• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

ضیاالحق امرخېل: د ښځینه ډاکټرانو له لوري د زلزله ځپلو ښځینه ټپیانو درملنه د تعلیم برکت دی

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۳ GMT+۱

د تېر جمهوریت پر مهال د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي، د نجونو د زده کړو ارزښت د افغانستان د وروستۍ زلزلې ځپلو سیمو په وضعیت کې په څرګند ډول ثابتیږي. هغه ټینګار کړی، چې که ښځې له زده کړو محرومې پاتې شوې وای، نن به د ټپیانو درملنه له جدي ستونزو سره مخ وه.

امرخېل په خپلو څرګندونو کې وویل: «نن چې زموږ دغه خویندې د خپلو زلزله ځپلو ښځينه ټپیانو په چوپړ کې دي، دا د تعلیم برکت دی. که دوی بې‌تعلیمه سترې شوې وای، نن به ښځينه ټپیانو له دردونو زګیروي کول، کړيکې به یې وهلې، خو د درملنې به یې څوک نه وو.»

د هغه په وینا، د نجونو تعلیم نه یوازې د هغوی شخصي پرمختګ تضمینوي، بلکې ټولنه هم د هغوی له وړتیاوو ګټه پورته کوي.

امرخېل ټینګار کړی، چې په ناورینونو، طبیعي پېښو او بېړنیو حالاتو کې ښځینه متخصصې ډاکترانې او نرسانې ډېر مهم رول لوبوي او د هغوی نشتوالی د ښځینه ناروغانو لپاره د درملنې جدي خلاء رامنځته کوي.

هغه زیاته کړه، چې د نجونو د تعلیم مخنیوی د ټولنې د نیمې برخې د ظرفیتونو ضایع کېدل دي او دا محرومیت نه یوازې ښځو ته زیان اړوي، بلکې ټول افغان ملت یې تاوان ویني.

امرخېل له افغانانو او د هېواد له سیاسي مسولینو وغوښتل، چې د نجونو د زده کړو موضوع په جدي ډول تعقیب کړي او اجازه ورنه کړي، چې د ټولنې نیمه برخه د خپل اساسي حق یعنې زده کړو څخه بې برخې شي.

هغه په ټینګار سره وویل: «دې محروميت کې د هېڅ افغان خیر نشته، بلکې زیان یې ټولو ته رسېږي.»

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی