طالبان وایي، تېره اونۍ یې د ښځو حقونو اړوند ۲۹قضیو ته رسېدنه کړې

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند مولوي سیف السلام خېبر ویلي، په تېره یوه اونۍ کې دوی د ښځو حقونو اړوند ۲۹ بېلابېلو قضیو ته رسېدنه کړې ده. هغه زیاته کړې، چې د دوی محتسبانو تېره اونۍ یو شمېر کوډګر هم نیولي او بېلابېلې اصلاحي ناستې یې هم کړې دي.