• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ وايي په ټول‌ټاکنو کې باید رایه د پېژندپاڼې له لارې ورکړل شي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۴۹ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خولې لیکلي، نوموړی به داسې اجراییوي فرمان صادر کړي چې پر بنسټ به یې د هر رایه‌ورکوونکي لپاره پېژندپاڼه لازمي وګڼل شي.

ټرمپ زیاته کړې، یوازې ډېر ناروغان او بهرمېشتي سرتېرې اجازه لري چې د پوسټ له لارې رایه ورکړي.

دا دا لا روښانه نه ده چې ولسمشر د دې ډول بدلونونو قانوني واک لري که نه، ځکه ټول‌ټاکنې په ایالتونو کې کېږي.

د ۲۰۲۶ کال د نوامبر په میاشت کې د استازو د جرګې ټول‌ټاکنې به د ټرمپ د تګ‌لارو پر وړاندې لومړی ازمایښت وي.

ټرمپ تل د امریکا د ټول‌ټاکنو پر سېسټم شک کړی او د ۲۰۲۰ کال ټول‌ټاکنې یې له درغلیو ډکې بللي وې. نوموړي د پوسټ له لارې رایه ورکول او برېښنایي ماشینونه هم رد کړي وو.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

اسرايیلي‌ رسنۍ: د حماس ویاند ابوعبیده په غزه ښار کې په نښه شوی دی

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۵۷ GMT+۱

اسراييلي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پوځ د غزې په سیمه کې په یوه عملیات کې د حماس د نظامي څانګې د عزالدین قسام د ډلې ویاند ابوعبیده هدف ګرځولی دی. تراوسه د هغه وژل کېدل نه دي‌ تایید شوي.

اسرایيلي رسنیو د شنبې په ورځ (د وږي ۸مه) لیکلي، چې ابوعبیده د غزې ښار د الرمال په سیمه کې په یوه ودانۍ کې تر برید لاندې نیول شوی.

د حماس اړوند رسنیو هم راپور ورکړی، چې د غزې د الرمال په سیمه کې د اسراییل په برید کې درې کسان وژل شوی او ۱۱ نور ټپيان شوي‌دي.

تر اوسه رسمي دا نه دی تایید شوی، چې په دې عملیاتو کې د حماس ویاند ابوعبیده وژل شوی او که نه.

تر دې مخکې د اسراییل پوځ او د دغه هېواد امنیتي ادارې ویلي وو، چې دوی د حماس یو لوړپوړی چارواکی په هوايي برید کې هدف ګرځولی دی.

د اسراييلي چارواکو په وینا، په دې عملیاتو کې داسې هڅه شوې چې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله راونه‌وړل شي.

ابوعبیده چې اصلي نوم یې حذیفه سمیر عبدالله الکحلوت دی، تل په خپلو پیغامونو او رسنیو کې مخ او سر پټ کړی څرګندېږي.

هغه تر دې دمه د اسراییلي پوځ له څو بریدونو څخه ژوندی راوتلی.

ابوعبیده د حماس د نظامي مشرتابه څخه یو له وروستیو پاتې کسانو څخه دی، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه نېټه په خونړي برید کې برخه لرل.

د حماس غړو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه نېټه د اسراییل په سوېلي سیمې برید وکړ، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او تر ۲۵۰ زیات کسان یې یرغمل کړل.

اسراییل په دې برید غبرګون وښود او په غزې پټه سیمه کې یې پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې د حماس د روغتیا وزارت په وینا تر دې دمه په کې له ۶۳ زرو څخه زیات کسان وژل شوي او ۱۵۹ زره ټپیان شوي دي.

په پاریس کې یو افغان کډوال خپل بل هېوادوال د چړو په ګوزار وژلی

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۱

په پاریس کې د افغانانو د یووالي کلتوري ټولنه وايي، چې نن د شنبې په ورځ د پاریس په ۱۸مه ناحیه کې یوه افغان کډوال بل افغان کډوال د چړې په وار وژلی دی. نوموړی وايي، د پیښې انګیزه نه ده معلومه خو پولیسو د یادې پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

په پاریس کې د افغانانو د یووالي کلتوري ټولنې مشر شاه رسول اوریاخیل وايي، چې د شنبې په ورځ د پاریس د ۱۲مې ناحیي په لاشفیل سیمه کې یوه افغان کډوال خپل بل هېوادوال د چړي په ګوزار وژلی دی.

نوموړی وايي، د پیښې انګیزه نه ده معلومه خو پولیسو د یادې پیښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ماښام د جرمني په ګوسترو ښار کې یوه افغان کډوال د خلکو په مخ کې دوه نور افغانان په چړو وهلي وو، چې له امله یې یو کس مړ او بل سخت ټپي شو.

