په جرمني کې د درې میلیونه بېکارانو شتون د اقتصادي رکود وېره زیاته کړې

په جرمني کې د بېکارۍ کچه له یوې لسیزې وروسته لومړی ځل درې میلیونو ته لوړه شوې، چې د اقتصادي رکود د ژورېدو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

په جرمني کې د بېکارۍ کچه له یوې لسیزې وروسته لومړی ځل درې میلیونو ته لوړه شوې، چې د اقتصادي رکود د ژورېدو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
د جرمني د فدرالي کاري ادارې په وینا، یوازې د اګست په میاشت کې ۴۶ زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او د بېکارۍ کچه ۶.۴ سلنې ته لوړه شوې.
د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله بیا ۱۵۳ زره کسان ډېر بېکاره شوي دي.
د کاري فرصتونو غوښتنه هم کمه شوې؛ په اګست کې ۶۳۱ زره دندې اعلان شوې وې چې د تېر کال په پرتله دا دندې۶۸ زره لږې دي.
لومړي وزیر فریدریښ میرڅ وویل، د بېکارۍ زیاتوالی غیر متوقع نه و او حکومت به د ستونزې د حل لپاره په نوو اقتصادي پانګونو تمرکز وکړي.
د کاري ادارې مشره اندریا نالس د وضعیت د ښه کېدو نازکې نښې یادې کړي، خو خبرداری یې ورکړ چې ژمی ښایي شمېر بیا لوړ کړي.
د کار وزیرې بېرېل باس د روسیې جګړه، نړیوال اقتصادي ناورین او د کلونو رکود د بازار پر حالت اغېزمن وباله.
په همدې حال کې، د کارګرانو اتحادیې مشر درې میلیونه بېکاران «شرموونکې شمېره» وبلله او د ریښتینو اصلاحاتو غوښتنه یې وکړه.


ولادیمیر پوتین چې راتلونکې اوونۍ چین ته ځي، له داسې پلازمېنې څخه سفر کوي چې د بیجینګ نفوذ پکې په بې ساري ډول زیات شوی دی. د چین سوداګریز مرکزونه، دودیزې ودانۍ، په چټکۍ سره زیاتېدونکي چینایي رسټورانتونه او د چین موټرونه هغه څه دي چې نن ورځ په مسکو کې په ښکاره ډول لیدل کېږي.
وروسته له هغه چې لوېدیځ هېوادونو د اوکراین جګړې پر مهال له روسیې سره اړیکې پرې کړې، چین د تېلو په اخیستو او د توکو په پلورلو سره د مسکو تر ټولو ستر اقتصادي ملګری شو.
یوازې په ۲۰۲۴ کې د دواړو هېوادونو سوداګري ۲۴۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلې وه.
سره له دې، سږکال د روسیې او چین سوداګریزه تبادله راټیټه شوې او پوتین به هڅه وکړي د خپل راتلونکي سرمشریزې په ترڅ کې له شي جینپینګ سره دا اړیکې بیا پیاوړې کړي.
په مسکو کې د چینايي ژبې د زدهکړې غوښتنه هم په بې ساري ډول زیاته شوې ده، او چینایي موټرونه اوس د ښار په کوڅو کې عامه منظره ده.
خو لا هم یو شمېر روسان باور لري چې د کیفیت په برخه کې لوېدیځ موټرونه غوره دي.
ځینې شنونکي دا اړیکې «محدودې» بولي او وایي روسیه تر هغې پورې له چین سره نږدې پاتې کېږي څو لوېدیځ یې پر وړاندې خپلې دروازې بېرته پرانیزي.

