طالبان وايي د دغې ډلې په هڅو د سوداګرۍ خونې پخوانی مشر کابل ته راغی

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون وایي چې د دغې ډلې په هڅو د سوداګرۍ او پانګونې خونې پخوانی مشر ازرخش حافظي کابل ته راغلی دی.

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون وایي چې د دغې ډلې په هڅو د سوداګرۍ او پانګونې خونې پخوانی مشر ازرخش حافظي کابل ته راغلی دی.
نوموړي کمېسیون نن (شنبه، وږي ۸مه) په خپله اېکسپاڼه کې د ازرخش حافظي د لنډ ویډیو پیغام په خپرولو سره ویلي چې نوموړی له جرمني نه افغانستان ته راغلی دی.
یاد کمېسیون ادعا کړې چې حافظي ویلي، په افغانستان کې د سرتاسري امنیت له کبله ګڼ اقتصادي پرمختګونه رامنځته شوي دي.
تر دې وړاندې حافظي د افغانستان انټرنشل په ګډون له ځینو رسنیو سره وخت ناوخت په خبرو کې په افغانستان کې د اقتصادي ځوړ او د مخ پر زیاتېدونکې بېوزلۍ او بېکارۍ له کبله نیوکې کړې وې.


د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني وایي، هغه افغان کډوال چې په قانوني ډول په دغه هېواد کې ژوند کوي د ایران له پرمختګ او ودې سره مرسته کوي. هغه ادعا کړې چې دا کډوال له ایرانيانو سره برابر حقونه لري.
سکندر مومني وايي، چې هغه یارانه (دولتې مرسته) چې ایرانیانو ته ورکول کېږي، هماغه مرسته افغان کډوالو ته هم ورکول کېږي.
نوموړي په ورته وخت کې ټینګار کړی چې له ایران نه اوس هم د هغو افغانانو ایستل دوام لري، چې قانوني اسناد نهلري.
تسنیم خبري اژانس په خپاره شوي راپور کې د ایران د کورنیو چارو وزیر له خولې لیکلي، اوس هم په ایران کې شاوخوا دوه مېلیونه هغه افغان کډوال ژوند کوي، چې قانوني اسناد نهلري.
دا په داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې نږدې یو مېلیون او ۲۰۰ زره افغان کډوال له ایران څخه شړل شوي دي.
د دې ایراني چارواکي په وینا، هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري، تر۷۰ سلنه ډېر یې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي. ایراني چارواکی زیاتوي چې له ایران څخه د کډوالو شړلو بهیر د کډوالو ضد بهیر نه دی.
نوموړي چارواکي تر دې مخکې هم ویلي و چې د روان کال تر پایه به نږدې دوه مېلیونه نور افغان کډوال هم له ایران نه وشړل شي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې دا خبرې کوي چې د بشري حقونو راپورونو، د سرچینو معلومات او عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې، ایران لسګونه زره افغان کډوا لله قانوني بهیر پرته د ګواښ، وهلو ټکولو، شکنجو او زور له لارې کمپونو ته وړي او بیا یې له هغه ځایه افغانستان ته شړلي دي.
په هالنډ کې د «اوا» په نوم حقوقي او ټولنیزو خدماتو مشورتي مرکز د زمري په میاشت کې په یوه تحقیقي راپور کې موندلې وه چې سلګونه افغان کډوال د ایستل کېدو پر مهال د ایراني چارواکو له خوا له تاوتریخوالي او ناوړه چلند ښکار شوي او شتمنۍ یې هم ضبط شوي دي.

د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د مشاعرو د څرنګوالي او تنظیم قانون یې د خپل مشر له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپور کړی دی. د دغه قانون لهمخې، شاعران مکلف دي چې په خپلو شعرونو کې د اسلامي اخلاق ترویج او د هېوادپالنې او ملي یووالي په تړاو پیغامونو ته ځای ورکړي.
د یاد قانون پر بنسټ، شاعران باید په خپلو کې شعرونو کې له ژبني نفاق، ملي شعایرو ته له سپکاوي، له ناسمو اړیکو د ستاینې او ترټولو مهم دا چې د طالبانو د مشر د پرېکړو له مخالفت څخه په کلکه ډډه وکړي. د طالبانو د مشاعرو د څرنګوالي او تنظیم قانون درې بابه، دوه فصلونه او ۱۳ مادې لري.
د طالبانو د عدلیې وزارت وايي چې هغوی چې پر یاد قانون عمل وکړي مکافات به شي، خو له سړغړوونکو سره به جدي قانوني چلند وشي او سزاوې به ورکړل شي.
د یادونې ده چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه څه موده مخکې په کابل کې په یوه غونډه کې له افغان شاعرانو غوښتنه کړې وه چې خپل شعرونه د دغې ډلې د مشر له خوا توشیح شوي نوي قانون سره سم ولیکي.

