• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد عمر داودزی: ملاهبت الله د پخواني ولسمشر حامد کرزي له ځینو دریځونو وېرېدلی

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي د افغانستان انټرنشنل په اېکس سپېس کې وویل چې د طالبانو مشر د پخواني ولسمشر حامد کرزي له ځینو دریځونو وېرېدلی دی. نوموړی زیاتوي، « هغه شناخت چې زه لرم، حامد کرزی هیڅ فشار ته غاړه نه ږدي».

په مخکیني جمهوري نظام کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزي تېره ورځ د افغانستان انټرنشنل- پښتو په اېکس سپېس کې د خبرو پرمهال د ملاهبت الله له خوا پر پخواني ولسمشر حامد کرزي بندیزونه تایید کړل.

هغه وویل:« پر ولسمشر حامد کزي د بندیزونو خبره نوې نه ده خو اوس یو نوی پړاو پیل شوی دی او تېرو څلورو کالونو کې پر کرزي باندې مسلسل فشار و، خارج ته د تګ اجازه اخلي، تر اوسه پورې خپل د تولد ولایت کندهار ته نه دی پرېښودل شوی چې لاړ شي»

محمد عمر داودزی همدراز زیاتوي چې د پخوا په څېر کرزي ته د لیدنو اجازه هم نه ورکول کېږي.

نوموړی زیاتوي:« د پخواني ولسمشر له دریځونو څخه ملاهبت الله وېرېدلی دی یا هم په تنګ راغلی دی، د دوی اداره څوک په رسمیت نه پېژني او هغه ډېپلوماټان چې کابل ته راځي بیا د کرزي صاحب احترام ته ورځي، هغه چې کابل کې دی، ور ځي مشورې ورنه اخلي او پر هغو مسایلو غږېږي چې د اوسني حاکمیت خوښه نه ده.»

داودزی وايي، « له کندهار څخه وخت په وخت هیئتونه کرزي صاحب ته راتلل خو په دې وروستیو کې یې د لومړي ځل لپاره یو لیک ورته استولی دی خو په لیک کې د جلاوطنۍ خبره نشته او هغه لیک چې چا وروړی و هغوی هم دا خبره نه ده کړې خو د اطاعت خبره وه او ځینې موارد یې ورته نشاني کړي ول چې په دغو مواردو کې خپل دریځ بدل کړي که نه بندیزونه به پرې ډېر شي.»

داودزی زیاتوي چې کندهار له کرزي نه ددغه لیک لیکلی ځواب غوښتی و خو تر اوسه د لیک ځواب نه دی ورکړل شوی.

نوموړی وايی چې «په دې وروستیو کې پخواني ولسمشر کرزي ته یو بل هیئت هم ورغلی و، خو ددې هیئت د ادب سطجه ټیټه وه او هغه ټینګار کوي، فشار پرې زیات دی ترڅو کرزی تابع د امر کړي».

داودزی د طالبانو د غوښتنو په اړه وايي چې د دوی استلال دا دی چې څوک د افغانستان په قلمرو کې اوسېږي باید د یو امیر اطاعت وکړي او د هغه ذ امرونو تابع وي.

د طالبانو د امیر او روان کشمکش په اړه داودزی زیاتوي، چې احتمال شته ددې وضعیت د ختمولو لپاره قومی جرګې وشي او دواړه د یو بل پر وړاندې نرم دریځ غوره کړي.

داودزی په دې باور دی، چې په ځینو دریځونو کې د ملاهبت الله په پرتله ۹۰ سلنه طالبان د کرزي د دریځونو پلویان دي او د هغه پلویان لس سلنه هم نه پوره کوي او دا کولی شي چې د طالبانو داخلي اتحاد ته زیان ورسوی.

داودزي وویل:« که په طالبانو کې عقلانیت وي باید دا موضوع ختمه کړي دا د دوی په خیر هم ده خو د ملک په خیر دوی نه دي خو دا به د دوی د جمع په خیر وي.»

محمد عمر داودزی وايی، کرزی د خپلو لاسته راوړونو د ساتلو مسوولیت لري او تر ډېره به هڅه وکړي چې دریځ کې نرمښت راولي خو په هدف کې تغییر نه راولي.

