• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فایننشال ټایمز: ټرمپ د اوکراین جګړې د حل لپاره د چین سوله ساتو ځواکونو وړاندیز کړی

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۲۰ GMT+۱

فایننشال ټایمز ورځپانې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز کړی، چې د چین ځواکونه دې د اوکراین په جګړه کې د سوله ساتو ځواکونو په توګه ځای پر ځای شي.

راپور زیاتوي، ټرمپ دا وړاندیز د سپینې ماڼۍ په یوه وروستي ملاقات کې د اروپايي مشرانو او د اوکراین د ولسمشر سره شریک کړی دی.

د سرچینو په وینا، د ټرمپ وړاندیز د ۱۳۰۰کیلومتري حایلي سیمې د څارنې لپاره د چیني سرتېرو د استولو په اړه و.

ویل کېږي چې ورته نظر له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا هم وړاندې شوی و.

دغه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د اوکراین جګړه لاهم روانه ده او د سولې هر ډول وړاندیز د نړیوالو بحثونو د تمرکز ټکی ګرځېدلی دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

مسعود پزشکیان: د ښځو پر سر د څادري او یا ټيکري نشتوالی د بې عفتۍ په معنا نه ده

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۵۹ GMT+۱

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دغه هېواد کې د «حجاب او عفاف» په نوم د تصویب شوي قانون په تړاو ویلي، د حجاب او عفت تر منځ واټن ډېر دی، یعنې «که یوه ښځه له ایرانه بهر ژوند کوي او پر سر څادري او یا هم ټيکری نه لري، دا په دې معنا نده چې هغه بې عفته ده»

مسعود پزشکیان له یوې ایراني رسنیۍ سره په مرکه کې، چې د جمعې په ورځ (د وږي په ۷مه) خپره شوې زیاته کړې، «پر حجاب باور لري او په کور کې یې د کورنۍ ټول غړي چادري پر سر کوي، خو دا د نورو کسانو د نفي کولو په معنا نه ده.»

نوموړی وايي، «واقعیت دا دی زه بلد نه وم چې هغه عملي کړم.» او همداراز زیاتوي، «زما باور دا وو که چېرې اقدام وشي ښايي هېواد بل لور ته لاړ چې بیا به یې مدیریت کول شونی نه وي.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په ایران کې یو شمېر ښځې او نجونې د پړوني نه پر سر کول د ازادۍ نښه بولي خو په دغه هېواد کې د ارشاد په نوم یوه اداره فعاله ده او په ښارونو کې هغه ښځې او نجونې نیسي چې پړوني نه پر سر کوي.

اوکراین: روسیې پر کیف تر ۶۲۹ زیات توغندي او ډرونونه توغولي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۰۷ GMT+۱

د اوکراین پلازمېنه کیف کې د روسیې د تازه توغندیزو او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۳ تنه وژل شوي دي. د وژل شویو کسانو په منځ کې څلور ماشومان هم شامل دي، او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین پوځ ویلي، مسکو د دې برید په لړ کې تر ۶۲۹زیات توغندي او ډرونونه توغولي، چې دا د جګړې له پیل راهیسې پر کیف دویم ستر شپنی برید ګڼل کېږي.

د چارواکو په وینا، د ګڼو استوګنیزو ودانیو، ښوونځیو او عامه تاسیساتو ته درانه زیانونه رسېدلي دي.

کیف وایي، د دوی د هوايي دفاع ځواک د ګڼو ډرونونو او توغندیو د هدف نیولو توان درلود، خو د بریدونو شمېر ډېر زیات و او د خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي امکان یې کم کړی و.

دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د روسیې او اوکراین جګړه ورځ تر بلې شدیده کېږي او دواړه لوري یو پر بل د ملکي تاسیساتو په نښه کولو تورونه لګوي.

ملګري ملتونه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۴۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورونکي «ريچارډ بېنېټ» له پاکستان څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو جبري ایستل دې ودروي. نوموړي له دغه هېواده په دوامداره توګه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه ښودلې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورونکي ريچارډ بېنېټ د جمعه په ورځ (د وږي ۷مه) پر ایکس خواله رسنۍ، له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر دوامدره او جبري ایستلو اندېښنه ښودلې.