د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې پر خوست او ننګرهار ولایتونو د پاکستان وروستي هوایي بریدونه «جنايتکارانه» او «د انساني او اسلامي اصولو خلاف» بللي دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان دا اقدام «د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تېری او د ملي حاکمیت څرګند نقض» دی. د سولې او عدالت ملي حرکت ټینګار کړی چې دا بریدونه نه يوازې د بېګناه خلکو د مرګژوبلې لامل شوي، بلکې د پاکستان له لوري د نړۍوالو اصولو او د ګاونډي هېوادونو تر منځ د ګډ سولهییز ژوند ښکاره سپکاوی هم په ګوته کوي.
یاد حرکت خبرداری ورکړی چې دغه ډول دښمنانه او خپلسرې کړنې کولای شي د کابل او اسلاماباد تر منځ نوی کړکېچ راوپاروي، د بېباورۍ ژورې فضا رامنځته کړي او د سیمې د شخړو د پراخېدو سبب شي.
نوموړي سیاسي خوڅښت له نړۍوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې د پاکستان د دې ښکاره سرغړونو پر وړاندې چوپ پاتې نهشي او په بېړنۍ توګه د دغه ډول بریدونو د درولو لپاره جدي او عملي ګامونه واخلي.
دغه سیاسي حرکت ټینګار کړی چې په افغانستان کې دایمي امنیت یوازې هغه وخت ټینګېدای شي چې طالبان خپلو نړۍوالو تعهداتو ته درناوی وکړي، د خلکو اساسي حقوق او ازادۍ په رسمیت وپېژني او اجازه ورنه کړي چې هېواد د «ترهګرو د پټنځای» په توګه وکارول شي. که نه، د دې حرکت په وینا، طالبان به د وضعیت د خرابېدو او د لا زیاتو ناوړه پایلو مستقیم مسؤل وي.
په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د دغو بریدونو له کبله ټولټال۱۶ ملکيانو ته مرګ ژوبلهاوښتې چې یوازې په خوست کې ۳ ماشومان وژلي شوي وو. پاکستاني رسنیو که څه هم په دغو بریدونو کې د «ټي ټي پي» د غړو د وژل کېدو ادعاوې کړي؛ خو پر کابل واکمنو طالبانو بیا ویلي چې ټول په نښه شوي کسان ملکي وګړي وو.
هم مهاله د مخېکني جمهوري نظام لوړ پوړو چارواکو هم د پاکستان وروستي بریدونو د افغانستان پر خاوره تېری بللی او طالبان یې ملامته کړي چې په لوی لاس یې دغه ډول بریدونو ته لاره پرانېستې او اوس یې د ځواب ورکولو توان هم نه لري.

د شانګهای همکاریو سازمان سرمنشي نورلان یرمکبایوف وایي چې په افغانستان کې اوس هم ټولنیزې ننګونې شته، د ښځو حقونه نه ورکول کېږي او ترهګري نه ده ورکه شوې. هغه وايي چې د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د افغانستان د ستونزو په اړه د نظر یووالی شته.
یرمکبایوف ټینګار وکړ، چې د شانګهای همکاریو سازمان د افغانستان وضعیت له نژدې څخه څاري.
هغه د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي سره په مرکه کې زیاته کړې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی، خو په بشري او ټولنیزو برخو کې اوس هم ننګونې شته، لکه د ښځو حقونه او ترهګري.
د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګوهم په یوه مقاله کې په افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه ویلي و، چې په افغانستان کې تر ۲۳ زرو ډېر ترهګر فعالیت کوي.
نورلان یرمکبایوف ویلي چې له دې ننګونو سره سره، د شانګهای د همکاریو سازمان ټول غړي هېوادونه د طالبانو له ادارې سره همکاري کوي.
د شانګهای د همکاریو سازمان سرمنشي په وینا، د دې سازمان د مشرانو د شورا په اعلامیه کې د ۲۰۲۴ کال د جولای پر۴مه نېټه ټینګار شوی و، چې په افغانستان کې د ټولو قومي او سیاسي ډلو په ګډون د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل د تلپاتې سولې او ثبات یوازینۍ لاره ده.
د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمنشي څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د دې سازمان ستره غونډه به د چین په شمالي ښار تیانجین کې جوړه شي. دا غونډه به د اګست له ۳۱مې څخه بیا د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې دوام ولري. یادې غونډې ته د وربلل شویو کسانو په نوملړ کې د طالبانو نوم نه دی یاد شوی.
شانګهای یو سیمهییز سازمان دی چې په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی. روسیه، چین، هند، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، پاکستان، ایران، اوزبکستان او بېلاروس یې اصلي، خو افغانستان او مغولستان یې ناظر غړي دي.