هغه دغه راز وویل، چې ملاهبت الله د کرزي له قومي نفوذه وېره لري او له همدې امله اجازه هم نه ورکوي، چې کندهار ته لاړ شي. دده په وینا، « په دغه ولایت کې د دیني سلسلې په پرتله قومي سلسله قوي ده».

د یادونې وړ ده، چې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د «وږي پر ۵مه» وویل چې د طالبانو مشر د حامد کرزي د شخصي خبرو له اورېدو وروسته له هغه غوښتي چې هېواد پرېږدي. د طالبانو د مشر مخبرانو د حامد کرزي شخصي خبرې ثبت کړې، چې پخواني ولسمشر پکې ویلي، دی د هبت‌الله سیاسي ژوند پای ته رسوي او هبت‌الله ترې ډېر وېرېږي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

افغان ښځینه لوبغاړې وايي غواړي د ورزش له لارې د مبارزې او ازادۍ غږ پورته کړي

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۲۹ GMT+۱

په برېټانیا کې د افغان کډوالو نجونو د فوټبال لوبغاړې وايي چې غواړي د ورزشي ډګر له لارې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه غږ پورته کړي او د هغوی استازولي وکړي.

دا نجونې فیفا له‌خوا د استعدادانو د موندنې یوه کمپ ته رابلل شوې وې. دې ورزشکارانو ویلي چې که څه هم له افغان ښځو او نجونو هرڅه اخېستل شوي، خو دوی به د ورزش او لوبو له لارې د خپلو حقونو د بېرته ترلاسه لپاره هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د ناجیه عارفي او الهه صفدري په نوم دوو لوبغاړو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه کمپ د فیفا له لوري له افغان کډوالو نجونو نه د یوه ټیم د جوړونې د هڅو په دوام ترسره کېږي.

عارفي همدا راز ویلي چې دوی په خپلو لوبو او فعاله حضور سره غواړي نړۍ ته هم دا پیغام ورسوي چې دوی د خپلو حقونو د بېرته ترلاسه کولو په تړوا چپ نه دي ناستې.

طالبانو پر افغانستان تر بیاځلې واکمنېدو وروسته، پر ښځو او نجونو پراخ محدیتونه ولګول او د کار او زده‌کړو په ګډون یې د هغوی پر مخ د سپورټي ځایونو دروازې هم بندې کړې.

طالبانو په کابل ښار کې د افغانستان خلاف لاس اسناد نه‌لرونکو موټرو تګ راتګ منع کړ

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چاروز وزارت وايي چې سر له نن څخه د افغانستان خلاف لاس «اسناد نه‌لرونکي موټرونه» په کابل ښار کې د ګرځېدو اجازه نه‌لري. په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه موټرونه باید د روان کال د وږي له ۸مې نېټې وروسته له کابل ښار نه ووځي.

دغه وزارت په یوې اعلامیه کې زیاته کړې چې چې ښي لاس شترینګ لرونکو موټرونو خاوندان باید د ټرافیکو ریاست ته ورشي او خپل موقت جواز سیرونه او نمبر پلېټونه ترلاسه کړي.

د طالبانو د اعلامیې له‌مخې، دغه موټرونه باید د روان کال د وږي له ۸مې وروسته له کابل نه ووځي او په خپل ولایت کې دې ثبت شي. همداراز، هغه موټرونه چې قانوني اسناد نه‌لري، له نن وروسته کابل ته نه شي تلای.

د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه ښي لاسي شټرینګ لرونکي موټرونه چې په کوم ولایت کې ثبت شوي، یوازې په هماغه ولایت کې د ګرځېدو اجازه لري. په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې تر دې وروسته ښي شټرینګ لرونکي موټرونه په کابل ولایت کې نه راجسټر کېږي.

طالبان وايي د دغې ډلې په هڅو د سوداګرۍ خونې پخوانی مشر کابل ته راغی

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۴۲ GMT+۱

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون وایي چې د دغې ډلې په هڅو د سوداګرۍ او پانګونې خونې پخوانی مشر ازرخش حافظي کابل ته راغلی دی.

نوموړي کمېسیون نن (شنبه، وږي ۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې د ازرخش حافظي د لنډ ویډیو پیغام په خپرولو سره ویلي چې نوموړی له جرمني نه افغانستان ته راغلی دی.