نوموړي لیکلي: «د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د هغه افغانانو په ګډون چې د کډوالۍ د ثبت کارتونه لري له پاکستان څخه په دوامداره ایستلو اندېښمن یم»

د نوموړي په خبره، چې افغانستان د ډېرو لپاره خوندی نه دی.

بېنېټ، له پاکستان څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي او نړیوالو قانوني مکلفیتونو ته درناوی وکړي.

نوموړي ټينګار کړی، چې د افغانانو ملاتړي هیوادونه دي د بیا مېشتېدنې لپاره بېلابېلې لارې پرانیزي.

بېنېټ لیکلي: «هغه هېوادونه چې د افغانانو ملاتړ کوي باید د بیا مېشتېدنې لپاره دي نورې لارې پرانیزي او د پاکستان او نورو ګاونډيو هېوادونو لپاره چې د افغان کډوالو کوربه توب کوي ملاتړ زيات کړي.»

په وروستیو میاشتو کې د سیمې یو شمېر هېوادونو په ځانګړي ډول بیا «پاکستان او ایران» زرګونه افغان کډوال له خپلو کورونو او مېشت‌ځایونو اېستلي دي.

په پاکستان کې د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې د «بې‌اسنادو افغانانو» د شړلو پروسه پیل شوه، چې له امله یې شاوخوا یو نیم میلیون افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شول.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان«ای او اېم» او نورو مرستندویو ادارو څو ځله خبرداری ورکړی، چې دغه ډول شړل به په افغانستان کې د بشري ناورین کچه نوره هم لوړه کړي.

په بلغاریا کې پولیسو ۲۴ افغان کډوال نیولي دي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۴۷ GMT+۱

د بلغاریې سرحدي پولیسو په «لوزینټ» کلي کې د ۲۴ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی. پولیسو ویلي، چې دغه افغان کډوال یې په یوه قاچاق وړونکي موټر کې نیولي.

د بلغاریې سرحدي پولیسو د جمعه په ورځ (د وږي ۷مه) خبر ورکړی، چې د افغان کډوالو قاچاق وړونکې موټر د تېښتې هڅه کول، چې له امله یې د نورو موټرو سره ټکر وکړ او دوی ونیوه.

پولیسو ویلي، چې یو شمېر کډوال د اوبو د نشتوالي له کبله بې هوښه شوي وو او تر لومړنۍ طبي درملنې وروسته یې د کډوالو مرکز ته انتقال کړي دي.

د پولیسو چارواکو ویلي، چې افغان کډوالو له ترکیې څخه تر اروپا پوري د ناقونه تګ لپاره قاچاقبرانو ته ۴ زره یورو ورکړي وې.

د بلغاریا د پولیس مشر خبردارۍ ورکړی، چې قاچاقي لارې خطرناکه او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

د نوموړي په خبره، چې هره ورځ پر پولو د کډوالو ډلې نیول کیږي.

د کډوالو په چارو کې کارپوهان د ناقانونه کډوالۍ لاملونه د افغانستان اقتصادي ناورین او ناامني ګڼي.

دوی اندېښنه ښودلې، چې که پر وخت د دې ستونزو د حل لپاره اقدام ونه شي دا ډول پېښې به نوري هم جدي انساني او حقوقي ستونزې را ولاړي کړي.

د افغانستان او پاکستان کرېکټ سیالۍ: پاکستان، افغان اتلانو ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۵۲ GMT+۱

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه‌توب د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان افغان اتلانو ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.

د کرېکټ بورډ په وینا، دغه سیالۍ د جمعې په ماښام (د وږي ۷مه) په شارجه لوبغالي کې پيل شوه او پاکستان د پچې په ګټولو سره یې لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه او د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې او د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه فرید احمد ملک ۲، محمد نبي، مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزي او لوبډلمشر راشد خان یوه-یوه وېکټه ترلاسه کړه.

افغان اتلانو تر اوسه په ۱۱ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره څه باندې ۹۰ منډې کړي او لوبه همداراز دوام لري.