د دغه راپور له مخې، چې د هېواد په کچه له ۲۰۰۰ زیات افغانان پوښتل شوي، ۹۲ سلنه کسانو ویلي چې د نجونو دوامداره زده کړه مهمه ده.
دغه ملاتړ هم په کلیوالي سیمو او هم په ښاري سیمو کې په پراخه کچه لیدل شوی دی.
په کلیوالي سیمو کې ۸۷ سلنه نارینه او ۹۵ سلنه ښځې د نجونو د ښوونځي ملاتړې دي، په داسې حال کې چې په ښاري سیمو کې دا شمېر د دواړو جنسونو لپاره ۹۵ سلنې ته رسېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن، وایي:«دا تل لومړی پیغام دی چې نجونې یې راسره شریکوي، هغوی تږي دي چې زده کړه وکړي او یوازې غواړي د زده کړې فرصت ولري، کورنۍ هم غواړي لوڼې یې زده کړې وکړي، ځکه هغوی پوهېږي چې سواد او زده کړه د یوې نجلۍ ژوند بدلولی شي، په داسې هېواد کې چې نیمایي خلک یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.»
د ښځو پر ژوند د محدودیتونو اغېزې
راپور زیاتوي چې د طالبانو له لوري د ښځو پر غیردولتي ادارو د کار بندیز د افغان ښځو پر ورځني ژوند سخت منفي اغېز کړی.
د ۲۰۲۵ کال د جولای او اګست د یوې بلې سروې له مخې، ۹۷ سلنه ښځو ویلي چې دغه بندیز یې ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی.
همدا ډول له نیمایي زیاتوموسیسو هم شکایت کړی چې د ښځو د کار محدودیت د هغوی پر خدمتونو منفي اغېز کړی.
د سروې نورې موندنې
سره له دې چې د ښځو پر ژوند سیسټماټیک بندیزونه لا روان دي، ۴۰ سلنه افغان ښځې بیا هم د بدلون او برابرو حقونو خوبونه ویني.
د ۲۰۲۵ د سروې له مخې، نږدې درې پر څلور ښځې خپل رواني وضعیت «بد» یا «ډېر بد» بللی.
درې پر څلور ښځې وایي چې په خپلو ټولنو کې هېڅ اغېز نه لري؛ نیمایي ښځې بیا وایي د کورنۍ په پرېکړو کې اغېز نه لري.
یوازې ۱۴ سلنه ښځې په اونۍ کې یو ځل له کوره وځي، په داسې حال کې چې یوازې ۲ سلنه نارینه همدومره محدودیت لري.
راپور ټینګار کوي چې که څه هم د عامه مشارکت ډېری لارې پر ښځو تړل شوې دي، خو د افغانانو پراخ ملاتړ ښيي چې د زده کړو د حق غوښتنه لا هم ژوندۍ ده.
طالبان د ۲۰۲۱ د اګست له واکمنۍ وروسته په تدریجي ډول پر ښځو سخت محدودیتونه ولګول، له منځني ښوونځي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز یې تر ټولو لانجمنه پرېکړه وه.
د ښځو پر کار، عامه ژوند او تګ راتګ یې پراخه محدودیتونه وضع کړل چې د نړیوالو د پراخو غبرګونونو سره مخ شول.