یاد کمېسیون ادعا کړې چې حافظي ویلي، په افغانستان کې د سرتاسري امنیت له کبله ګڼ اقتصادي پرمختګونه رامنځته شوي دي.

تر دې وړاندې حافظي د افغانستان انټرنشل په ګډون له ځینو رسنیو سره وخت ناوخت په خبرو کې په افغانستان کې د اقتصادي ځوړ او د مخ پر زیاتېدونکې بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له کبله نیوکې کړې وې.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي افغان کډوال د ایران له پرمختګ او ودې سره مرسته کوي

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني وایي، هغه افغان کډوال چې په قانوني ډول په دغه هېواد کې ژوند کوي د ایران له پرمختګ او ودې سره مرسته کوي. هغه ادعا کړې چې دا کډوال له ایرانيانو سره برابر حقونه لري.

سکندر مومني وايي، چې هغه یارانه (دولتې مرسته) چې ایرانیانو ته ورکول کېږي، هماغه مرسته افغان کډوالو ته هم ورکول کېږي.

نوموړي په ورته وخت کې ټینګار کړی چې له ایران نه اوس هم د هغو افغانانو ایستل دوام لري، چې قانوني اسناد نه‌لري.

تسنیم خبري اژانس په خپاره شوي راپور کې د ایران د کورنیو چارو وزیر له خولې لیکلي، اوس هم په ایران کې شاوخوا دوه مېلیونه هغه افغان کډوال ژوند کوي، چې قانوني اسناد نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې نږدې یو مېلیون او ۲۰۰ زره افغان کډوال له ایران څخه شړل شوي دي.

د دې ایراني چارواکي په وینا، هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري، تر۷۰ سلنه ډېر یې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي. ایراني چارواکی زیاتوي چې له ایران څخه د کډوالو شړلو بهیر د کډوالو ضد بهیر نه دی.

نوموړي چارواکي تر دې مخکې هم ویلي و چې د روان کال تر پایه به نږدې دوه مېلیونه نور افغان کډوال هم له ایران نه وشړل شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې دا خبرې کوي چې د بشري حقونو راپورونو، د سرچینو معلومات او عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې، ایران لس‌ګونه زره افغان کډوا لله قانوني بهیر پرته د ګواښ، وهلو ټکولو، شکنجو او زور له لارې کمپونو ته وړي او بیا یې له هغه ځایه افغانستان ته شړلي دي.

په هالنډ کې د «اوا» په نوم حقوقي او ټولنیزو خدماتو مشورتي مرکز د زمري په میاشت کې په یوه تحقیقي راپور کې موندلې وه چې سلګونه افغان کډوال د ایستل کېدو پر مهال د ایراني چارواکو له خوا له تاوتریخوالي او ناوړه چلند ښکار شوي او شتمنۍ یې هم ضبط شوي دي.

طالبانو د مشاعرو د څرنګوالي او تنظیم قانون په رسمي جریده کې خپور کړ

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۳۴ GMT+۱

د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د مشاعرو د څرنګوالي او تنظیم قانون یې د خپل مشر له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپور کړی دی. د دغه قانون له‌مخې، شاعران مکلف دي چې په خپلو شعرونو کې د اسلامي اخلاق ترویج او د هېوادپالنې او ملي یووالي په تړاو پیغامونو ته ځای ورکړي.

د یاد قانون پر بنسټ، شاعران باید په خپلو کې شعرونو کې له ژبني نفاق، ملي شعایرو ته له سپکاوي، له ناسمو اړیکو د ستاینې او ترټولو مهم دا چې د طالبانو د مشر د پرېکړو له مخالفت څخه په کلکه ډډه وکړي. د طالبانو د مشاعرو د څرنګوالي او تنظیم قانون درې بابه، دوه فصلونه او ۱۳ مادې لري.

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي چې هغوی چې پر یاد قانون عمل وکړي مکافات به شي، خو له سړغړوونکو سره به جدي قانوني چلند وشي او سزاوې به ورکړل شي.

د یادونې ده چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه څه موده مخکې په کابل کې په یوه غونډه کې له افغان شاعرانو غوښتنه کړې وه چې خپل شعرونه د دغې ډلې د مشر له خوا توشیح شوي نوي قانون سره سم ولیکي.