د ازادۍ په نوم جبهې په کندوز کې د دوو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالف وسلهوال خوځښت ادعا کړې چې په کندوز ولایت کې یې دوه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالف وسلهوال خوځښت ادعا کړې چې په کندوز ولایت کې یې دوه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
نوموړې جبهې شنبه (وږي ۸مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې تېره شپه یې د کندوز ښار په دویمه امنیتي حوزه کې پر طالب ځواکونو غلچکی برید کړی چې په ترڅ کې یې یادې ډلې ته مرګژوبله اوښتې ده.
طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د ازادۍ په نوم وسلهوال خوځښت وخت ناوخت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپلو بریدونو کې طالبانو ته د مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي، خو یاده ډلې بیا ترې ډېری وخت انکار کړی دی.


د «یور اېشیا» تحلیلي وېبپاڼې په یوه تازه مقاله کې خبرداری ورکړی چې افغانستان نن ورځ د «نړۍوالې ترهګرۍ د تجمع مرکز» ګرځېدلی دی. همداراز ویل شوي چې د روسیې د ادعا لهمخې په افغانستان کې د ۲۳ زره ترهګرو حضور د طالبانو مشروعیت او امنیت ادعاوې ننګولي دي.
د مقالې پر بنسټ، د القاعده تر څنګ د داعش-خراسان وسلهواله او یو شمېر نورې ډلې په ښکاره توګه افغانستان کې پناهځایونه لري او په ازاده توګه د طالبانو تر سیورې لاندې فعالیت کوي.
مقاله زیاتوي، په افغانستان کې د دومره شمېر ترهګرو جضور د طالبانو بېوسي او کمزوري لا ډېره په ډاګه کوي. ویل شوي چې د دغومره ډېر شمېر ترهګرو او ډلو موجودیت د طالبانو نړۍوال مشروعیت هم سخت زیانمن کړی او ښکاري چې پر کابل واکمن د ترهګرۍ په مهار کې هم پاتې راغلې ده.
د یادې تحلیلي وېپاڼې په باور، داعش خراسان د افغانستان او سیمې لپاره تر ټولو خطرناک ګواښ ګرځېدلی دی. دغه ډله په ختیځو او شمالي ولایتونو کې په قوت سره فعالیت کوي او د خپلو ایډیالوژیکو تبلیغاتو او مرګونو بریدونو له لارې د طالبانو پر واکمني او د افغانستان ګاونډيان یې هم له مستقیم خطر سره مخ کړي دي.
هممهاله، القاعده او نورې سختدریځې ډلې هم په افغانستان کې فعالې اډې لري او طالبان یې د مهار لپاره هېڅ اغېزمنه وسیله یا ظرفیت نهلري. دا وضعیت د طالبانو د امنیتي جوړښت د ژورو درزونو نښه هم بلل شوې ده.
په مقاله ټینګار شوی چې که څه هم ځینې هېوادونه د سیاسي دلایلو لهمخې له طالبانو سره تعامل کوي، خو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ازاد فعالیت دوام د طالبانو د رسمي پېژندنې پر وړاندې اساسي خنډ دی. طالبان په عمل کې ونه توانېدل چې ځان د مشروع او د ثباتلرونکي حکومت په توګه ځان معرفي کړي.
د «یور اېشیا وېبپاڼې په باور، افغانستان نن ورځ د «پانګونې لپاره ممنوعه سیمه» بلل کېږي. هېڅ شرکت یا پانګهوال نه غواړي په داسې هېواد کې پانګونه وکړي چې هره شېبه له بمي بریدونو او ځانمرګو سره مخ وي.
نړۍوال بندیزونه، د طالبانو کمزوری مدیریت او د زرګونو ترهګرو شتون د افغانستان اقتصادي راتلونکی یو تش خیال ګرځولی دی.
د مقالې په پای کې لیکل شوي چې د ۲۳ زره حضور د افغانستان د ثبات مخه نیولې او د طالبانو مشروعیت یې لهمنځه وړی دی. په داسې حال کې طالبان نه د امنیتي ګواښونو د کنټرول توان لري او نه هم د نړۍوالې ټولنې له لوري د رسمي پېژندنې هیله کولای شي؛ تر هغه چې ترهګري په افغانستان کې لهمنځه نه وي وړل شوی، نه به ثبات رامنځته شي او نه به د دې هېواد د ناورین د حل لپاره کومه لاره پیدا شي.

د امریکا استخباراتو پخوانی جګپوړی غړی او د پوهنتون استاد پاول ډي مېلر د «ماتې انتخاب او د امریکا-افغانستان د جګړې ۲۰ کلن داستان» په نوم د راتلونکي کتاب لیکوال وایي، متحدهایالتونه نه یوازې د ترهګرۍ مخنېوي کې ناکامه شول، بلکې د افغانانو لپاره یې باثباته نظام هم جوړ نهکړ.
ډېپلوماټ مجلې په یو راپور کې د هغه له قوله لیکلي: «واشنګټن خپلې هېڅ اساسي او عملي موخې ترسره نه کړې».
د افغانستان په تړاو دا کتاب به د روان زېږدیز کال د اکټوبر میاشت کې خپور شي چې له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې د امریکایي ځواکونو د حضور او بیا وتلو بهیر یې په کې څېړلی دی. د کتاب لیکوال مېلر پخوا د امريکا د ملي امنيت په شورا کې د افغانستان او پاکستان د چارو رييس، د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) شناند او د پوځ د استخباراتو افسر پاتې شوی. په دې کتاب کې له لسګونو مهمو سياستوالو سره مرکې کړي او د افغانستان اړوند ټول سترې پرېکړې يې تر بيا کتنې ته نيولي دي. د ده په باور، همدغه پرېکړې د امريکا د ماتې لامل شوې.
مېلر د ډېپلوماټ مجلې له مسئولې کاترین پوتز سره په يوه مرکه کې وويل، د امريکا ماموريت په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه او د ملت جوړونې ګډ ترکیب و، خو «د ترهګرو د وژلو پرته بله هېڅ برخه په سمه توګه پلي نه شوه». ده زياته کړه، د امريکايي ځواکونو اوږدمهاله پاتې کېدل په افغانستان کې د همدې لومړنيو موخو د نه پوره کېدو له امله وو؛ لکه د القاعده بشپړ له منځه وړل، د ترهګرو خوندي پناه ځایونه د تل لپاره ختمول او د راتلونکو بريدونو د مخنيوي ميکانېزم رامنځته کول.
دی زياتوي، کله چې امريکا د طالبانو لومړنۍ واکمني نسکوره کړه، د دې مسووليت یې هم درلود چې د عام نظم د ړنګېدو مخه ونيسي او يو باثباته دولت جوړ کړي، خو نه سياسي جوړښتونه په برياليتوب رامنځته شول او نه افغان پوځ داسې وروزل او سمبال شو چې د هېواد امنيت وساتلی شي. د ده په خبره، دې ټولې ناکامۍ په ډاګه کړه چې امریکا له افغانستانه په منظمه توګه د وتلو په تګلاره کې پاتې راغله.
دا پخوانی لوړپوړی استخباراتي مامور د بوروکراتيکو جوړښتونو ونډه هم په دې ناکامۍ کې يادوي. دی وايي، سترې سياسي او نظامي ادارې د ورځنيو چارو لپاره طرحه شوې وې، نه د افغانستان په څېر د پېچلو ناورینونو د حل لپاره. د ده په وينا، همدا دوديز فکر د نوښتګر او ستراتيژيک فکر خنډ شو او امريکا يې د افغانستان د نه وړاندوينو کېدونکو حالاتو پر وړاندې بې دفاعه پرېښوده.
دی د پاکستان رول هم د امريکا د ماتې په برخه کې مهم ګڼي. د ده په خبره، اسلاماباد په لومړيو کلونو کې له القاعده سره کلک ښکېل و او د دې ډلې مشران څو ځله د امريکا او پاکستان د ګډو عملياتو هدف وګرځېدل، خو د پاکستان اړيکې بیا له طالبانو سره هېڅکله پرې نه شوې. همدا دوه ګونې تګلاره د جګړې د دوام او د ياغيانو د خوندي ځايونو د پاتې کېدو لامل شوه. مېلر د القاعده له لوري پر پروېز مشرف د ناکامو ترورونو يادونه کوي او وايي، که څه هم ښايي د پاکستان ځينې دولتي کړۍ له طالبانو سره همکارې کړې وي، خو د القاعده سره د مستقيمو اړيکو په اړه لا هم کره شواهد نشته.
مېلر د دوحې تړون د افغانستان د جمهوري دولت د سقوط او د امريکا د وتلو له مهمو عواملو بولي. د نوموړي په وینا، دغه تړون د مايک پمپيو په نوښت او د دفاع وزارت او د ملي امنيت شورا له بشپړې همغږۍ پرته پر مخ يووړل شو او په عملي توګه يې د وتلو لاره هواره کړه. مېلر ټينګار کوي چې د کابل د سقوط له دوحې تړون څخه بېلول «بېمانا» خبره ده، ځکه تړون کې د تلو ژمنه شوې وه او هماغه وشول.
