په بلغاریا کې پولیسو ۲۴ افغان کډوال نیولي دي

د بلغاریې سرحدي پولیسو په «لوزینټ» کلي کې د ۲۴ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی. پولیسو ویلي، چې دغه افغان کډوال یې په یوه قاچاق وړونکي موټر کې نیولي.

د بلغاریې سرحدي پولیسو په «لوزینټ» کلي کې د ۲۴ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی. پولیسو ویلي، چې دغه افغان کډوال یې په یوه قاچاق وړونکي موټر کې نیولي.
د بلغاریې سرحدي پولیسو د جمعه په ورځ (د وږي ۷مه) خبر ورکړی، چې د افغان کډوالو قاچاق وړونکې موټر د تېښتې هڅه کول، چې له امله یې د نورو موټرو سره ټکر وکړ او دوی ونیوه.
پولیسو ویلي، چې یو شمېر کډوال د اوبو د نشتوالي له کبله بې هوښه شوي وو او تر لومړنۍ طبي درملنې وروسته یې د کډوالو مرکز ته انتقال کړي دي.
د پولیسو چارواکو ویلي، چې افغان کډوالو له ترکیې څخه تر اروپا پوري د ناقونه تګ لپاره قاچاقبرانو ته ۴ زره یورو ورکړي وې.
د بلغاریا د پولیس مشر خبردارۍ ورکړی، چې قاچاقي لارې خطرناکه او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
د نوموړي په خبره، چې هره ورځ پر پولو د کډوالو ډلې نیول کیږي.
د کډوالو په چارو کې کارپوهان د ناقانونه کډوالۍ لاملونه د افغانستان اقتصادي ناورین او ناامني ګڼي.
دوی اندېښنه ښودلې، چې که پر وخت د دې ستونزو د حل لپاره اقدام ونه شي دا ډول پېښې به نوري هم جدي انساني او حقوقي ستونزې را ولاړي کړي.


د بشري حقونو د نړۍ والو وکیلانو ټولنه وايي، افغانستان کې په تېرو څلورو کلنو کې د طالبانو تر واک لاندې نجونې او ښځې په منظم ډول د بشري حقونو له سرغړونو او بدترین بشري ناورین سره مخ دي. دغه ادارې پر نړیوالو ټينګار او غږ کړی، چې د طالبانو کړنې باید وغندي.
د بشري حقونو د نړیوالو وکیلانو ټولنې د جمعه په ورځ (د وږي ۷مه) په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو د وضعيت په اړه راپور نشر کړی او دا وضعیت یې د اندېښنې وړ ګڼلی دی.
دغه ادارې له نړیوالو غوښتې، چې د ښځو په وړاندې د طالبانو کړنې وغندي او د حساب ورکول لپاره پر دغه ډلې فشار راوړي.
د بشري حقونو د همدې ادارې د معلوماتو له مخي، د کابل تر سقوط او واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د دغه ډلې غيري رسمې ادارې شاوخوا ۱۰۰ فرمانونه صادر کړي دي.
د معلوماتو له مخي، د همدې فرمانونو له مخي، ښځې او نجونې له زده کړو، کار، روغتیا او عدالت ته د لاس رسي څخه محرومې شوي او ټولنیز حقونه محدود شوي دي.
د بشري حقونو د نړیوالو وکیلانو ټولنه زياتوي: «د طالبانو د روانو سرغوړونو په غبرګون کې اسټرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ هېوادونو د ښځو پر وړاندې هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانیسون د سرغړونو له امله د افغانستان په وړاندې نړیوال عدالت محکمې ته شکایتونه کړي دي.»
د دوی په خبره، چې د همدې دعوې له مخې د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو مشر او د دغه ډلې قاضي القضات د نیولو حکمونه هم صادر کړي دي.
دوی وايي، چې د همدې ادراې په مشرۍ په ۲۰۲۳ کال کې «جنسیتي تبعیض» د نړیوال قانون له مخي جرم پېژندل شوی او ژر به د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا قانوني بڼه ومومي.
دغه ادارې په ۲۰۲۱ کال کې له ۱۰۰ زیاتې افغان ښځينه قاضیانې او وکیلانې له افغانستان څخه ایستلي.
دوی غوښتنه کړې: «موږ لا هم ټینګار کوو چې نړیواله ټولنه باید هغو افغانانو ته چې له ظلم او فشار سره مخ دي خوندي ځایونو کې پناه ورکړي.»
دغه ادارې د افغانستان د بشري حقونو د تېرو او اوسنیو سرغړونو د ثبت او مستند کولو غوښتنه کړې او ټينګار یې کړی، چې د ملګرو ملتونو له خوا دي د حساب ورکولو یو میکانیزم هم جوړ شي.
د دغه ادارې مرستیاله مشره حنا جیلاني وايي:« له کوم وخته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي افغان ښځې سخت ظلمونه زغمې بېله دې چې له چا سره حساب وشي.»
دوی د ۲۰۲۵ کال له جنوري څخه د ایران او پاکستان څخه د ۱.۹ میلیونه افغان کډوالو په جبري ایستلو هم اندېښنه ښودلې.
د معلوماتو له مخې، چې د همدې کډوالو درېمه برخه ښځې او نجونې دي.
د بشري حقونو د همدې ادراې په خبره، چې افغانان بیا د طالبانو تر واک لاندې یو ګواښونکي چاپيریال ته لېږل کيږي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربهتوب د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان افغان اتلانو ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.
د کرېکټ بورډ په وینا، دغه سیالۍ د جمعې په ماښام (د وږي ۷مه) په شارجه لوبغالي کې پيل شوه او پاکستان د پچې په ګټولو سره یې لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه او د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې او د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې په ګټه فرید احمد ملک ۲، محمد نبي، مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزي او لوبډلمشر راشد خان یوه-یوه وېکټه ترلاسه کړه.
افغان اتلانو تر اوسه په ۱۱ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره څه باندې ۹۰ منډې کړي او لوبه همداراز دوام لري.

