• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سلاکار: پولې «کرښې» ښايي دولتونه بېل کړي خو خلک متحد پاتې کېږي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۳۵ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر محمد علي سیف د امنیتي مطالعاتو او څېړنې په مرکز کې په یوې جوړه شوې غونډه کې وویل، پاکستان او افغانستان د دین، دودونو او کلتور پر بنسټ سره تړلي او په وینا یې، کرښې ښايي دولتونه سره بېل کړي، خو خلک یې یو موټی پاتې کېږي.

دغه غونډه تېره ورځ د ډيورند فرضي کرښې د دواړو غاړو د قبایلي مشرانو په ګډون سره جوړه شوې وه.

محمد علي سیف، په خپلو خبرو کې زیاته کړه، په جګړو او بې ثباتیو کې تل عام خلک قربانیان وي او په وینا یې د نړۍوالو جګړو په ګډون ټولې جګړې د خبرو له لارې پایته رسېدلي، له افغانستان څخه د امریکا تر وتنې وروسته د کرښې د دواړو خواو اړیکې پیکه شوي او ورسره د بې باورۍ فضا هم رامنځته شوې ده.

سیف د پاکستان پر مرکزي حکومت هم په نیوکو کولو سره وویل، په ځینو اقداماتو سره یې د کابل او اسلام اباد تر منځ واټن لاپسې پراخ کړی او همداراز یې د کرښې د دواړو خواو د خلکو ترمنځ پر قوي اړیکو ټينګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده د تېرې ۴شنبې په شپه د پاکستان بې پیلوټه الوتکو پر خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل او له امله یې یو شمېر ځايي اوسېدونکو ته مرګ ژوبله هم واوښته او د پاکستان دغه چاره د طالبانو او افغان سیاستوالو له تُندو غبرګونو سره مخ شوه.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو له واکمنۍ څلور کاله وروسته؛ ۹۲ سلنه افغانان د نجونو د زده کړو ملاتړي دي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۵۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې (UN Women) په تازه راپور کې ویل شوي چې که څه هم د طالبانو له لوري د نجونو د منځني تعلیم پر وړاندې بندیز لا هم پر ځای دی، خو د افغانستان د خلکو ډېری برخه د نجونو د زده کړو ملاتړ کوي.

د دغه راپور له مخې، چې د هېواد په کچه له ۲۰۰۰ زیات افغانان پوښتل شوي، ۹۲ سلنه کسانو ویلي چې د نجونو دوامداره زده کړه مهمه ده.

دغه ملاتړ هم په کلیوالي سیمو او هم په ښاري سیمو کې په پراخه کچه لیدل شوی دی.

په کلیوالي سیمو کې ۸۷ سلنه نارینه او ۹۵ سلنه ښځې د نجونو د ښوونځي ملاتړې دي، په داسې حال کې چې په ښاري سیمو کې دا شمېر د دواړو جنسونو لپاره ۹۵ سلنې ته رسېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن، وایي:«دا تل لومړی پیغام دی چې نجونې یې راسره شریکوي، هغوی تږي دي چې زده کړه وکړي او یوازې غواړي د زده کړې فرصت ولري، کورنۍ هم غواړي لوڼې یې زده کړې وکړي، ځکه هغوی پوهېږي چې سواد او زده کړه د یوې نجلۍ ژوند بدلولی شي، په داسې هېواد کې چې نیمایي خلک یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.»

د ښځو پر ژوند د محدودیتونو اغېزې

راپور زیاتوي چې د طالبانو له لوري د ښځو پر غیردولتي ادارو د کار بندیز د افغان ښځو پر ورځني ژوند سخت منفي اغېز کړی.

د ۲۰۲۵ کال د جولای او اګست د یوې بلې سروې له مخې، ۹۷ سلنه ښځو ویلي چې دغه بندیز یې ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی.

همدا ډول له نیمایي زیاتوموسیسو هم شکایت کړی چې د ښځو د کار محدودیت د هغوی پر خدمتونو منفي اغېز کړی.

د سروې نورې موندنې

سره له دې چې د ښځو پر ژوند سیسټماټیک بندیزونه لا روان دي، ۴۰ سلنه افغان ښځې بیا هم د بدلون او برابرو حقونو خوبونه ویني.

د ۲۰۲۵ د سروې له مخې، نږدې درې پر څلور ښځې خپل رواني وضعیت «بد» یا «ډېر بد» بللی.

