• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د مذهبي ازادیو کمېسیون: په افغانستان کې مذهبي ازادي په بشپړ ډول له منځه تللې ده

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۲۲ GMT+۱

د امریکا د نړۍوالو مذهبي ازادیو کمېسیون (USCIRF) په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د مذهبي ازادیو لپاره هېڅ ځای نه دی پاتې شوی او دا ارزښت په بشپړ ډول منځه تللی دی.

یاد کمېسیون په خپله اعلامیه کې څرګنده کړې، طالبان هغه کسان په کلکه ځپي چې د دوی له عقیدوي لیدلوري او مذهبي باورونو سره همنظره نه دي.

د دې بنسټ په وینا، دا وضعیت نه یوازې د افغانانو پر دیني ازادیو، بلکې پر بنسټیزو بشري حقونو هم دروند ګوزار دی.

د یاد کمېسیون مشره ویکی هارټزلر ویلي: «په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو مذهبي ازادي په افغانستان کې په بشپړ ډول ختمه کړې ده. ټول افغانان په ځانګړي ډول مذهبي اقلیتونه له جدي ګواښونو سره مخ دي؛ دوی د بدني سزا، خپل‌سریو نیونو او سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې ژوند کوي.»

نوموړې زیاته کړې، چې د طالبانو د "امر بالمعروف او نهی عن المنکر" وزارت پالیسي د یوه ځپونکي نظام بنسټونه لا پیاوړي کړي دي؛ ښځې یې له دیني او ټولنیزو چارو اېستلې او مذهبي لږکیان یې له سختو ګواښونو سره مخ کړي دي.

دغه کمېسیون د افغان کډوالو د احتمالي اخراج په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې بېرته ستنول به یې د طالبانو د انتقام اخیستونکي چلند لامل شي.

دغه کمېسیون له امریکا او نورو هېوادونو غوښتي، چې د مذهبي ځورونې له امله تښتېدلي افغانان دې ومني او د خوندي اوسېدو شرایط دې ورته برابر کړي.

د کمېسیون مرستیال اصف محمود ټینګار کړی، چې د امریکا حکومت باید د افغان پناه غوښتونکو قانوني خوندیتوب ته دوام ورکړي او دوی له هېواده ونه باسي.

هغه ویلي: «باید د هغو کسانو ملاتړ وشي چې د مذهبي ځورونې له امله تښتېدلي، په ځانګړي ډول ښځې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د اساسي حقونو د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.»

یاد کمېسیون څو ورځې وړاندې هم د طالبانو د "امر بالمعروف" قانون په اړه یو ځانګړی راپور خپور کړی و او په خپل کلني راپور (۲۰۲۵) کې یې سپارښتنه کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د مذهبي ازادیو د پراخو سرغړونو له امله د اندېښنې وړ هېواد وبولي.

د امریکا د نړۍوالو مذهبي ازادیو کمېسیون یو خپلواک دولتي بنسټ دی، چې د امریکا ولسمشر، حکومت او کانګرس ته د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مذهبي ازادیو د وضعیت په اړه مشورې ورکوي او کلني څارنیز راپورونه خپروي.

د راپورونو له مخې، طالبانو په منظم ډول قومي او مذهبي اقلیتونه له دولتي خدمتونو، عمراني پروژو او بشري مرستو ته له لاسرسي محروم کړي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ډیورنډ کرښې ته نږدې د کونړ ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۲۲ GMT+۱

له کونړ ولایت څخه ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته تایید کړې، چې په خوست او ننګرهار ولایتونو کې د پاکستاني بې پیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته په کونړ کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

سرچیني زیاتوي، چې څو شېبې وړاندې یې د ډیورنډ په کرښه پرتې مروره، سرکاڼو او دانګام ولسوالیو کې د چاودنو او الوتکو غږونه اورېدلي دي.

