• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شانګهای سازمان سرمنشي: د افغانستان له‌خوا اوس هم د ترهګرۍ ګواښ شته

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۱۰ GMT+۱

د شانګهای همکاریو سازمان سرمنشي نورلان یرمکبایوف وایي چې په افغانستان کې اوس هم ټولنیزې ننګونې شته، د ښځو حقونه نه ورکول کېږي او ترهګري نه ده ورکه شوې. هغه وايي چې د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د افغانستان د ستونزو په اړه د نظر یووالی شته.

یرمکبایوف ټینګار وکړ، چې د شانګهای همکاریو سازمان د افغانستان وضعیت له نژدې څخه څاري.

هغه د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي سره په مرکه کې زیاته کړې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی، خو په بشري او ټولنیزو برخو کې اوس هم ننګونې شته، لکه د ښځو حقونه او ترهګري.

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګوهم په یوه مقاله کې په افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه ویلي و، چې په افغانستان کې تر ۲۳ زرو ډېر ترهګر فعالیت کوي.

نورلان یرمکبایوف ویلي چې له دې ننګونو سره سره، د شانګهای د همکاریو سازمان ټول غړي هېوادونه د طالبانو له ادارې سره همکاري کوي.

د شانګهای د همکاریو سازمان سرمنشي په وینا، د دې سازمان د مشرانو د شورا په اعلامیه کې د ۲۰۲۴ کال د جولای پر۴مه نېټه ټینګار شوی و، چې په افغانستان کې د ټولو قومي او سیاسي ډلو په ګډون د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل د تلپاتې سولې او ثبات یوازینۍ لاره ده.

د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمنشي څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د دې سازمان ستره غونډه به د چین په شمالي ښار تیانجین کې جوړه شي. دا غونډه به د اګست له ۳۱مې څخه بیا د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې دوام ولري. یادې غونډې ته د وربلل شویو کسانو په نوملړ کې د طالبانو نوم نه دی یاد شوی.

شانګهای یو سیمه‌ییز سازمان دی چې په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی. روسیه، چین، هند، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، پاکستان، ایران، اوزبکستان او بېلاروس یې اصلي، خو افغانستان او مغولستان یې ناظر غړي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې بندیزونه؛ افغانې ښځې ترټولو ناوړه حالت او تریخ ژوند سره مخامخ دي

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۵۹ GMT+۱

د «ده هېل» په نوم یوې امریکایۍ وېب‌پاڼې لیکلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانې ښځې او نجونې د ژوند ترټولو ناوړه او تریخ حالت سره مخامخ دي. وایي، یادې ډلې له زده‌کړې نیولې، تر کار او بیا د عامه ژوند په بېلابېلو برخو کې پر ښځو «ځپونکي» بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.

همداراز اندېښنه ښودل شوې چې ورځ تر بلې روغتیایي اسانتیاوو ته هم د افغان مېرمنو لاس‌رسی مخ په کمېدو روان دی.

د مقالې پر بنسټ، طالبانو د ښځو پر ضد په تېرو څلورو کلونو کې له سل زیات فرمانونه او مقررات صادر کړي چې له امله یې د‌ ژوند کړۍ پرې لا تنګه شوې ده. په دې فرمانونو کې په عامه ځایونو کې د ښځو پر خبرونو بندیز، له محرم پرته کور څخه وتل او د اسلامي شریعت په نامه تر ټولو سختدریځه حجاب عملي کول په کې شامل دي.

د تېر کال راهیسې دغه محدودیتونه د طالبانو په رسمي قوانینو کې ځای پر ځای شول او د سرغړونې په صورت کې یې سزا ټاکل شوې ده.

د طالبانو له لوري د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون، د ښځو د حقونو فعالان د معاصر تاریخ تر ټولو افراطي او او د جنسي تبعیض څخه ډک هغه ګڼي. ګڼ شمېر افغان ښځو دا قوانین د «کورني بند» په څېر بللي او خبرداری یې ورکړی چې دا وضعیت د ښځو تر منځ د ځان وژنې د فکرونو وبا خپروي. کارپوهان دا شرایط روښانه «جنسي اپارټاید» بولي.

