نن په غزه کې اسراييلي ځواکونو ۱۹ نور فلسطینیان وژلي دي

اسراييلي ځواکونو نن ۱۹ فلسطینیان وژلي، چې په دې کې مرستو ته په تمه کسان هم شامل دي. دا په داسې حال کې ده، چې اسراییلي پوځ د ښار د نیولو او سوېل ته د فلسطینیانو د شړلو طرحې عملي کولو په لړ کې په غزه کې پر الزيتون او صبره سیمو بریدونه پراخ کړي دي.