تر اوسه دا روښانه نه ده، چې په دې پېښه کې چا ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده او که نه.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان بې پیلوټه الوتکو نن شپه د ننګرهار او خوست ولایتونو په یو شمېر سیمو هم بریدونه کړي، چې د لومړنیو معلومات له مخې د ماشومانو په ګډون څو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د طالبانو پر مشر نیوکه کوونکی دیني عالم عبدالسمیع غزنوي له یوې میاشتې بند وروسته خوشې شو

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۲۲ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل – پښتو ته باوري سرچینو تایید کړې، چې پېژندل شوی دیني عالم عبدالسمیع غزنوي چې د طالبانو د ځینو پالیسیو پر وړاندې یې ښکاره نیوکې کولې، له شاوخوا یوې میاشتې بند وروسته خوشې شوی دی.

غزنوي، د افغانستان د دیني حلقو په منځ کې د خپل ځانګړي دریځ له امله پېژندل کېږي. نوموړي په خپلو وروستیو وعظونو او درسونو کې پر طالبانو د نجونو د زده‌کړو د بندیزونو له امله سختې نیوکې کړې وې. همداراز، د پولو ورهاخوا د جهاد تبلیغ چې د طالبانو ځینې کړۍ پرې ټینګار کوي، هغه یې «غلط تعبیر» بللی و.

مولوي غزنوي، د طالبانو د تصوف یا تصوفي کړنو په اړه یې هم مخالفت څرګند کړی و او ویلي یې و، چې د اسلامي دودونو په اړه د دوی تفسیر یو اړخیز دی.

طالبانو شاوخوا یوه میاشت مخکې خپل یاد پخوانی استاد شېخ عبدالسمیع غزنوي نیولی و. په هغه وخت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې عبدالسمیع غزنوي له خپلې مدرسې نیول شوی او په ۴۵ ورځو زندان محکوم شوی.

د نوموړي نیول د دیني او ټولنیزو حلقو په کچه پراخ غبرګونونه راوپارولي وو. ډېری دیني عالمانو او د طالبانو دننه ځینو کسانو د دې اقدام پر وړاندې ناخوښي څرګنده کړې وه او دا یې د نظر د ازادۍ خلاف چلند باله.

سره له دې چې د غزنوي نیول په ښکاره ډول د طالبانو د پالیسیو پر وړاندې د هغه د نیوکو پایله ګڼل کېږي، خو د طالبانو ویاندویانو او چارواکو تر اوسه د هغه د نیولو او خوشې کولو په اړه هېڅ رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

شنونکي باور لري، چې د غزنوي بندي کول او بېرته خوشې کېدل ښيي چې طالبان د داخلي مخالفتونو د زغملو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.

د دوی په وینا، د دیني عالمانو ځپنه کولای شي د طالبانو د مشروعیت په اړه لا ډېرې پوښتنې راپورته کړي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې دغه ډله د نړۍوالې ټولنې د رسمي پېژندنې په لټه کې ده.

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان: د ښځینه خبریالانو د غږ خاموشه کول د بیان ازادۍ نقض دی

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۴۰ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د ښځینه خبریالانو د عدالت غوښتنې کمېټې په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو وروستی اقدام چې په یوې خبري غونډه کې یې د ښځینه خبریالې غږ په قصدي ډول پرې کړ، د بیان د ازادۍ او بشري حقونو ښکاره نقض دی.

دغه سازمان وایي، تېره ورځ طالبانو په رسمي خبري غونډه کې د یوې ښځینه خبریالې غږ قصدا پرې کړ او د هغې د پوښتنې خپرېدو ته یې اجازه ورنه کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره ورځ د حکومت د رسنیو په مرکز کې د دې ډلې پنځه کلنه ستراتیژي اعلان کړه او د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون دغه ناسته په ژوندۍ بڼه خپروله.
مجاهد په دې خبري ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو په پروګرام کې د نجونو زده‌کړې په کوم ځای کې دي، وویل چې دا یوه «جزئي مسله» ده. هغه د نجونو د زده‌کړو په اړه د یوې بلې پوښتنې ځواب ورکولو څخه هم ډډه وکړه.

د رسنیو ملاتړ سازمانونه او یو شمېر افغان خبریالان وایي، چې دا کار نه یوازې د یوې خبریالې سپکاوی و، بلکې د ټولو هغو ښځو د نه ستړې کېدونکو هڅو د سپکولو معنا هم لري، چې د سختو محدودیتونو او فشارونو تر سیوري لاندې د مسوولانه خبر رسونې لپاره کار کوي.