د امریکا ملي راډيو راپور ورکړی، چې د طالبانو او یوې چینايي کمپنۍ تر منځ د امو نفتي حوزې د نفت او ګازو د هوکړې له لغوه کېدو وروسته طالبانو نفتي څاګانې ولکه کړي او چینايي کارکوونکي یې له سیمې اېستلي دي. د سرچینو په وینا، طالبانو د یادې کمپنۍ ۱۲ کارکوونکي هم نیولي دي.
په یادې چینايي کمپنۍ کې یوې سرچینې ویلي، د روان کال په جون میاشت کې وسله وال طالبان نفتي څاګانو ته ورغلي او پکې پر کار بوخت کارکوونکي له ساحې اېستلي دي.
سرچینه زیاتوي، طالبانو له هغې وروسته بیا په کابل کې ۱۲ چینايي کارکوونکي نیولي او د دوئ پاسپورټونه یې هم مصادره کړي دي.
د سرچینې په وینا، له دغې پېښې وروسته ۸ برمته شوي کسان چین ته د تګ اجازه ترلاسه کړه، خو لا هم پاتې ۴ کارکوونکي په کابل کې دي او د خوشې کېدو نېټه یې مشخصه نه ده. ۸ خوشې شويو چینايي کارکوونکو هم کابل ته د چین د بهرنیو چارو وزیر له وروستي سفر سره هم مهاله بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو اجازه ترلاسه کړې ده.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ادعا کړې، چې یادې چینايي کمپنۍ پر خپلو کړو مالي ژمنو عمل نه دی او همداراز یې د امتیاز حق پر وخت نه دی ورکړی نو له امله یې له یاد چینايي شرکت سره هوکړه لغوه شوې، خو د «اف چین» کمپنۍ کارکونکي بیا دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې طالبانو په پټه پر دوی داسې سند لاسلیک کړی چې وښيي دغه هوکړه د چینايي کمپنۍ په خوښه فسخه شوې او طالبانو د دوی د دغه کار په بدل کې ژمنه کړې وه، چې په کابل کې د یادې کمپنۍ بانکي حسابونه چې میلیونونه ډالره ارزښت لري او ضبط شوي پاسپورټونه یې ازادوي.
یوه طالب چارواکي د نوم د نه خپرېدو په شرط د یادې چینايي کمپنۍ د کارکوونکو د پاسپورټونو د ضبطېدو پخلی کړی خو د کارکوونکو نیول کېدل یې رد کړي دي. خو بیا هم په یادې کمپنۍ کې سرچینو د امریکا ملي راډیو ته ویلي، کارکوونکي یې لا هم له طالبانو سره د برمته شویو کسانو په څېر بندیان دي.
د چینايي کمپنۍ کارکوونکو د امریکا له ملي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړې، دغه پانګونې یې یوازې د ګټې وټې لپاره نه وې، بلکې غوښتل یې د افغانستان له پرمختګ سره مرسته وکړي او همداراز د دغه هېواد او د سینکیانګ سیمې ثبات خوندي کړي.
د دوی په وینا، د امو نفتي حوزې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې او ورسره طالبانو ته هم میلیونونه ډالره ګټه رسېده خو دغه ډله پر دې قانع نشوه. یوه له دغو کارکوونکو ویلي، «طالبان د دواړو خواو د ګټو لپاره ذهنیت نه لري، دوی د شوکماروانو په څېر فکر لري، هر څه د خپلو ځانونو لپاره غواړي.»
په واشنګټن کې د چین سفارت بیا ویلي، د دغې موضوع په تړاو معلومات نه لري خو بیا هم له چین څخه بهر یې د خپلو هېوادوالو پر خوندینې ټينګار کړی دی.
له دې سره سم، په کاناډا او فرانسې کې د افغانستان پخواني سفیر عمر صمد خبرداری ورکړی، چې د دغې پروژې د ناسم مدیریت له امله به د چین او افغانستان اړیکې له ګواښ سره مخ شي.
د امو نفتي حوزې د نفت او ګازو د استخراج هوکړه د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د طالبانو او د «اف چین» کمپنۍ تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوه. د دغې هوکړې پربنسټ، یادې کمپنۍ ژمنه کړې وه چې په لومړیو درېیو کلونو کې به د ۵۴۰ میلیونه ډالر په ارزښت پانګونه کوي او یوازې په لومړي کال کې به ۱۵۰ میلیونه ډالره طالبانو ته ورکوي.
دغه نفتي حوزه د ۴۵۰۰ کیلومتر مربع په مساحت سره د سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو په ساحو کې پرته ده. د دغې حوزې ظرفیت شاوخوا ۸۷ میلیونه بشکې اټکل شوی دی.
له دغو ژمنو سره سره یاده پروژه د ۲۵ کلونو پر ځای په دوه نیمو کلونو کې له ماتې سره مخ شوه او دواړه لوري یو بل ملامتوي. له دې سربېره د مس عینک په ګډون د چیناييانو یو شمېر نور پروژې چې کلونه پرې تېر شوي لا هم نه دي عملي شوې.