له دې کړکېچ سره سره، نړۍوالې ټولنې هم له افغان مېرمنو څخه خپله پاملرنه اړولې ده. ګڼ هېوادونه، پر ځای د دې چې د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو شرط د بشري حقونو معیارونه وګرځوي، خپلې اړیکې یې د طالبانو له رژیم سره عادي کړې دي.

مقاله کې راغلي، د نړۍوالو بشرپاله مرستو کمښت د افغان ولس لپاره ویجاړوونکې پایلې لرلي دي. د خوړو نړۍوال پروګرام په وینا، د افغانستان یو پر درېیمه برخه ماشومان د خوړو نشتوالي له امله خوارځواکۍ سره مخ دي. د اقتصادي فشارونو له کبله ګڼې کورنۍ خپلې لوڼې د پیسو په بدل کې یا لن په زوره واده کوي.

ګاونډیو هېوادونو هم د جبري شړلو په سیاستونو وضعیت لا خراب کړی دی. ایران په وروستیو میاشتو کې له ۱.۵ مېلیونو زیات افغانان بېرته ستانه کړي او پاکستان له ۳۰۰ زرو زیات افغان کډوال شړلي دي. دغه کسان له ستنېدو وروسته د نیول کېدو، شکنجې او ان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

امریکا، چې د شلو کلونو جګړې پر مهال یې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ ژمنه کړې وه، اوس له دې ژمنو په شاه شوې ده. د دې ترڅنګ د افغانانو لپاره د لنډمهاله ساتنې ځانګړې وضعیت (TPS) لغوه شوی او ډېر زیانمن کسان د اخراج او جدي خطر سره مخامخ دي. برېټانیا هم د افغانانو د انتقال او بیا مېشتېدو پروګرامونه درولي دي.

د جورج‌ ټاون د څېړنیز مرکز په یوه سروې له ۴۲۰ ښځینه فعالانو سره خبرې شوي او له ۶۷ سلنې زیاتې یې باور لري چې لا هم د مثبت بدلون راوستلو توان لري. د فشارونو سره سره دوی د سولې، امنیت او بشري حقونو په برخه کې فعالیت ته دوام ورکړی دی.

کارپوهان ټینګار کوي چې نړۍواله ټولنه باید د طالبانو سیاستونه عادي نه کړي او په خپلو اړیکو کې د بشري حقونو له‌مخې چلند غوره کړي. ملګري ملتونه کولای شي د یوه ګډوډونکي بهیر په مشري سره، افغان ښځو ته د نړیوالو مذاکراتو او د افغانستان اړوندو سیاسي پروسو کې د ګډون زمینه برابره کړي.

طالبان هڅه کوي چې نړۍ د عادلانه او هر اړخیز افغانستان د جوړونې له مبارزې شا ته کړي، خو افغان ښځې دغه روایت نه‌مني. دوی باور لري چې د هېواد راتلونکی لا هم بدلېدلای شي او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د هغوی ترڅنګ ودرېږي.

د ازادۍ په نوم جبهې په کندوز کې د دوو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۳۴ GMT+۱

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالف وسله‌وال خوځښت ادعا کړې چې په کندوز ولایت کې یې دوه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

نوموړې جبهې شنبه (وږي ۸مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې تېره شپه یې د کندوز ښار په دویمه امنیتي حوزه کې پر طالب ځواکونو غلچکی برید کړی چې په ترڅ کې یې یادې ډلې ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ازادۍ په نوم وسله‌وال خوځښت وخت ناوخت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپلو بریدونو کې طالبانو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعاوې کوي، خو یاده ډلې بیا ترې ډېری وخت انکار کړی دی.

په افغانستان کې د ۲۳ زره ترهګرو حضور د طالبانو مشروعیت او د امنیت ادعاوې نورې هم وننګولې

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۱۱ GMT+۱

د «یور اېشیا» تحلیلي وېب‌پاڼې په یوه تازه مقاله کې خبرداری ورکړی چې افغانستان نن ورځ د «نړۍوالې ترهګرۍ د تجمع مرکز» ګرځېدلی دی. همداراز ویل شوي چې د روسیې د ادعا له‌مخې په افغانستان کې د ۲۳ زره ترهګرو حضور د طالبانو مشروعیت او امنیت ادعاوې ننګولي‌ دي.

