د پښتونخوا په بونیر کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۵ کسان مړه شوي دي

د پښتونخوا د بونیر ولسوالۍ په ګوکند غوره دره سیمه کې د یوه موټر د اوښتو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ کسان مړه شوي دي. په سیمه کې ځايي خلکو ویلي، په پېښه کې ۶ کسان ټپیان شوي هم دي چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.