درې پر څلور ښځې وایي چې په خپلو ټولنو کې هېڅ اغېز نه لري؛ نیمایي ښځې بیا وایي د کورنۍ په پرېکړو کې اغېز نه لري.

یوازې ۱۴ سلنه ښځې په اونۍ کې یو ځل له کوره وځي، په داسې حال کې چې یوازې ۲ سلنه نارینه همدومره محدودیت لري.

راپور ټینګار کوي چې که څه هم د عامه مشارکت ډېری لارې پر ښځو تړل شوې دي، خو د افغانانو پراخ ملاتړ ښيي چې د زده کړو د حق غوښتنه لا هم ژوندۍ ده.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست له واکمنۍ وروسته په تدریجي ډول پر ښځو سخت محدودیتونه ولګول، له منځني ښوونځي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز یې تر ټولو لانجمنه پرېکړه وه.

د ښځو پر کار، عامه ژوند او تګ راتګ یې پراخه محدودیتونه وضع کړل چې د نړیوالو د پراخو غبرګونونو سره مخ شول.

سرچینې: په تورخم کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۵۵ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشل ته وویل، د پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ د لنډي کوتل په سیمه کې طالبانو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي پوسته ډزې کړي، چې په پایله کې یې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی دی.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، یاده نښته نن (جمعه) ناوخته هغه مهال پیل شوه، چې طالبانو د لنډي کوتل سیمي د چهار باغ په سیمه کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو پر یوې امنیتي پوسته ډزې وکړې.

د ځايي سرچينو په وینا، په یاده سیمه کې لا هم د ډزو غږونه اورېدل کیږي.

تر دې مهاله طالبانو او پاکستاني چارواکو د یادې نښتې په اړه په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان د برېدونو په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۲۲ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر خوست او ننګرهار د هوايي برېدونو په اړه له تبصري کولو ډډه وکړه. نوموړي نن د یوې خبري غونډې پرمهال پر افغانستان هوايي برېدونو ته له اشارې پرته وویل، په کابل کې یې سفیر احضار شوی چې جزییات به یې و ارزول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې د سفیر احضارول او د شکایت ثبتول یوه عادي موضوع ده په دې اړه د اندېښنې اړتیا نه شته.

همدارنګه نوموړي د خپلو خبرو پرمهال ویلي، چې د خپل چینايي سیال سره کابل ته د سفر پرمهال یې له طالبانو څخه غوښتنه کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان او د چین د ایغوریانو په وړاندې اقدام وکړي.

اسحاق ډار زیاته کړه:«له طالبانو مې یوه غوښتنه وکړه، چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان له سرحدي سیمو څخه لرې کړئ او یا يي د افغانستان شمال ته انتقال کړئ، یایې موږ ته وسپارئ. د هغوی مخنیوی وکړئ چې ستاسو خاوره د پاکستان پر ضد استفاده نه کړي.»

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د پاکستان پوځ دوه شپې وړاندې په خوست او ننګرهار کې هوايي برېدونه وکړل او طالبانو د یادو هوايي برېدونو وروسته په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او خپل شکایت لیک یې ورته وسپاره.

حنیف اتمر: د کرزي جلاوطنه کول به کړکېچونه لا ژور کړي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۲۱ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر د هبت‌الله له خوا د پخواني ولسمشر حامد کرزي جلاوطنه کولو او د هغه د فعالیتونو محدودولو په اړه ویلي، چې د طالبانو دا اقدام به د روانو کرکېچونو د سیاسي حل او په هېواد کې د تلپاتي سولې د ټېنګښت لپاره د باور جوړونې ټولې هڅې له جدي ګواښ سره مخ کړي.

حنیف اتمر د جمعې په ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکلي:«که دا رښتیا وي چې د طالبانو مشر پرېکړه کړې، چې د حامد کرزي بنسټیزې ازادۍ محدودې یا هغه جلاوطنه او ان د نوموړي امنیت له ګواښ سره مخ کړي، نو له شک پرته به د روانو کړکېچونو سیاسي حل او په هېواد کې د تلپاتي سولې د ټېنګښت لپاره د باور جوړونې ټولې هڅې له جدي ګواښ سره مخامخ کړي. او دا موضوع د ډاکټر عبدالله عبدالله په اړه هم صدق کوي.»