د رسنیو د ملاتړ سازمان ټینګار کړی، چې دا ډول چلند د ښځو پر وړاندې د تبعیضي پالیسۍ دوام ښيي او له نړۍوالو اصولو، د بشري حقونو له ارزښتونو او د ازادو رسنیو له بنسټیزو معیارونو سره په ښکاره ټکر کې دی.

اعلامیه زیاتوي، د ښځینه خبریالانو د د غږ خاموشه کولو هڅې د بیان پر ازادۍ، د جنسیتي برابرۍ پر اصل او د رسنیو پر خپلواک فعالیت ژور منفي اغېز کوي.

یاد سازمان په خپله اعلامیه کې له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو او د رسنیو له نړۍوالو ملاتړ کوونکو غوښتنه کړې، چې د طالبانو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او دا بنسټونه دې له ډیپلوماتیکو او رسنیزو لارو پر طالبانو فشار راوړي، ترڅو د بیان د ازادۍ درناوی وکړي او د ښځو حضور په رسنیزو فعالیتونو کې ومني.

په اعلامیه کې راغلي: «د سازمان د ښځینه خبریالانو د عدالت غوښتنې کمېټه د ټولو خبریالانو په ځانګړي ډول د هغو زړورو ښځو تر څنګ ولاړه ده، چې د بندیزونو او محدودیتونو سربېره د خلکو د خبرولو لپاره هڅې کوي.»

د دې کمېټې په وینا، د بیان ازادي او د عادلانه معلوماتو د لاسرسي لپاره مبارزه به تر هغه وخته روانه وي، چې ټول افغان خبریالان په ازاده فضا کې د کار کولو توان ومومي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې کله طالبان په افغانستان کې یو ځل بیا واک ته رسېدلي، پر ښځو په ځانګړي ډول په ښځینه خبریالانو یې یو لړ پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د دغو محدودیتونو او بندیزونو په ترڅ کې ښځینه خبریالانې، ښوونکې، محصلینې، د دولت پخوانۍ کارکوونکې او نورې فعالې ښځې له خپل مسلکي او ټولنیز ژوند څخه منزوي شوې دي.

طالب چارواکو له عمومي کارونو، اوږدو سفرونو، زده کړو او ان د پارکونو او حمامونو له تګ څخه د ښځو مخه نیولې او دا ټول د "شرعي محرم" او "اسلامي ارزښتونو" تر عنوان لاندې توجیه کوي.

د رسنیو برخه هم له سختو محدودیتونو سره مخ ده او له ښځینه خبریالانو سره ځانګړې سختۍ کېږي. دا محدودیتونه نه یوازې د ښځو پر اساسي حقونو ژور اغېز کوي، بلکې د بیان پر ازادۍ، معلوماتو ته د خلکو پر لاسرسي او د ټولنې پر شفافیت هم منفي سیوری غوړولی دی.

د نړۍوالو سازمانونو په باور، دا ډول اقدامات د ښځو د ټولنیز حضور سیستماتیک حذف ته زمینه برابروي او افغانستان نور هم له نړۍوالې ټولنې څخه منزوي کوي.

مولوي هبت الله د حامد کرزي د جلاوطنه کولو په لټه کې دی

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۵۶ GMT+۱

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو مشر د حامد کرزي د شخصي خبرو له اورېدو وروسته له هغه غوښتي چې هېواد پرېږدي. د طالبانو د مشر مخبرانو د حامد کرزي شخصي خبرې ثبت کړې، چې پخواني ولسمشر پکې ویلي، دی د هبت‌الله سیاسي ژوند پای ته رسوي او هبت‌الله ترې ډېر وېرېږي.

سرچینې وایي، د طالبانو د مشر مخبرانوله یوه مېلمه سره د حامد کرزي شخصي خبرې ثبت کړې دي.

کرزي په دې لیدنه کې مېلمه ته ویلي: «ملا هبت‌الله له هیچا دومره نه وېرېږي لکه له ما، ځکه زما حضور د هغه سیاسي ژوند پای ته رسوي او زه یې پر وړاندې یوازینی ریښتینی سیاسي ګواښ ګڼل کېږم».

