د ازادۍ په نوم جبهې تخار کې څلورو طالبانو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا وکړه

د افغانستان د ازادۍ په نوم وسله‌والې جبهې ادعا کړې چې تېر ماسخوتن یې د تخار ولایت مرکز تالقانو کې د طالبانو پر یوې قرارګاه د برید پر مهال د دغې ډلې۲ غړي وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي. طالبانو لا تر اوسه د نوموړې جبهې د دې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.