د تېر جمهوري نظام دغه پخواني چارواکي ویلي، چې د طالبانو مشر باید په دې پوه شي، چې د خلکو او د هغوی د مشرانو د حقونو او ازادیو څخه سرغړونه د بې ثباتۍ او هېواد کې د کړکېچ د لا ډېرېدو لپاره لاره پرانېزي.

حنیف اتمر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې هبت‌الله د پخواني ولسمشر حامد کرزي د جلاوطنه کولو لپاره کابل ته پلاوی استولی دی او د هبت‌الله له خوا کرزي ته د نوموړي د فعالیتونو د محدودولو په موخه یو پنځه ماده‌ییز دستورلیک هم وړاندې شوی. خو کرزي ویلي چې افغانستان یې وطن دی او هېڅکله هم خپل وطن نه پریږدي.

د طالبانو د عامې روغتیا د هڅو باوجود د افغانانو روغتیا لا هم له ګواښ سره مخ ده

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره د وزارتونو ترمنځ غونډه ترسره کړې، خو لا هم په هېواد کې د ټیټ کیفیت او قاچاقي درملو د پلور او د درمل جوړوونکو کمپنیو له خوا له ډاکټرانو سره د فساد ستونزه نه ده حل شوې.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د یاد وزارت وزیر مولوي نورجلال جلالي د بې کیفیته درملو او خوراکي توکو په تړاو د وزارتونو د استازو سره غونډه کړې.

په غونډه کې جلالي ویلي: «د درملو، خوراکي توکو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون چې د مولوي هبت‌الله له لوري توشیح شوی، خورا مهم دی. اړوند ادارې باید د دې قانون د پلي کولو لپاره جدي او عملي اقدامات وکړي.»

په خبر پاڼه کې همدا راز راغلي چې، د دې قانون د تطبیق لپاره تفصیلي پلان جوړ شوی او د هرې ادارې مشخصې دندې پکې روښانه شوې دي.

خو د چارو څارونکي باور لري چې د قانون خبرې د عمل له ستونزو سره مخ دي.

په ننګرهار او نورو ښارونو کې د ټيټ کیفیت درملو د پلور په اړه معلومات ښيي چې ډېر درمل د قاچاق له لارو راوړل کېږي او کیفیت یې له نړیوالو معیارونو ټیټ دی.

په جلال اباد کې یو تن روغتیاپال افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل:«که څه هم د قاچاق د مخنیوي لپاره قانوني چوکاټ شته، خو د ګمرکونو فساد، د څار سیسټم نشتوالی او د درملو د کیفیت لابراتوارونو کمزورتیا د دې لامل شوې چې بازار د ټيټ کیفیت له درملو څخه ډک شي.»

نوموړی زیاتوي، چې سربېره پر دې د درمل جوړوونکو کمپنیو او ډاکټرانو اړیکې هم د جدي اندېښنې وړ ګڼل کېږي.

د معلوماتو له مخې، ځینې کمپنۍ ډاکټرانو ته د بهرنیو سفرونو، پیسو او حتا تجهیزاتو د ورکولو په بدل کې د خپلو درملو د سپارښتنې هڅه کوي.

د کابل یو تن اوسېدونکی حضرت بلال افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې شکایت کړي چې په پېښور کې اخیستل شوې د ډيسپرین ګولۍ یو ډول تاثیر لري خو په کابل کې بیا همدا ټابلیټ داسې دي لکه خاورې چې خورې.

نوموړی زیاتوي: «په افغانستان کې د درمل جوړوونکو شرکتونو د ګټې لپاره سیالۍ زور اخیستی، همدې سیالۍ د فساد زمینه برابره کړې او په پایله کې ناروغان زیان ویني.»

سید بلال وایي، تر هغه چې د کیفیت جدي څار، شفافیت او د ډاکټرانو او کمپنیو تر منځ د ناسمو اړیکو مخه ونه نیول شي، د افغانانو روغتیا به له لویو ګواښونو سره مخ وي.

په افغانستان کې د درملو او خوراکي توکو کیفیت له کلونو راهیسې د خلکو د اندېښنې وړ موضوع ده، د بی‌کیفیته او قاچاقي درملو د موجودیت ترڅنګ، کره څېړنې ښيي چې ډېری درمل جوړوونکي شرکتونه نړیوال معیارونه نه پوره کوي.