د پاکستان مخابراتي شبکو د یو شمېر افغان کډوالو سیمکارټونه بند کړل

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۳۱ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستان ځینو مخابراتي شرکتونو د یوشمېر افغان کډوالو د ګرځنده ټیلیفونونو هغه سیمکارتونه بند کړي، چې په پاکستان کې یې د استوګنې (پي او ار او اې سي سي) کارتونو له لارې ترلاسه کړي وو.

د سرچینو په وینا، د افغان کډوالو د ثبت کارتونو د وخت له پای ته رسېدو سره هممهاله تازه د پاکستان مخابراتي شرکتونو د یادو افغانانو ثبت شوي سیم کارتونه په بشپړ ډول غیر فعال کړي دي.

په پېښور کې د افغان کالونۍ یو اوسیدونکی وايي، د کورنۍ ۱۲ سیمکارتونه یې نن په بشبړ ډول غیر فعاله شوي دي.

نوموړي ویلي، چې افغانان هڅه کوي خپل د کډوالۍ کارتونه تمدید کړي، خو د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالود اېستلو وروستۍ نېټه سبا پای ته رسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغان کډوالو د شړلو لړۍ دوامداره ساتلې او له دغه هېواد څخه په بشپړ ډول د غیر قانوني افغان کډوالو د شړلو وروستۍ نېټه د اګسټ په ۳۱ نېټه پای ته رسیږي.

د روسیې لوی درستیز وايي روسي ځواکونه د اوکراین په ټولو جبهو کې برلاسي دي

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۲۰ GMT+۱

د روسیې لوی درستیز ویلي چې روسي ځواکونه د اوکراین په ټولو جبهو کې پرله‌پسې بریدونه کوي او اوس یې د جګړې «ستراتیژیک نوښت» په خپل لاس کې اخېستی. ګیراسیموف وویل چې له مارچ راهیسې روسیې د اوکراین شاوخوا ۳۵۰۰ کیلومتره مربع ځمکه نیولې او ۱۴۹ کلي یې تر کنټرول لاندې راوستي دي.

روسیې له دوبي راهیسې د اوکراین پر ښارونو او کليو د هوايي بریدونو شدت زیات کړی.

د اوکراین چارواکو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ په کییف کې د روسيې هوايي بریدونو په نتیجه کې لږترلږه ۲۳ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي

ګیراسیموف وویل چې روسیې په دې پسرلي او دوبي کې د اوکراین پر پوځي-صنعتي تاسیساتو ۷۶بریدونه کړي او هغه ځایونه یې په نښه کړي، چې اوږد واټنه توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې پکې تولیدېږي.

هغه زیاته کړه چې اوس مسکو د اوکراین د ختیځ لوهانسک سیمې۹۹،۷ سلنه، د ختیځ دونڅک ۷۹ سلنه، د زاپوریزیا ۷۴ سلنه او د خرسون سیمې ۷۶ سلنه خاوره په واک کې لري.

ګیراسیموف همداراز وویل چې له مارچ راهیسې روسیې د اوکراین شاوخوا ۳۵۰۰ کیلومتره مربع ځمکه نیولې او ۱۴۹ کلي یې تر کنټرول لاندې راوستي دي.

د یمن د حوثي حکومت لومړی وزیر او څو وزیران د اسراییل په برید کې وژل شوي

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۴۶ GMT+۱

د یمن د حوثي حکومت لومړی وزیر او یو شمیر وزیران په صنعا کې د اسراییل د پنجشنبې ورځې د برید په پایله کې وژل شوي دي. د یمن د حوثیانو د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ چې احمد غالب الرهوي او د کابینې یو شمېر وزیران د دولت د ارزونې پر کلنۍ غونډه برید کې وژل شوي او یو شمېر وزیران ټپیان دي.

اعلامیه وايي، په برید کې څو وزیران هم ټپیان شوي، ځینې یې برسېرن او ځینې یې جدي ټپونه لري او تر درملنې لاندې دي. برید د دولت د کلنۍ ارزونې پر یوه غونډه شوی و.

د یمن د حوثیانو د سیاسي شورا مشر مهدي المشاط له برید وروسته وویل چې هیواد به یې د فلسطین ملاتړ ته دوام ورکړي څو اسراییلي یرغل بند او د غزې په تړون کې بدلون راشي.

له دې دوه ورځې وړاندې اسراییلي سرچینو ویلي و، چې د یمن د حوثیانو کابینه یې په نښه کړې ده.