• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه او چین: په جاپان کې د امریکا د «ټایفون» توغندي ځای پرځای کول د سیمې ثبات ته ګواښ دی

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۲۷ GMT+۱

تازه روسیې او چین جاپان ته خبرداری ورکړی چې ولې یې دلته راتلونکې میاشت کې د پوځي ګډو تمریناتو پرمهال د امریکا د منځني واټن «ټایفون» توغندي ځای پرځای کولو ته اجازه ورکړې ده.

مسکو ویلي، دا اقدام د روسیې پر وړاندې مستقیم ستراتیژیک ګواښ دی او که لغوه نه شي، نظامي ځواب به ورکړي.

چین هم ټینګار کړی چې جاپان باید د جګړې پر ځای د سولې لاره خپله کړي او د خپلو ګاونډیانو باور له لاسه ور نه‌کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

په جرمني کې یوه افغان کډوال خپل دوه هېوادوال په چاړه وهلي

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۱۲ GMT+۱

اروپايي محافظه‌کاره مجلې لیکلي چې د جرمني په ګوسترو ښار کې یوه افغان کډوال د خلکو په مخ کې دوه نور افغانان په چړو وهلي دي. په دې پېښه کې یو کس مړ او بل سخت ټپي شوی دی. د جرمني څارنوالۍ ویلي چې قاتل دا مهال بندي دی.

دا پېښه د پنجشنبې پر ماښام په ګوسترو ښارګوټي کې شوې ده.عيني شاهدان وایي چې هغه د ودانۍ په دویم پوړ کې خپل دوه هېوادوال څو ځله په چاړه ووهل. ۲۵ کلن ځوان ځای پر ځای مړ شو او بل یې په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.

د روستوک څارنوالۍ ویلي چې ۲۳ کلن افغان بریدګر دا مهال د محاکمې تر پیل مخکې په توقیف کې دی. یوه عیني شاهد وویل: «بریدګر تر پېښې مخکې شراب څښلي و.»

د افغان کډوالو دا کمپ په ګلاسویټزر چوسي واټ کې دی چې ‌ډېری کډوال یې د افغانستان او سوریې اوسېدونکي دي.

روسیې خبرداری ورکړی چې ناټو غواړي بېرته افغانستان ته پوځي ځواکونه راولي

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۳۸ GMT+۱

کراډل انلاین خبري مجلې لیکلي، د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو د اګست پر ۲۹مه لوېدیځ استخباراتي ادارې تورنې کړې چې غواړي افغانستان بې‌ثباته کړي او د ناټو پوځي تاسیسات بېرته جوړ کړي.

شویګو د روسیسکایا ګازیتا دولتي ورځپاڼه کې خپره شوې مقاله کې لیکلې، روسیه غواړي له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي چې دا هېواد د امریکا تر شل کلنې جګړې او اشغال وروسته بېرته پر خپلو پښو ودرېږي.

هغه تور پورې کړ چې واشنګټن په جګړه کې دوه ټریلیونه ډالر ولګول، خو نه یوازې دا چې افغانستان یې ویجاړ کړ، بلکې د کوکنارو کاروبار ته یې هم وده ورکړه.

د هغه په خبره، د کوکنارو تولید د ۱۹۸۰ مو کلونو پر مهال مجاهدینو د امریکا استخباراتي ادارې په ملاتړ پراخ کړ، خو طالبانو په تېره واکمنۍ کې بند کړ، کله چې په۲۰۰۱ کال کې امریکايي ځواکونه افغانستان ته راغلل، امریکا پلوه جګړه مارو بیا دې کښت ته مخه کړه.

نوموړي زیاته کړې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې تر بیا واکمنېدو وروسته د هیرویینو سوداګري نږدې ختمه کړه.

شویګو خبرداری ورکړ چې اوس هم په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ نړیوالې توندلارې ډلې فعالیت لري، چې تر ټولو لوی ګواښ د داعش خراسان څانګه ده.