دغه ليکوال د نړۍوالو اړيکو د «ریالېزم» پر تیورۍ هم سختې نيوکې کوي او دا يې «ناهیلي او پوچه» لاره بللې ده. دی ليکي، سياست که د عدالت، سولې او نظم له هیلې بېبرخې شي، خپل معنا له لاسه ورکوي او د کورنۍ جګړې بڼه خپلوي. د ده په باور، ریالېزم يو ډول ايډيالوژي ده چې ځان بېطرفه او واقعبينه ښيي، خو په عمل کې د عدالت د پلي کېدو د هيلو او هڅو خنډ ګرځي.
د امریکایي استخباراتو دا مخېکنی لوړ پوړی غړی باور لري چې د افغانستان په جګړه کې د ماتې اصلي مسووليت د امريکا پر څلورو ولسمشرانو دی چې هر يوه يې دغه جګړه پر مخ يووړه. خو دی زياتوي چې د امريکا ولس هم په دې ناکامۍ کې شريک دی، ځکه همدوی هغه مشران وټاکل چې دا پرېکړې يې وکړې.

اروپايي محافظهکاره مجلې لیکلي چې د جرمني په ګوسترو ښار کې یوه افغان کډوال د خلکو په مخ کې دوه نور افغانان په چړو وهلي دي. په دې پېښه کې یو کس مړ او بل سخت ټپي شوی دی. د جرمني څارنوالۍ ویلي چې قاتل دا مهال بندي دی.
دا پېښه د پنجشنبې پر ماښام په ګوسترو ښارګوټي کې شوې ده.عيني شاهدان وایي چې هغه د ودانۍ په دویم پوړ کې خپل دوه هېوادوال څو ځله په چاړه ووهل. ۲۵ کلن ځوان ځای پر ځای مړ شو او بل یې په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.
د روستوک څارنوالۍ ویلي چې ۲۳ کلن افغان بریدګر دا مهال د محاکمې تر پیل مخکې په توقیف کې دی. یوه عیني شاهد وویل: «بریدګر تر پېښې مخکې شراب څښلي و.»
د افغان کډوالو دا کمپ په ګلاسویټزر چوسي واټ کې دی چې ډېری کډوال یې د افغانستان او سوریې اوسېدونکي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د جمعې په ورځ د پاکستان د حکومت پر هغه پرېکړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه چې د سپټمبر له لومړۍ نېټې به د افغان کډوالو جبري اېستل کېدل پیل کړي. دوی خبرداری ورکړی چې دا کار به د ستنېدونکو لپاره بېړني او سخت زیانونه ولري.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: «مېلیونونه افغانان په پاکستان کې له دې ګواښ سره مخ دي چې بېرته هغه هېواد ته ستانه شي، دوی له لوی بشري ناورین سره لاس او ګرېوان دي. د دوی ژوند او ازادي به په افغانستان کې له جدي ګواښونو سره مخامخ وي».
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ښځو او نجونو په تړاو بندیزونو، محدودیتونو، زده کړو، کار او ګڼو نورو مسایلو ته په اشارو اندېښنه څرګنده کړې ده. دوی وایي، وار له مخه افغانستان کې بندیزونه حاکم دي او بېرته ستنېدونکي به هم د دغه ناورین برخه شي.
یاد سازمان خبرداری ورکړی چې مېلیونونه ستنېدونکي ماشومان، نجونې او ځوانان به په ناڅاپي توګه افغانستان ته له ستنېدو سره سم د زده کړو تر څنګ له ګڼو بنستیزو حقونو څخه بې برخې شي.
د پاکستان حکومت د جولای پر ۳۱مه تایید کړه چې افغان کډوال به د «د غیرقانوني بهرنیانو د ستنولو پلان» له مخې وشړل شي او وروستۍ نېټه یې د سپټمبر لومړۍ هغه چې یوازې دوه ورځې ورته پاتې دي. دا ځل د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کارت لرونکي کډوال یا د «پي او ار لرونکي» هم د اېستل کېدو دغه بهیر کې شامل دي.