د دې لیدنې د وخت او مېلمه په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

سرچینې وایي، کله چې دا ثبت شوې خبرې ملا هبت‌الله ته ورسیدې، هغه د کابل د ادارو له لارې له کرزي وغوښتل چې افغانستان پرېږدي.

سرچینې وایي، کرزي ځواب ورکړ چې افغانستان یې هېواد دی او هغه نه غواړي له هېواده ووځي.

د نجونو د تعلیم مخنیوی او د کرزي د غلي کولو هڅې

سرچینې وایي، طالبانو له کرزي غوښتنه کړې چې په سیاسي او نړیوالو مسایلو کې ونه غږیږي، خو کرزي دا غوښتنه په نرمۍ رد کړې.

کرزي ویلي: «زه یوازې د عامه ګټو او ملي مصالحو په اړه نظر ورکوم او د طالبانو ورځنيو چارو کې لاسوهنه نه کوم».

کرزی له هغو محدودو سیاسي مشرانو څخه دی چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په کابل کې پاتې شوی. هغه په تیرو څلورو کلونو کې له بهرنیو دیپلوماتانو سره لیدنې کړې او بهر ته یې سفرونه هم درلودل.

کرزي په دې موده کې د نجونو د تعلیم ملاتړ کړی او څو ځله یې طالبانو ته ویلي چې د نجونو ښوونځي باید پرانیزي.

سرچینې وایي، د طالبانو له فشارونو وروسته کرزي ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو تعلیم یوه کوچنۍ موضوع نه ده او په دې برخه کې به چوپ پاتې نه شي.

کندهار ته سفر

سرچینې وایي، پخواني ولسمشر څو ځله له طالبانو غوښتنه کړې چې خپل ټاټوبي کندهار ته د سفر اجازه ورکړي، خو طالبانو د دې لیدنو لپاره ځانګړي شرایط ټاکلي دي.

طالبانو ویلي چې کرزی یوازې هغه وخت کندهار ته سفر کولی شي چې هیڅ عمومي لیدنه ونه کړي او د هغه په انفرادي لیدنو کې د هبت‌الله د دفتر استازی حاضر وي. سرچینې وایي کرزي د دې شرایطو مخالفت کړی دی.

څه موده وړاندې کرزي له مېرمنې سره یوځای د خپلو ماشومانو د فراغت په مراسمو کې ګډون کړی و، چې خلکو وستایه او دا یې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې یو غبرګون وباله.

د شنونکو په باور، د کرزي بیا ځلي څرګندونې کولای شي چې د هغه د جلاوطنه کولو هڅې لا پیاوړې کړي.

اوس اصلي پوښتنه دا ده چې ایا حامد کرزی به د فشارونو لاندې په افغانستان کې پاتې شي او که د نوروسیاسي مشرانو په څېر به مجبور شي تبعید ومني؟

د بلغاریا سرحدي ځواکونو په یوه بار وړونکي موټر کې ۲۴ افغانان نیولي

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۵۱ GMT+۱

د بلغاریا په چاریوو سیمه کې ددغه هېواد سرحدي ځواکونو د یوه بار وړونکي موټر د پلټنې پر مهال ۲۴ افغانان نیولي دي. د نیول شویو کسانو عمرونه له۱۵ څخه تر ۵۷ کلونو پورې ښودل شوي.

بلغاریايي رسنیو رپوټ ورکړی، چې دغه کسان دوه ورځې وړاندې نیول شوي او د پېژندنې لپاره یې د جواز لرونکو ژباړونکو مرسته اخېستل شوې ده.

دغه ډله د چاریوو د پولیسو ریاست ته انتقال شوې او د موقتي استوګنې ځای ورکړل شوی.

د بلغاریا د سرحدي ځواکونو عمومي رییس انټون زلاتانوف وویل چې د بلغاریا-ترکيې پولې په ختیزو سیمو کې فشار زیات دی او کډوال د سیندونو له لارې تېرېږي.

په همدې ورځو کې په لوزینیټس کې هم ۲۴ غیرقانوني افغان کډوال له یوه بس نهنیول شوي دي.