هغه زیاته کړه چې لوېدیځ ځواکونه غواړي د ناټو پوځي ځواکونه بېرته سیمې ته راولي. د شویګو په وینا، مسکو تیار دی له طالبانو سره تراهګرۍ ضد او نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې د افغانستان د قانون پلي کوونکو ادارو له لارې مرسته وکړي.

اسراییلي پوځ: د حزب‌الله د پوځي عملیاتو یو مهم همغږې کوونکی قومندان مو وژلی دی

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۴۹ GMT+۱

د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د حزب‌الله د «رضوان» ځانګړو ځواکونو یو لوړپوړی قوماندان «احمد نعیم معتوق» یې د هوایي برید په ترڅ کې وژلی دی.

د راپورونو له مخې، دغه برید د لبنان په جنوبي سیمه «صیرالغربیه»کې ترسره شوی دی.

اسراییلي پوځ ویلي، چې معتوق د حزب‌الله د هغو قوماندانانو له ډلې و، چې د اسراییل پر ضد یې د پوځي عملیاتو په همغږۍ کې مهم رول درلود.

یاد برید په داسې حال کې شوی چې په وروستیو میاشتو کې د اسراییلاو حزب‌الله ترمنځ د سرحدي جګړو او ډزو شدت زیات شوی دی.

فایننشال ټایمز: ټرمپ د اوکراین جګړې د حل لپاره د چین سوله ساتو ځواکونو وړاندیز کړی

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۲۰ GMT+۱

فایننشال ټایمز ورځپانې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز کړی، چې د چین ځواکونه دې د اوکراین په جګړه کې د سوله ساتو ځواکونو په توګه ځای پر ځای شي.

راپور زیاتوي، ټرمپ دا وړاندیز د سپینې ماڼۍ په یوه وروستي ملاقات کې د اروپايي مشرانو او د اوکراین د ولسمشر سره شریک کړی دی.

د سرچینو په وینا، د ټرمپ وړاندیز د ۱۳۰۰کیلومتري حایلي سیمې د څارنې لپاره د چیني سرتېرو د استولو په اړه و.

ویل کېږي چې ورته نظر له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا هم وړاندې شوی و.

دغه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د اوکراین جګړه لاهم روانه ده او د سولې هر ډول وړاندیز د نړیوالو بحثونو د تمرکز ټکی ګرځېدلی دی.

مسعود پزشکیان: د ښځو پر سر د څادري او یا ټيکري نشتوالی د بې عفتۍ په معنا نه ده

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۵۹ GMT+۱

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دغه هېواد کې د «حجاب او عفاف» په نوم د تصویب شوي قانون په تړاو ویلي، د حجاب او عفت تر منځ واټن ډېر دی، یعنې «که یوه ښځه له ایرانه بهر ژوند کوي او پر سر څادري او یا هم ټيکری نه لري، دا په دې معنا نده چې هغه بې عفته ده»

مسعود پزشکیان له یوې ایراني رسنیۍ سره په مرکه کې، چې د جمعې په ورځ (د وږي په ۷مه) خپره شوې زیاته کړې، «پر حجاب باور لري او په کور کې یې د کورنۍ ټول غړي چادري پر سر کوي، خو دا د نورو کسانو د نفي کولو په معنا نه ده.»

نوموړی وايي، «واقعیت دا دی زه بلد نه وم چې هغه عملي کړم.» او همداراز زیاتوي، «زما باور دا وو که چېرې اقدام وشي ښايي هېواد بل لور ته لاړ چې بیا به یې مدیریت کول شونی نه وي.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په ایران کې یو شمېر ښځې او نجونې د پړوني نه پر سر کول د ازادۍ نښه بولي خو په دغه هېواد کې د ارشاد په نوم یوه اداره فعاله ده او په ښارونو کې هغه ښځې او نجونې نیسي چې پړوني نه پر سر کوي.