ډېری دغه افغانان له څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي، ځینې یې همدلته زېږېدلي او هېڅکله یې په افغانستان کې ژوند نه دی کړی. هغه افغانان هم چې د طالبانو له بیا راتګ وروسته د تعقیب او ګواښونو له امله پاکستان ته پناه وړې، اوس له خطر سره مخامخ دي. راپورونه ښيي چې په وروستیو اونیو کې بې دلیله نیونې، ډلهییز بندیزونه او جبري ایستنې شوي دي.
کارپوهانو ټینګار وکړ: «پاکستان د نړۍوالو بشري حقونو او د کډوالو د قوانینو له مخې مکلف دی چې هېڅوک هغه ځای ته ونه لېږي چې هلته یې ژوند او ازادي له جدي ګواښ سره مخامخ وي. د نه ستنولو اصل (non-refoulement) اختیاري نه دی، بلکې د نړۍوالو قوانینو یو بنسټیز اصل دی».
دوی زیاته کړه، ډېری هغه کسان د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي چې په افغانستان کې لا خپل کورونه نه لري او نه یې هم کوم پناه ځای شته. یاد سازمانان اندېښنه ښوولې چې د هغو ښځو لپاره د جبري اېستل کېدو دا بهیر بېخي له کړاوه ډک دی چې نارینه محرم ونه لري.
همداراز د هغو افغانانو په تړاو چې د مخېکني جمهوریت پر مهال یې پوځي، امنیتي، سیاسي او بېلابېلې دندې لرلې هم اندېښنه ښوول شوې ده. وایي، له پاکستانه په اېستلو سره د دوی ژوند هم له ننګونو او تاوتریخوالي سره مخ کېدای شي.
ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستانه وغوښتل چې د افغانانو جبري اخراج ژر تر ژره ودروي او د نه ستنولو اصل ته ژمن پاتې شي. دوی د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د ۲۰۲۳ کال هغه لارښود ته اشاره وکړه چې د افغانستان له حالاتو وتونکو کسانو د خوندیتوب اړتیاوې په کې څرګندې شوي دي.
دوی همداراز په درېیمو هېوادونو کې د افغانانو د ځای پر ځای کولو او بیا مېشتیدو له قضیو هم جدي اندېښنه وښوده او په کې یې ځنډ د نړۍوالو ټولنې د اصولو او مسوولیت د وېش له مخې له ټولو اصلونو سره په ټکر کې کار وباله.
ورته مهال، دوی د دې لپاره چې پاکستان د اوږدې مودې لپاره د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی، د قدردانۍ څرګندونه وکړه، خو له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې د پاکستان حکومت او کوربه ټولنو ته نور ملاتړ برابر کړي.

کراډل انلاین خبري مجلې لیکلي، د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو د اګست پر ۲۹مه لوېدیځ استخباراتي ادارې تورنې کړې چې غواړي افغانستان بېثباته کړي او د ناټو پوځي تاسیسات بېرته جوړ کړي.
شویګو د روسیسکایا ګازیتا دولتي ورځپاڼه کې خپره شوې مقاله کې لیکلې، روسیه غواړي له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي چې دا هېواد د امریکا تر شل کلنې جګړې او اشغال وروسته بېرته پر خپلو پښو ودرېږي.
هغه تور پورې کړ چې واشنګټن په جګړه کې دوه ټریلیونه ډالر ولګول، خو نه یوازې دا چې افغانستان یې ویجاړ کړ، بلکې د کوکنارو کاروبار ته یې هم وده ورکړه.
د هغه په خبره، د کوکنارو تولید د ۱۹۸۰ مو کلونو پر مهال مجاهدینو د امریکا استخباراتي ادارې په ملاتړ پراخ کړ، خو طالبانو په تېره واکمنۍ کې بند کړ، کله چې په۲۰۰۱ کال کې امریکايي ځواکونه افغانستان ته راغلل، امریکا پلوه جګړه مارو بیا دې کښت ته مخه کړه.
نوموړي زیاته کړې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې تر بیا واکمنېدو وروسته د هیرویینو سوداګري نږدې ختمه کړه.
شویګو خبرداری ورکړ چې اوس هم په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ نړیوالې توندلارې ډلې فعالیت لري، چې تر ټولو لوی ګواښ د داعش خراسان څانګه ده.
هغه زیاته کړه چې لوېدیځ ځواکونه غواړي د ناټو پوځي ځواکونه بېرته سیمې ته راولي. د شویګو په وینا، مسکو تیار دی له طالبانو سره تراهګرۍ ضد او نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې د افغانستان د قانون پلي کوونکو ادارو له لارې مرسته وکړي.