د مقالې پر بنسټ، د القاعده تر څنګ د داعش-خراسان وسله‌واله او یو شمېر نورې ډلې په ښکاره توګه افغانستان کې پناه‌ځایونه لري او په ازاده توګه د طالبانو تر سیورې لاندې فعالیت کوي.

مقاله زیاتوي، په افغانستان کې د دومره شمېر ترهګرو جضور د طالبانو بې‌وسي او کمزوري لا ډېره په ډاګه کوي. ویل شوي چې د دغومره ډېر شمېر ترهګرو او ډلو موجودیت د طالبانو نړۍوال مشروعیت هم سخت زیانمن کړی او ښکاري چې پر کابل واکمن د ترهګرۍ په مهار کې هم پاتې راغلې ده.

د یادې تحلیلي وې‌پاڼې په باور، داعش خراسان د افغانستان او سیمې لپاره تر ټولو خطرناک ګواښ ګرځېدلی دی. دغه ډله په ختیځو او شمالي ولایتونو کې په قوت سره فعالیت کوي او د خپلو ایډیالوژیکو تبلیغاتو او مرګونو بریدونو له لارې د طالبانو پر واکمني او د افغانستان ګاونډيان یې هم له مستقیم خطر سره مخ کړي دي.
هم‌مهاله، القاعده او نورې سخت‌دریځې ډلې هم په افغانستان کې فعالې اډې لري او طالبان یې د مهار لپاره هېڅ اغېزمنه وسیله یا ظرفیت نه‌لري. دا وضعیت د طالبانو د امنیتي جوړښت د ژورو درزونو نښه هم بلل شوې ده.

په مقاله ټینګار شوی چې که څه هم ځینې هېوادونه د سیاسي دلایلو له‌مخې له طالبانو سره تعامل کوي، خو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ازاد فعالیت دوام د طالبانو د رسمي پېژندنې پر وړاندې اساسي خنډ دی. طالبان په عمل کې ونه توانېدل چې ځان د مشروع او د ثبات‌لرونکي حکومت په توګه ځان معرفي کړي.

د «یور اېشیا وېب‌پاڼې په باور، افغانستان نن ورځ د «پانګونې لپاره ممنوعه سیمه» بلل کېږي. هېڅ شرکت یا پانګه‌وال نه غواړي په داسې هېواد کې پانګونه وکړي چې هره شېبه له بمي بریدونو او ځانمرګو سره مخ وي.

نړۍوال بندیزونه، د طالبانو کمزوری مدیریت او د زرګونو ترهګرو شتون د افغانستان اقتصادي راتلونکی یو تش خیال ګرځولی دی.

د مقالې په پای کې لیکل شوي چې د ۲۳ زره حضور د افغانستان د ثبات مخه نیولې او د طالبانو مشروعیت یې له‌منځه وړی دی. په داسې حال کې طالبان نه د امنیتي ګواښونو د کنټرول توان لري او نه هم د نړۍوالې ټولنې له لوري د رسمي پېژندنې هیله کولای شي؛ تر هغه چې ترهګري په افغانستان کې له‌منځه نه وي وړل شوی، نه به ثبات رامنځته شي او نه به د دې هېواد د ناورین د حل لپاره کومه لاره پیدا شي.

د ورکو شویو قربانیانو نړۍواله ورځ؛ یوه افغانه مور له ۲۰ کالو راهیسې د کور دروازه نه تړي

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۰۸ GMT+۱

د اګسټ ۳۰مه د ورکو شویو قربانیانو نړۍواله ورځ ده. په افغانستان کې هم د تېرو څو لسيزو جګړو په بهیر کې ډېر خلک تری تم شوي دي. همداراز بهرنیو هېوادونو ته پر قاچاقي لارو ګڼ‌شمېر ځوانان ورک شوي دي. پخواني نظامیان هم ادعا کوي چې طالبانو یې ډېر ملګري نیولي او تری تم کړي دي.

ښايي افغانستان په سیمه کې یوازینی هېواد وي چې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله ډېر ډله‌ییز قبرونه په کې موندل شوي، خو د ځينو قربانیانو قبرونه هم نه دي موندل شوي.

