ښايي افغانستان په سیمه کې یوازینی هېواد وي چې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله ډېر ډلهییز قبرونه په کې موندل شوي، خو د ځينو قربانیانو قبرونه هم نه دي موندل شوي.
دغه ډول په وروستیو کلونو کې له افغانستان څخه ډېرو خلکو پر قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته مخه کړې ده، چې ځينې یې په لاره کې ځنګلي ځناورو خوړلي او یا سمندر کې ډوب شوي دي.
د افغانستان په کورنیو جګړو او جنايي پېښو کې هم ډېر خلک ورک شوي، تښتول شوي، وژل شوي او مړي یې کورنیو ته نه دي سپارل شوي.
د نیویارک ټایمز د یوه څېړنیز راپور له مخې، طالبانو د خپلې دویمې واکمنۍ په لومړيو شپږو میاشتو کې ۵۰۰ پخواني نظامیان نیولي او تری تم کړي دي.
په وروستیو کې پخوانیو نظامیانو ادعا کړې، چې د طالبانو عمومي عفوه د دوی لپاره یوه لومه ده.
یوه پخواني نظامي افسر افغانستان انټرنشنل-پښتو برخې ته وویل چې طالبان د دوی ملګري نيسي، په شخصي زندانونو کې یې ساتي او بیا یې د داعش په نوم وژني، خو مړي یې کورنیو ته نه سپاري.
د ډېرو ورکو شویو خلکو میندې، کونډې او نور خپلوان هره ورځ د خپلې کورنۍ د ورکو شویو غړو په هیله د کور ور څاري.
د کندهار اوسېدونکی عبدالباري (مستعار نوم) وايي: «زما ورور له تېرو شلو کالو راهیسې ورک دی، مور مې هره شپه د کور دروازه خلاصه پرېږدي، وايي کېدای شي زوی مې د شپې ناوخته راشي. مې مور هره شپه زما د ورور لپاره ډوډۍ هم ساتي، وايي که بچی مې راشي ښايي وږی وي، خو هغه تر دې مهاله نه دی راغلی او د مرګ او ژوند هیڅ څرک یې نشته.»
دې ورځې د لاتیني امریکا د ۱۹۷۰مو او ۱۹۸۰مو کلونو د دېکتاتورۍ پر مهال له ورکو شویو قربانیانو سرچینه اخیستې، چې په ۲۰۱۰ کال کې نړیواله ورځ وبلل شوه.