روسيه ادعا لري چې ځواکونو یې د اوکراین په ختیځ کې دوه نور کلي ونیول

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې ځواکونو یې د اوکراین په ختیځ دونېڅک سیمه کې دوه نور کلي هم نیولي دي او له دې سره په سیمه کې د نیولشویو کلیو شمېر درېیو ته ورسېد. اوکراین بیا څه نه دي ویلي، خو پوځ یې دا خبره کړې چې له روسي ځواکونو یې یو کلی بېرته نیولی.