دغه ډول په وروستیو کلونو کې له افغانستان څخه ډېرو خلکو پر قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته مخه کړې ده، چې ځينې یې په لاره کې ځنګلي ځناورو خوړلي او یا سمندر کې ډوب شوي دي.

د افغانستان په کورنیو جګړو او جنايي پېښو کې هم ډېر خلک ورک شوي، تښتول شوي، وژل شوي او مړي یې کورنیو ته نه دي سپارل شوي.

د نیویارک ټایمز د یوه څېړنیز راپور له مخې، طالبانو د خپلې دویمې واکمنۍ په لومړيو شپږو میاشتو کې ۵۰۰ پخواني نظامیان نیولي او تری تم کړي دي.

په وروستیو کې پخوانیو نظامیانو ادعا کړې، چې د طالبانو عمومي عفوه د دوی لپاره یوه لومه ده.

یوه پخواني نظامي افسر افغانستان انټرنشنل-پښتو برخې ته وویل چې طالبان د دوی ملګري نيسي، په شخصي زندانونو کې یې ساتي او بیا یې د داعش په نوم وژني، خو مړي یې کورنیو ته نه سپاري.

د ډېرو ورکو شویو خلکو میندې، کونډې او نور خپلوان هره ورځ د خپلې کورنۍ د ورکو شویو غړو په هیله د کور ور څاري.

د کندهار اوسېدونکی عبدالباري (مستعار نوم) وايي: «زما ورور له تېرو شلو کالو راهیسې ورک دی، مور مې هره شپه د کور دروازه خلاصه پرېږدي، وايي کېدای شي زوی مې د شپې ناوخته راشي. مې مور هره شپه زما د ورور لپاره ډوډۍ هم ساتي، وايي که بچی مې راشي ښايي وږی وي، خو هغه تر دې مهاله نه دی راغلی او د مرګ او ژوند هیڅ څرک یې نشته.»

دې ورځې د لاتیني امریکا د ۱۹۷۰مو او ۱۹۸۰مو کلونو د دېکتاتورۍ پر مهال له ورکو شویو قربانیانو سرچینه اخیستې، چې په ۲۰۱۰ کال کې نړیواله ورځ وبلل شوه.

د امریکا پخوانی استخباراتي چارواکی: موږ د افغانستان د باثباته دولت په جوړونه کې پاتې راغلو

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۳۲ GMT+۱

د امریکا استخباراتو پخوانی جګپوړی غړی او د پوهنتون استاد پاول ډي مېلر د «ماتې انتخاب او د امریکا-افغانستان د جګړې ۲۰ کلن داستان» په نوم د راتلونکي کتاب لیکوال وایي، متحده‌ایالتونه نه یوازې د ترهګرۍ مخنېوي کې ناکامه شول، بلکې د افغانانو لپاره یې‌ باثباته نظام هم جوړ نه‌کړ.

ډېپلوماټ مجلې په یو راپور کې د هغه له قوله لیکلي: «واشنګټن خپلې هېڅ اساسي او عملي موخې ترسره نه کړې».

د افغانستان په تړاو دا کتاب به د روان زېږدیز کال د اکټوبر میاشت کې خپور شي چې له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې د امریکایي ځواکونو د حضور او بیا وتلو بهیر یې په کې څېړلی دی. د کتاب لیکوال مېلر پخوا د امريکا د ملي امنيت په شورا کې د افغانستان او پاکستان د چارو رييس، د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) شناند او د پوځ د استخباراتو افسر پاتې شوی. په دې کتاب کې له لسګونو مهمو سياست‌والو سره مرکې کړي او د افغانستان اړوند ټول سترې پرېکړې يې تر بيا کتنې ته نيولي دي. د ده په باور، همدغه پرېکړې د امريکا د ماتې لامل شوې.

مېلر د ډېپلوماټ مجلې له مسئولې کاترین پوتز سره په يوه مرکه کې وويل، د امريکا ماموريت په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه او د ملت جوړونې ګډ ترکیب و، خو «د ترهګرو د وژلو پرته بله هېڅ برخه په سمه توګه پلي نه شوه». ده زياته کړه، د امريکايي ځواکونو اوږدمهاله پاتې کېدل په افغانستان کې د همدې لومړنيو موخو د نه پوره کېدو له امله وو؛ لکه د القاعده بشپړ له منځه وړل، د ترهګرو خوندي پناه ځایونه د تل لپاره ختمول او د راتلونکو بريدونو د مخنيوي ميکانېزم رامنځته کول.