د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر محمد علي سیف د امنیتي مطالعاتو او څېړنې په مرکز کې په یوې جوړه شوې غونډه کې وویل، پاکستان او افغانستان د دین، دودونو او کلتور پر بنسټ سره تړلي او په وینا یې، کرښې ښايي دولتونه سره بېل کړي، خو خلک یې یو موټی پاتې کېږي.
دغه غونډه تېره ورځ د ډيورند فرضي کرښې د دواړو غاړو د قبایلي مشرانو په ګډون سره جوړه شوې وه.
محمد علي سیف، په خپلو خبرو کې زیاته کړه، په جګړو او بې ثباتیو کې تل عام خلک قربانیان وي او په وینا یې د نړۍوالو جګړو په ګډون ټولې جګړې د خبرو له لارې پایته رسېدلي، له افغانستان څخه د امریکا تر وتنې وروسته د کرښې د دواړو خواو اړیکې پیکه شوي او ورسره د بې باورۍ فضا هم رامنځته شوې ده.
سیف د پاکستان پر مرکزي حکومت هم په نیوکو کولو سره وویل، په ځینو اقداماتو سره یې د کابل او اسلام اباد تر منځ واټن لاپسې پراخ کړی او همداراز یې د کرښې د دواړو خواو د خلکو ترمنځ پر قوي اړیکو ټينګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده د تېرې ۴شنبې په شپه د پاکستان بې پیلوټه الوتکو پر خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل او له امله یې یو شمېر ځايي اوسېدونکو ته مرګ ژوبله هم واوښته او د پاکستان دغه چاره د طالبانو او افغان سیاستوالو له تُندو غبرګونو سره مخ شوه.

د جرمني حکومت تازه خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې له ایران څخه ژر تر ژره ووځي او دې هېواد ته له سفر کولو په کلکه ډډه وکړي.
د رویټرز اژانس دراپور له مخې، دا پرېکړه د هغو اندېښنو پر بنسټ شوې چې ښايي ایران د جرمني پر وړاندې د غچ اخیستونکو اقداماتو هڅه وکړي. دلیل یې دا دی چې برلین د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیا فعالولو په پروسه کې مهم رول لوبولی، چې د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې نړيوال فشارونه زیاتوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په ایران کې د جرمني وګړي د «خطر جدي ګواښونو» سره مخ دي، ځکه د دې هېواد حکومت کولای شي بهرني کسان په ځانګړي ډول د اروپايي هېوادونو وګړي ونیسي او د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ترې استفاده وکړي.
په وروستیو کلونو کې د اروپايي هېوادونو یو شمېر وګړيپه ایران کې نیول شوي چې وروسته په سیاسي معاملو کې کارول شوي دي. همدا اندېښنې د جرمني د تازه پرېکړې لوی لامل بلل کېږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان اعلان وکړ چې د اسراییلو پر وړاندې د نويو بندیزونه له مخې، د اسراییل کښتۍ نور د ترکیې بندرونو ته د ورتګ اجازه نه لري او همدا ډول د اسراییل الوتکې د ترکیې له حریم څخه هم استفاده نه شي کولی.
فیدان د جمعې په ورځ د پارلمان یوې ځانګړي ناستې ته وویل، چې انقره له اسراییل سره سوداګریزې راکړې ورکړې درولې دي او د وسلو او مهماتو بار وړونکي کښتۍ یې له خپلو بندرونو ایستلې دي.
هغه زیاته کړه چې د اسراییلو پر وړاندې دغه ګامونه د غزې جګړې له امله اخیستل شوي دي.
هاکان فیدان ویلي:«موږ له اسراییل سره سوداګري بشپړه درولي ده. زموږ بندرونه د اسراییلي کښتیو پرمخ تړلي دي او د ترکیې کښتۍ هم د اسراییل بندرونو ته نه پرېږدو.»
ترکیې په غزه کې د اسراییل پر پوځي عملیاتو سختې نیوکې کړي او پردې هېواد یې د نسل وژنې تور پورې کړی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي:«کانټینري کښتۍ چې وسلې او مهمات اسراییلو ته وړي زموږ بندرونو ته نه پرېږدو او الوتکو ته هم اجازه نه ورکوو، چې زموږ د هوايي حریم له لارې د اسراییل پر لور تګ وکړي.»
ترکیې له اسراییل سره ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې درولي او له نړړیوالو یې غوښتنه کړې چې د اسراییل ملاتړ پای ته ورسوي.
پر همدغه مهال سرچینو رویټرز ته ویلي چې د ترکیې د بندرونو چارواکو له تېرې اوونۍ راهیسې د کښتیو له اجنټانو غوښتي چې لیکلی تضمین وړاندې کړي چې د دوی کښتۍ له اسراییل سره تړاو نه لري او پوځي یا خطرناک بار اسراییل ته نه وړي.