د «ده هېل» په نوم یوې امریکایۍ وېبپاڼې لیکلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانې ښځې او نجونې د ژوند ترټولو ناوړه او تریخ حالت سره مخامخ دي. وایي، یادې ډلې له زدهکړې نیولې، تر کار او بیا د عامه ژوند په بېلابېلو برخو کې پر ښځو «ځپونکي» بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.
همداراز اندېښنه ښودل شوې چې ورځ تر بلې روغتیایي اسانتیاوو ته هم د افغان مېرمنو لاسرسی مخ په کمېدو روان دی.
د مقالې پر بنسټ، طالبانو د ښځو پر ضد په تېرو څلورو کلونو کې له سل زیات فرمانونه او مقررات صادر کړي چې له امله یې د ژوند کړۍ پرې لا تنګه شوې ده. په دې فرمانونو کې په عامه ځایونو کې د ښځو پر خبرونو بندیز، له محرم پرته کور څخه وتل او د اسلامي شریعت په نامه تر ټولو سختدریځه حجاب عملي کول په کې شامل دي.
د تېر کال راهیسې دغه محدودیتونه د طالبانو په رسمي قوانینو کې ځای پر ځای شول او د سرغړونې په صورت کې یې سزا ټاکل شوې ده.
د طالبانو له لوري د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون، د ښځو د حقونو فعالان د معاصر تاریخ تر ټولو افراطي او او د جنسي تبعیض څخه ډک هغه ګڼي. ګڼ شمېر افغان ښځو دا قوانین د «کورني بند» په څېر بللي او خبرداری یې ورکړی چې دا وضعیت د ښځو تر منځ د ځان وژنې د فکرونو وبا خپروي. کارپوهان دا شرایط روښانه «جنسي اپارټاید» بولي.
له دې کړکېچ سره سره، نړۍوالې ټولنې هم له افغان مېرمنو څخه خپله پاملرنه اړولې ده. ګڼ هېوادونه، پر ځای د دې چې د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو شرط د بشري حقونو معیارونه وګرځوي، خپلې اړیکې یې د طالبانو له رژیم سره عادي کړې دي.
مقاله کې راغلي، د نړۍوالو بشرپاله مرستو کمښت د افغان ولس لپاره ویجاړوونکې پایلې لرلي دي. د خوړو نړۍوال پروګرام په وینا، د افغانستان یو پر درېیمه برخه ماشومان د خوړو نشتوالي له امله خوارځواکۍ سره مخ دي. د اقتصادي فشارونو له کبله ګڼې کورنۍ خپلې لوڼې د پیسو په بدل کې یا لن په زوره واده کوي.
ګاونډیو هېوادونو هم د جبري شړلو په سیاستونو وضعیت لا خراب کړی دی. ایران په وروستیو میاشتو کې له ۱.۵ مېلیونو زیات افغانان بېرته ستانه کړي او پاکستان له ۳۰۰ زرو زیات افغان کډوال شړلي دي. دغه کسان له ستنېدو وروسته د نیول کېدو، شکنجې او ان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
امریکا، چې د شلو کلونو جګړې پر مهال یې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ ژمنه کړې وه، اوس له دې ژمنو په شاه شوې ده. د دې ترڅنګ د افغانانو لپاره د لنډمهاله ساتنې ځانګړې وضعیت (TPS) لغوه شوی او ډېر زیانمن کسان د اخراج او جدي خطر سره مخامخ دي. برېټانیا هم د افغانانو د انتقال او بیا مېشتېدو پروګرامونه درولي دي.
د جورج ټاون د څېړنیز مرکز په یوه سروې له ۴۲۰ ښځینه فعالانو سره خبرې شوي او له ۶۷ سلنې زیاتې یې باور لري چې لا هم د مثبت بدلون راوستلو توان لري. د فشارونو سره سره دوی د سولې، امنیت او بشري حقونو په برخه کې فعالیت ته دوام ورکړی دی.
کارپوهان ټینګار کوي چې نړۍواله ټولنه باید د طالبانو سیاستونه عادي نه کړي او په خپلو اړیکو کې د بشري حقونو لهمخې چلند غوره کړي. ملګري ملتونه کولای شي د یوه ګډوډونکي بهیر په مشري سره، افغان ښځو ته د نړیوالو مذاکراتو او د افغانستان اړوندو سیاسي پروسو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
طالبان هڅه کوي چې نړۍ د عادلانه او هر اړخیز افغانستان د جوړونې له مبارزې شا ته کړي، خو افغان ښځې دغه روایت نهمني. دوی باور لري چې د هېواد راتلونکی لا هم بدلېدلای شي او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د هغوی ترڅنګ ودرېږي.