ډېپلوماټ مجلې په یو راپور کې د هغه له قوله لیکلي: «واشنګټن خپلې هېڅ اساسي او عملي موخې ترسره نه کړې».
د افغانستان په تړاو دا کتاب به د روان زېږدیز کال د اکټوبر میاشت کې خپور شي چې له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې د امریکایي ځواکونو د حضور او بیا وتلو بهیر یې په کې څېړلی دی. د کتاب لیکوال مېلر پخوا د امريکا د ملي امنيت په شورا کې د افغانستان او پاکستان د چارو رييس، د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) شناند او د پوځ د استخباراتو افسر پاتې شوی. په دې کتاب کې له لسګونو مهمو سياستوالو سره مرکې کړي او د افغانستان اړوند ټول سترې پرېکړې يې تر بيا کتنې ته نيولي دي. د ده په باور، همدغه پرېکړې د امريکا د ماتې لامل شوې.
مېلر د ډېپلوماټ مجلې له مسئولې کاترین پوتز سره په يوه مرکه کې وويل، د امريکا ماموريت په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه او د ملت جوړونې ګډ ترکیب و، خو «د ترهګرو د وژلو پرته بله هېڅ برخه په سمه توګه پلي نه شوه». ده زياته کړه، د امريکايي ځواکونو اوږدمهاله پاتې کېدل په افغانستان کې د همدې لومړنيو موخو د نه پوره کېدو له امله وو؛ لکه د القاعده بشپړ له منځه وړل، د ترهګرو خوندي پناه ځایونه د تل لپاره ختمول او د راتلونکو بريدونو د مخنيوي ميکانېزم رامنځته کول.
دی زياتوي، کله چې امريکا د طالبانو لومړنۍ واکمني نسکوره کړه، د دې مسووليت یې هم درلود چې د عام نظم د ړنګېدو مخه ونيسي او يو باثباته دولت جوړ کړي، خو نه سياسي جوړښتونه په برياليتوب رامنځته شول او نه افغان پوځ داسې وروزل او سمبال شو چې د هېواد امنيت وساتلی شي. د ده په خبره، دې ټولې ناکامۍ په ډاګه کړه چې امریکا له افغانستانه په منظمه توګه د وتلو په تګلاره کې پاتې راغله.
دا پخوانی لوړپوړی استخباراتي مامور د بوروکراتيکو جوړښتونو ونډه هم په دې ناکامۍ کې يادوي. دی وايي، سترې سياسي او نظامي ادارې د ورځنيو چارو لپاره طرحه شوې وې، نه د افغانستان په څېر د پېچلو ناورینونو د حل لپاره. د ده په وينا، همدا دوديز فکر د نوښتګر او ستراتيژيک فکر خنډ شو او امريکا يې د افغانستان د نه وړاندوينو کېدونکو حالاتو پر وړاندې بې دفاعه پرېښوده.
دی د پاکستان رول هم د امريکا د ماتې په برخه کې مهم ګڼي. د ده په خبره، اسلاماباد په لومړيو کلونو کې له القاعده سره کلک ښکېل و او د دې ډلې مشران څو ځله د امريکا او پاکستان د ګډو عملياتو هدف وګرځېدل، خو د پاکستان اړيکې بیا له طالبانو سره هېڅکله پرې نه شوې. همدا دوه ګونې تګلاره د جګړې د دوام او د ياغيانو د خوندي ځايونو د پاتې کېدو لامل شوه. مېلر د القاعده له لوري پر پروېز مشرف د ناکامو ترورونو يادونه کوي او وايي، که څه هم ښايي د پاکستان ځينې دولتي کړۍ له طالبانو سره همکارې کړې وي، خو د القاعده سره د مستقيمو اړيکو په اړه لا هم کره شواهد نشته.
مېلر د دوحې تړون د افغانستان د جمهوري دولت د سقوط او د امريکا د وتلو له مهمو عواملو بولي. د نوموړي په وینا، دغه تړون د مايک پمپيو په نوښت او د دفاع وزارت او د ملي امنيت شورا له بشپړې همغږۍ پرته پر مخ يووړل شو او په عملي توګه يې د وتلو لاره هواره کړه. مېلر ټينګار کوي چې د کابل د سقوط له دوحې تړون څخه بېلول «بېمانا» خبره ده، ځکه تړون کې د تلو ژمنه شوې وه او هماغه وشول.
دغه ليکوال د نړۍوالو اړيکو د «ریالېزم» پر تیورۍ هم سختې نيوکې کوي او دا يې «ناهیلي او پوچه» لاره بللې ده. دی ليکي، سياست که د عدالت، سولې او نظم له هیلې بېبرخې شي، خپل معنا له لاسه ورکوي او د کورنۍ جګړې بڼه خپلوي. د ده په باور، ریالېزم يو ډول ايډيالوژي ده چې ځان بېطرفه او واقعبينه ښيي، خو په عمل کې د عدالت د پلي کېدو د هيلو او هڅو خنډ ګرځي.
د امریکایي استخباراتو دا مخېکنی لوړ پوړی غړی باور لري چې د افغانستان په جګړه کې د ماتې اصلي مسووليت د امريکا پر څلورو ولسمشرانو دی چې هر يوه يې دغه جګړه پر مخ يووړه. خو دی زياتوي چې د امريکا ولس هم په دې ناکامۍ کې شريک دی، ځکه همدوی هغه مشران وټاکل چې دا پرېکړې يې وکړې.