکښو شاعرانو، پوهانو او سیاستوالو او د سلطان حسین بایقرا هم دوره وو.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم چې د نجونو د زده کړو یو له مخالفینو ګڼل کېږي، د شنبې په ورځ (د وږي په لومړۍ) په پکتیا پوهنتون کې په یوې غونډه کې له دیني زده کړو سربېره پر عصري زده کړو هم ټینګار کړی دی.
ندا محمد ندیم د پکتیا پوهنتون د استادانو او زده کړیالانو په ګډون په یوې غونډه کې زیاته کړه، «په دنیوي ژوند کې دیني او عصري علومو زده کړې ضروري دي.»
ندیم زده کړیالانو ته په خطاب کې وویل: «تاسو په ټولنه کې مهم قشر ياست، هغه څوک ياست چې د ټول ملت او ټولنې سترګې تاسو ته په لاره دي، چې تاسو به د ټولنې مشکلات او ستونزې حلوئ.»
د دغې غونډې په پای کې د پکتیا پوهنتون تدریسي روغتون لپاره د ۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي تجهیزاتو د پېرلو او د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه جومات د جوړولو پروژې هم پرانېستل شوې.
ندا محمد ندیم د لوړو زده کړو وزارت له سرپرستۍ مخکې د کابل والي وو او په هغه وخت کې عبدالباقي حقاني د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وو او نجونو زده کړیالانو ته یې په نوبتي ډول د زده کړو د دوام اجازه ورکړې وه، خو کله چې ندا محمد ندیم د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شو نو په لومړي ګام کې یې د نجونو د لوړو زده کړو بهیر وځنډاوه او له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د نجونو د زده کړو د دوام په برخه کې هېڅ مثبت کار نه دی شوی.

د ترکیې د ولسمشر مېرمن امینه اردوغان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مېرمنې میلانیا ټرمپ څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې، چې د اسراییل لومړي وزیر سره دې د غزې د ماشومانو د کړاوونو په اړه خبرې وکړي او خپل غږ پورته کړي.
امینه اردوغان په لیک کې لیکلي، چې هغې ته د میلانیا ټرمپ هغه لیک الهام ورکړی، چې څو ورځې وړاندې یې د اوکراین او روسیې د ماشومانو په اړه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته لېږلی و.
د امینه اردوغان لیک د ترکیې ولسمشرۍ ماڼې خپور کړی او په کې لیکل شوي:« زه باور لرم چې هغه ځانګړې پاملرنه چې تاسو د اوکراین د ۶۴۸ ماشومانو لپاره وښوده، غزې ته هم وغځول شي.»
امینه اردوغان په لیک کې زیاته کړې:« نن چې نړۍ د یوې ګډې وېښتیا په حالت کې ده او د فلسطین د رسمیت پېژندنې غوښتنه نړیواله اراده ګرځېدلې، زه باور لرم چې ستاسو غږ د غزې په استازیتوب به د فلسطیني ولس پر وړاندې یوه تاریخي دنده ترسره کړي.»
سپیني ماڼۍ تر اوسه د یاد لیک په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
امینه اردوغان د امریکا د ولسمشر مېرمنې ته دا لیک په داسې مهال لېږلی دی، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو یوې ادارې اعلان وکړ، چې د غزې ښار او شاوخوا سیمې په رسمي ډول د قحطۍ ښکار دي او کېدای شي قحطي نوره هم خپره شي.

د طالبانو د هلمند ولایت مقام رسنیز دفتر ویلي، چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کي د مرغانو ۴ تنه ښکاریان نیول شوي دي. دوی همدراز زیاتوي چې نیول شوي ښکاریانو څخه یې ۱۰ دانې ښکارشوي مرغان هم نیولي دي.
د هلمند ولایت مقام رسنیز دفتر نن شنبه (د وږي لومړۍ) پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند د کارېز طبعي ځنګله کي د شپږمې امنیتي حوزې د مسوولینو له لوري ۴ تنه ښکاریان د ښکار په تور نیول شوي دي.
د هلمند د پولیسو ویاند عزت الله حقاني وایي یاد کسان چي يو ميل بادي او دوه ميله کمرشکن ټوپکونه ور سره و او شا او خوا ۱۰ دانې الوتونکي مرغان یې ښکار کړي و، د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول سوه.
دوی همدراز زیاتوي، چې له دې مخکې هم امنیتي ځواکونو يو شمېر کسان د الوتونکو مرغانو او نورو ژوو د ښکار په جرم نيولي دي.

په سویس کې د افغانستان سفارت ومنله چې د طالبانو قونسلي برخې څلور کارمندان د افغانانو د اېستلو په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو لپاره سفر کړی و. له دې وړاندې د سویس دولتي ټلویزیون د مجرمو افغانانو د ستنولو لپاره ژنېف ته د طالبانو د څلورو ډېپلوماټانو له سفره خبر ورکړی و.
په سویس کې د طالبانو سفارت د یاد هېواد د کډوالو ادارې په حواله لیکلي، چې یاد کارمندانو د مجرمو کسانو د هویت د تثبیبت او د اېستلو په برخو کې د همکارۍ لپاره راغلي وو.
په سویس کې د افغانستان سفارت او دایمي استازولۍ نن شنبه (د وږي لومړۍ) دغه موضوع تایید کړې ده.
له دې وړاندې د سویس دولتي ټلویزیون له دغه هېواد څخه د مجرمو افغانانو د ستنولو لپاره ژنېف ته د طالبانو د څلورو ډيپلوماټانو له سفره خبر ورکړی و.
د سویس چارواکو ویلي و، دغه اقدام «حساس خو اړین» وو.
دغه ټلویزیون پرته له دې چې د سفر کره نېټه په ډاګه کړي ویلي، د طالبانو یاد ډېپلوماټان «څو ورځې» مخکې ژنېف ته رسېدلي دي.
د سویس د کډوالو ادارې په وینا، د طالبانو د دغه پلاوي دوه ورځنی ماموریت چې د محکوم شویو ۱۱ کسانو او افغانستان ته په خپله خوښه د بېرته ستنېدونکو دوو کسانو پېژندنه وه، ترسره شوی دی.
د دغې ادارې ویاند «دانیل باخ» ویلي و، دغه اقدام د یادو افغانانو د سفر د اسنادود جوړولو لپاره اړین وو ځکه په وینا یې طالبان یوازې هغه اسناد مني چې د دوی له لوري صادر شوي وي او د افغانستان د نورو استازولیو له لوري جوړ شوي اسناد ورته د منلو نه دي.