دی زياتوي، کله چې امريکا د طالبانو لومړنۍ واکمني نسکوره کړه، د دې مسووليت یې هم درلود چې د عام نظم د ړنګېدو مخه ونيسي او يو باثباته دولت جوړ کړي، خو نه سياسي جوړښتونه په برياليتوب رامنځته شول او نه افغان پوځ داسې وروزل او سمبال شو چې د هېواد امنيت وساتلی شي. د ده په خبره، دې ټولې ناکامۍ په ډاګه کړه چې امریکا له افغانستانه په منظمه توګه د وتلو په تګلاره کې پاتې راغله.

دا پخوانی لوړپوړی استخباراتي مامور د بوروکراتيکو جوړښتونو ونډه هم په دې ناکامۍ کې يادوي. دی وايي، سترې سياسي او نظامي ادارې د ورځنيو چارو لپاره طرحه شوې وې، نه د افغانستان په څېر د پېچلو ناورینونو د حل لپاره. د ده په وينا، همدا دوديز فکر د نوښتګر او ستراتيژيک فکر خنډ شو او امريکا يې د افغانستان د نه وړاندوينو کېدونکو حالاتو پر وړاندې بې دفاعه پرېښوده.

دی د پاکستان رول هم د امريکا د ماتې په برخه کې مهم ګڼي. د ده په خبره، اسلام‌اباد په لومړيو کلونو کې له القاعده سره کلک ښکېل و او د دې ډلې مشران څو ځله د امريکا او پاکستان د ګډو عملياتو هدف وګرځېدل، خو د پاکستان اړيکې بیا له طالبانو سره هېڅکله پرې نه شوې. همدا دوه‌ ګونې تګلاره د جګړې د دوام او د ياغيانو د خوندي ځايونو د پاتې کېدو لامل شوه. مېلر د القاعده له لوري پر پروېز مشرف د ناکامو ترورونو يادونه کوي او وايي، که څه هم ښايي د پاکستان ځينې دولتي کړۍ له طالبانو سره همکارې کړې وي، خو د القاعده سره د مستقيمو اړيکو په اړه لا هم کره شواهد نشته.

مېلر د دوحې تړون د افغانستان د جمهوري دولت د سقوط او د امريکا د وتلو له مهمو عواملو بولي. د نوموړي په وینا، دغه تړون د مايک پمپيو په نوښت او د دفاع وزارت او د ملي امنيت شورا له بشپړې همغږۍ پرته پر مخ يووړل شو او په عملي توګه يې د وتلو لاره هواره کړه. مېلر ټينګار کوي چې د کابل د سقوط له دوحې تړون څخه بېلول «بې‌مانا» خبره ده، ځکه تړون کې د تلو ژمنه شوې وه او هماغه وشول.

دغه ليکوال د نړۍوالو اړيکو د «ریالېزم» پر تیورۍ هم سختې نيوکې کوي او دا يې «ناهیلي او پوچه» لاره بللې ده. دی ليکي، سياست که د عدالت، سولې او نظم له هیلې بې‌برخې شي، خپل معنا له لاسه ورکوي او د کورنۍ جګړې بڼه خپلوي. د ده په باور، ریالېزم يو ډول ايډيالوژي ده چې ځان بې‌طرفه او واقع‌بينه ښيي، خو په عمل کې د عدالت د پلي کېدو د هيلو او هڅو خنډ ګرځي.

د امریکایي استخباراتو دا مخېکنی لوړ پوړی غړی باور لري چې د افغانستان په جګړه کې د ماتې اصلي مسووليت د امريکا پر څلورو ولسمشرانو دی چې هر يوه يې دغه جګړه پر مخ يووړه. خو دی زياتوي چې د امريکا ولس هم په دې ناکامۍ کې شريک دی، ځکه همدوی هغه مشران وټاکل چې دا پرېکړې يې وکړې.