د غزې د روغتیا وزارت معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸ تنه وژل شوي. له دې ډلې ۲۴کسان د اسراییلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې، او ۱۲ تنه یې هغه کسان و چې د خوړو د لټون لپاره راوتلي وو، وژل شوي. همداراز څلور تنو نورو د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د تازه شمېرو له مخې، په غزه کې د لوږې د قربانیانو شمېر ۳۱۷تنو ته رسېدلی چې ۱۲۱ماشومان هم پکې شامل دي.
د الجزیرې د راپور پر بنسټ، په وروستیو بریدونو کې یوه ښځه او د هغې ماشوم په «د بوریج»کډوالو په کمپ کې وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د اسراییلو وروستي بریدونه «د نه منلو وړ» بللي دي. هغه د ناصر پر روغتون د برید یادونه هم کړې چې په کې پنځه خبریالان او یو شمېر روغتیايي کارکوونکي وژل شوي وو.
ګوترېش ویلي: «یو برید د بل پسې ترسره کېږي او ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ډاکټران او خبریالان، د خپلې دندې د ترسره کولو پر مهال د نړۍ د سترګو وړاندې وژل کېږي».
د هغه په وینا، د اسراییل له لوري د غزې ښار د اشغال پلان «سخت ویجاړونکي پایلې» لرلی شي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال د «کاپ-۳۰» نړۍ وال کنفرانس لپاره د افغانستان د چمتووالي په درېیمه مشورتي غونډه کې چې د ۵شنبې په ورځ (د وږي ۶مه) د «ORD» موسسې په همکارۍ جوړه شوې وه، وویل،د اقلیمي بدلون زیان یوازې ولسونو ته رسیږي او نړۍوال باید دغه موضوع سیاسي نه کړي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مسلکي مرستیال زین العابدین عابد په دې مشورتي غونډه کې وویل، افغانستان په داسې حال کې چې د اقلیم په بدلون کې هېڅ ونډه نه لري خو تر ټولو ډېر زیانمن دی او زیاته کړه، «د اقلیمي بدلون زیان یوازې ولسونو ته رسیږي او نړۍوال باید د دې موضوع د سیاسي کېدو پر ځای د تعامل لار غوره کړي.»
نوموړي همداراز له نړۍوالو وغوښتل چې افغانستان ته د «کاپ-۳۰» په نړۍوال کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړي او همداراز یې د مؤسسو له استازو وغوښتل هر څوک چې د افغانستان په استازیتوب په نړۍوالو غونډو کې ګډون کوي، باید د افغانانو ستونزې تر نړۍوالو ورسوي.

ویل کېږي په دې مشورتي غونډه کې له طالبانو سربېره د ځینو نړۍوالو موسسو استازو، متخصصینو او د پوهنتون استادانو په حضوري او انلاین بڼه ګډون درلود.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر «رافایل ګروسي»وایي، چې د "ماشه میکانیزم" فعالېدو سره د دې امکان رد نشي کیدلی چې ایران د دغه ادارې سره همکاري او د دې ادارې پلټونکو ته د اټومي ځایونو لاسرسی اغیزمن کړي، او ایران باید دې پوښتنې ته ځواب ووایی.
نوموړي ټینګار کړی،چې هر وخت باید د دیپلوماټیک حل لاره ولټول شي. هغه د یوه میاشتني فرصت په اړه چې ایران ته د احتمالي بندیزونو د بېرته ستنېدو لپاره ورکړل شوی، وویل چې باید ترې ګټه واخستل شي.
د ګروسۍ په خبره، که د تهران سره داسې چوکاټ جوړ شي چې د اژانس د تفتیش کوونکي ته بېرته د هستوي تاسیساتو د لیدو اجازه ورکړي،او د ۶۰سلنې غني شوي یورانیم په اړه راپورونه وڅېړل شي، ښايي د پراخو بندیزونو د بیا لګولو مخه ونیول شي.
هغه ټینګار وکړ، یوازینۍ نړیواله منل شوې لاره دا ده چې تفتیش کوونکي د ایران هستوي تاسیساتو ته ورشي او د ۶۰سلنه غني شوي یورانیم په اړه وضعیت تایید کړي.